د سلطان صلاح الدېن اېوبي د وخت رېښتونې پېښې(۲۵)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21037
د قرېب الرحمن سعېد ژباړه
دخبریدو نیټه : 2008-09-22

مکمل غېر سېاسي:اېا زمونږ  دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟

د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان پنځه  ویشتم ه  برخه پرلپسې(۶۹-۶۸)
[د یوه قوم تهذیب، تمدن  او مذهب    خراب  کړئ  نوبیا    فوځي  حملې  ته اړتیا  اوجنګ  و جګړی  ته  نوبت  نه رسیږي ، که غواړئ  چې کوم  قوم له منځه یوسئ  نو  په  هغوی کې د جنسې جذباتو  اور  تازه  کړئ] (صلیبي قومندان)
او کله  چې عیسائي پادري دمسلمانانو امام  وګرځید: (۷-۱)

دا د (۱۱۷۱)  زیږدېز کال  پیښه ده :
په قاهره کې یو  جومات  و، خو  دومره  لوی   نه و چې خلک  په کې  دجُمعې  لمونځ  وکړي  او دومره کوچنې هم نه  و چې  د ورځې لمونځ کونکو ته ځاې ور نکړاې شي . دا د قاهرې  په  هغه سیمه کې پروت  و  چې د ښار سره نژدې  بلکه  د ښار  بیرونۍ  سیمه وه ، ددې سیمې  اوسیدونکي  د  منځنۍ  او یا دهغې  څخه د کمې  درجې  خلک و .  هغوی  مذهب  ته  خورا زیات  درنښت دلود ، خودا   دهغوی بد نصیبي  وه  چې  د ښوونې او روزنې  څخه  لرې او بې برخې پاته شوی و.  هغوی  به د  جذباتي او  زړه  وړونکو  ويناو  څخه  ډیر  ژر  اغیزمن کیدل  ، او هغه  به ئې ډی ې  ژر منلې . صلاح الدېن ایوبي چې کله مصر ته راغې او ددې ځاې څخه ئې نوي  فوځ  تیار  کړ ، نو په هغې فوځ کې  ددې ځاې  دکورنیو زیات  وګړي  ور شامل  شوی  و ،  دې کار دوه  علتونه  درلودل ، یو داچې دا  د معاش یواځنۍ ښه  ذریعه  وه ، ځکه  سلطان ایوبي د  فوځ په  معاشاتو کې  په زړه  پورې  زیاتوا ې  را وستې و، او  تر  څنګ ئې  عسکرو  ته   هم   زیاتې  اسانتیاوی ورکړل شوې وې. او ب ه  علت   ئې داو  چې دې خلکو  جهاد  خپله  دېني  فریضه  ګڼله ، هغوی د اسلام  په  نامه ځان او مال  قربانولو  ته  تیار  و ، او په دې  وختو کې ددې  جذبې او احساس  ژوندي  ساتل  یر اړین ګڼل کیده .  په سرکاري  توګه  هغوی  ته ويل شوي و  چې صلیبې نړۍ د اسلامې  پو هانو اوعالم انود  نوم  او نښې د  ورکولو  له پاره  هر ډول  حربې  په کار  اچوي .
د تیرو شپږو  اوو  میاشتو  را هیسې دا  نوم ورکې  جومات   ډیر مشهور  شوی و او د  شهرت  علت  ئې هم   د مسجد  نوی امام  و. هغه  به  هره  ورځ د  ماخستن  د لمانځه وروسته  درس  ورکاوه . م خکینې  امام  یواځې درې ورځې مخته  په داسې یوي ناروغۍ ککړ شو  او  ومړ  چې  هیڅ  حکیم او معالج ئې  پیژنه   و نه  شوه کړاې ، هغه به دګیډې   د  درد  او د کُلمو د  سوځیدو نه  شکایت  کاوه ،  او دهمدې شکایت  څخه  هغه  و مړ. هغه  یو عام مولوي و چې یواځې  د جَمعې  لمونځ  به ئې ورکاوه ،د هغه  د مړینې نه  یوه  ورځ وروسته  د سره  او سپین   مخ او سرې  ږیرې  خاوند  یو مولوي  را پیدا  شو او پخپله ئې  خلکو ته  دامامت  د  دندې دتر سره کولو  وړاندېز  وکړ . دهغه وړاندېز  خلکو  و مانه ، هغه  چېرې   په  کومې  چونپړه  کې اوسیده ، دوه  ښځې ئې دلودې .  هغه خلکو ته وويلې  چې  هغه د علم  لیواله  او د مذهب  په  سمندر  کې  لامبو  وهي ، هغه  د خلکو د څه ورکړې او نذرانې  منلو ته  په ښه سترګو  نه ګوري ، دهغه  اړتیاوی  یواځې دادي  چې هغه ته یو پراخه  او ښه  شانته کور تر  لاسه  شي ،تر څو دخپلو  دوو  ښځو سره  په  عزت او  حیا کې ژوند  وکړي .
خلکو ورته  هملته د جومات  تر څنګ  یو  ځاې  خالي کړ  چې څو خونې ئې درلودې ، خلکو  و لیدل  چې هغه  د خپلو دوو  ښځو سره دې کور  ته را غې ، ښځې  ئې  په تورو  «بو کو»  کې  د سر نه  تر پښو پورې پټې  وي ، ان تردې  چې دهغوی لاسونه  هم  نه تر  سترګو  کیدل ، او بوټان   ئې  هم  په  بورکو  کې  را پټ  شوي و. خلکو ورته  د ژوند د اړتیاو وړ  سام انونه ورکړل   او هملته ئې اباد کړل.  که څه هم خلک  دهغه د ظاهري  شخصیت د لیدلو   څخه  یر زیات اغیزمن  شوي و، خود هغه  د اواز د خوږلني   جادو هغوی بلکل  دده  مریدان  و ګرځول  . کله چې ددې جومات څخه هغه لمړې اذان   وکړ نو هلته په سیمه کې د اذان  په اوریدونکو  کې چپتیا  انته  را پیدا  شوه. دېو پاک   ترنم  په  څیر  ئې په ځمکه او اسمان کې  یوه  لړزه  را پیدا کړې  وه ، دا داسې یو طلسم و چې هغه وګړي ئې  هم  جومات  ته د لمانځه  له پاره را ښکل   چې په کورو کې به ئې لمونځ  ادا‌‌ ء کاوه  او یا خوبه ئې بلکل  لمونځ  نه  کاوه ، په هماغه شپه  هغه لم ونځکونکو  ته خپل لمړۍ  درس  ورکړ   او  هغوی ته ئې وويل چې پس له دې به  هغه هره  شپه  هم دلته   درس  ورکوي . په  پنځه شپږو میاشتو کې هغه ددې سیمي  وګړي  خپل  پیروان کړل ، پخوا  په دې  جومات  کې د جُمعي  لمونځ  نه  اداء  کیده ، دغه  امام  چې په اصل  کې یو عالم و د جُم عي لمونځ  اداء  کول  هم  پیل کړل ،
د شپږ اوه میاشتو وروسته  ددې  جومات  او  عالم  هرت  تر ډیرو  ډیرو  ځاېو  پورې  ورسید. ان تر دې  چې  د ښاره   به  هم یوشمیر خلک  دهغه درس  ته  را تلل . هغه  چې داسلام په  کومو ډیرو بنسټیزو  اصولو  باندې  زور  راوړ  هغه  عبادت  او خپل منځي  مینه وه. هغه  به د جګړي  ، جنګ او جدل  پر خلاف  درس  ورکاوه ، هغه د خلکو په ذهنونو کې  دا خبره  پخه  کینولي وه  چې  انسان خپل تقدېر  پخپله  نه شي  جوړولاې ، هر څه  چې دې هغه د خدای  په لاسو کې دي ، انسان  د یوه  کمزوري  چېنجي  په  څیر دې .   ددې عالم  بیان  اودرس ډر  اغیزناکه  وه . هغه به قران  په لاس کې  را  اخیست  او خپله  ه ه  خبره  به ئې د قران  په یوه آیت  نه  یوه   آیت  باندې ثابتوله . هغه به دصلاح  ا دېن   ایوبي  هم  ډیر  صفت کاوه ، او  زیات  وخت  به  ئې ويل  چې دا د مصر دخلکو د خوښۍ ځاې  دې  چې ددې هیواد  امارت  د  اسلام  د یو سرورکونکي  سپیڅلي مجاهد په  لاسو کې دې . هغه به د جهاد  د فلسفې  او مفهوم  په هکله  هم  خبرې  کولې  ، که څه هم  دهغه دا خبرې  د خلکو  له پاره  نوې  وې  خو  خلکو  به بیاهم  دکوم  دلیل  پرته  د سر  په   سترګو  من ې.
یوه  شپه د  ماسختن  د لمانځه  وروسته هغه خپل درس  پیل کړ نو یوسړې  را پورته  شو او پوښتنه  ئې ترې وکړه «درونده  عالمه !  الله ج   دې ستا د علم رڼا  ان  تر پیریانو  او دهغه  د نورو هغو  مخلوقاتو پورې  هم  ور  ورسوي  چې مونږ  ته  نه  تر  سترګو کیږي ،  زه د خپلو  اتو  نورور  ملګرو  سره   د ډیر  لرې ځاېه  دلته راغلې یم ، مونږ ستا د  د س اوعلم  اوریدلې و ځکه  ستا خواته  را غلو . که چېرې  بې  ادبي  نه وي  او د عالي مقام د خفګان  سبب  و نه ګرځي نو مونږ  ته دجهاد  په اړه  لږ  څه  ووایه . مونږ په  شک  کې یو ځکه خلکو  ويلې دي  چې مونږ ته د جهاد  مطلب   غلط   ښوول  کیږي .»
اوه   اته  نور  اوازونه  هم را پورته  شول  «  چې  مونږ هم  دا درس  نه دې   اوریدلې »
یوه وويل «دا  د وخت  اواز  دې  چې  زمونږ په غوږونو کې  ئې  په غلطه  توګه  ورځاې کړې دې . مونږ  غواړو  په دې هکله صحیح  خبره واورو.»
عالم  ورته وويلې --«  دا  د قران  اواز دې  چې  هیڅوک  ئې نه شې بدلولاې ،  دا  زما دنده  ده  چې د قران  دا صحیح  اواز  زر  کرته   تکرار کړم  تر څو  هر  هر  غوږ  ته   ورسیږي ،..... د جهاد  څخه مقصد دا  نه  دې چې د نورو  د ځمکو د نیو و په  خاطر  دهغوی  څټونه  ووهل  شي ، د جهاد  مطلب  وژنه او داړه ماري هم نه ده   او نه  وينه تويول  او تباهي  را وستل  دي .»  هغه  د قران یو آیت  ولوست  او دهغې تفسیر  ئې داسې بیان  کړ «دا زما علم او پوهه نه ده د  الله ج  فرمان  دې  چې تاسې به د بدۍ او ګناه  پر خ اف  جنګیږۍ ، او همدې ته جهاد  ويل کیږي او دا ډول  جهاد پر مونږ  ټولو  فرض  شوی دې .—ایا  تاسې  نه دې اوریدلې  چې   اسلام د توري  په زور  نه دې راغلي بلکه د میني  او محبت  په  واسطه  خپور شوی دې ؟  د جهاد  مسئله وروسته  را پیدا او  ومروړل  شوه ، دا هغه چا مروړلې ده  چې د پادشاهۍ  غوښتونکی دي ، عیسایان  هم  د نورو د هیوادونو  د ولکه کولو او  په خپلو س طنتونو  کې ئې  د را ګډولو   له پاره جنګ او جګړی  مقدس  او پاک  جنګ  ګڼي  اومسلمانان هم همدی د وژلو ، چورولو او تباه کولو کار ته  جهاد  وایي ،دا یواځې د پادشاهیو د  جوړولو  او د خپل واک  د ټینګښت   یو ډرامه ده ، خلک د مذهب  په نوم  راپاروي  او  جنګوي ئې  اوپه  دې ت تیب دخپلو پادشاهیو  بنسټونه  ورکلکوي .»

« مسلمانان ډیر ساده او اح ساساتي قوم دې او په احساساتی ويناو او راپارونکو دلایلو باندې ځان ځاروي . جنس د انسان ترټولو لويه کمزوري ده ، زه په دې خلکو کې دا کمزوري راپاروم، هغو ی ته دا درس ورکوم چې څلور ودونه فرض دي ، او سو که سوکه ئې د بدکارۍ په لاره باندې روانه وم. دمذهب تر نامه لاندې په ټولو مسلمانانو کې بدي هم را ټوکولې شم او نیکې هم . په لاس کې چې ق ان و نیسې او خبره وکړې نو دا خلک په ډیرو احمقانه خبرو هم ډاډ کوي او درواغ هم ریښتیا ګڼي، زما تجربه ډیره ب یالۍ ده . مونږ ته زمونږ په څیر د یوې ډلې پیدا کولو ته اړتیا ده چې په جوماتونو کې کیني اوقران مجید په لاسو کې و نیسي او دهغې خلکو د جهاد احساسات او کړچار ووژني ، زه د ښځې په اړه د هغوی آند بدلوم ، صلاح الدېن ایوبي هم د ښځو عسکري روزنه پیل کړې ده، زه هغوی ته وایم چې ښځې په کورنو کې بندي وساتئ ، زه غواړم په دې ترتیب ددې قوم نیمائې ابادي بیکاره کړم.»

«نو ایاد مصر امیر صلاح الدېن ایوبي  مونږ   په غلطه  لار  وړي  او   جنګوي مو. » همغه کس  چې دجهاد د صحیح  مطلب د پوښتلو  جرأت  ئې کړې  یو ځل  بیا  و پوښتل ؟
«نه هیڅکله !» عالم  ځواب  ورکړ . « په صلاح الدېن  ایوبي دې د الله ج  رحمت  وي ،  هغه ته  چې  مشرانو څه ويلي دي  نو هغه د یوه  ریښتوني مسلمان په  څیر   په ډیر  ښه نیت  سره په همغې  عمل  کوي . دهغه  په زړه کې ئې د عیسایانو  له پاره  نفرت اوکرکه  کرلې ده  اوهغه د همغې په مطابق  عمل کوي ، لږ څه غور و  فکر وکړئ ، چې دعیسایانو او مسلمانانو تر منځ  تو پیر   څه دې ؟  دواړه  د یوه ګډ نبي خاوندان  دې  خو مخته راتلو سره  په کې لږ څه  اختلافات  را ولاړ  شول . سیدنا عیسې ع د ورورګلوي او  میني  پیغام راوړې و ، او زمونږ رسول ص   هم د محبت   پیغام  اوړې ، نو بیا دا  توري او  ذرّې له کومه  را پیدا  شوی ؟  دا  شیان د هغو خلکو په   لاسو  را پیدا  شول  چې دخداې په دې  پاکه خاوره ، چې   پرې  یواځې دهمغه  حکمراني ده ، خپل حکومت اوح کمراني  جوړول غواړي  اود خدای  بندګان  خپل  غلامان  ګرځوي .....زه به د مصر د امیر  په  د بار کې  حاضریږم  او د هغه په  خدمت  کې  به  د جهاد  د فلسفۍ  اصلې  موخې بیان کړم ، د مصر امیر صلاح الدېن  ایوبي  پخپله، د ناپوهۍ  او جهالت  پرخلاف    ډیر  صحیح  جهاد  پیل کړې دې او تر څنګ  ئې د خطبې څخه دخلیفه  د نوم په  لرې کولو سره  ډیر  ستر  جهاد  تر  سره کړې دې ،  هغه د مدرسو د جوړولو جهاد  هم پیل کړې دې  خو په  مدرسو کې  ئې  دا خرابوالې  را وستې  دې چې هلته دمذهب او ټولنیزو روزنو  تر څنګ نظامي  روزنې هم ورکولې  کیږي ، کوچنیانو ته د خداې په نوم د  غارت او لوټولو  درس  ورکول  کیږي  ، هغوی ته د توري داستعمال او غشي ويشتلو  درس  هم ورکول کیږي ، نوکله چې تاسې خپلو کوچنیانو ته توره، کمان   ، غشي او لیندۍ په لاس کې ورکړئ   نو هغه ته به دا هم واییئ  چې په دې باندې  به څوک  وژنئ ، ښکاره ده  چې  تاسې به ورته څه  انسانان  په ګوته کوئ  او  ورته به وایاست  چې دا ستاسې دښمن دې ،هغه له منځه یوسئ »
د عالم په  اواز کې داسې  اغیز  و  او په دلایلو کې ئې دومره  راښکود   و  چې اوریدونکې ئې د جادو په څیر  تر خپلې  ولکې لاندې راوړي  و .—هغه وويل «  خپل کوچنیان ددوزخ  له اوره په څنګ  کړئ ، او که نه د هغوی سره به تاسې هم دوزخ ته ځئ ، ځکه  چې دا تاسې یاست  چې خپل کوچنیان په غلطو لارو باندې   روزئ ، تاسې  به ستاسې پادشاه او سالار  جنت  ته یو  نه سي ،  هغه دېني  عالم او   امام  به  مو  وړي  چې په  لاسو کې ئې  د مذهب  اوعلم  رڼا  نیولې وي ، لکه څنکه چې تاسې په دنیا کې دهغه پسې  روان یاست  نو دقیامت  په ورځ  به هم هغه تاسې د خپل ځان  پسې  وروسته  جنت  ته  ننباسي. د قیام ت  په  ورځ  به هغه لاسونه چې د انسان په وينو  سره شوي وي، د ټول  عمر د لمونځونو او ټولو  ښو  کړچارونو سره یو ځاې  دوزخ  کې ور اچول کیږي .  یوه  بله خبره  هم واورئ  او هغه  دا چې :  تاسې  خپل  زکاتونه  بیت المال  ته ورکوئ  او بیت المال د وخت د حاکم ملکیت دې ، په داسې حال کې  چې زکات دغریبو او نادارو  خلکو  حق  دې  او د وخت  حاکم  نادار  اوغریب  نه  وي  نو په دې  اساس  ستاسې زکات  چې بیت المال ته ځي په  هغې  دجنګ جګړې  له پاره   آسونه  او  وس ې  اخستل کیږي اوبیا پرې  انسانا ن  وژل کیږي .  په دې  اساس  دهغه  فرض  د اداء کولو په  خاطر   چې تاسې غواړئ  جنت  ته ولاړ  شئ  د همغې فرض  په اداء کولو    ستاسې  ځاې  دوزخ  ګرځي ، په دې   خاطر خپل  زکاتونه   بیت المال ته  مه ورکوئ.»
عالم موضوع  بدله کړه او وئې ويل «ډیرې  داسې خبرې دې  چې  عوام  پرې  نه پوهیږی  او که پوهیږې  هم نو څوک   نه  شته  چې هغوی ته ئې  ور و ښئې، ایا تاسو نه وينئ چې ستاسو  تر منځ  یو حیواني  جذبه  شتون  لرې؟ ایا تاسې   د ښځو  له پاره  اړتیا نه محسوسوئ؟ اوایا همدا جذبه  نه  ده  چې تاسې د بدکارۍ  په لور  را کاږي ؟... دا  جذبه  په خپله  خدای  پیدا کړې ده ،دا د کوم   انسان  له اړخه  را پیدا   شوی  نه ده .تاسو  ددې  جذبې  تسکین کولای  شئ ، په همدې  خاطر  خداې تاسې  ته  حکم کړې دې  چې  په  یوه وخت   په خپلو کورونو کې څلور  څلور ښځې ساتلاې شئ ،  او  که  چېرې تاسې غریب  یاست او یوه  ښځه  هم   نه شئ  کولای ، نو بیا کومې  یوي  ښځې ته  څه ورکړئ او خپله دا حیواني  جذبه ،  چې  خدای  په  تاسې کې  پیدا کړې ده  ،پرې  تسکین کړئ. ځکه پخپله انسان هم دهمدې   جذبې پیدایښت دې ،  خو د بدۍ څخه ځان  و ژغورئ ، یوه یوه ، دوه  دوه ، درې درې  او څلور  څلور  ښځې په  کورنو کې و  ساتئ  ، داښځې  او خپلې  لوڼې  په  کورونوکې پټې  و ساتئ ،  زه وينم  چې  ځوانو  نجونو  ته هم  عسکري  روزنه  ورکول کیږي ، هغوی  ته  هم د آس سپرلي  او د اوښ  ځغاسته  وروښوول کیږي . د نجونو په مدرسو کې  هغوی  ته د زخمیانو  ملهم  پټۍ  کول  او دهغوی  د خوندي  ساتلو درس  ورکول کیږي   تر څو  هغوی  د  جنګ په ډګر کې د زخمیانو  څخه  لیدنه وکړاې شي  او که اړتیا ورته پیدا شي نو په  جګړو  کې  ورګډی  کړل  ي..... دا یو بدعت  دې  ، خپلې  لوڼې  ددې  بدعت  نه وساتئ ، دا خبرې  خپلو  هغو دوستانو او ګانډیانو ته  هم  ورسوئ  چې  جومات   ته  نه راځي ، د خداې  په کارونو  او احکامو  کې   ګوتې  مه وهئ ، دا ډیره  ستره ګناه  ده .»
*****(۶۸)
 کله چې  عالم درس  پاې ته و ساوه  نو اوریدو نکي  چې زیات شمیر  ئې په  جومات  کې د ځاې د نشتوالي په خاطر  بیرون  د جوم ات  د دېوالونو تر څنګ ولاړ  و  را پورته  شول  اوعالم  ته  ئې در خصتیدو په خاطر لاسونه و کړل  او بیرته  ستانه  شول . یو شمیر خو داسې و  چې دهغه لاسونه  ئې هم  ښکل  کړل ، او د ځان د ټیټولو  مصافحه  خو هر یوه  وکړه .  خلک  ټول  یو  یو  د  هغه ځاېه ووتل ، یواځې دوه  کسان دعالم  ترمخ  ناست پاته شول .  ددوی  څخه  یو  هغه کس و  چې  دجهاد په هکله  ئې پوښتنه  کړې وه ، دې  سړې  یوه  اوږده  چوغه  اغوستې وه ، یوه  کوچنۍ  شانته  لونګۍ ئې په  سر وه او دهغې  د پاسه  ئې یو  ګلداره  دستمال  اچولی و .هغه اوږده  توره ږیره  او  اوږده  بریت  درلودل ،د لباس   له اړخه هغه دمنځنۍ  طبقې  څوک  ښکاریده ، دهغه په یوه ست ګه  شین رنګه ټوټه   تړلې وه ، چې دې تړلو دهغه  یوه  سترګه  پټه  کړې  وه . د عالم د پوښتنې په اساس  هغه ورته وويلې  چې  دهغې یوه سترګه  خرابه  شوی ده ، د هغه بل کس  لباس  هم مامو ي  شانته  و . هغه  هم اوږده  او ګڼه ږیره درلوده ، اوس نو په  جومات  کې  د عالم سره همدا  دوه کسان  پاته شوي و .  ددوی سره نور  شپږ  کسان هم و  چې د جهاد  ددرس  د زده کولو له پاره  راغلي و . هغوی بیرون  د جومات  د  دروازې تر څنګ  ولاړ  وو. شونې وه  چې  هغوی  به د خپلو  ملګرو  انتظار کاوه .
«ولې ستاسې  شک   لا  تر اوسه  هم  نه دې  رفع  شوی؟» عالم په خندا  ترې وپوښتل .
«زه فکر کوم شک  به رفع  شوی  وي » په سترګه  پتۍ  ایښي  کس  ورته  وويلې.
«مونږ   شاید همستا  په  لټه کې یو ،  مونږ  ټول  مصر ولټاوه  خو مونږ   ته د جومات نښې نښانې  او ځاې  ځیږې  غلط  ښوول  شوی و.»
«ولې  په  نیمائې مصر کې  تاسې ته زما څ خه   بهتر او ښه عالم  تر سترګو  نه شو ؟»
« نه !  مونږ یواځې  ستا لټون کاوه ،» هغه  سړي ځواب  ورکړ .«  ایا مونږ  صحیح  ځاې ته را  غلی یو ؟ ستا درس  خو مونږ  ته و ښووله  چې  م ونږ  یواځې  ستا لټون  کاوه »
عالم بیرون  لورې  ته وکتل او په ډیره  بې پروائې سره ئې وويل ،«  معلومه نه ده  چې موسم  به څه ډول  وي ؟»
«باران  به کیږي  » دپټۍ  خاوند  وويل .
«اسمان  خو بلکل  صاف  دې »عالم  ورته وويل .
«مونږ به د وریځو غرونو  را وړو » په سترګې  د نې پټې  خاوند ورته وويل .
عالم    و خندل  او  په  راز  سره ئې ترې  و پوښتل  له کومه ځاېه راغلي یاست .
« مونږ د یوي میاشتې را هیسې په سکندریه کې یو » هغه سړي ورته ځواب ووایه ،« او ددې تر مخه په ( وبک)  کې و »
«مسلمان  یاست »»
«فدائیان » د تړلې سترګې خاوند ورته وويل.« اوس مو مسلمان  و ګڼه » او دخپل ملګري سره ئې په  زوره وخندل.  «زه تا  ددې  فن  استاذ ګڼم ،»  هغه بل سړي هم عالم  ته وويل ،« ماته  دا ډاډ  نه کیده  چې دا  ته ئې ، ته ناکامیدلې نه  شې .»
«او  کامیابي  هم اسانه کار  نه دې  » امام ورته وويل « تاسو به صلاح الدېن  ایوبي  نه پیژنئ ، بې شکه  چې ما د ټولو خلکو  په زړه کې د جهاد  او  جنس  په اړه د اسلامي نظریاتو  پر خلاف  شکوک   را پیدا کړي دي ، خو هغه مدرسې  چې صلاح الدېن ایوبي  پرانستی  هغه به  زمونږ  بریاوی  مونږ  ته په اسانۍ  سره شوني نه کړي ،» هغه ترې  وپو ښتل  «تا ولې  زما څخه و پوښتل  چې زه  د جهاد په هکله درس  ورکړم ؟»
«م ونږ  ته په (شوبک)  کې ويل  شوي  و چې  ستا دپیژندګلوۍ  تر ټولو  ستره  نښه  همدا  ده .» دتړلي سترګې خاوند ورته  وويل .« دغه ټول الفاظ  چې تا په درس کې وويل  مونږ ته  هملته ويل  شوي و، م ونږ ته  دا هم ويل شوي و چې ته به د جهاد  وروسته د جنسي جذبي  خبره   هم کوی ، تا خپل درس  په ډیر ذوق سره یاد کړې   دې .»
«زما څه  نوم  دې؟ »  عالم  ترې و پوښتل ؟
« ایا  مونږ په ازمیښت کې  اچوي ؟ او امتحان  را څخه اخلې ‎؟ » هغه  سړي  ځواب  ورکړ ،« ایا ستا پر مونږ شک دې ؟  مونږ  یو بل ته نوم  نه بلکې  نښې نښانې  وایو »
«تاسو د څه له  پاره راغلي یاست ؟» عالم ترې وپوښتل .
«فدائي دڅه کار  له پاره  راځي !» هغه د تړلې  سترګې خاوند ځواب  ورکړ .
«تاسې ئې ولې  زما خواته  را لیږلي یاست ؟» عالم ترې و پوښتل .
« د یوي   [اوښی ] له پاره» هغه سړي  ځواب  ورکړ ،« له تاسره دوه دي ، مونږ به ئې تا ته نه  وائې  را لیږلې  خو تا ته به  دا خبر  را رسیدلې وي  چې د صلاح الدېن یو نائب سالار  د سوډانيانو سره د (شوبک)  څخه ددرې  اوښو  سره   لیږل  شوی و، دهغوی څ خه  یوه زمونږ  د مقصد له  پاره  وه ، خو مالومه  نه شوه  چې  پر هغوی  څه وشول  ، هغوی  درې واړه  له منځه ولاړې ، درجب  کوپړۍ  او  یوه  تر ټولو ښکلې اوښایسته  اوښه  صلاح الدېن ایوبي  ته   را ورسیدل ، او هغه هم له منځه ولاړه .»
«هو !»  عالم د افسوس  نه په ډک  اواز  سره وويل .« مونږ ته ډیر  ستر زیان  را ورسید.د صلاح الدېن  ایوبي یو ډیر ستر او کارکونکې سالا   چې زمونږ  په ولکه  کې و د جلاد   له  توري  تیر  شو....ځئ چې دننه  ولاړ شو ....دا ځاې  خوندي  نه دې .»
هغوی دواړه  د عالم سره پورته شول ، او بیرون  را ووتل ، بیرون  شپږ  کسان ولاړ و خو ځانونه ئې   په تیاره کې  خواره  کړل .
*****(۶۹)
اوس نو هغوی دعالم په کور کې ور ننوتي و ، صاف  اوپاک  کور  و ،څو خونې ئې درلودې ، ددوه  درې خونو څخه په تیریدو سره  هغوی یوي داسې  خونې ته ور  ورسیدل  چې پر ځمکه خو وه  خو د ځمکې لاندې مالومیده ، دهغې تر مخه  څه هرزل  برزل  سامانونه  پ اته و ، د باهر څخه  ئې دروازه تړلې  وه  او  دا  ترې ډاګیزه کیده  چې د ډیرې مودې  را هیسې  نه ده پرانستل شوی  او په راتلونکې کې به  هم پرانستل نه شي ، دهغې په یوه اړخ کې کړکۍ  وه ، هغه ته ئې  لاس ور  وړ  اوهغه پرانستل شوه ، عالم  دننه ولاړ ، او ورپسې دا دوه نورکسان هم ورننوتل ، دننه   خونه  ډیره  ښایسته  جوړه  کړل  شوی وه. ددېوال  تر څنګ  یو طلائې جوړ  شوی  صلیب  ځ یده ، دهغه یوي لورې ته د سیدنا عیسې  (ع) انځور اوبل اړخ  ته  ئې د بي بي  مریمې (ع) انځور  ځړول  وی و.«دا زما  ګرجا  هم ده او پناه  ځاې  مې هم »
« د خطرې  په وخت کې دې  څه انتظام کړې دې؟ » هغه یوه  کس  ترې په  راز  سره  و پوښتل . « تا ته په  کار نه و چې صلیب او دا   انځورنه داسې ښکا ه  را ځوړند کړې »
«تردې  ځاېه د  چا د راتللو خطره  نه شته » عالم ځواب  ورکړ  او په مسکا  کې ئې وويل : « مسلمانان  ډیر  ساده  او احساساتي  قوم دې   او په  احساساتی ويناو  او  اپارونکو  دلایلو  باندې ځان  ځاروي .  جنس د انسان ترټولو  لويه کمزوري ده ، زه په دې خلکو کې دا کمزوري  راپاروم، هغو ی  ته دا  درس  ورکوم چې  څلور  ودونه فرض  دي ، او سو که  سوکه  ئې د بدکارۍ  په لاره  باندې  روانه وم. دمذهب تر نامه  لاندې  په ټولو  مسلمانانو کې بدي  هم  را ټوکولې شم او  نیکې هم . په لاس کې چې قران و نیسې او خبره وکړې نو دا خلک په ډیرو احمقانه خبرو هم  ډاډ کوي  او  درواغ  هم  ریښتیا ګڼي، زما تجربه  ډیره بریالۍ ده . مونږ  ته  زمونږ په څیر د یوې  ډلې پیدا کولو ته   اړتیا ده چې په جوماتونو کې کیني  اوقران مجید  په  لاسو کې و نیسي  او دهغې خ کو د جهاد  احساسات  او کړچار  ووژني ، زه د ښځې په  اړه  د هغوی  آند  بدلوم ، صلاح الدېن ایوبي هم د ښځو  عسکري  روزنه پیل کړې ده، زه  هغوی ته وایم  چې ښځې په کورنو کې بندي  وساتئ ، زه غواړم  په دې ترتیب  ددې قوم نیمائې ابادي  بیکاره  کړم.»
«د فوځ پر خلاف  کرکه او نفرت پیدا کول  ډیر اړین  دي » هغه د سترګې د پټۍ خاوند  ملګري  ورته وويل : صلاح الدېن ایوبي همدا کمال کړې دې  چې قوم او فوځ  ئې سره یو کړي دي . که  هغه همدا اوس  اعلان  وکړي  چې  د  بیت المقدس  سوبې  ته  روان  یو  نو دمصر ټوله  ابادي  به ورسره  یو ځاې ولاړ ه شي .»
« خو هغه دا سې  اعلان کولې نه  شي»عالم ورته وويل  -« هغه  پوه او عالم دې ، هغه  احساساتي خلک  نه خوښووي . هغه یواځې  یو روزل  شوی سپاهي  په سل   ناروزل شوو  احساساتي  خلکو باندې  غوره ګڼي ، هغه په  پوچو  نا و   د قوم د احساساتو سره لوبې کول  نه غواړي ، هغه د حقیقت  خبره کوي . دا زمونږ  کار دې  چې دا  قوم د حقیقت او روزني  څخه لرې و ساتو ، او احساساتي  ئې کړو . تر څو په دې  قوم کې د  شعور په ځاې جوش  را پیدا  شي ، هغه  جوش  چې په کې عقل او  پوهه  نه وي او ددښمن  په لمړې غشي  باندې  ه منځه ولاړ شي . مونږ په دوی کې یواځې جوش  پریږدو ،تاسو واوریدل  چې  زه  په خپل درس کې  دصلاح ا دېن  ایوبي ډیر زیاته ستاینه کوم .»
«دا خبرې  اترې  به وروسته کوو  » هغه سړي ځواب ورکړ ،« هغه دواړه  اوښی  را  وښایه ، اودا  راته ووایه  چې مونږ دلته  څه وخت او څه  ډول  پناه  اخستلاې  شو. اودلته بل  څوک  زمونږ  د  ډلې  څخه هم شته  او که نه .
«نه  ! » عالم  ځواب  ورکړ  « دلته بل داسې  څوک  نه شته »
اوس نو دهغوی تر منځ  هیڅ  ډول شک اوشبه  نه  وه  پاته ، هغوی د  همغه پټو الفاظو په واسطه  یو بل سره پیزندلي  و ، عالم د خوني څخه را ووت ،کله  چې بیرته  را ستون  شو نو ورسره  دوه ډیرې ښایسته او ښکلې نجونې  هم ملګرې وی ، ددوی  په هکله دې عا م  خلکو ته ويلې و چې دوی  دواړه ئې ښځې دي ،هغه به دوی  د سر  نه تر پښو پورې په بورکو   کې پټې  ا وستلې ، خو  اوس ددې دواړو  سړو  تر مخ  هغوی  لوڅې لغړې  راغلې.  عالم  هغوی  دې دواړو  سړېو ته ور  وپیژندلې ، او د المارۍ څخه ئې دشرابو بوتل  را وويست ، یوی نجلۍ  ګیلاسونه  اوړل او شراب  ئې په  ګیلاسونو کې   واچول ،هغوی دواړو  سړېو  شرابو ته لاس  هم یو  نه وړ. « لمړۍ د کار خبره  وکړه »  هغه د سترګې د پټۍ خاوند ورته وويلې .
« مونږ  باید  دوه کسه ووژنو ؟ » هغه  بل ورته  وويل « صلاح الدېن ایوبي  او علي بن سفیان ، خو مونږ مجبور یو،ځکه مونږ  هغه دواړه  نه دې کتلي ، مونږ ته  هغه دواړه  کسان  را وښایاست . ایا  تا هغوی  لیدلې دي؟»
«دومره مې کتلي دي  چې   هغوی دواړه  ان  په تیاره کې هم پیژندلې شم .» عالم ورته وويل .« کوم کار  چې ما پیل کړې دې  دهغه  له پاره دا اړینه ده چې دواړه په ښه  توګه  و پیژنم  ، علي بن سفیان خو دومره ذهین او چا اکه دې  چې دلته د خپل جاسوس  د  را لیږلو پر ځاې پخپله هم  را تلائ شي  خو که هغه کالې  او بڼه بد ه هم کړي او بیا   زما مخې ته راشي نو بیا به ئې هم  زه  و پیژنم .»
« او دصلاح الدېن ایوبي  په هک ه څه فکر کوی؟»په سترګې د پټۍ  خاوند ورته وويلې.
« هغه هم  ډیر ښه  پیژنم » عالم ځواب  ورکړ .
هغه  په سترګې دپټۍ  خاوند  خپل لاسونه تر  زنې  لاندې کړل ، ږیره  ئې پرې  و نیوله او  را کش ئې کړه  ، دهغې اوږده  ږیره او   اوږده  بریت  د هغه د مخ   څخه  را جدا  شول ، و وسته ترې  کوچنۍ  شانته  ږیره  را ښکاره  شوه   چې په  ډیر  ښه ترتیب  سره  جوړه  شوی وه ، بریت  ئې  هم تراشلي  و . دا اوږده  ږیره او  بریت  دواړه  مصنوعي ایښول  شوي و چې اوس  ئې په لاسو کې نیولي و ، هغه د خپلې  سترګې څخه پټۍ  لرې کړه  او ایسته ئې و غورځوله ، عالم  چې په کوم ځاې کې و  هملته د بُت  په څیر  پاته  شو ، دهغه سترګې پړاخي شوی او خوله ئې وازه  پاته  شوه. دواړه  نجونې  هم حیراني دریانې  ودریدې ، کله  یوه  سړي ته ويني  چې      خپل  ځان  ئې بدل  کړې  او کله خپل عالم ته  چې رنګ  ئې د مړي د لاش  په څیر  ګرځیدلې و . دعالم دخولې څ خه د سختې ويرې  په حال دا خبره  را ووتله   چې « صلاح الدېن ایوبي ؟»
«هو دوسته !  » هغه ته ئې ځواب  ورکړ .« زه صلاح الدېن ایوبي یم ، ستا شهرت  مې اوریدلې و اوستا د درس  اوریدو  ته راغلې وم ،» ص اح الدېن ایوبي دخپل ملګري  ږیره هم  په لاس  راکش  کړه  او هغه  هم  د مخ  څخه جدا  شوه ، هغه عالم ته وويل «  دابه  هم  پیژنې ؟»
«ډیر ښه ئې پیژنم » عالم  په ناکامه  لهجه  ورته وويل « علي بن سفیان !»
دعلي بن سفیان  په زنه  یو  څو  ويښتان و ، عالم او نجونې  یو نا څاپه  د الما ۍ  په لور  ولاړې  او دهغې څخه  ئې   چاقو ډوله   توري  را وويستي   خو کله  چې بی ته  را وګرځیدل نو دهغوی توري ټیټې شوی  ځکه په همدې  وخت کې صلاح الدېن ایوبي او  علي بن سفیان هم دخپ و چُوغو  څخه  همدا  ډول  توري  را ويستلې وي،  که څه هم نجونو ته د توري د وهلو  روزنه ورکړل شوی  وه   خو هغوی د دوه تجربه لرونکو  توري  وهونکو   مقابله و نه شواې کولاې، پر هغوی باندې  توري  کیښول  شوی ، علي بن سفیان  بیرون  را ووت ، او د سترګو  په رپ کې هغه شپږ کسان  چې بیرون  ولاړ و دهمدې ډول تورو سره  یوځاې  د کړکۍ  له لارې را ننوتل .
په بله ورځ ددې مسجد  تر مخه د خلکو  هجوم  راټول  شوی و. په  هغوی کې یوڅو  سرکاري کسان هم و چې خلک به ئې بیا  بیا د عالم  هغه خوني ته   وروړل   چې د سیدنا عیسې  او بي بي مریم  انځورونه  په کې را ځړول شوی و. خلکو ته د شرابو بو تلونه  هم   ور وښول شول. هلته مؤظفو  کسانو  خلکو ته ددې  عالم  اصلیت ور ښکاره کاوه  او دجهاد دهغه آند په هکله ئې وضاحت کاوه  چې هغه  ئې خلکو ته  درس  ورکاوه.
*****(۷۰)
پاته په شپږویشتمه برخه کې  ولولئ.......