کاناډايي څېړونکی : امريكا افغانانو كشف كړې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2115
پژواک
دخبریدو نیټه : 2005-02-06

كاناډايي څېړونكى او ليكوال :

 پژواک  : په كاناډا كې يو چاپېدونكى كتاب ليکي چې په لومړي ځل امريكا افغانانو كشف كړې وه.
تاريخ ليكونكي لا تر اوسه په دې عقيده دي چې امريكاپه ۱۴۹۲ عيسوي كال كې كرستف كولمب كشف كړې او بيا اروپايان دغلته ليږدول شوي وه، کتاب دغه ادعا ردوي.
دغه کتاب چې (يو ناشونى سفر د كابل څخه تر چياپاسه ) نومول شوى دا حقيقت څرګندوي چې د كرستف كولمب څخه زر كاله وړاندې افغاني بودايي راهبانو دغه لويه وچه كشف كړې ده.
كتاب ۲۷ فصلونه لري چې په راتلونكي پسرلي كې به په لوړ تېراژ له چاپه راووځي،د کتاب دپوښتۍ له پاره د سمندر په څپو کې ديوې بېړۍ تصوير انځور شوى ده.

ليكوال د طالبانو د حكمرانۍ پر مهال په ۲۰۰۱ عيسوي كې د افغانستان دوره كړې،په درېو فصلونو كې يې د كابل تاريخي ځايونه انځور كړي دي.

افغاني څېړونكي او تاريخ پوهان دغه نظر تاييدوي .
خداى بښلي اكاډيمسن پوهاند علامه عبدالشكور رشاد په بيلابيلو مقالو كې دغه حقيقت ته اشاره كړې او د كاناډايي ليكوال نظريه يې سمه ګڼلي وه .
پوهاند رشاد په يوه مقاله كې ليكي چې افغاني راهبانو بودايي تمدن چين ته رسولى.
د پوهاند رشاد دغه نظر كاناډايي ليكوال غزولى هغه د راهبانو هغه مسير چې د افغانستان څخه د چين د لارې امريكايي سواحلو ته رسېدلي څېړلي ، نښو نښانوته يې په كتاب كې ځاى وركړى دى.
د پنځو بودايي راهبانو يوه ډله په ٤٥٨عيسوي کال کې د هوشين Hushin په مشرۍ د کابل څخه د ورېښمو د لارې چين ته رسېدلې او د هغه ځايه د بېرنګ د کانال له لارې د کښتۍ په وسيله د ارام سمندر امريکايي څنډو ته پلې شوې وه.
دغې ډلې کاناډا او امريکا پلي طى کړې ده او د مکسيکو هېواد د چياپاس ولايت ته رسېدلې وه.

ګيري ګيډيس Gary Geddes ددغه كتاب د چاپولو لپاره په كلونو كلونو څېړنه كړې او ددغې نظريې د ثابتولو له پاره دلايلو ته په كتاب كې ځاى وركړى دى.

د نړۍ د څېړونكو تر مينځ لا د پخوا څخه د ارام سمندر د اسيايي څنډو څخه امريكا ته د انسانانو په لېږدول كېدو بحثونه شوي خو ددغه كتاب په چاپېدو به دغو بحثونو ته نوې ساه ورپو كړي او د ليكوالانو تر مينځ به د بحث يو نوى باب پرانيزي.

د بهرنيو چارو په وزارت كې دامريکا د قارې كاناډا ډسك مسئوول محمد حسن سوبمن چې د ليكوال سره يې د مطالبو په برابرولو كې مرسته كړي ده په دې عقيده دى چې د كتاب په چاپېدو سره به د خلكو هغه انديښنې لري شي چې افغانستان به بيا د نړيوالو د پامه وغورځېړي :" افغانستان اوس دڅو لسيزو انزوا نه وروسته په نړيواله سطح مطرح شوى كه اوس دنيا كې دا مطرح شي چې افغانان دامريكا لومړي كاشفان دي ،افغانان به د نړيوالو له پامه ونه غورځېږي