ددغې قبيلې خلک د خپل لوی نيکه
بيټ يا بټن دنا مه له کبله په بيټنو سره شهرت لري٠ دا سړی په پښتنو کې ډير مشهور نيکه تير شوی دی او له پخوا
زمانې نه تا ريخ ليکو نکو دده نوم او حال ليکلی دی٠په پښتني عنعنه کې دا سړی يو خورا لوی پښتون او مشهور نيکه
ګڼل کيږي.
ددې عنعني تصديق په بهر نيو مؤ ر خينو کې ابو الفضل علامي( ١٠٠٦ هجري) د هندد مغولي واکمن جلا ل ا
دين محمد اکبر ددربار مؤ رخ په دې ډول کوي:
"په پښتنو کې درې وروڼه بيټنی،غر غښت او سړ بن ډير مشهور نيکو نه
دي".(1)
د بيټ نيکه نوم په تا ريخو نو کې بيټنی او بټن هم راغلی دی او نعمت الله هروي چې په( ١٠١٨ هجري) کې مخزن
افغا ني تا ليف کړی دی هم دشيخ بيټني او دده د او لادې احوال په بشپړه تو ګه راوړی او ځينو نورو تا ريخو نو ته
حواله ورکوي چې مجمع الا نساب ا، معدن ا خبار احمدي او تا ريخ ابرا هيم شا هي له هغو نه دي او تر ده دمخه
يکل شوي دي.(٢)
د رو ا يتو نو له مخې بټن دقيس عبدالر شيد زوی دی٠ بيټ نيکه(*) د خپلو دوو ورو ڼو يعني غر غښت او
سړ بن نه په عمر کو چنی و، خو د خپل نيک خوی،زهد او تقوی په وجه يې ډير شهرت تر لاسه کړ٠ په کو چنيوالي کې يې تر
عر بستان او عر اق پورې سفر و نه وکړل چې ددې سفر و نو په تر څ کې يې د ډيرو خلکو سره ليد نې کتنې وکړې او د هغوی له صح
بته يې فيض تر لا سه کړ.(٣)
اخو ند درويزه ننګر هاری چې تر (١٠٤٨ هجري) پورې ژ وندی و هم د شيخ بيټني او دده د
او لا دې يا دونه کوي او د پښتنو له نو ميا ليو او مشا هيرو نه يې ګڼي٠ خو تر دغو ټو لو پخو انی او زوړ کتاب چې د
بيټ نيکه ذکر او دده اشعار پکې را غلي دي د با رک خان د زوی سليمان ما کو تذ کر ت الا وليا دی چې له(٢١٢هجري) نه
ورو سته ليکل شوی دی٠ ددې کتاب هغه يو څو پا ڼې چې شته د شيخ بيټني ذکر داسي کوي:" نقل کا ندي هسي يا رانو چې په
وزګار د شيخ بيټني دده ورور چې سړ بن نو ميد ه او پر شيخ بيټني هم خورا ګران و، سړبن نه در لود زامن او هر کله
به يې ويل خپل ورور ته ،بيټني خپل زوی اسما عيل ورکا او لوی شو د سړ بن په کا له، خدای مهر بان د اسما عيل په بر
کت سړ بن ته نصيب کړل دو مره زامن چې اوس شو ګڼون د هغو ٠٠٠"٠(٤)
لوی استاد علا مه عبد الحی حبيبي د پښتو اد
بيا تو تا ريخ په دوهم ټوک کې د بيټ نيکه په اړوند دا سي ليکلي دي:" د بيټ نيکه نور ا حو ال مو ږ ته نه دی معلوم او
نه دده ژوند مؤ ر خانو تصر يح کړی دی،فقط د پټې خز انې د ليکلو څخه ښکاري چې اسما عيل د بيټ نيکه زوی د ښر خبون م
عا صر او د غه سړ ی په کال(٤١١ هجري ) کې مړ شوی دی٠ نو چې د اسما عيل د ژوند وخت(٤٠٠هجري) حدود وي ښا يي پلار او
اکا يې هم د(٣٥٠ هجري) په حدودو کې ژ وندی وي."(٥)
د تا ريخ حيا ت افغا ني د ليکوال ډپټي محمد حيات خان په حواله
بيټ نيکه د سليمان په غر ه کې ميشته و ،خو وروسته د غزني په شاوخو اکې ښخ شو.(٦)
شيخ بيټني يو رو حاني شخصيت و .
سليمان ما کو په خپل کتاب تذ کرت الا وليا کې دده يو منا جا ت راوړی دی چې په لا ندې ډول يې وړاندې کوو"
ويه خدايه،لويه خدايه ستا په مينه په هر ځايه
غر ولاړ دی درناوي
کې ټو له ژوي په زاري کې
دلته دي د غرو لم
ني ز موږ کيږدۍ دي پکې پلنې
دا وګړي ډير کړي خد ايه!
لويه خدايه، لويه خدايه!
دلته لږ زموږ اوربل
دی ووړ کو رګی دی،ووړ بور جل دی
مينه ستا کې موږ ميشته
يو بل دچا په مله تله نه يو
هسک او مځکه نغښته ستا ده د مړو وده له تا
ده
دا پا لنه ستا ده خدايه
لويه خدايه، لويه خد ايه!
شيخ بيټني درې زامن
در لو دل چې اسما عيل ،وړسبون او کجين نو ميدل او په دغو زامنو سر بيره يې يوه لور هم در لوده چې بي بي متو نو م
يده او د شا ه حسين غوري مير من وه چې او لاده يې متو زي پښتا نه دي.(٧)
د بيټ نيکه په ز امنو کې دوړ سبون او
کجين او لادې ته بيټني وايي.(٨)
په پخوا و ختو نو کې دد غې قبيلې خلک د سليمان غره په لو يد يزه خو اکې او سيدل،خو
په هندو ستان کې د پښتون واکمن د سلطان بهلول لودي د زوی سکندر لو دي د و ا کمنۍ په و خت کې د غلجيو د قبيلي د غ
بي په وجه د خپل اصلي او پخو اني ټا ټو بي نه و کو چيدل او د سليمان غره په لمر خا ته د ګو مل د سيند پر غاړه او
په ټا نک کې ميشته شول٠ وروسته بيا ددغې قبيلي زيا تره خلک د سو داګرۍ او نورو دو لتي چارو د تر لا سه کو لو
ه پاره هند وستان ته ولاړل٠ ددې له پاره چې په هغه و خت کې په هند و ستان کې پښتنو واکمنانو ځواک درلود او ټول
درت ددوی په لاس کې و،له همدې کبله د بيټني قبيلي ځيني کسان هم د لو يو ر تبو خا وندان شول چې يو له هغو نه فتح
خان بيټنی د بنګال د ګور دسيمې خود مختاره او مشهور صو بدار او يا ګورنر و، چې تر هغه وروسته دغه مقام د کر لا
ڼي قبيلي لاس ته ورغی.(٩)
هغه شمير بيټني چې د ګو مل په دره کې او سيدل ،نو د هغوی په شمير کې زيا تو الی اغی، چې د خپل ملک په لو يولو او نورو سيمو په نيو لو يې پيل وکړ،ان تر دې چې( دوتو) چې کا نيګرام ته نږ دې مؤ قعيت لري ور سيدل٠ دوی دلته د وزيرو او مسيدو سره مخا مخ شول او په هغه جګړه کې چې ددوی تر مينځ پيښه شوه نو بيټنو ما تي وخوړه او شا ته تلو ته مجبور شول او د کر نګي له کلا نه هم په شا شول، چې اوس نو موړې کلا د مسيدو قبيلې د بهلو ل زيو د ښا خ د شنګي څا نګې په لا س کې ده٠ کله چې وزير او مسيد ددوی د مقبو ضه ملک د نيو لو پر ته د هغوی پر سيمې باندې هم تيری پيل کړ،نو په دغه وخت کې ځينې خلک له خپلو کو رو نو نه لاړل او چير ته چې دوی ته پناه ور کړل شوه ه ته ميشته شول، خو د کجين د او لادې زيا تره برخه او دهغې نه د وړ سبون او لا ده د سليمان د غره په ختيزه کې ميشته دي٠
داسي ويل کيږي چې په هغه وخت کې د ګبر غر چې د بنو جنوب او د ټانک شمال ته پروت دی او د ورګا ړا يا او
ګاري ښاخ د وړ سبون بيټنيو په قبضه کې و، چې ورو سته بيا په نو مو ړي ښا خ با ند ې د ګو ربزو قبيلې ير غل وکړ او بې
ميره ورګاړي يې ووژل او ددوی سيمه يې و نيو له.
د بيټني قبيلې د استو ګنې سيمې:
١- په پښتو
نخواکې:
بيټني د جنو بي وزير ستان په سهيل او دديره اسما عيل خان د ضلعې په لو يد يځ کې ا ستو ګنه لري،چې د
جغر ا فيوي پلوه په جنو بي و زير ستان، خو په اداري لحا ظ په ديره اسمعيل خان کې مو قعيت لري٠
ددوی سيمه له ١٢
نه تر ١٥ ميله پورې پلنوالی او تقر ېبا ٥٠ ميله او ږدوالی لري٠ ددوی اصلي مر کز د جنډ وله په نا مه يا ديږي، چې
په جنو بي و زير ستان کې د ټا نک پورې اړونده سيمه ده٠ همداراز ددغې قبيلې خلک په بنو، لکهي مروت کې هم ميشته
دي٠
په او سني و خت کې په بنو او ديره اسما عيل خان کې ددوی شمير د ٢٥٠٠٠ زرو په شا او خواکې اټکل شوی دی٠سر بي
ه يو شمير بيټني په پيښور، کراچۍ او
د پا کستان په نورو ښا رو نو کې هم استو ګنه لري
٢-په ا فغا نستان کې:
په افغا نستان کې دوی په پکتيکا،غزني او ننګر هار ولا يتو نو کې ميشته دي٠
داسي ويل کيږي چې په غزني کې ددوی څلور پنځه کلي شته٠ يو شمير بيټني په نيمه کو چي ډول ژوند کوي چې دکابل او ننګر
هار تر مينځ ليږد کوي٠ دننګر هار ولايت د چپر هار د ولسوالۍ په ځينو کليو کې هم يو شمير بيټني ميشته دي٠ دا فغا
نستان پښتانه بيټنيو ته دبيټ نيکه د رو حاني شخصيت له کبله درناوی کوي٠په ټول افغا نستان کې ددوی شمير
د٦٠٠٠ تنو په شا او خواکې ښو دل شوی دی٠
٣-په هند وستان کې;
لکه چې د مخه وويل شول يو شمير
بيټني په پخوا زمانو کې کله چې لودي او سوري پښتنو پر هندوستان باندې واکمني درلوده دغه هيواد ته وليږ ديدل
ددغو واکمنا نو تر حما يې او سيوري لاندې د غټو غټو منصبو نو خا وندان شول، په تيره بيا په بنګال کې دوی ډیر پو
ځي منصبو نه در لودل٠ چې همدا اوس هم د هند په بنګال،بيهار، اوړيسا او اتهراپراد يش ايا لتو نوکې بيټني پښتا نه
ميشته دي ،خو ژبه يې له لا سه ور کړې ده٠
د بيټني قبيلې ښا خو نه:
لکه چې د مخه مو وويل د
بيټ نيکه په زا منو کې دوړ سبون او کجين اولا دې ته بيټني وايي چې په لا ندې ډول به ددوی ښا خو نه در وپيژندل
ي:
د وړ سبون ښا خو نه:
مزياڼي،کزبوڼي،ورګاړي،غړون،فتح خيل،مندي خيل،ادم خيل،سن
خيل،ما ني خيل،رسول خيل،معروف خيل،خواجي خيل،چارګل خيل،رحيمدادخيل،الفدين خيل، جاني خيل ، حسن خيل،لا لي
خيل، سمر زي ، دري خيل،،ملا خيل، تا جو خيل،يو سف خيل، لښکري،عمر خيل،کلي خيل ، سر مست خيل،اورک زي، زکني،
غوري زياو نور٠٠٠
د کجين ښا خو نه:
تتا،دنا،کټا،کوټي،رتنزي،بو يا يي،بو يک ،توران
خيل،کټه ګرام،مند اڼه، شيخا يي ، تر ايي ، څپلا ي،شهمير،بالمير،شنګر لا ني او نور٠٠٠
بيټني زړور،ميلم ه پا لونکي، جنګيالي او دښه مزاج خا وندان دي٠دوی دود اد دستور وزيرو ته ورته دی٠ د حيات افغا ني مؤ لف ډپټي ح يا ت خان ١٤٣ کلو نه وړاندې ددوی د وسله والو جنګيا ليو شمير ٣٠٠٠ تنه ښو دلی دي٠
پايليکونه:
١- ائين اکبري، لو مړی ټوک، ١٩١ مخ٠
٢-د پښتو اد بيا تو تا ريخ، دريم ټوک،١٠٥ مخ٠
(*) په سا نسکريت کېBhutt ددانشمند او فا ضل په معنی راځي٠
٣-تو اريخ خورشيد جهان، د شير محمد ګنډ اپور تاليف،٢٠٦
مخ٠
٤-د پښتو اد بيا تو تاريخ،دويم ټوک، ١٠٦ مخ٠
٥-نو موړی اثر، ١٠٧ مخ٠
٦حيات افغاني،د پيښور چاپ،٢٦٦ م
خ٠
٧-نوموړی اثر، ٢٦٦ مخ٠
٨-ښتني قبيلي،زما اثر،د پيښور چاپ،٦١ مخ
٩- ياد شوی اثر،٦١ مخ٠
(نوربيا) &nb sp;