د انساني ژوند له پيل څخه دعلم
او پوهي ورکړه د مشکلا تو د حل او هغه هوسايني په خاطر چي انسان ورته اړتيا لري د کائيناتو د خالق له لوري يوه
لويه پېرزوينه ده، انسانان د همدې ګټي څخه په بهره اخيستلو و توانېدل هغه لاس ته راوړني چي په طبيعت کښي په م
موزه توګه نغښتي دي پيدا کړي او د خپل علمي محصول په چوکاټ کښي يې را ونغاړي.
انسان مبتکر نه دى خو هغه ځيرک
مخلوق دى چي د رازونو په تحليل کښي ورسره کومک شويدى څولاس ته راوړنه يې د خپلي ګټي په ماحول کښي ختمه کړي دا
ړۍ د زرګونو کلونو په دوران کښي دپوره حوصلې او دقيق غور په رڼا سره رامنځ شويدى د پوڅکۍ د ژوند په څېر په آني
ول نه موندل کېږي ځکه همدغه پوڅه هم د يو سلسله تحولا تو په نتيجه کښي چي د پسرلي د موسوم د هوا د حالا تو په
تغير چي د سختوبادونو او تالندو سبب دى اړيکي ساتي او د جغرافيايي موقعيتونو په حواله خپل زېږنده تبا
ز ښکاره کوي داسي نه چي د هري پراخي لمني په بغل کښي سر پورته کړي.
په همدې ډول علمي څېړني د
انسانانود ذهني لوړتيا او هغه فعاليت سره چي دمجبوريتونو له کبله رامنځ ته کېږي خپل مستقيم ارتباط ساتي داچي
انساني غوښتني د حدودو په چوکاټ کښي نه محسوره کېږي نو د حل د پاره يې هم زماني او مکاني موقعيت ته اړتيا
ته.له همدې کبله د هغه
لا س ته راوړنو برياوي چي نن ورځ د پرمختللي تکنالوژى سبب شويدى او د ژوندانه په امو
اتو کښي يې د سهل او آرامى زمينه مساعده کړېده له سترګو څخه نه شو غورځولاى.
داسي هم نه ده چي دا ټول علمي م
سائيل نن ورځ د پوڅي په څېرآناً منځ ته راغلي او تېر وختونه له داسي برم نه برخورداره نه وه جهد او د زمان په
تقاضا و پوري تړلي مسائيل د انسانانو د پيدايښت نه د پرمخ تللو او پوره کولو په خاطر دوام لري مثال يې موږ د
نوح (ع) د طوفان په شروع سره ديوې داسي کښتۍ جوړول چي په څو چتونوکښي د بېلو مخلوقاتو د ځاى پرځاى کېدلو او د
ژوندانه د اړتياو د ليري کولو په خاطررامنځ ته شول ذکر کولاى شو چي د علمي پرمختيا دروازه يې په دې لاره کښي پ
انستل او د راتلونکو نسلونو د پاره يې سرمشق کېښود.
د مصر د فرعونيانو مثلثي تعميرونه ( احرام ) چي د نن ورځي
ه حيرت انګېزه تخليقاتو څخه شمېرل کېږي او د فرعونيانو موميايي کېدل چي دادى پس له څلورو زرو کلونو په اصلي حا
ت کښي د قبرونو څخه راکښل کېږي يو حيرانونکې فورموله ده.
د حضرت داوود (ع ) په ذريعه د اوسپني ويلي کول او
دهغې څخه د جنګي سامان آلا تو جوړښت چي د راتلونکي نسلونو د پاره يې د ابتکار دروازه خلاصه کړه د ذکر وړ ده.
د
ستوروعلم ( علم نجوم ) چي د مسافرو تګلاره يې د سمندر په زړونود وچي صحرا په لويو دښتو کښي د هدف د پيدا کولو په
خاطر د منجمانو په حق کښي ثابت و د نظره نه شو ويستلاى .
په همدې ډول د اقتصادي برنامو د پلي کولو په خاطر هغه
قاعده چي نن ورځ د زېرمي په حيث ورڅخه کار اخيستل کېږي د حضرت يوسف (ع ) په تدبير پوري تړل شوې عملي طرحه وه چي د
حطى په خاطر يې د غنمو د ټولولو او ذخيره کولو په وړاندېز جوړه کړه څو د وخت د پادشاه د خوب تعبير وشي د
يادولو وړ او د اقتصادي برنامود بنسټ پېشتازي کوي.
د همدې ټکو په نظر کښي نيولو سره د ب
ر د اړتياو د ليري کولو په خاطر داسي يوه قوه شته چي د کومک يا لارښودني عهده لري ځکه مخلوق د خپل ناتوانه دريځ
په درشل کښي و مدد ته اړ دى که چيري د همدې قاعدې خلاف اوسو نو د هيڅ يوه حقيقي فورمول په ثبوت نه شو توانېد
اى ځکه په خلقت کښي د همدردى او کنترول وجيبه د يوه ثابت او منونکي قانون په حيث رغنده پديده ده.
ساينسي م
سائيل چي د نننى بشري ټولني په منځ کښي د علمي دنيا له رويه خپل تبارز ټينګ کړيدى د هغه تيرو شوو مجبوريتونو د
جبران نتيجه ده چي انسانان ورسره مخامخ وه او وجود يې د همدې تيورى په را ختلو سره رامنځ ته شو، د نفوس
ېر والى، د تقاضاو د لمني پراخېدل، د انسانانو په منځ کښي د علم په سر داوطلبي، رقابتي نظرونه او د تفوق غوښتني
دريځ ټوله د همدې ساينسي پرمختياو اصلي لاملونه دي چي د عمر په تېرېدلو سره يو په بل پسې قد علم کوي او هر انسان
دا کوښښ کوي چي د خپلو اړتياو د پوره کولو په خاطر يوه ابتکاري عمل ته نژدې شي څو و کولاى شي خپل علمي دريځ ته
وړتيا ورکړي .
بدوي ژوند انسانان د انساني ډېرو تقاضاو څخه ليري ساتلي وه ځکه ماحول د يوې محدود جغرافيايي
چوکاټ په قاعده کښي نغښتى و له همدې کبله ډېروخلکو په ډېر لږ نعمت باندي شکرکښى او قانع وه د ژوندانه
د ابتکاري مسائيلو په اړونده چنداني غور نه کېدى که چيري په ځانګړي توګه کومه برنامه د علمي پرمختيا په لور څ
ګندېدل په ټولنيز دود مردوده پېژندل کېدل او ابتکاري شخص د مجبورى له کبله يا خو به چوپ و يابه يې د خپل لاس
ته راوړلو نتيجه ډېره ټيټه ليدل د همدې علت يو سبب د هغه په ځاى ناستو مفت خورو راهبانو شوم تبليغات وکوم چي
د عوامو د انحصار په حق کښي يې خپل دريځ الهه ( الاهه ) ګاڼه.
پاپانو چي د ګټي په بنسټ ولاړ تهداب پخپل ولکه
کښي انحصار کړى و د ژوندانه ټول مشکلات يې د خپلي فيصلې په حدودو کښي نغښتل او دا حق يې ځانته د خپل رائي په بنسټ
فرضي ايښودلى و خو ارتباط يې د سماوي اديانو په نزول سره د خپل ځان په حق کښي په خلاف د حقايقو ټينګ کړى و.
عوام
چي د حقايقو څخه ليري ساتل شوي وه له همداسي مغرضينو څخه د دفاع په خاطر ټولنيز سپر و او چاته يې دا
اجازت نه ورکاوه چي د خپلو اربابانو په ضد اقدام وکړي او يا داسي نظر وړاندي کړي چي هغه د همدې تپل شوو
استاذو مقابله وي.
له همدې رواياتو څخه غلو، قمار بازانو، سود خورو، شراب خورو، فساد اچونکو او نورو مفسدو
اشخاصو خپله ګټه پورته کول او د خپلي غير انساني چلندونو نظر يې روايتي نظام ګاڼه.
ثروتمندانو د انسانانو
په رانيولو او خرڅولو کښي لوى لاس درلودى يعنې د غلامانو او مينځيانو دور په همدې دوران کښي مشروعيت در
ود.
داسي قاعده چي د علمي دنيا لورته سوق الجيشي قانون وي غير له الهي قواعدو څخه چي هغه هم د ا
هي استاذو ( پيغمبرانو ) په موجوديت کښي سمون ته رسېدل او انسانان يې د يکجهتى انساني ژوند او د حقوقو درناوي
ته متوجه کول بل څه نه موندل کېده
دا چي د انسانانو په ذهنونو، عواطفو او عملکردونوکښي بېل طرز العملونه
موجود و او دي له همدې کبله يو سلسله تغيرات د سختو شرايطو په منلو سره رامنځ ته شول چي د بشري ټولني دپرم
ختيايي قوانينو قاعده يې کېښودل که څه هم دا پرمختيايې قاعدې د عمومي ګټي په خاطرد عام اولس په ولکه کښي پ
ېښودلي شوې خو د سياسي ، اقتصادي او زورورو له خوا په انحصار کښي پرېوتې او د دې انساني خدماتو وارثان په داسي
حال کښي وګرځېدل چي د يو سلسله بې عدالتيو او ظلمونو په ولکه کښي يې د دې خدمتونو ګټي و نغښتلې څو د خپل اشباع او
نفسياتي خواهشاتو لړۍ په نړۍ و تپي، د نادارو او ضعيفه ممالکو په سر د چنګک او د بډاى يا شته منو ملکونو په
اختيار کښي هر هغه څه پرېږدي کوم چي په يو خوله او دستور سره پيغام لري.
دې خبري موږته داسي څه رازده کړه
چي دوباره يې موږ د قرون وسطى او بدوي ژوند لوري ته وګرځولو ځکه په هم هغه وخت کښي هم هغه انسانانو چي د خپل
ژوند د ښېګړو په مقابله کښي به يې د تضاد کوم اړخ وليد او يا به يې ګټي په خطر کښي ولوېدې نو په جنګ به يې لاس
پوري کاوه او يا به يې په بل نوع داسي څه کول چي خپله برتري وساتي.
د نن ورځي پرمختللي ممالک همداسي لاره غوره
ګڼي او دايې خپل ځانته حق ګڼلى دى که چيري د ملل متحد په چوکاټ کښي هم وي ځکه د ويتوحق د محدودوپنځو سترو وسله
والو په قبضه کښي ګېر دى.
له بل پلوه د وسلو د جوړولو په سر بنديز د هغه ملکونو په سر تپل کېږي کوم چي د نادارو
يا ضعيف القدرت حقانيت ولري.
د اقتصادي محاصرې بنديزونه د همدې ملکونوخصوصاً د امريکې له لوري هم لګول کېږي
او هم ليري کېږي ځکه د خپل هغه حق په درلودلو سره چي د ملل متحد اداره يې پخپله خاوره کښي ساتلي ده د همدې نوع
انساني ضد قانون څخه په ګټي اخيستلو برخور داره ده.
همدا دستور دى چي د پرم
ختيايي عواملو لاري د اسلامي ممالکو په لوري تړل شويدي ځکه په هر هغه اسلامي هيواد کښي چي د ساينسي پرمختيا
اري و لټول شي نو دحکمرانانو په دستور هغه طرز العمل په ټپه درېږي او يا هم په بېلو بهانو سره د ودرولو لاري و
رته لټول کېږي دا ټوله په دې خاطر چي محافظه کاره حکمرانان د جنګ ، اقتصادي محاصرې او بندېزونو څخه په وېري سره
ځانته د سر درد نه غواړي عوام په ټپه د کهالت لوري ته لبيک وايي يوازي د ميډيا اوسرودي حالت لورته ترجيح ورکوي
چي همدې حالت ته د ديموکراسى يا بېروکرات دور نوم ورکول کېږي.
که چيري د غربي نړۍ په مدار باندي حرکت د شعاع په
څېر دوراني حرکت وي يو څه امکان لري چي د معيشتي ژوند په اړونده لورته څه پرمختيا راشي هغه هم په داسي ډول چي د
خود کفايي اصليت په کښي نه وي ځکه يوازي د تظاهري ژوند لباسي حالت مطرح وي.
همدا حالت مخکښي د کمونيزم په م
وجوديت د هغوى محوري ستورو همداسي حالت درلودى چي مجزا والى يې د سرمايه داري نظام څخه د اقتصادي کړنلارو په
ذريعه بېل شوى و په داسي ډول چي د کمونيزم اقتصادي نظام د حکومتي کنترول او ولکه درلودل په ټولنيزه عام الم
نفعه فوايدو کښي يو جبري قاعده وه او د عام خلکو د ژوندانه معيشتي ژوند د بخور او نمير سره تړلى و د کوپون له
اري چي د ولتي ارګان په خپله سب سايډى سره ټينګ او رواج کړى و د خوراکي او ضروري اجناسو ورکړه په ارزانه توګه
قاعده ګرځولې وه. خلکو ته د کار زمينه او د اختراعاتو ميدان خلاص و خو ګټه يې په مجموعه کښي د حکومت ( ټول دولت )
په برخه کښي رسېدى اقتصادي پانګه د پرمختيايي پروژو په موخه خلاصه وه خو د محور څخه په شعاعو باندي د لږ ت
سيم اراده قابضه او نافذه وه ټوله توجه د محور او دفاعي ، تجاوزي کړنلاري په دستور څرخېدل.
په مقابل کښي د
بيروکراتانوطرز العمل يعنې د غربي نړى قاعده د شخصي سرمايه داري نظام په قانون باندي ولاړ تهداب لري چي نظام
د دولت په خپله اراده کښي نيسي د جرمونو څخه په نقدي پيسو آزادي، د اقتصادي نظام واکداري،د سرمايي ډېرول د
طبقاتي نظام په بنسټ د مزدورانو په وينه کښي ، د قدرت ولکه او په ټولنيزه ژوند کښي د حيثيت درلودل چي دا ټوله
د انساني قوانينو په ضد خلاف عمل دى تر نن پوري دوام لري.
د دې دواړو نظامونو په ضد د اسلامي قواعدو تګلاره چي
د دنيا تر وروستى نېټې پوري تغير نه منونکي قاعده ده د کار حق و حقدار ته ، د سرمايه داري نظام قبولول د قانون
په چوکاټ کښي چي د سود، غلا، درواغو، خيانت او رشوت له لاري نه وي د زکوة ، خيرات او صدقې په ورکړه سره، د
دانشمندانو پالنه او د عام المنفعه ذخايرو لکه کانونه ، تېل او ګاز کنترول د اقتصادي نظام د پياوړتيا او م
لي ګټو په کنترول کښي د دولت دنده جوړوي، د بشري نظام قاعده د انساني قواعدو په چوکاټ کښي د علم، حلم او صداقت
په مبنا ولاړ اساسات هغه منل شوى دستور دى چي د دېموکراتيکو نظامونو په جبري قاعده کښي نن په پټ او سر پوښه
حالت سره نغښتل شويدى داسي چي قرآن پاک په اوو پوښو کښي د خوني په سرتاقونو يا الماريوکښي د مچولو په غرض پټ
پروت پاتي شويدي همداسي اسلامي قاعده د بې علمه حکمرانانو له لوري يوازي د تظاهر په شکل دستوري طرز جوړوي
چي د علمي مسائيلو څخه يې په کار نه اخيستلو سره ګرم او د پوښتني وړ دى.
انسانان د مځکي پرمخ د تحرک په حال کښي
ژوند کوي چي د بدعتونو، عام المنفعه قوانينو او داسي عملکردونو سره تړاو ساتي چي د نوي ژوند او نوي پديدې زېرى
ورکړي هيڅکله د داسي برنامو موخه نه نيول شوېده او نه هم نيول کېږي دانسان د پيدايښت سره سهو،ګناه او نافرماني
د انسانانو په عملکردونو کښي وضاحت پيدا کړيدى د همدې نقايصو د ليري کولو په غرض متعدد پيغمبران او
انبياۤء عليه السلام د وخت د تقاضا سره سم په اصلاحي شکل مقرر او د خپلو بې سارو زحمتونو په وکښلو سره حتى
د شهادت تر درجې پوري دا سلسله رسېدلې ده تر دوى وروسته د همدې ويل شوي استاذو يارانو د خپل وس او قدرت په
اندازه د هدايت لاره ټينګه کړېده او په دې لاره کښي پوره ، پوره زحمتونه ګاللي دي څو د مځکي پرموخه يې د عدالت
او اصلاح قاعده د يو والي په چوکاټ کښي په داسي ډول چي د الله پاک د قوانينو او رضا سره سم سمون خوري پلي کړې وي
خو له بده مرغه همدا انسانان د خپلي نفسي غوښتني په درلودلواو شيطاني خواهشاتو په لمسون په يوه کړۍ د وحدت کښي
نه دي نغښتل شوي بلکه په ځانګړو خصوصياتو سره د بېل ، بېل قانون پيروي يې پخپل ځان تپلې ده چي دا کار د همدې
انسانانو په خوښه او پوره رضا سره شويدى حال داچي د کوم زور او زياتي قانون هيڅکله نه دى پرې تپل شوى.
په م
ابل کښي د انساني اصولو د مراعات کولود پاره د قاعدې ترتيب او تنظيم ته دا اړتيا پيدا شوېده چي د زور څخه
کار واخيستل شي ځکه اکثره انسانان پخپله خوښه د عدالت قانون ته نه حاضرېږي او يا هم د خپلي خوښي په چوکاټ
کښي د کوم پياوړي قانون د ليدلو نه مخکښي د عدالت ترازو ته دومره ډېره توجه نه ګرځوي.
انسانان تل دخپلو اړتيا و د ليري کولو په غرض هغه موادو ته ډېره توجه ګرځوي کوم چي په آني حالت کښي ورته
په سترګه کېږي د راتلونکي په هکله هغه وخت خپل نظر څرګندوي چي د مجبوريتونولړى يې د اشباع حالت نيولى وي او
يا هم ورته په لومړى درجه کښي حاد حالت نه وي .
همدا علتونه د هر انسان د پاره دوه موخه قاعده تنظيموي
چي يوه يې د مدني قانون په چوکاټ کښي او بله يې د الهي قواعدو منل شوى دستور دى.
تضاد دهمدې دوو قواعدو ترمنځ د
نفسياتي غوښتونو دريځ د هغه انسانانو په اوږو بار جوړوي کوم چي د خپلي لاس ته راوړني ګټي نه غواړي د عوامو په
چوپړکښي ختمي شي ځکه د زحمت په مقابله د تمام عيار ثروت د لاسه ورکول د هر انسان په توانمندي کښي نشته ځکه مجاز
د حقيقت سره نه شي برابروکولاى که څه هم انسان اشرف المخلوقات دى او د علم په درجه سره نازول شويدى خو همدا ح
الت د ټولو انسانانو په ذهني لوړتيا پوري اړيکي ټينګوي چي د جامعې ټولنيز حالت ته په ځانکړتوب سره ترجيح والى
همدا علمي درجه ثابتولاى شي.
جنګ، کرکه، بېلوالى او خود غرضي د همدې قاعدې له لاري منځ ته راغلي دي چي
طباقتي نظام يې جوړ کړيدى او ثمره يې د تفوق قاعده جوړوي.
همدا تفوق طلبي، خودخواهي او غرور انسانان ودېته هڅ
وي چي د خپل همنوع په مقابله کښي د حيواني اوصافو دريځ غوره کړي چي په نتيجه کښي يې علمي در يځ کمزورى کېږي که
چيري هره يوه د دې قاعدې خپل حاکميت قايم کړي نو دمځکي څرخ په اصطلاح په هم هغه لورڅرخي.
هيڅوک داسي ثبوت
نه لري او هيڅ يوه علمي پديده نشته چي دا لهي قوانينو په ماحول کښي د ايراد نقطې پيدا کړي او يايې په علمي جهان
کښي د اشارې په توګه څرګندي کړي مګر هغه کسان چي د موضوع په مغز کښي نه وي داخل شوي او يايې هم د خپل علم اوعقل د
کمزورى درجه نه وي منلې.
د خطونو په ايجاد سره لس صحيفې چي د الهي احکامو او لارښودنو غوره نمونه ده د حضرت
دم (ع) د ژوند څخه شروع شوي دي داچي انساني مخلوق د خپلي لمي درجې د لوړولو د پاره کومه برنامه جوړه نه کړه
پخپله د همدې انسان د عجزښکارندوى دي ځکه د انساني ساينسي دريځ لوړتيا په همدې ١٥٠ کلونو کښي رامنځ ته شوه چي
همدا سل کاله يې په لوړه سويه لاس ته راوړني ښکاره کړې او په يوموخي ډول د يوه انقلاب څپې د خپرېدلو په حال کښي
څرګندي شوې او دا لړى د دوام حالت ځانته غوره کړيدى.
داچي ولي انسانانو د خپل ژوند دومره ډېره لويه
دوره په تاريکيو کښي تېره کړه خپل ځانته علتونه لري چي په ډېره لږه کچه سره د اصلي علتونو په علل سره تشريح شو
.
اسلامي نړۍ د الهي استاذو په وجود کښي د الهي ارشاداتو په رڼا سره هيڅکله د انسانانو د ښه ،هوسا او آرام
ژوند په موخه خنډ شوي نه دي او نه هم د ساينسي تجاربو يا علمي واقعيتونو په لاره د دېوال په حيث واقع شوي بلکه
تل يې د انساني معاشرې او انساني عملکردونو په وضاحت کښي خلک د حقيقت او حقانيت لورته هڅولي دي.
د حضرت نوح
(ع) دتدبير نتيجه چي د کښتى په جوړېدلو سره د بحر په زړه کښي د شنا په خاطرد ژوند د حفاظت په اړونده رامنځ ته شول
د نن ورځي د غول پيکرو کښتيانو، آبګوټونواو نورو وسايلو په جوړېدلو سره تمامېږي.
د حضرت يوسف (ع) تدبير د قحطى
( خوشکسالى ) د راتللو په غرض د غنمو د کرلو او ذخيره کولو په هکله، چي د نن ورځي د اقتصادي قانون د قورمول م
ور ګڼل کېږي.
که د موسى (ع) د دورڅخه چي د پنځو زرو کلونو تاريخ جوړوي نظر واچول شي د همدې انسان د پاره د ډبري د
زړه څخه د اوبو د چشمو بهېول چي نن ورځ د تصفيه شوي اوبو د لاس ته راوړلو د پاره يوه روښانه لاره ده، د
ادبياتو په ساحه کښي دکتابت او ليکلو په غرض د الهي ارشاداتو څخه د تورات په نوم د کتاب تقديم،د خرافاتو٠
جادو) په ضد دعيني شواهدو اظهار او تخيلي پوچو افکارو په وړاندي لکه د سامري عقيدتي موضوع رد، د ظلم، نا
وا او تجاوزاتو په وړاندي د علمي، سياسي، ادبي او رزمي مبارزې زده کړه د فرعون په مقابله کښي چي د نن ورځي د
زادى بخښه نهضتونو په وړاندي يوه قبوله شوي پديده ده او د ملل متحد په چوکاټ کښي ځانګړې شعبه لري. دحکمتونو په
جوړېدلواو د جغرافيايي ساحې تثبيت، چي د نن ورځي جهاني موضوع اصلي ريښه تشکيلويو د داخلي پيداوارو څخه ګټه
اخيستل لکه د من او سلوى، چي نن ورځ د تجاوزاتو موخه د خپلي نفساني خواهشاتو په وړاندي رالنډه کوي.
د حضرت
داوود (ع ) د کسب څخه چي د اوسپني په ويلي کولو سره يې د جنګ، کورني اسباب او زراعتي سامان آلا تو جوړېدل خلکو
ته په ارمغان پرېښودل د نن ورځي د اکثرو مشکلاتو د حل بيان لري.
د حضرت عيسى (ع) د پيغمبرى دور چي د خرافاتي
عقايدو په ضد د علمي دنيا او حقايقو د روښانه ساتلو په غرض رامنځ ته شول د خپل وخت او زمان سره د شرايطو په نظر
کښي نيولو په غرض د انساني ژوند د تهداب ايښودل و څو خلک د حيواني او انساني ژوند ترمنځ توپير په علمي
دلا ئيلو سره و کولاى شي.
تر دې سلسله وار لړۍ وروسته د حضرت محمد (ص) د نبوت او پيغمبرى دور شروع شو چي د
ومړى ورځي څخه د انساني معاشرې په جوړېدلو يې پيل وکړ او دا د انسانانو د پاره د لومړي شرط ذمه واري ده، د ښځو ح
وقو ته احترام، درناوى او عزت، د ساينسي علومو د منځ ته راتللود پاره دالهي وړانديزونو بيان، د کلتوري، ث
افتي ، تاريخي، ادبي ، ټولنيزه پروګرامونو تجويز،د اقتصادي برنامو په لړ کښي قواعد،د ملکونو د جغراقيايي ح
دودو تعين، مساوات، ګډ ژوند،تعليمي او تربييوي برنامې،علم نجوم او کېمياي تعاملا توترمنځ فورمولونه،حساب،
هندسه، الجبر او مثلثاتو علمي اساسات او نور ډېر هغه څه چي د بشر په دماغي چوکاټ کښي تر نن پوري نه دي ځاى په
ځاى شوي رايج، درج او په عملي ډګر کښي پياده کړل.
د دولتي نظام د پاره د واقعي جمهورى
دولت بنسټ او د خلفاي راشدينو په عملکرد سره د تحقق بخښلو هندارهو د بردګى يا غلامى د اساس ړنګول او په عوض
کښي د انساني خود مختارى آزاد حالت، د سود څخه د پاک نظام منځ ته راوړل، د همسايګانو سره د انساني سلوک په
اړونده معلومات د علمي مسائيلوپه لاره کښي ترغيب او تشويق ، د عالم و رتبه ته ارزښت او درناوى د هغه لاس ته
اوړنو او ښکاره برياو څخه دي چي سترګي پرې نه شوپټولاى.
په داسي حال کښي چي نننى نړۍ د همدې وضع شوي فورمولونو
څخه په ګټي اخيستلو سره ځانونو ته د تمدن او ساينسي علمي پوهي رهبران وايي بيا هم د اسلامي قانون په حقانيت
باندي خپلي سترګي پټوي او غواړي لمر په دوو ګوتو سره پټ و ساتي.
د مور په نس کښي د اولاد پيدايښت په مرحله
وار ترتيب سره نن ورځ د علمي دنيا هغه څېړني چي د الکتريک او التراساونډ په ذريعه ښکاره شويدي د قرآن پاک په ا
شاداتو کښي د رسول اکرم (ص) د دور څخه راته پاتي شوى قانون دى، د علم نجوم او آسماني څېړنو په درشل کښي هغه ار
ادات چي د قرآني آياتونو څخه معلوم الحاله واقعيت دى چي د نن ورځي تر تبليغاتي او ټولنيزه اخبارونو پورته ح
الت لري.
د اسلامي علماو هغه برجسته څهرې چي د تاريخ په اوږدو کښي يې تر اروپائيانو مخ کښي لاس ته
راوړني درلودې د نمونې په لست کښي ظاهرول غواړم.
جابرابن حيان د کېميا پلار مړينه ٨٠٣هجري
موسى الخوارزمي د لوګاريتم،حساب، استرونومي،جغرافې او الجبر پلار د٧٧٠څخه تر٨٤٠ هجري پوري.
يعقوب ابن
اسحق ال کينډي د فزيک، دواسازى ، رياضياتو، ميتالوجي او د سترګو فيلسوف ژوند د ٨٠٠ څخه تر ٨٧٣ هجري پو
ي.
تحابت ابن قراء د استرنومي، تخنيک او جيو متري مؤسس ژوند ٨٦٣څخه تر٩٠١هجري پوري.
علي ابن ر بان ا
طبري د دواسازى،رياضياتو او عالم ژوند ٨٣٨څخه تر٨٧٠ هجري پوري.
الفرغاني د
اناتومي او کور جوړولو انجېنرژوند په ٨٦٠ هجري کښي.
زکريا الرازي د دواسازى، اپتامولوجي،
کېميا او استرونومي پروفيسور ژوند٨٦٤څخه تر٩٣٠ هجري پوري.
ابو عبدالله البتاني د استرونومي، رياضياتواو م
ثلثلا تو پروفيسور ژوند ٨٦٨څخه تر٩٢٩ هجري پوري.
ابو النصر الفارابي د سوسيو لوجي ، سياست،ساينس او ميوزيک
فيلسوف ژوند ٨٧٠خخه تر٩٥٠ پوري.
عبدالحسن علي المسودي د جغرافيي او تاريخ استاد مړينه ٩٥٧ هجري کال.
ابوا
قاسم الزهراوي د جراحى، دواسازى پلار ژوند ٩٣٦ څخه تر١٠١٣ هجري پوري.
محمد علي بوزجاني د رياضياتو، است
ونومي،د مځکي د مساحت او هندسې فيلسوف ژوند ٩٤٠ څخه تر٩٩٧ هجري پوري.
حسن ابن الحاتم د فزيک او رياضياتو
پوه ژوند ٩٦٥ څخه تر١٠٤٠ هجري پوري.
ابو الحسن المروردي د پوليټيکل ساينس اوسوسيولوجي عالم ژوند ٩٧٢ څخه
تر ١٠٥٨ هجري پوري.
ابوريحان البېروني د استرونومي،رياضياتو فيلسوف ژوند ٩٧٣څخه تر١٠٤٨ هجري پوري.
ابن
سينا د دواسازى، رياضياتو او طب فيلسوف ژوند ٩٨٠څخه تر١٠٣٧ هجري پوري.
عمر الخيام د رياضياتواو شعر استاد
ژوند ١٠٤٤ څخه تر١١٢٣ هجري پوري.
ابوحميد الغزالي د سوسيو لوجي فيلسوف ژوند ١٠٥٨څخه تر١١٢٨ هجري پوري.
ال
ادريس د مځکي د مساحت او د دنيا د نقشې د جوړولو پلار ژوند١٠٩٩څخه تر١١٦٦هجري پوري.
ابن النفيس د اناتومى پ
وفيسور ژوند ١٢١٣خخه تر١٢٨٨ هجري پوري.
ابن البيترد فارمسي او بوتانى عالم مړينه ١٢٤٨ هجري.
ابن خلدون
د سوسيولوجي ، تاريخ او پوليټيکل ساينس فيلسوف ژوند١٣٣٢څخه تر١٣٩٥ هجري پوري.
په همدې ډول ډېر نور داسي
پوهان ، دانشمندان او فيلسوفان د اسلامي نړۍ څخه چي د نن ورځي د علمي دنيا مخکښان ګڼل کېږي منځ ته راغلي دي خو
داچي د وخت د نادانو حکمرانانو توجه چي د خپل وخت داقتدار لمن يې په خطر کښي لوېدل د خفه کولو ، وژلو او بندي
کولو څخه د داسي نابغه و په حق کښي دريغ و نه کړ او د نن ورځي د شرم څخه ډک ژوند يې و خپلو راتلونکو نسلونو ته
په داسي ډول پرېښود چي لا تر اوسه د اسلامي علماو په ترټلو کښي خپل کرغېړن عمل ته د پردو په لمسون دوام ورکوي
او د غير اسلامي طرزونو په رشد کښي د چوپړ شپې ورځي سبا کوي.
موږ د دې شاهدان يو کله چي په اسلامي نړۍ کښي دنهضت
او ساينسي پوهي دانشمندان ظهور وکړي سمدلاسه د غربي نړۍ له لوري پرې د بېلو بهانو په ټاپه کولو سره يا خو د
بندي خاني په تورو کوټو کښي اچوي او يايې د خپلو زرخريدو په لمسون د وخت د حکمران له لوري د مرګ يا خارج ته د ف
ار په لارتشويق کوي.
زموږ يوازنى مشکل د اسلامي دښمنانو شتون پخپل واک او اقتدار کښي د خپل ټاټوبي په چا
چوب کښي دى چي د عوامو د نظر په خلاف د حکمرانانو د ساتني په غرض ورته د حق جلوه شوېده. هرکله چي دا نقيصه پاى
ته ورسېدل سمدلاسه به غربي نړۍ داسي يو مقتدر اسلامي قووت و ويني چي نور به د ګواښونو توانمندي له لاسه و
کړي.
پاى