سهيم پوښتنې د همنوا دټيپ بالتۍ خلاصه كړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20949
طنز خبریال
دخبریدو نیټه : 2008-09-18

سهيم پوښتنې د همنوا دټيپ بالتۍ خلاصه كړه

په كندوز كې د الماني عسكرو قوماندان په يوه مطبوعاتي كنفرانس كې د ژورناليستانو پوښتنو ته ځوابونه ويل په دغه كنفرانس كې د الماني عسكرو قوماندان غوښتل د خپلو عسكرو دهغې ناپړيتې په اړه سپيناوې وكړي چې څه موده وړاندې يې ددغه ښار په ختځ سيمه كې په ډزو كې يوه مور او دوه زامن ووژل، په كندوز كې د ازادۍ راډيو خبريال نورمحمد سهيم چې عادتا تر درې دقيقو كمه پوښتنه نه كوي نن يې په دغه مطبوعاتي كنفرانس كې د نړۍ د ژورناليستانو تر مينځ د اوږدو پوښتنو ريكارډ ماټ كړ.

نورمحمد سهيم چې خپله پوښتنه يې په پنځه ثانيه اى اع، اع ، اع  پېل كړه د نوموړي پوښتنې اوه دقيقې او تقريبا پنځه دير ثانيې ونيولې، په كندوز كې ژورناليستانو ادعا كوله چې نورمحمد سهيم د اوږدو پوښتنو نړيوال ريكارډ مات كړ او كيداى شي چې د كندوز د ژورناليستانو له خوا ورته اوږدې پوښتنې د مطرح كوونكي په توګه جايزه هم وركړل شي.

د سلام وطندار راډيو خبريال رحمت الله همنوا ادعا كوي چې د آزادۍ را يو د خبريال نورمحمد سهيم د پوښتنې د مطرح كولو پر وخت يې د مني ډيسك ټايپ بالتۍ خلاصه شوه، هغه وايي چې نوموړې يو خواته لاړ او خپل ټايپ ته يې په سړه سينه بالتۍ بدله ، هغه فكر كاوه چې كه دې بيرته مطبوعاتي كنفرانس ته ورځي نو كيداى شي چې د پاى شيبې يې وي، دهغه پر وينا كله چې دې بيرته د كنفرانس ځاى ته راغې نو هم د نورمحمد سهيم پوښتنه لا خلاصه نه وه.

د ژورناليستكي اصولو مطابق يو مسلكي ژورناليست بايد خپله پوښتنه څومره چې كولاى شي لن ه كړي.

طنز: خبريال