متون مدني ټولنې د خالد هادي د زرغون مډال ستاينې په هکله غونډه وکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21063

دخبریدو نیټه : 0000-00-00

په خوست ولايت کې متون مدنې ټولنې د بېنوا پښتو پاټې مشر ته د يوې غونډې په ترڅ کې  د هغه زرغون مډال مبارکي وه ويله، چې نومړي ته څو ورځې وړاندې د امريکا متحده ايلاتو په شمالي کلفورنيا کې د ميشته افغان ځوانانو لخوا ورکړل شو.
متون م دني ټولنې هم د ښاغلي هادي هغه چارې چې د پښتو د ودې  او غښتلتيا په اړه يې کړيدي وستايلې.
په غونډه کې چې په سګونو ځوانانو د قلم خاوندانو او د سيمې يو شمير اوسيدونکو ګډون کړي وو، له افغان حکومت نه يې وغوښتل چې ښاعلي هادي ته د ادب په برخه کې د سرو مډال ورکړي او د ولس مشرحامد کرزي لخوا په لوړ ستاينليک ونازول شي.
د غونډې ب خوالو له افغان ولس مشرحامد کرزي نه دام وغوښتل چې ښاعلي هادي د په هغه سفرونو کې چې اوس يې د امريکا په متحده ايلاتو لري له ځان سره د يوه تکړه افغان ځوان په صفت ملګرى کړي.
د متون مدني ټولنې مرستيال عتيق الله سورانې بېنوا ته وه ويل چې که چېرې ولس مشرښاعلى  کرزى خالد هادي د تکړه افغان ځوان په صفت له ځان سره وګرځوي، هادې به تشويق اونور افغان ځوانان به هم د هيواد خدمت ته وهڅول شي.
د غونډې برخوالو له نورو  ځوانانو،د ادب مينه والو، او د فرهنګيانو له ټولنو نه هم وغوښتل چې د  هادې د ورکړل شوي مډال په هرکلي کې د غونډې جوړې کړي.
ترڅو د دا شان تکړه او با احساسه سټو ستاينه په ژوندون شوي وي.

 

                              &nbs p;                               & nbsp;                         اتل سادات