د سلطان صلاح الدېن اېوبي د وخت رېښتونې پېښې(۲۶)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21130
د قرېب الرحمن سعېد ژباړه
دخبریدو نیټه : 2008-09-27

مکمل غېر سېاسي:اېا زمونږ  دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟

د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان شپږویشتمه  برخه  پرلپسې (۷۱-۷۰)
[د یوه قوم تهذیب ، تمدن  او مذهب    خراب  کړئ  نوبیا    فوځي  حملې  ته اړتیا  اوجنګ  و جګړی  ته  نوبت  نه رسیږي ، که غواړئ  چې کوم  قوم له منځه یوسئ  نو  په  هغوی کې د جنسې جذباتو  اور  تازه  کړئ] (صلیبي قومندان)
او کله  چې عیسائي پادري دمسلمانانو امام  وګرځید:   (۷-۲)
دسلطان ایوبي  په لار ښونه  علي بن سفیان په ټول هیواد کې  د جاسوسانو  یو  جال و غړاوه ،ځکه دا ثابته شوی وه  چې په هیواد ته او په  ځانګړې توګه  قاهرې  ته   صلیبېانوزیات شمیر   جاسوسان او تخریب کاران  را لیږلې او ځاې په  ځاې کړې  ئې وو ، هغه تر ځمکې  لاندې پروګرام  چې صلیبیانو  د  مسلمانانو د له منځه  وړلو له پاره پیل کړې و هغه  سلطان ایوبي  ته  ډیر زیات  د اندېښنې وړ و . کله چې  هغه ته علي بن سفیان دا خبر ورکړ  چې د یوه   جومات  امام  هره  شپه  درس  ورکوي  او د اسلامې افکارو  او عقاید د رنګ او مفهوم    دبدلولو  هڅه کوي  نو سلطان ایوبي سمدستي  دا حکم  ورکړ  چې دا عالم و نیسئ ، هغه  ويلي و « علي !  د مذهبونو په نوم  ډلې ټپلې جوړیدل  پیل  شوي دي ، دا  امام   به هم د کومی  ډ ې   څخه وي  او دا  هم کیداې شي  چې هغه د قران  خپل  تفسیر بیان کړي ،  زه په مذهب  کې  مداخله  نه کوم ، زه حاکم یم  عالم نه یم. خو که  چېرې  ته پوهیږی  چې هغه کوم تخریب کار دې  نو د نیولو  تر مخه  ئې په هکله پوره پوره  مالومات   تر لاسه کړه .د امام درجه  زما څخه ډیره  پو ته  ده .»
علي بن سفیان په خپله دې مسجد  ته د درس  د اوریدو  له پاره نه و    ور غلې  ځکه  هغه  شکمن و  چې که دا  امام  په ریښیتا هم ددښمن  له  اړخه رالیږل  شوی   تخریب کارو ي  نوو به ئې  پیژني ، هغه  دخپلې شبکې ډیر پوه او ذهین  وګړي  هلته  ور استولي و. هغوی لس دولس  ځله  هلته  درس  کې  ګډون کړې و . او هغه درس  چې هغوی اوریده  نو هغه به ئې  ټکې په ټکې  علي بن سفیان ته اوراوه ، اخر یوه شپه  دغه  «صلیبي » عالم  د جهاد  په هکله درس  ورکړ . او هغه  تأويل  ئې وړاندې کړ   چې وروسته بیا صلاح الدېن ایوبي  پخپله هم واورید . کله چې دهغې د شبکې  غړو  دا درس  علي بن سفیان  ته  واوراوه  نوبیا په دې کې هیڅ  ډول شک  نه پاته کیده  چې هغه جاسوس دې .  علي بن سفیان   سلطان ایوبي ته وويل  او  دا  سلا  ئې ورکړه چې که  چېرې دا وګړې د صلیبیانو  جاسوس  او تخریب  کار  نه وي  هم  نیول  ئې   اړین دي ، ځکه  هغه د جهاد په هکله داسې خبرې کوي  چې یواځې  دښمنان ئې  وړاندې کولاې  شي او یا هغوی  چې  خپل ذهن  ئې  له اسه  ورکړې وي .
سلطان ایوبي   دا  راپور  په ډیر غور سره  واوریده  او وئې ويل  چې په ه   صورت  دا  د مذهب  ، دامام او جومات  معامله ده .  هغه دا پریکړه و کړه  چې  هغه  به دع ي بن  سفیان  سره یوځاې  په  مختلفې بڼې   او د بڼې  په  بدلون   سره  ددې امام  درس ته  ورځي  او  اوري  به ئې ،  او هملته  به پریکړه کوي  چې دهغه اصلیت او نیت  څه دې !  د جهاد سره  یوځاې د حیواني  احساساتو  یادول  دسلطان ایوبي   ويښتان   ودرول ، هغه د علي بن سفیان سره  مشوره وکړه  او خپل ځانونو ته  ئې  داسې  کالې   تیار کړل چې دپیژندګلوۍ څخه  ووت   او  په همغو کې  جومات   ته  ور غلل.
علي  بن سفیان دڅارکښۍ  د امورو   ماه   و او هغه سلطان  ایوبي ته  د خپلې یوي   بلې  بریا  په  هکله  هم ويلي و  او هغه  دا چې که څه هم  هغه صلیبي نجلۍ  چې فیض الفاطمي ئې  تور لاسې نیولې و  او د احمدکمال  تر نامه  اندې  د یوه  قومندان په خاطر د مسلمانیدو  او د هغه سره د واده کولو هیله  ئې  درلوده    وفات  شوه ،  خوهغې داسې پټ  الفاظ  او  اشارې  هغه  ته ښوولې و ې چې صلیبي جاسوسانو  د یوه بل د پیژندلو  له پاره  استعمالولې ، دهغې په همدې  ورښوول  شوو  اشارو  باندې  څو  مسلم انان   چې دصلیبیانو  له پاره ئې  د زرو  ، جواهراتو او ښایسته نجونو  د تر لاسه کولو  په خاطر کار کاوه  هم نیول  شوي  و. هغوی  هم  علی بن سفیان  ته  په بندي ځاېو کې  ددې خبرو  تصدېق کړې و  چې همدا  اشارې  او الفا ظ  استعمال  شوي  هم  دي ، اشارې  داوی چې جاسوسان   چې  د لمړي ځل  له پاره  له یوه  بل سره ويني ،او  یو د بل ډاډ ځانته  تر لاسه کوي  نو دهغوی څخه  یو د آسمان په لور سر پورته  کوي  او وایي  به  چې « مالومه  نه ده  چې م وسم  به  څه ډول  وي ؟ » هغه  دا خبره  په ډیره  بې پروائې سره کوي لکه چا ته  چې په ناڅاپې  توکه  موسم  په  یاد  راغلې وي . بل  به ووائې « باران  به وریږي » نو هغه ته ځواب  ورکول  کیږي  چې  « اسمان   صاف دې  »نو هغه بل  به ووائې  چې  « مونږ  به  وریځې  را وړو  » او په  قهقه خندا  باندې  به خاندي ، ددې ډول خندا  اړتیا په دې خاطر وه  چې که  چېرې دا خبرې  ب   څوک  واوري او  یا هغه بل  سړې  ددوی د ډلې  څخه  نه وي  چې دا درک  کړي  چې دا  خو هسې  یو  ټوکه  وه . علي بن سفیان ته ويل  شوی  چې دا  پټه مکالمه  هغه  وخت  بدلون  م وندلاې  شي  چې کله دا  را څرګنده شي ، بله  خبره  چې علي ته  مالومه  شوی وه، هغه دا چې جاسوسان  یو بل ته خپل  نوم  نه ښئي، دهغوی  مرکز د فلسطین یو ښار  (شوبک)  و. دا د صلیبیانو  د څارکښۍ  مرکز و .
دهمدې  څرګندونو  په  پایلو کې  سلطان ایوبي  او علي بن سفیان  دخپلو  ځانوبڼه  بدله کړه  او  جومات  ته ولاړل،  هغوی د جهاد د درس  غوښتنه وکړه ، نو  عالم دهغوی  غوښتنه  پوره کړه ، بیا هغوی دهغه  سره  یواځې پاته شول او دغې  پټو نښو نښانو  د عالم  د راز  پرده  پورته کړه . هغه  وروسته  بیا  بیان  ورکړ   چې  هغه دومره خام  جاسوس  نه و  چې هغه دې د پردېو خلکو  تر مخ  خپل ځان  بربنډ کړي ، هغه په  هغه پټوالفاظو کې  را  ونښت ، ځکه  دا  مکالمه  هر یوه جاسوس  ته  هم مالومه نه وه . دا  د جاسوسانو د لوړپوړو  وګړو  م کالمه ده . دهغوی  څخه را ښکته هیڅ  جاسوس  په دې پټو الفاظو  نه پو هیږي ، ددې مکالمي نه  وروسته د  قهقه  خندا په ځانګړی توګه  د یادولو  وړ وه ځکه دهغې پرته  یو بل  ته  خپل راز  نه شو وي اې . سلطان ایوبي  قهقه  خندا وکړه ، هغه د خپله ځانه  سره  شپږ  سر تیري  هم  وړي و  چې د اړتیا په وخت کې ئې مرسته وکولاې شي.
علي بن سفیان  دا جاسوس او دهغې  سره دوه نجونې په خپلې   تاخانې  کې ور واچولې ، او د هر څه دمخه  هغه سیمي  ته د پلټنې  له پاره ولاړتر  څو  پیدا کړي چې دې وګړي   په دې جومات    څنګه  ولکه  و موندله ، او ددې دمخه  چې هغه  په کومه  جونپړۍ کې اوسیده  ، هغه ورته  چا ورکړې وه. دهغې ځاې  مختلفو  خلکو  چې کوم  بیانونه ورکړل  دهغې  څخه دا ډاګیزه شوه  چې داشخص د خپلو دوو  ښځو  سره یوځاې  دلته  راغلې و، لمړې د یوه سړې په کور کې میلمه و ، خوکله چې خلکو  و کتل  چې دا خو  عالم فاضل  انسان دې   نو هغوی ورته  خپله  جونپړه  ورکړه ، دلته په دې  جومات  کې  د ډیرې مودې  را هیسې  یو امام  اوسیده ،او دې  به هم هلته دلم انځه  له پاره  و رته ،دا شخص دهغه امام  مرید  و ګرځید ، پنځلس  شپاړس  ورځې وروسته دهغه  ام ام  په ګیډه او کلمو کې درد  پیدا شو، د هغه دا درد  دومره په توندۍ  سره  ډیرښت وموند  چې  د ې  ورځې وروسته امام  بیا  جومات  ته د راتلو څخه ووت ، حکیمان او طبیبان دهغه کور ته ورغلل اوهر ډو   دوائیانې  ئې ورکړې خو په هماغه  درېیمه ورځ  هغه  ومړ. دهغې وروسته دې  عالم دخلکو  سره خبرې وکړې او  جومات  ئې په خپله ولکه کې واخست .  هغه په  خلکو  کې دومره  اغیز پیدا کړ  چې  خلک دهغه  منونکې  شول  او هغه  ته ئې د هغه د اړتیاو  په مطابق  کور  ورکړ.
د علي بن سفیان د پوښتنې په  اساس  خلکو هغه  ته وويل  چې هغه څو څو ځله  هغه پخوانې  امام  ته غذا  له  ځانه  سره  راوړله، علي  بن  سفیان  وپوهیده  چې هغه امام ته دې  سړې  زهر  ورکړي دي ، او هغه ئې دخپلې مخې څخه لرې کړې او په مسجد  ئې   ولکه پیدا کړې ده .  ددې  جاسوس دکور  د تالاشۍ په وخت  کې  زیات  شمیر  وسلې چې په مختلفو ځاېو کې ئې پټې کړې وی ،  تر لاسه  شوی . دهغه  له کوره د زهرو یو بوتل  هم   وموندل  شو . دوی هغه زهر  یوه سپي ته ور واچول  نو هغه سپې هم درې  ورځې نا راره وه او په درېیمه ورځ  له منځه  ولاړ.
علي بن سفیان  خپلې  پلټنې د سلطان ایوبي  تر مخ  کیښولې ،نو سلطان  ورته وويلې  چې « درې واړه  بې خوبه کړئ  او ښه ئې وويروئ ، خو زه به هغوی  جلاد  ته ورحواله نه کړم ، او په بند کې به ئې  هم تر ډیره  و نه ساتم .»
«بیا  به نو ته   څه  پرې  وکړې؟»علي بن سفیان ترې و پوښتل .
«زه به  هغوی په پوره  عزت  سره  بیرته واستوم ،»علي بن سفیان  په ډیره حیرانتیا سره دسلطان  ایوبي   خولي ته کتل ، سلطان ایوبي  ورته وويل « زه  غواړم  یوه  جواري وکړم  ، علي !  اوس  زما نه  څه مه پوښته ،  زه فکر کوم  چې  دا  لوبه  و وبوم  او که نه .» هغه  د لږې  وقفی وروسته  وويل : سبا  د ماسپښین د ډوډۍ وروسته  نائب سالاران ، سلاکاران ، او د لوړپوړو  چارواکو  دهرې  څانګې څخه یو یو کس زما  ځاې ته له ځانه سره راوړه ،خو ستا تون  ډیر زیات  اړین دې »
*****(۷۱)
علي بن سفیان په دې شپه د لمړي ځل له پاره  ددې  عالم څخه پوښتنې ګ ويزني  کړې  وی ،خوهغه  ډیر  سخت انسان وخوت ، هغه وويل «  علي بن سفیانه  ! زما خبره په غور او دقت  سره  واوره ، مونږ دواړه د یوه  ډګر سپاهیان یو. که چېرې   ته زما په هیواد کې کله  و نیول شې نو ته به پوه   شې  چې خپل هیواد او خپل ولس  ته  دوکه  نه  ورکوی .؟ ته  زما  څخه هم  همداسې  هیله و لره ، ماته  مالومه   ده  چې زما انجام  به څه ډول  وي ؟  که چېرې زه  هغه ټولې خبرې  هم تاته ووایم چې ته  ئې له ماڅخه پوښتې ، نو بیا به هم تاسې  ما و نه بښۍ ، زه  به  په همدې تاخانې کې مرم ،دا که د  جلاد په لاسو وي او یا د کوم  سخت اذیت   لمخې ، نو بیا  به زه ولې خپل  وم او ولس  ته دوکه ورکوم ؟»
«  زه  هیله لرم  چې ته به خپله اراده  بدله کړې .»  علي بن سفیان ورته وويل  «  ایا ته دهغه دوو  نجونو د عزت د خوندي  ساتلو  غوښتونکې نه ئې او هغه  څه  چې زه ئې  وپوښتم  ته ئې ځواب  راکړې ؟»
« څه ډول  عزت ؟»  هغه ځواب  ورکړ . « دهغوی   سره یواځې  ښایست او ناز  و نخرې پاته دي  او یا هغه  استاذي  ورسره  ده  چې دهغې  له مخې هغوی تیږي  هم ويلې کولې شي . هغوی سره د عزت  تر نامه  لاندې  څه شې شته نه  دې . هغوی  ته  همدا  ور زده کول کیږی  چې دخپل عزت  نه لاس  په سر  شئ ،  مونږ  خپل ځان او عزت  ډیر  لرې  غورځوو  اوبیا  راځو ، تاسو  چې دهغه نجونو سره  څه ډول  سلوک  کول  غواړئ  وئې کړئ ، هغوی  زما تر م خه  ذلیله کړئ ، بیا   به هم زه تاسې ته څه و نه  وایم ،او نجونې  به هم تاسې ته څه و نه وائي.»
« م ونږ  جاسوسو نجونو ته د مرګ  سزا  ورکوو  خو هغوی ذلیله  کوو نه ،»علي بن سفیان  ورته وويلې ، «  زمونږ مذهب   ښځو ته  داذیت  د ورکولو  اجازه  نه  ورکوي »
« زما دوسته ! » جاسوس ورته وويلې  « که ته  د مینې  حربه  استعمال کړې او که د اذیت  حربه ،  خو زمونږ  څخه  یوبه  هم خپل  هغه   ملګري ،  چې ستاسې دسلطنت   دجرړو په  پرې  کولو لګیا دي ،  تاسې ته  په  نښه  نه کړو .تاسې د نجونو سره د ښه سلوک  وعده کړې ده  دهغې په بدل کې زه تاته  همدومره ويلاې  شم  چې دا زما او ستا شخصې  جنګ  نه دې ، د ا  د صلیب او  ستوري اوسپوږمۍ تر منځ  جنګ دې .  زه د هغه  م امولې  جاسوسانو له ډلې څخه نه یم ، چې دهغه ځاې  خبرونه  دلته  وړي  راوړي ، او ستاسې  د راتلونکو پروګرامونوپه هکله مالومات  تر لاسه کوي . په دې  څانګه  کې زه  تر ټولو   لوړ پوړ   لرم ، زه عالم یم  دخپل مذهب   مطالعه  مې هم همدومره ژوره  کړې ده لکه څومره  مې چې ستاسې دمذهب کړې ده .  د قران او انجیل  ژورتیا  ته  مې ځان رسولې دې ، زه  اقرار کوم  چې ستاسې مذهب  ساده او غو ه  دې . دا د هر انسان مذهب  دې  ځکه په دې کې کوم   پیچ وتاو او ښکته  پورته   نه شته .او د م بولیت علت ئې  هم  همدا دې ، خو زه  تاته دا هم ويل غواړم  چې ستاسې  دښمنانو  ستاسې د مذهب  اصلیت  له منځه وړې دې ،تر څو دهغې مقبولیت  له منځه ولاړ شي. یهودېانو دمسلمانو علماو  په لباس کې  په  هغې کې  بې بنسټه روایات  ورګډ کړي دي ، اسلام د توهماتو  خلاف  و   خو په دې وخت کې  تر ټولو زیات   توهم  پالونکې  قوم د مسلمانانو قوم دې ، ما د لمر او  سپوږمي د کسوف  و خسوف  په وخت کې  کتلې  چې مسلمانانو  نذرانې ورکولې  او سجدې ئې کولې ، او په دې  ډول  نور  ډیر  بدعتونه  ستاسې په مذهب کې ور شامل کړل  شویدې ......
«مونږ د ډیرې  اوږدې زمانې  څخه ستاسې د نظریاتود اصل  په اړولو کې   مشغول  یو ،  ځکه مونږ پو هیږو  چې به نړۍ  کې یواځې دوه مذهبه  پاته  کیږي ،  یو عیسایت او بل  اسلام .   او دا  دواړه  به تر هغې  پورې په خپلمنځې  شخړو  کې  را نښتي  وي  تر څو  چې ددواړو څخه  یو له  منځه  ولاړ نشي . هیڅ مذهب  د  تورو  او غشو په واسطه  له منځه نه شې تللې ، او نه کوم مذهب  دتبلیغ   په واسطه  له منځه تللاې شي ، ددې  همدا  یوه  لاره ده  چې ما خپله کړې ده . زه تاته دا وایم  چې په دې کارونو کې زه  یواځې  نه  یم ، پوره  یو ې ډلې ستاسې په   نظریاتو باندې  یرغل کړې دې .»
علي بن سفیان  د هغه تر مخه  ولاړ  و او  د هغه  خبرې  ئې په پوره غور  سره اوریدلې ، هغه ددې عالم  جاسوس  په پښو کې بیړۍ  اوپه لاسو کې  ځولنې  ور اچولې وي ، دهغه  اراده  خو داوه  چې  دا جاسوس  هم  د نورو  جاسوسانو په  څیر د اذیت د داسې  مراحلو څخه تیر کړي  چې  بلاخره  خپل رازونه  ټول  را وسپړي ، خو هغه د قیدخانې  یو ملازم  را وباله ، او دهغه  بیړۍ  او  ځولنې ئې ترې  پرانستې ،هغه ته ئې  ډوډۍ او  اوبه  اوغوښتلې  ، هغه ورته وويل  « زما  دې سلوک  ته  د شک  په سترګه  مه ګوره  ، مونږ د عالم انو  درنښت کوو ، که هغه دهر مذهب  څخه وي ، زه به له تاڅخه  هیڅ  هم و نه پوښتم ، هر څه  دې  چې  خوښه  وي او ويل ئې غواړې  وئې ويه ،»
« اوزه   ستا قدر  کوم  علي !» جاسوس  عالم ورته وويلې، «  ما ستا ډیره  ستاینه اوریدلې  ده ، په  تاکې دخپل فن او هنر کمال  هم شته  او  ج به  او حرارت  هم . ستا له پاره  به ددې نه  نور ستر اعزاز   څه  وي چې   صلیبي پادشاه  غواړی تا ووژني ، ددې  مطلب  دادې  چې  ته دصلاح الدېن ایوبي او  نورالدېن  زنګي  سره یو ان  قیمت لرې .... زه تاته وایم  چې ما دخپل علم  په واسطه  دا  تر لاسه کړي دي  چې د یوه قوم تهذیب او تمدن  او مذهب   ورخراب  کړه  نوبیا د  فوځ  حملې  ته اړتیا  اوجنګ  و جګړی  ته  توبت  نه رسیږی ، که غواړئ  چې کوم  قوم له منځه یوسئ  نو  په  هغوی کې د جنسې  اح ساساتو  اور  تازه  کړئ، که  ډاډ  دې نه راځې نو دخپلو مسلمانو  حکمرانانو  حال  مو ووينئ ،  ستاسې  رسول  ص  ويلې دې  چې  نفس  ووژنئ   چې همدا  د تباهۍ   جرړه ده . ستاسې  قوم   تر کومه  ځاېه  په  دې وينا  باندې   عمل کړې دې . د رسول ص    ترژوندانه  پو ې  یهودېانو  د خپلو ښایسته و  نجونو په واسطه  ستاسې  قوم  په غلطو لارو  روان کړ. نن  ستاسې قوم د نفس  غلام  ګرځیدلې دې ،  ستاسې  څخه د هرېوه لاس ته  چې مال  او دولت   راځي  نو هغه  د هر څه دمخه  خپل حرم  سراې د ښځو او نجونو څخه ډکوي ، هر مسلمان  ، که څه هم غریب وي خو  څلور ښځې له ځانه سره   ساتل  غواړي، یهودېانو  د مولويانو په لباسو کې   ستاسو په آند کې  جنسیت  وراچولې دې. که  چېرې مسلمان دخپل  رسول  په  لارښونو   باندې  عمل کونکې اوسي  نو زه دا  په ډاډمنه  توګه ويلاې شم  چې نن به ددنیا  د څلور  څخه درې برخې مسلمانان وو ، خو اوس حال دادې  چې  د څلورو  څخه درې برخې مسلمانان  یواځی  په نوم مسلمانان دي ، اوستاسې سلطنت  ورځ  په و ځ   را غونډیږی  او  رژیږي ، ته نه پو هیږي  چې دا دهمغې حملې بایلې  دي  چې زما په څیر عالمانو ستاسو په مذهب ، تهذیب او تمدن  باندې کړې ده .
« زما دوسته  ، دا حملې  به روانې وي ، زه  وړاند  وينه  کولاې  شم  چې یوه  ورځ  به اسلام په دې دنیا کې نه وي ، او که وي هم ، نو د یوي  له منځه تللې او خرابې  نظرئې په  شکل کې به وي. پیروان  به ئې په  جنسې  لذتونوکې مست وي ، هرڅوک  صلاح الدېن ایوبي او  نور الدېن  زنګي نه شي کیدلاې ، هغوی  به نن  سبا لکه د نورو  په څیر له دې نړۍ  څخه ست ګې  پټوي ، خو دهغوی وروسته  چې څوک  را ځي  هغه  به مونږ په نفس  پالنۍ کې  ککړو، ما به  ووژنۍ  خو زما  مهم  نه شئ  وژلاې، د انسانانو  د وژلو  په واسطه   مقاصد  له منځه نه ځي ، زماپر ځاې به  بل څوک  را شي ، مونږ  اسلام یا ختموو او یا ئې خپل  غلام ګرځوو ،... که ته غواړې ما  ج اد ته ورحواله کوي نوکولې مي شې ، زه نور  څه درته  نه وایم .»
علي بن سفیان دهغه څخه  نور هیڅ هم  و نه پوښتل ، هغه شایددخپلې دندې په  فکر کې وه  چې   څومره سخته او څومره نازکه  ده ،دغه صلیبي تخریب کار  چې  څه وويل  ټول ریښتیا و . هغه کتل  چې په  قوم کې  د اخلاقي تباهیو  جراثیم  را خواره شوی دې ،د عربو امران او  وزیران  په  مکمله توګه  ددغه  جراثیمو په  واسطه تباه  شوی دې ،  صلاح الدېن ایوبي د  جنګ په ډګر کې صلیبیانو  ته ماتې ورکړه او د اسلامې سلطنت  دپراخولو  په  خوبونو کې ډوب  دې  خو صلیبیانو دداسې  اړخ  څخه  یرغل  راوستې  چې دهغه مخه نیول د سلطان ایوبي  د وس  نه وتلې خبره  ده .... علي بن سفیان  دا عالم   جاسوس  په  خونه کې  بند کړ او دهغو خونو  تر مخ  و درید چې نجونې په کې  قید  وي ، هغه یوه  خونه پرانسته  او دننه ور ننوت ، نج ۍ  په فرش  ناسته   وه، دده په  کتلو سره را پورته شوه، علي  هغې ته وکتل ، او د څه ويلو  پ ته  ترې بیرون  ووت.
*****(۷۲)
بله ورځ  د غرمي  د ډوډۍ  د خوړلو وروسته  د فوځ او انتظامیې  ټول مهم مسؤلین په هغه خونه  کې سره راټول  شوي و  چېرې چې  صلاح الدېن ایوبي  هغوی  ته احکامات  و کول  اولارښووني ئې ورته کولې ، هغوی ټولو ته دا مالومه شوی وه  چې یو جاسوس ددوه نجونو سره  نیول  وی دې . هغوی په خپلو  منځو  کې په همدې موضوع  خبرې  اترې کولې ، سلطان ایوبي  راغې او ټول  ئې داسې ژور  له  سترګو تیرکړل  لکه څوک چې  د چا تالاشي   اخلي .
«زما درنو ملګرو !» هغه وويل « تاسې  به اوریدلې وي  چې مونږ په یوه  جومات کې  یو صلیبي  نیولې  دې   چې هلته ئې د هغه ځاې د اوسیدونکو خلکو  امامت کاوه ، » هغه په تفصیل سره وويل  چې هغه په څه ډول او څنګه  و نیول  شو او بیا ئې ټولې  هغه خبر ې واورلې  چې  هغه  جاسوس  علي بن سفیان  ته  په بندي خانې  کې کړې  وی. علي بن سفیان  دا ټولې خبرې سلطان اويوبي ته  رسولې  وی .
صلاح الدېن ایوبي وويل  «  ما تاسې د لته د نصیحت داوریدلو  له پاره نه یاست  را بللي  ، چې در ته ووایم   چې د  جاسوسانو او تخریب کا انو  څخه ځانونه  په څنګ کړئ، زه تاسو ته دا  هم نه وایم  چې  د اسلام  ددښمنانو سره  دوستي کونکي  دوزخ ته  ځي ،  زه یواځې  دا ويل  غواړم   چې د کفارو  سره دوستي کونکې ته  به دا ځاې   دوزخ  وګرځول  شي ،  زه اوس  هیڅ غدار  ته د مرګ  سزا نه ورکوم ، مرګ  دخلاصون  ار  ده ،   ما اوس د یوه  غدار  له پاره  دا سزا  ټاکلې ده  چې دهغه   په غاړه کې به سۍ  اچوو اويوه  تخته دهغه  مخته او یوه شاته  نښلوو   او   هره ورځ   ئې  په بازا ونو کې ګرځوو او  په  چوکونو کې ئې  دروو چې  په تختیو به لیکل  شوې وي«  زه غدار  یم » ،  هغه به هره ورځ سهار اوماښام    په همداسې ځاېو کې  درول  کیږي  تر څو  هغه د  لوږې او تندې له اسه   پخپله و مري  او دهغه لاش   د ښاره  بیرون  و غورځول  شي . دهغه خپلوانو ته  به ددې اجازه نه وي  چې د  هغه  جنازه وکړي او یا ئې خاورو  ته و سپاري .....
«خو زما  خوږو  دوستانو !  زمونږ ددې کار  څخه دښمن ته کوم  زیان  نه رسیږي ، هغوی به یو بل  غدار  را پیدا کوي . تر هغې چې د هغوی  سره د ښځو  د بی  حیائې  او زر  و  جواهرات   په زیاته  پیمانه  شتون  ولري  او زمونږ سره د ایمان  کمښت  وي  نو هغوی  به  زمونږ  په منځ  کې  غداران  اخلي ، ایا دا ستاسې  دغیرت  له پاره  چېلنج  نه دې؟ چې ستاسې دښمن  ستاسې په جومات کې  ناست  وي  ستاسې قران په لاسو کې  اخلي او ستاسې د رسول  ص   فرمان  مسخ  کوي ؟  په دې  اړخ  هم  غور وکړئ  چې  هغه نجونې  چې صلیبیان  د څارکښۍ او زمونږ د  ولس  د کړچار د خرابولو  له پاره   را لیږ ي  نو دهغوی  له ډلې  څخه  ډیری  ئې د مسلمانانو  لوڼي دي ، دا  هغه  نجونې دي  چې کفارو  دمسلمانانو  دقافلو  څخه تښتولي دي  او بیا ئې  ورته  د بدکارۍ  د شرمناکه  روزنې ورکو و   ورسته د  جاسوسۍ  له  پاره را لیږلې  دي ، فلسطین د کفارو  په ولکه  کې دې ، هلته  چې په مسلمانانو کوم  تیرې  او ظلم کیږي ، هغه په لنډه توګه  دادې  چې صلیبیان دهغوی کورونه  لوټوي ، که چېرې  هغوی  شکایت  وکړي نو  په بنديخانو کې ئې  اچوي ، د هغوی  تنکي  بچېان  د هغوی څخه  اخلي  او پټوي ئې ، په  دې کوچنیانو کې چې  کوم  یو ئې ډیر  ښایسته او په زړه پورې  وي  دهغوی د هنونو  څخه د قومیت او مذهب  فکر  باسي ، او هغوی ته دبې  حیائې  درس  او  روزنه  ورکوي  تر څو پرې  د نارینه و  څخه  د خپلو  موخو د  پوره کولو له پاره کار واخلي. هغوی د مسلمانانو  سیمو ته د  څارکښۍ  او تخریب کارۍ  له پاره   استوي ،  په دې  ډلو کې دهغوی خپلې نجونې هم وي  . چې په کې  د حیا، حجاب  اوعصمت  هیځ  ارزښت  نه وي ،  هغوی د مسلمانانو  لوڼي  هم د فحاشت او بدکار ۍ  له پاره  استعمالوي .....
«دهغه وخته  راهیسې  چې  هغوی په فلسطین  ولکه کړې ده او تر ټو و ستر انقلاب  ئې  چې هلته راوستې  هغه دادې  چې هغوی په مسلمانانو باندې د ژوند  ساحه   را  تنګه کړې ده ، هغوی ئې په   عامه توګه   ووژل ،دهغوی کورونه  ئې   تالا کړل ،د هغوی د جوم اتونو  څخه  ئې   ګرجی،دعیسايیانو عبادت ځایونه  او  د آسونو د تبیلو  ځاېونه  جوړ کړل ، دمسلمانانو  نجونې ئې  و تښتولې او هغوی ئې  په  قحبه ځاېو او فحش ځاېو کې  کینولی ، هغوی چې ډیرې ښایسته  وی هغوی ئې د تخریب کارۍ او بدکارۍ  له  پاره وروزلې  او زمونږ  د امیرانو او   وزی انو په قصرونو کې ئې  را ننويستلې ، اوهم  زمونږ پر خلاف  ئې استعمال کړې . هغوی دمسلمانو کورنیو  دکوچنیانو په  غاړو کې صلیب  را ځوړند کړ.  هغه مسلمانان  چې د فلسطین  څخه  را و تښتیدل  او زمونږ خواته  د پنا اخستلو په خاطر  جوپې  جوپې  راتلل  هغوی  ئې په لارو کې  شهیدا ن کړل ، په  لويو  لارو  ئې  زمونږ د لوڼو او  خويندوعزت  واخست .
زما د کلیمي   ورنو !  دا ړۍ  پاې ته  نه ده  رسیدلې ، اوس  هم روانه ده ، دصلیبیانو  موخې دادي  چې  د اسلام کوم نوم اخستونکې  پاته  نه شي . اومسلمانې نجونې  عیسائې نسل  و زیږوي ، پرمونږ ټولو   الله  ج   لعنت  وائې، چې مونږ خپل  هغه    مسلمان  ورونه او د هغوی کوچنیان  له یاده و کاږو چې  همدا اوس  د ذلت او مظلومیت شپی  او  ورځی  تیروي  .  ددې نه ستره ګناه  به نوره  څه وي  چې م ونږ  هغه شهیدان  هم له یاده  و باسو  چې د صلیبیانو د بربریت  ښکار  ګرځیدلې دي ..... زه تاسې ته  د کوم  حکم د  کولو  نه د مخه  ستاسې  څخه پوښتم  چې ددې حالاتو په وړاندې  مونږ څه  ول دریځ باید  غوره کړو ، ستاسې تر منځ  تجربه لرونکي  فوځيان هم شته  او دانتظامیي  حاکمان  هم .»
یو عمر خوړلې  قومندان  پورته  شو  او وئې ويل  « د مصر امیره ! مونږ  ته به ستا د حکم  اړتیا څه وي ،  دا  خو د الله ج   حکم  دې  چې که ستاسې په ګاونډ کې په مسلمانانو باندې  ظلم او تیرې کیږی  او دهغې ځاې مسلمانان د الله ج  د مرستې  له پاره  چغې  وهي   نو  دا پر مونږ ف ض  ګرځي  چې په هغه هیواد  باندې  یرغل  یوسو  او خپلو مسلمانو  ورونو  ته  دهغوی  د تیری  څخه نجات  ورکړو ، مونږ ته په کاردي  چې په فلسطین  باندې  فوځي برید  وکړو.»
د نائب  سالار ۍ د رتبی خاوند یو کس  پورته  شو  او په  ډیر ې   جذبی  سره ئې  وويل  «پر کفا و   د فوځي برید تر مخه د هغه مسلمانو  امراو  او حاکمانو پر خلاف  فوځي  برید کول اړین دي  چې په پټه د کفارو  لاس  ور ټینګوي ، دا مونږ   ته ډیره  د شرم  خبره ده  چې زمونږ  په لیکو کې  غداران هم شتون  لري ، د فیض الفاطمی  د مرتبي  سړې هم  غدار کیداې شي نو بیا خو په  وړو  خ کو  باندې  څه باور . د یوه  مسلمانې  لور  د  عزت  د تويولو  د بدلې  په خاطر  که  ټول  قوم  له منځه ولاړ شي  بیا هم  لږ دې . خو  دلته اوس  زمونږ د مکمل نسل  ابرو  تويږي ، او مونږ په دې  فکر کوو  چې  مونږ ته  څه کول  په کار دي . صلیبیانو   زمونږ  کوچنیان د بدکا ۍ  له پاره تیارکړي ، او پخپله پر مونږ  د هغوی سره  بدکاري  کوي . درونده امیره ! که  زه ډی    جذباتي  شوی نه وم  نو زه  دوړاندېز   کولو  اجازه  غواړ م   چې مونږ ته  د ف سطین  ولکه  کول  اړین دي ،ځکه چې صلیبیانو  زمونږ  لمړنۍ  قبله  اوس د بدکارۍ  مرکز ګرځولې دې .»یو بل کس را پورته شو خو سلطان ایوبي هغه  د لاس  په اشارې  سره  بیرته  کینوه ، او وئې ويل « ما غوښتل همداسې واورم ، ستاسې څخه چې  څوک  ماته  نژدې  اوسیږي  هغوی  په دې خبر دي  چې زما لم ړۍ  هدف  فلسطین  دې . ما د مصر د امارت  د دندې د سنبالولو  سره  سم  په فلسطین  برید کول غوښتل ،  خو اوس ددوه کالو  څخه  ډیره موده تیریږي  چې  ایمان  پلورونکو  زه په مصر  کې داسې مشغول  کړې یم  لکه  زه  چې په کوم دلدل کې  را نښتې اوسم. لږ څه  په  دې  تیرو دوو کالو باندې  غور و فکر وکړئ  نو درته په ډاګه  به شي  چې  تاسو همدلته د صلیبي  تخریب کارانو په خ اف  په جګړه  کې  را نښتي یاست ، زمونږ   پر خلاف  د سوډانيانو  را پارول  هم زمونږ  دخ کو  څخه و ، د سوډاني  حبشیانو  له لورې په مصر باندې د یرغل  کولو له  پاره  پارونکې خلک  هم   زمونږ سالاران  او قومندانان و  او دهمدې  قومي  خزاني  څخه ئې ، چې د  ولس   پیسې  په کې دي او د الله ج  په نوم  ذکات  په  کې را ټول  شوی ، تنخوا ګاني  اخستلې ،  ما په دې هیله  دا  دوه کاله تیرکړل   چې زه  جاسوسان ، هغوی ته  پناه ورکونکي او دهغوی  ملاتړ کونکي  او ایمان  پلورونکي له منځه  یوسم او په فلسطین باندې  په ډاډمنه توګه برید   وکولاې شم . خو  زه  دې   پایلو ته ورسیدم  چې  د تخریب کارۍ  دا لړۍ  له منځه  تلونکې نه ده ، مونږ  باید  هغه  چېنه  بنده کړو  چې د اسلام  دښمني  خړوبه  وي  او نوي  نوي  را ټوکوي ، مونږ په خپ ه صلیبانو ته دا فرصت  ورکوو   چې هغوی دې زمونږ په لیکو کې   غداران  را پیدا کړي ......
«ما تاسې نن  دلته په دې خاطر  را بللي  یاست  چې زه اوس  پر فلسطین  په برید کولو  کې ډیر ځنډ  نه شم کولې ، د فوځ  جنګی تمرینات  او روزنه   زیاته کړئ ، مجاهدېنو ته  د اوږدې  محاصرې   روزنه و کړئ ، زه په  ترکانو اوشامي  عسکرو  باندې  پوره  باور  لرم  ، په مصریانو او وفاداره  سو انيانو  کې جذبه  نوره  کلکولو  ته  اړتیا ده ، دهغوی  په زړنو کې  ددښمن  پر خلاف  قهر او  غضب  را وپاروئ ، اودا کار  په هغه وخت   کې  شونې دې  چې په هغوی کې  غیرت   را  پیدا کړئ ، اوهغوی ته ووایاست  چې دا  همستاسې  لوڼې او خويندې دي  چې  د صلیب  ښکار  ګرځیدلي دي ،... دلته چې د انتظامی امورو کوم وګړي  شتون  لري   دهغوی  دنده او مسؤلیت دادې  چې هغوی د جوماتونو امامانو  ته ووائې  چې خلکو  ته د جهاد  اهمیت اوفرضیت  و ښئی، او په نوي  را ځوان  وو  هلکانو کې د عسکري روزني  له پاره   فکر  را پیدا کړي ،  هر هغه  امام  یا خطیب   چې اسلامي نظریات  په  غلطه توګه   دخلکو تر مخ  ږدي  ، سمدستي ئې  له  امامته  ګوښه کړئ  ، که  چېرې  کړچار  صحیح  وي  نو هیڅ  ډول  هڅې  به  څوک   بې لارې نه  کړي ، ذهنونه  فارغ  مه  پریږدئ ، پرانستې ئې مه  پریږدئ ، او که نه دښمن  به ئې استعمالوي ،... د فوځونو د کوچ  احکامات  به  تاسې ته ډیر ژر  در   ورسیږي .  الله ج   دې  ستاسې  حامي او ناص   وي .»
*****(۷۳)
اوه  ورځې  تیرې  شوی –
جاسوس  عالم او دغه دوه نجونې  سلطان  ایوبي   ځانته  د کتلو له پاره  وروبللې ، کله ئې چې هغوی را وستلې نو سلطان ایوبي  ورته  وويل چې دوی  په هغه بله  خونه کې کینوئ، دهغوی په  پښو کې بیړۍ او په لاسونو کې زنځیرونه وو. په هغه  خونه کې ئې چې  هغوی  کینول  هغه د سلطان ایوبي دځانګړې  خونې سره   نښتې  وه ، ددې دواړو  خونو تر منځ  یوه  د وازه  وه ،  ددروازی   یوه  دړه  پرانستې وه ، سلطان ایوبي په خپله خونه  کې ګرځیده ،او په دې  ګرځیدو ګرځیدو کې  وويل ،«  ماپه (کرک)  باندې  د سمدستي  برید  پرکړه کړې ده »
(کرک) په  فلسطین  کې   دېوي  کلا   په  څیر   سیمه  وه، هلته  مشهوره  سیمه  (شوبک)  نومیده ،  دا هم  یوه  ډیره  مستحکمه  کلا  وه ، (شوبک)  د صلیبیانو مرکز و ، صلیبي پادشاه  او دهغه قومندانان  به  ډیر وخت هملته په (شوبک)  کې سره   را ټولیدل ، دا د صلیبیانو د څارکښۍ  مرکز  هم و ، او په  همدې  څانګه  کې به خلکو ته روزنه ورکول  کیده . دسلطان ایوبي  په  فوځ کې او د هغه په انتظامیه کې دا  په ډاډ  سره ويل کیده  چې سلطان ایوبي  به   تر ټولو دمخه  په (شوبک)   باندې  برید کوي . ځکه  همغه  ځاې د ډیر  اهمیت  وړ  ښکاریده ، او دا  ويل کیده  چې که  چېرې  دا  ټینګه  کلا   ووهل  شي نو بیا  د صلیبیانو دملا  تیر  له   منځه ځې . خو س طان  ایوبي  به ويل  چې زه  لمړۍ په  (کرک)  برید کوم ، داځاې  د  (شوبک)  نه وروسته ددویم   اهمیت وړ  ځاې  ګڼل کیده ، یو نائب سالار  ورته وويل  « درونده  امیره ! ستا حکم د سر  په ست ګو ، خو زما  ناقصه  رایه  داده  چې لمړۍ په (شوبک)  باندې باید  برید  وکړل  شي . ددښمن م کزي  قومنده  له منځه وړل  تر هر څه  اړین دي . که مونږ  (شوبک)  په ولکه کې راوست ،نو بیا خو د (ک ک)  ولکه  کول  ګران  کار نه دې . او که  چېرې  مونږ خپل توان په (کرک) باندې  ضایع  کړو نو بیا به د (شوبک)  ولکه  کول  شوني  نه وي »
په هغه بله  خونه کې دا  جاسوسان ناست و ، دروازه هم  نیمائې  پرانستې وه ، دسلطان  ایوبي د خوني  خبرې  دلته  ډیرې پاکې اوریدل کیدې ، دعالم جاسوس   غوږونه  و دریدل ، هغه  سوکه  سوکه  دروازې ته ورنژدې  شو،په همدې وخت کې سلطان ایوبي  ويل « زه غواړم  چې  درجه  په درجه وړاندې  ولاړ شم ، (کرک)  د (شوبک)  په نسبت  تر ټو و اسانه ښکار دې ، زه غواړم  په هغې ځاې کې  د ولکې وروسته خپله نظامي هډه  جوړه کړم ، مرسته  را غواړم او فوځ ته د څه مودې د ارام  وروسته  په  پوره  چمتوالي  سره  په  (شوبک)    دبرید حکم کوم  ، زمونږ د جاسوسانو په مطابق  ددې سیمي دفاع  دومره ټینګه ده  چې مونږ باید  هغه ځاې  تر اوږ دې محاصرې پورې  له ځانه سره و ساتو . زما  له آنده  په (کرک)  به زمونږ ډیر ځواک  ضایع  نه شي ، م ونږ  ته  تر ټولو  لمړۍ هلته  یوه   نظامي هډه او عسکري تمځاې  ته اړتیا ده  ، او د لوژیستکې موادو  د رارسیدلو داسې  ځاې  چې دهغې ځاېه مونږ ته سمدستي  مرسته  را ورسیږي .
عالم  جاسوس  د دروازې  تر څنګ ناست  و او خبرې ئې اوریدلې . دواړه  نجونې ئې هم تر څنګ  ناستې وي ، علي بن سفیان  هم   ددې راز  په  اوریدو  څه توجه  ونه  کړه ، شونې وه  چې  سلطان ایوبي او علي بن سفیان  په دې خاطر  احتیاط  نه  وي کړې  چې  جاسوسان  بیرته  (شوبک)  ته  تللاې  نه شي ځکه  هغوی په  عمري  بند محکومیږی  او یا به  ئې  جلاد  سرونه  پرې کوي ،
عالم جاسوس  نجونو  ته  په غوږو کې وويل  « کاش   زمونږ  څخه  کوم  یو ددې ځاې  څخه وتلې شواې،اودصلاح الدېن ایوبي ددې ارادې  او پلان  اطلاع  مو (شوبک) او (کرک)  ته  ور رسولې واې ، دا څومره  ارزښتناکه  راز دې ، که چېرې دا  راز  دمخه  هلته  ور  ورسیږي  نو د مسلمانانو  فوځ  به (کرک)  ته د و سیدو دمخه  په لارو کې  د جنګ  جګړو  په  واسطه  له منځه ولاړ شي   او دهغوی  یرغل  به  د(کرک)  څخه ډیر لرې  د ماتې  سره مخ  شي او حالات  به بدلون و مومي.
«مونږ  باید  دا  هر څه په پوره  راز  سره  عملې کړو »سلطان ایوبي  په خونه کې د ګرځیدو په وخت کې وويل «  که  چېرې صلیبیانو ته   زمونږ د حملې خبر  دوخته   مخته  ور  ورسیږي  نوبیا خو مونږ  (کرک) ته  نه شو  ورسیدلاې ، هغوی به مونږ په لاره کې  مصروف کړي ، او زمونږ  له پاره  دا خورا خطرناکه  ده  ځکه  زمونږ  فوځ د صلیبیانو د فوځ  څخه  ډیر  کم دې . دصلیبیانو د سپرو   نه علاوه دهغوی   آسونه  او وسلې هم  زمونږه  څخه ډیرۍ  ښې دي.، هغوی د اوسپنې خولۍ او اوسپنیز واسکټونه  لري اوپه ځان   زره   هم  را  اچوي ، دهغوی دهمدې تاکتیک  په واسطه  زمونږ  غشي ويشتونکي  بیکاره  شوي دي ، زه  غواړم  چې صلیبیان  په بې خبرۍ کې  را ګیر کړم  تر څو هغوی ته په پراخه ډګر کې دجګړی کولو  موقع په لاس  ور نشي، که  چېرې  هغوی په  پراخه  ډګر کې و جنګیږي نو زمونږ  تر شا  به زمونږ د  موادو  د را رسیدو  لارې پر مونږ و تړي ، اوپایلې به ئې ماتې او  په ا تګ  نه اخوا  نور  څه نه وي. زه به هماغه لاره  خپلوم ، چې د جاریب  د غونډیو  څخه تیریږي ، دا ډیره ستره او پراخه سیمه ده ، خو ماته  یواځې دا خطر   تر سترګو کیږی  چې که  چېرې  صلیبیان  په لاره کې راشي  او وجنګیږي نو بیا باید مونږ د ماتی له پاره  چمتو  و اوسو .»
« ددې  علاج دادې   چې فوځ په درې  څلورو  برخو  باندې وويشل  شي  او د شپې  له اړخه کوچ وکړل  شي ، د ورځې   له اړخه کوم  خوزښت  ونه شي.» علي بن سفیان ورته  وويل « په لاره کې  چې هر  چېرې کوم   ا جنبي انسان یا قافله  تر سترګو  شي  هغوی  له ځانه سره وساتۍ او (کرک)  ته  تر رسیدو پورې  ئې له ځانه  سره ملګري کړئ، د څارکښۍ  پر خلاف  همداسې  اقدام  مناسب  ګڼل کیږي .»
پاته  په اوویشتمه برخه کې ولولئ......