ژوند
د هغه مخلوقاتو په حق کښي يو
ه قبوله پدېده ده چي د خپلي بقاء دپاره د شعوراو عقل څخه تر وروستى نېټې پوري کار اخلي همدغه کار او فعاليت د هر
ژوندي زېروح په تړلي چوکاټ کښي د هغه ماحول او ضرورياتو په پوره کولو کښي رغنده هڅونه ده.
ژوند حق دى
خود هر زيروح دعمر د تعين د پاره ځانګړى حد ټاکل شويدى لکه د هستوګني د پاره يې چي د جغرافيايي مؤ قعيتونوتثبيت
معين دى ، ژوند (الهي اعطاء ) مخلوقات په څو ډولونو سره وېشلي دي لکه : انسانان، حيوانات،شياطين اوآسماني
عالم.
د دې جملې څخه درې ډلي ( انسانان، حيوانات، او شياطين ) د همدې خاکي مځکي پرمخ د خپل ژوند دهست او نيست تګ
اري دروازه په خلاص حالت د کار او پيکار په درشل کښي چي د طبيعي حوادثو اويو د بل ضد کړنلارو مقابله ده
د خپل توان اوقدرت په اندازه استعمالوي.
هره يوه د دې ډلي غواړي په يوازي والي سره د خپل ماحول چاپېريال
خوندي وساتي خو داچي د خود خواهى حس او نفسي غريضې دوى په يوه حالت کښي نه پرېږدي نو د يو بل د راپرځولو په تکل
کښي پلانونه او دسيسې جوړوي چي بيا هم د پورته ويل شوي فورمول په تحقق د خپل استعداد په اندازه فعاليت ښکاره
کوي.
انسان چي دهمدې مخلوقاتو څخه يو بارز مخلوق دى خپله برتري په نورو مخلوقاتو د علم له رويه ثابته کو
اى شي ځکه د انساني شعور سربېره د عقل په دردلودلو سره د کائيناتو په تسخير کښي لوى رول لوبوي.
د همدې بې
ساري پوهي له کبله نن ورځ د غرونو په زړه ، د بحرونو په تل او د هوا په څپو کښي حتى د کائيناتويعنې
آسمان لورته چي د سپوږمۍ اومريخ مدارونه دي د خپل قدرت تماشا ګري کوي له همدې کبله ويلاى شو چي په دې درې ډو
ه مخلوق کښي انسانان د لوړي رتبه خاوندان دي.له بده مرغه د همدغه انسانانو په سرشت کښي مختلفو مرضونو خپله
اره خلاصه کړېده چي په مرموزه توګه داخل کېږي ځني يې روحي او ځني يې فزيکي تاء ثيرات په رغنده حالت پرېږدي د
وحي امراضو په قطار کښي يو ډول د سادېزم مرض دى دا مرض داسي خطرناکه حالت لري چي د انسانانو زورونه، وژل،
او په کړاونو کښي ميشته کول و مريض ته په ارمغان لري.
که څه هم په علمي دنيا کښي د همدې مرض د علاج د پاره د
روانشناسى بخش د روحي غذا په چوکاټ کښي را مينځ ته شويدى خو بيا هم د هغه قبول شوي فورمول له موخي چي مدني
انون د لاس لاندي افرادو د پاره په دستور العمل کښي قاعده ده پاتي راغلى دى يعنې د حکمران په نزد د يوه سالم او
پاکي قاعدې بخش نه لري څو د هغه خودخواهيو او نفسي خواهشاتو طرز ته چي د بشري ټولني په انساني نظام کښي
بدبختي را منځ ته کوي او مبداء يې له همدي حاکمانو څخه سرچشمه اخلي منفوره کړي له همدي کبله په نړۍ کښي د اب
قدرتونو له لوري په لاس لاندي هيوادونو باندي د استثمار او استعمار لمن پراخېږي.
انسانان د همدې خپلو
غوښتنو په درلو دلو سره د تل د پاره په اکثره حالت کښي د نړۍ د جنجنالونو د راپورته کولو سبب دي او وي به. د
دې طرز په مقابله کښي د هغه انسانانو پياوړي خدمتونه او قربانى چي د بشر په ګټه يې د خپلو زحمتونو او کلونو ،
کلونو ربړونو په نتيجه کښي په حسن نيت سره د خپلو لاس ته راوړونو په عوض کښي پرې ايښي دي د ياده نه شو
ويستلاى خو داچي د مغرضينو اکثريت حاصل دى د همدي خدمتونو زيار يې په معکوس انډول سره پلورلى او ترويج کړيدى
په يوه مثال سره:
د برق د روښانه کېدل د خونو د روښانه کېدلو په خاطر په معکوس حالت سره د پوليسو د برقي ډڼډې
په حيث، د انرژى د توليد په غرض د يورانيوم حاصلول په عکس سره د اټم بمب د جوړولو په غرض او داسي نور په زرهاو
مثالونه موږ ته دا را په ګوته کوي چي د علمي دنيا او انساني تګ لياري خادمان په اقليت کښي دي ځکه
انسانان د خپلو غوښتنو لورته هڅونه لري او د خپلو تقاضا و د پوره کولو په خاطر تل د نورو مخلوقاتو
پر حقوقو تجاوز خپله روا مبارزه بولي.
حقيقت دادى چي مخکي له علمي مسائيلو نه د منفي کړنلارو زده کړي هيڅکله
خپله پېش قدمي نه ده حاصله کړې ځکه تر شعاع لاندي راځي او نه شوکولاى د اوليت حق ورته ورکړو، په مقابل کښي د
ساينسي اختراعاتو دلاري پيروانان د کمالا تو له رويه په لوړه سطح خو د کميت په لحاظ لږ دي نو تل د منفي اثراتو
په تاء ثر کښي ګېر پاتي کېږي يعنې نه شي کولاى د خپلو لاس ته راوړونو څخه د هغه تقليدي اشخاصو په ضد چي د علمي
اساساتو لاره په منفي او منفورو قوانينو بدلوي د محاکمې ميدان ته راو کاږي او ثابته کړي چي حق د باطل په ضد دى
دا چي د حق او عدالت ترازو په خپل واک کښي ثابت لري د نيست يا منحل کېدلو له حالت څخه را وزي او د يوې الماسي
کاڼي په شکل ځلانده روښنائي ورکوي.
د همدې بحث د پار دوې نظريې شته :
لومړى :
هغه کسان چي د نيا د خپل نظر په
ليدلو سره غواړي او تل دا کوښښ کوي د دوستى تړون د نورو همنوعانوسره د خپلو خواهشاتو په پوره کولو کښي را
ونغاړي او يا هم د جنګ له لاري خپله برتري په نورو باندي و مني څو د هغوى ټوله شته مني د خپلي ارادې ښکار و
ګرځوي.
داسي کسان تل نورو خلکو ته په کرکه ګوري او د ژوندانه ټول اړخونه د مقصد او مرام په چوکاټ کښي
تمثيل کوي که چيري د تعهد يا دوستى تر عنوان لاندي کوم پېشنهادي اړيکي د ټينګولو په حال کښي پرېږدي خو په څنګ
کښي يې همدا حالت د خپلو اغراضو د پوره کولو هڅونه بولي او د انساني معاشرې حالت ته چي د اړيکو ټينګول که څه
هم د کمبوداتو د پوره کولو په خاطر رامنځ ته کېږي چي د انساني ژوند د رواياتو او متقابله خدمتونو بدله ده
نه مني . د دوى په نزد ژوند د جنګ د پاره يو پېژندل شوى فورمول دى وايي په هره سويه باندي د نفسي خواهشاتو غ
به انسان دېته هڅوي څو د بېلو لارو نه خپل تفوق طلبي حاصله کړي.
د انسانانو ترمنځ روابط د دوستى
په حالت کښي د شک او ترديد په سترګه ګوري او تاء کيد پر دې کوي چي تل بايد د خپل مرام اولو ويت په نظر کښي
و نيول شي.
اکثراً داسي کسان د سياسي چارو واکمنان او يا هم د همدې لاري پيروانان دي چي د نيا د
خپل ماحول په درشل کښي څرخوي . دادستور د هغه پخواني استعماري دولتونو څخه په ميراث پاتي شوى نظردى
کوم چي د تاريخ په اوږدو کښي د خپلو يرغلونو او تاړاکه عملونو په دوامداره کړۍ کښي پاتي شوي دي .
همدا نظر د
يوه نسل څخه بل نسل ته د کسبي زده کړو په څنګ کښي د تعليمي زده کړو په شان ښودل کېږي چي اکثراً په غربي نړۍ کښي
اکثريت د همدې خبري پخلى کوي او د همدې لاري پېروي.غربيان د خپلي سياسي پاليسى په نظر کښي نيولو سره دوه م
خونه لري يعنې اصلي موخه ېې داده چي پورته ذکر شول او دوهمه موخه يې په صادرولو سره د لفظي استعمال د کا
غذ په سطح کښل شوي خبري دي چي د درې يم جهان ( نادارو او کم رشده ) ممالکو د مطبوعاتو له خپروندويه ټولني نه
يې خپروي او داسي رنګ ورکوي چي ګواکي همدوى د مځکي پرمخ د صداقت او بشر دوستى مخکښان دي .
همدا پاليسي
نن ورځ بل کل په ډاګه شوېده او د نړۍ ټول هغه انسانان چي د حق په پلوى ژوند لري د همدې دوه موخه پاليسى بد بين
دي که څه هم د غربي نړۍ په پارلمانونوکښي واکداري کوي.
په اصل کښي دوه موخه انسانان هيڅکله د
انساني معاشرې په چوپړ کښي څو وکولاى شي خپل همنوع ته د خدمت مصدر شي نه ګرځي ځکه ډېر ژر خپله اصلي څه
ه تر ډېر لږ ګټي ښکاره کوي عوام چي د داسي اشخاصو کړنلاري و ويني سمدلاسه د خپلي نا خوښى آواز پورته
کوي چي د همدې آواز په پورته کولو سره د دوه موخه پاليسي خپل اصلي حالت ته ګرځي چي هغه د يو اړخېزي
ګټي تر لاسه کول دي.
کله چي د ريا حالت څرګند شو نومقتدره غاصبه قوه د زور او قوت څخه کار اخلي او د خلکو
په فکرونو کښي د وهم اومرګ تهديد ترزيق کوي په دې خاطرچي خپله دبدبه وساتي .
دوهم :
د دوهمي ډلي
طرفداران هم د خپلو اړتيا و مرجع د نورو ممالکو څخه لاس ته راوړي خو داسي حالا تو ته د متقابلي و
کړي پيمانه په خپل ترازو کښي په تعادل کښي ساتي او د ژوندانه اړيکي د انسانانو د مجبوريتونو له موخي محاسبه
کوي ځکه انساني او حيواني ژوند د همداسي عملکردونو په تله کښي بارز حالت لري که يوازي د خپلي اړتيا ليري کول
په لومړي قدم کښي اېږدي او د نورو همنوعانو مجبوريتونه په شعاع کښي ګوري بيا دځنګله د قوانينو سره په مشابهت
خپره شوې قاعده ده.
په انساني طرزتفکر سره د عقل او منطق په کارولو ليدل کېږي دومره بېکرانه کائينات چي
انسانان تر اوسه دهغوى په پېژندلو کښي وس نه لري د يوه صانع په درلودلوسره د انکار خبره رد کوي او انساني منطق
ته دا اجازت نه ورکوي څو د سبستې تر قواعدو لاندي خيالات په داسي دور کښي چي د ساينس او تکنالوژى پراخوالى خپل
اوج ته رسېدلى دى خپل تبارز ټينګ کړي .
د ګلوبلېزم معنا همدا ده چي د نړۍ ټول دولتونه د يوه ځنځير په شکل سره د
اړيکو د ټينګولو له موخي د يوې واحدي کتلې حيثيت لري چي د متقابلي راکړي ورکړي دود د مجبوريتونو په پوره کولو
کښي د يولا زم او انساني طرز په تفکر کښي ضروري ګڼي د زور او قووت له موخي هر هغه عمل چي د کمزوري په
حواله صادرېږي مردود ګڼي ځکه انسانان حق لري د خپل استعداد په اندازه د ژوند د مزايا و څخه ګټه واخلي او د هم
دې انساني معاشرې د يوه فرد په حيث د ژوند آخرنى پړاو د طبيعي مرګ په راتللو سره قبول کړي نه داچي د
اکټونو، بمونو، ګازا تو،شکنجو، وهلو او د بېماريو په ترزيق کولو سره د ويني له لاري پرې تحميل شي.
د انساني
برخورد کلمه د همدې ډلي له خولې څخه راوزي ځکه د ژوندانه په اړيکو کښي د پاک اوصفا نيت په درلودلو خپل ماحول
د هر نوع جنجالونو څخه ليري ويني ، کار او زحمت ته د اړتيا و په ليري کولو کښي د لومړي توب درجه و
کوي او د لاس ته را وړني کمالات په نورو همنوعانو باندي د تعادلي راکړي ورکړي په چوکاټ کښي تبادله کوي
.
طبيعي غريضې د انساني خواهشاتو په څېرهغه متقابله سيالي ده چي د نن ورځي په کائيناتو کښي د بدلون او تغير ح
الت را منځ ته کوي که څه هم انسانان د خپل قدرت څخه په ګټي اخيستلو او علمي دنيا په ماحول کښي خپل کوښښ نه سپم
وي خو د مخلوقيت په چوکاټ کښي ضعيف ښکاري او د هغه اقداماتو په تکثير کښي پاتي راځي کوم چي د طبيعي غرايضو له
وري پرې تحميل کېږي. مجادله او مبارزه دوام لري ځکه دا دانسان د پاره د جهد هغه فورمول دى کوم چي د پيدايښت
څخه ورته په برخه شويدى همدا کوښښ دى چي د انساني غرايضو تشويق ته لاره پرانيزي.
د حقايقو دروښانه کولو
په خاطراو د ژوندانه داړتيا و دپوره کولو د پاره انساني معاشرې ته دوه قانونه پراته دي يو سماوي او بل مدني . د
سماوي قانون څخه په ډاګه معلومېږي چي د انسانانو تر منځ د محاسبې وېش د يوه قدرت له لوري رامنځ ته شويدي چي په م
وضوع کښي هيڅ دخل نه لري او د يوه سالم لارښود په حيث چي د متخاصمو په منځ کښي د هيڅ يوه امتياز غوښتونکى نه دى
د نظر وړاندېز لري .
د مدني قانون له موخي انسانان د خپلو علمي اساساتو په څرګندولو سره د موضوعاتو د څېړني
او فيصلې حاکميت پخپل واک کښي لري له همدې کبله د تفوق طلبى طرز په کښې د خود خواهى په چوکاټ کښي ښکاره دى.
همدا
دوه قانونه د پلي کولو په درشل کښي د انسانانو د ذهني قبولى په چوکاټ پوري اړه پيدا کوي او د منلو د پاره يې
انسان فاعل مختار پيدا شويدى خو د منلو په صورت کښي دواړې خواوي د ځينو قواعدو په درلودلو سره منونکى د انکار
په حالت کښي ماخؤذه کوي.
ژوند حق دى او د دې حق بخښنه بېله الله (ج) څخه بل مخلوق ته نه منتقل کېږي او نه هم په
دې لاره کښي مباحثې ته ضرورت دى ژوند يوازي په محسوره حالت کښي د خپل اصلي حالت څخه وزي له همدي امله د انساني
اذهانو په تغير کښي د اختلاف نقطې د ژوندانه د پام وړ رازونه بيان کوي چي د عقل خاوندان پرې پوهېدلاى شي هغه
کسان چي د ژوند خلاء د علمي اساساتو په درشل کښي نه ډک کوي د اشتباه سره مخا مخ کېږي ځکه د انساني ژوند ټوله
اعمال د يوه پاک قانون په صورت کښي د محاسبې لورته سوق کېږي او د لايتناهي دنيا ماحول د بقا له رويه د همدې
کائيناتو سره نه ښايې او نه هم په دې لاره کښي کوم پېشرفت موندل کېږي د فنا او بقا ترمنځ محاسبه د هغه قدرت
په ولکه کښي نغښتې ده کوم چي د همدې بېکرانه کائيناتو پيدايښت يې کړيدى.