1 -بابکر خي
: که چيرې دبا بکرخيلو د نسب شجره وګورو نو دا خبره به جو ته شي چې دوی په اصل کې غلجي
پښتا نه دي٠ ددوی يو شمير د پکتيا ولايت د ځاځي ميدان او خو ست ولايت تر منځ دباک په ولسوالۍ کې استو ګنه لري چې
ددغې سيمې د او سيد ونکو شمير( ١٠٠٠٠) تنه ښودل شوي دي چې ډيره کي يې با بکر خيل دي٠ دباک د سيمي با بکر خيل په
يوه شنه او اوره سيمه کې ژوند کوي چې زياتره يې دکر نې په چارو بو خت دي٠
د دلغمان ولايت په مر کز پورې تړ لو
څو کليو کې هم چې خان کلا، سه صده او هر مل نو ميږي يو شمير با بکر خيل استو ګنه لري٠ دلغمان دولايت با بکر خيل د
شمير له مخې د١٥٠٠ تنو په شاا و خوا کې ښو دل شوي دي٠ يو شمير با بکر خيل د کابل او ننګر هار تر مينځ د سرو بي
و لسوالۍ په جګد لک او تيز ين کې هم استو ګنه لري٠ دغه راز د کابل د خاک جبار د خورد کا بل په سيمه کې هم يو شم
ير با بکر خيل ميشته دي چې دغه سيمه د اداري پلوه د کا بل د بګر اميو په ولسوالۍ پورې اړونده سيمه ده٠ په دې
سر بيره دکا بل د چهار اسياب په ولسولۍ کې هم يو شمير بابکر خيل استو ګنه لري٠ دلو ګر ولايت په يو شمير سيمو کې
هم با بکر خيل ژوند کوي٠
با بکر خيل زړور، جنګيالي، ميلمه پال او په پښتو او پښتو نولۍ با ندې ټينګ خلک
دي٠ دانګر يزانو پر خلاف يې ډيرې توري وهلي او ډيرې ميړانې يې ښودلي دي٠ دافغان او انګرېز تر مينځ په لو مړۍ جګړه کې
غا زي محمد شا ه خا ن غلجی چې په اصل کې د لغمان د بديع اباد د با بکر خيلو له مشر انو نه و د ١٨٤١ ميلا دي کال
د نو امبر په ٢٨ مه نيټه چې د ١٢٥٧ هجري کال د شوال دميا شتې دديا رلسمې نيټې سره سمون خوري د غازي مير مسجدي خان
او غا زي سر دار محمد اکبر خان په ملګر تيا دنورو ملي مبا رزينو په ګډون سره يو ځای شول ،څو د انګر يز انو په
مقا بل کې دملي پا څون ليکي نورې هم پياوړي کړي چې په پای کې د خلکو د پا څون په بر کت د انګر يز انو ير غلګر ځو
اکو نه دې ته اړ شول چې د ١٨٤٢ کال د جنورۍ په ٦ مه نيټه کا بل خو شي کړي او وتښتي٠
دروسي ير غلګرو ځواکو په
وړاندې هم د با بکر خيلو د شاه ځلميو مبا رزې زموږ د ويا ړلي هيواد وياړلي افغا نستان دتا ريخ زرين بابو نه جو
ړوي٠
٢-بختيار:د بختيارو پښتنو په اړوند مؤ رخينو او تو کم پو هانو بيلا بيلې نظر يې راوړي دي ، دبيلګې
په توګه ډپټي محمد حيات خان په خپل مشهور اثر حيات افغا ني کې د نعمت الله هر وي دمخزن افغاني دکتاب پر بنسټ
داسي ليکلي دي:" اسحق نو می چې په اصل کې د يوه سيد زوی و په اوش(*) نو مي ځای کې چې دبغداد له تو ابعو نه دی ، د ژ
وندانه دپيښو او ستو نزو له کبله دې ته اړ شو چې په سفر لاس پورې کړي، نو هما غه و چې د سليمان غره ته د شير اڼيو
سيمي ته راغی او له يوې نجلۍ سره يې چې شيخۍ نو ميده واده وکړ، چې ددغې مير منې نه يې يوازې يو زوی پيدا شو چې ابو
سعيد نوم يې ور با ندې کيښود چې نو موړی ما شوم يې دده د ښو طا لعو او نيکمر غۍ په وجه يې په بختور شهرت و مو ند چې د
و خت په تير يدو سره په بختيار مشهور شو چې اوس دده او لادې ته بختيار وايي٠ محمد حيات خان دا هم زياتوي:" ځيني
خلک دوی سيدا ن بولي٠ دا خلک په اصل کې له ايرا نه راغلي دي چې ددغې قبيلې يو شمير د ايران د اصفهان په لو يديز
او يو شمير يې په بخا را کې ژوند کوي ."
د اوش په اړوند کې چې ما ددې مقالې ليکوال کومه څيړ نه وکړه هغه د
بغداد له تو ابعو نه نه و، بلکې اوشOshد ما ورالنهر له ښا رونو نه شميرل کيده چې همداوس د قر غيز ستان دويم
وی ښاردی چې د فر غا نې په وادۍ کې مو قعيت لري٠ سر بيره پر دې اوش د اسلامي علو مو لوی مر کز او ډير شمير اسلامي
عا لمان يې په خپلې غيږ کې روزلي دي٠
شير محمد خان ګنډا پور په خپل مشهور تا ريخي اثر توا ريخ خو ر شيد
جهان کې چې په ١٨٦٧ عيسوي کال کې په لا هور کې چا پ شوی دی د محمد حيات خان هغه قول ردوي چې د مو نټ سټوارټ ا
فنستن پر استناد يې بختيا ر ايرا نيان بللي دي٠ شير محمد خان ګنډ ا پور بختيار پښتانه بللي اود اير اني
بختياري قبيلې نه يې په بشپړه تو ګه جلا ګڼي، ځکه پښتا نه بختيارهيڅکله هم ځا نو نه د اير اني بختياري قبيلې سره
يوډول نه ګڼي او نه ددوی تر مينځ کو مې تا رېخي اړ يکي شته٠ د غسي روايتو نه ډير دي چې ځيني تو کم پو ها ن کله د
پښتنو يوه قبيله او کله هم بله په سيدانو يا نورو عر بي الا صله قبيلو پورې تړي چې په حقيقت کې افسا نو ي رنګ لري
٠
په او سني وخت کې بختيار د سليمان غره په شا او خوا، درابڼ او مر غه کې استو ګنه لري چې د حيات افغا ني مؤ
لف ١٤٣ کلو نه د مخه ددرابڼ په سيمه کې ددغې قبيلې شمير ٨٠٠ کو رنۍ او د مر غه په سيمه کې يي٥٠٠ کو رنۍ ښو دلي
دي٠دمخزن افغاني او د پښتنو نورو تو کم پو ها نو په يوه اتفاق دا خبره تا ئيدوي هغه بختيار چې په درا بڼ کې او
سيږي، نو دوی د ميا خيلو سره په ګټه او تا وان کې شر يک دي٠ دبختيار د قبيلي ځيني پوونده سو داګر د ډير کلک هوډ
خا وندان او د سو داګرۍ په چاروکې رښتيني او اما نتدار دي٠
بختيار په لا ند نيو قبيلو ويشل شوي دي: کو
رتي،اکو،اتو،پري،توري،سيد محمد،خواجه الياس،
خواجه يحيي کبير : چې او لاده يې د شيخ زي په نا مه يا
ديږي٠
مر غچي: هغه بختيار دي چې په مر غه کې دا يمي استو ګنه لري٠
مقر زي: پوونده بختيار دي چې د خپل لو مړ ني
استو ګنځي له کبله يې مقرزي بو لي٠
نظر زي:دوی هم پوونده سو داګر او د بختيار قبيلې يو ښاخ دی٠
د بختيار قبي
ي يو ستا نه او ولي حضرت خو اجه قطب الدين الد ين بختيار کاکي(٦٠٠هجري) و چې نعمت الله هروي په مخزن افغاني
کې دی اقطب افغان بولي او دده د قبيلې دنورو مشا هيرو ذکر کوي چې په هغو کې د خواجه يحيي بختيار،شيخ شهاب بختيا
اوشاه ابو بکر بختيار نو مو نه يا دولای شو.دده زيارت د ډيلي د ښار په مهرولي کې دی چې خلک له ليري ليري ګو ټو
نو نه دده مزار ته راځي او ډير ارادت ور ته لري٠
پښتون مؤرخ سليمان ما کو(٦١٢ هجري) په خپل کتاب تذ کر ت ا
ا وليا کې ددغه ستر ستا نه ذکر کوي او وايي:" بختيار په پښتو سندري کړ ينه- اوښي تو يو ينه- خدای ته نارې کړي غ
بلي کړي-پاړکي لر ينه"- چې يو د ادی:
وير مې زړه سوری سوری
کړ راته وګوره ملو کې!
په بيلتون کې دې وبا سم
له خو ږمنه زړګي کوکې!
راته وګوره ملو کې!راته و ګوره ملو کې!
د بيلتون
اورونه بل دي هر ګړۍ مې
زړګی سو ځي
ليو نی يمه د م
يني سر خم زه لکه پيلو
ځی
راته وګوره ملو کې! راته وګوره ملو کې!
غوړولی دې وربل
دی اور زما په زړه کې بل دی
زه
بختيار خاورې ايرې سوم په اور سوی مې ګو ګل دی
راته
وګوره ملو کې! راته وګوره ملو کې!
پايليکونه:
١- حيات افغا ني،٤٣٦ مخ٠
٢-د پښتو اد بيا تو تا ريخ،٥١٩-
٥٢٢ مخونه٠
٣-پښتني قبيلې،٣٦-٣٧- ٤٠ او٤١ مخو نه٠
(نوربيا)