د پرون ارمان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21029
محمد نعمان دوست ، کابل
دخبریدو نیټه : 2008-09-22

پرون د ټوپکو شپيلۍ ګونګې وې ، پرون هغو ګوتو کې چې د انسان وژنې لپاره يې ماشې کش کولې وس نه و ، پرون ماينونو چاودېدو ته زړه ښه نه کړ ، پرون د الوتکو په سينو کې عاطفه را ژوندۍ شوې وه او پرون ... پرون ، زموږ په يتيمانو ، کونډو ، ځوانيمرګو او ... نور اضافه نه شول او پرون د قبرونو خولې بندې وې . پرون د سولې نړيواله ورځ وه ، ويرېدلې کوترې په هوا دوره – دوره کېدې ، سرو سترګو يې د ښکاريانو ډبرين زړونه نرم کړي و . پرون د هوسۍ ناهيلو سترګو پړانګانو نه د حملې وس اخستى و او پرون د وينو تږي روژه وو . خو نن داسې نه ده ، نن کوترې ورخطاښکاري ، قبرونو خولې وازې نيولي ، کبلي اخوا ديخوا له ويرې منډې وهي ، ميندې د خپلو اولادونو د سر دعا غواړي ، په بې صبرۍ د هغوى د بېرته راتګ لاره څاري او په شونډو دغه ټپه جاري ده : چې نن پرون وى ، پرون نن وى ماته ارمان د پرونۍ ورځې راځينه