مکمل غېر سېاسي:اېا زمونږ دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟
د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان اوویشتمه برخه پرلپسې
(۷۱-۷۴)
[د یوه قوم تهذیب، تمدن او مذهب خراب کړئ نوبیا فوځي
حملې ته اړتیا اوجنګ و جګړی ته نوبت نه رسیږي ، که غواړئ چې کوم قوم له منځه یوسئ
نو په هغوی کې د جنسې جذباتو اور تازه کړئ] (صلیبي قومندان)
او کله چې
عیسائي پادري دمسلمانانو امام وګرځید: (۷-۳)
په دغه وخت کې چې جاسوس عالم او دې دواړو
نجونو د سلطان ایوبي د خولې څخه دومره مهمي او ارزښتناکه مالوماتي خبرې اوریدلې نو هلته د(شوبک)
په کلا کې د صلیبیانو د مهمو شخصیتونو او قومندانانو تر منځ یو کانفرنس جوړ شوی و،
هغوی اندېښمن و دهغوی تر منځ د حاتم الاکبر په نامه یو مصري مسلمان هم ناست و، هغه ته
دا خبرونه په تفصیل سره اورول شوي و چې خلیفه العاضد د ګوښه کیدو نه وروسته مړ
وی دې . اومصر اوس د بغداد دخلیفه تر نیغې ولکې لاندې اداره کیږي . دصلیبیانو وفاداره
نائب سالار رحب هم په پټه توګه له منځه تللې دې ، او هغه درې نجونې چې هغه له
وبکه وړې وی هغوی هم له منځه تللي دي ، اودصلیبیانو یو بل وفادار مسلمان فوځي حاکم فیض
الفاطمي هم د جلاد په لاسو مړ شوی دې ، اوس نو حاتم الاکبر هغوی ته دا بل بد خبر اوراوه ، چې هغه
جاسوس عالم چې ددوو نجونو سره قاهرې ته استول شوی و هغه په همغه وخت کې د نجونو سره یوځاې و
نیول شو چې خپله دنده ئې په بریالیتوب سره تر سره کوله .
«دا ددې خبرې ثبو ت دې چې د سلطان
ایوبي د څارکښۍ نظام ډیر هوښیار او فعاله دې »کونارډ ورته وويلې ،«کونارډ د صلیبیانو یو م
هور حکمران او فوځي قومندان و ، هغه وويلې : دهغه ځاېه دهغو نجونو ازادول خو شوني نه
دي ، ډیرې ښې او دکار نجونې زمونږ له لاسو ضایع کیږي .»
« دصلیب په خاطر به مونږ
دا ډول قرباني ورکولو ته اړیو .» د صلیبیانو یو بل پادشاه او فوځي قومندان «ګی اف لوزینان » وويل
،« مونږ به هم مړه کیږو ، زمونږ کوم کسان چې نیول شوی دي هغوی له یاده وباسئ
اودهغوی پر ځاې نور خلک ور واستوئ ، دا دوه نجونې مو له کومه را وړې وی ؟» هغه وپوښتل « او
هغه درې نورې انجونې څوک وی چې درجب سره ووژل شوی ؟»
« په هغوی کې دوه عیسایانې وی »
دهغوی د جاسوسی شبکې مشر ځواب ورکړ .« دواړه ایټالويانې وی ، او درې مسلمانې وی ، هغوی
په کوچنی والي کې را تښتول شوې وې، ډیرې ښکلې وی او د ځوانۍ تر وخته پورې هغوی ته په
یاد نه و چې هغوی مسلمانې وی ، هغوی ته د کوچنیوالي څخه په دې فن کې روزنه ورکړل شوی
وه، په دې اساس داشک پرې نه شي کیداې چې هغوی مسلمانې وی او له مونږه سره به ئې دوکه
کړې وي .»
« څه پرې که مسلمانې هم وی ؟» کونارډ وويل او د حاتم الاکبر په لورې ئې په اشارې
کولو سره وويل « زمونږ ګران دوست حاتم هم مسلمان دې ، ایا هغه ته دخپل مذهب خیال نه شته ؟» هغه د
شرابو ګیلاس د حاتم په لاسو کې ورکړ او ورته ئې وويلې « حاتم پوهیږي چې صلاح الدېن ایوبي غواړي مصر د
غلامۍ په زنڅیرونو کې را ونغاړي ، او هغه د اسلام په نوم دا لوبه پیل کړې . مونږ ته په کار
دي چې مصردهغه له لاسو ازاد کړو او هغه لاره داده چې صلاح الدېن ایوبي ته په مصر کې د ارام کولو
وخت په لاس ور نه شي.»
حاتم الاکبر دصلیبیانو دلاس په شرابو کې مست دهغوی دهرې خبرې د
تائید له پاره سر خوراو . هغه وويل:
« زه به اوس هلته داسې انتظام وکړم چې ستاسې هیڅوک هلته و نه
نیول شي..
« که چېرې مونږ په مصر کې دا دځمکې لاندې عملیات نه کولې نو تر اوسه پورې به صلاح الدېن
ایوبي پر مونږ خپل فوځي یرغل لا د پخوا څخه تر سره کړې و.» یو صلیبي قومندان وويل . « دا زم
ونږ بریا ده چې مونږ دهغه ځواک دهغه دخپلو خلکو په واسطه له منځه وړو »
«ایا دهغه او دهغه د
څارکښۍ دشبکې د مشر علي بن سفیان د له منځه وړلو له پاره کوم انتظام نه شې کیداې ؟»کونا
ډ وپوښتل .
«څو څو ځله شوی دې » د څارکښۍ د شبکې مشر ئې وويل « خو بریا مو نه ده په برخه
شوی ، د ناکامۍ لامل ئې دادې چې دواړه د تیږي په څیر انسانان دي ، نه شراب څښي او نه د ښځو
سره سروکار لري ، په دې خاطر هغو ته په شرابو کې څه نه شي ورکول کیداې ، او نه ئې دښځو په
واسطه وژلې شو . خو اوس د کامیابېدو هیلي زیاتې دې ځکه د ایوبي په ساتونکوکې څلور
کسان د فدائیانو دي ،ما هغوی په ډیره چالاکۍ سره هلته ور ننويستي دي ، کله چې هم ف
صت ورته پیدا شي نو یا خو به دواړه او یا به ئې یو له منځه یوسي »
« ایا دلته هم د
ایوبي له لورې را استول شوي جاسوسان شتون لري ؟» (لوزینان) وپوښتل .
«په ډا
سره چې وي به ! »د څارکښۍ د شبکې مشر ئې ځواب ورکړ.« دهغې وخته راهیسي چې مونږ په مصرکې
اوبیا په شام کې تخریب کاري پیل کړې ده نو صلاح الدېن ایوبي هم خپل جاسوسان دلته
را استولي دي ، دهغوی له ډلې څخه ئې دوه مونږ نیولي دي ،هغوی په اذیت ورکولو سره م
ړه شول خو دخپل بل درېیمګړي نښه نښانه ئې مونږ ته و نه ويلې .»
«دهغوی بریاوي تر کومه ح
ده پورې دي ؟»
« تر ډیره حده پورې »یو بل ځواب ورکړ . « هغه اور چې په (کرک)
کې زمونږ د خوراکي اونظامي موادو ذحیرو ته اچول شوی و اوپه کې تر نیمائې زیاتې
خیرې او یولس آسونه و سوځیدل هغه ټول د ایوبي د تخریب کارۍ اوجاسوسي نظام د کړونو پای
ې دي ، زه تاسې ته دا هم ويلاې شم چې زمونږ د جنګي څرنګوالي او څومره والي څخه صلاح الدېن
ایوبي ته پوره پوره مالومات ر سیږي ، دهغوی جاسوسان د ستاینې وړ دي چې خپل ځانونه
هر ډول خطرونو ته مخته کوي اوپه پوره ریښتونولۍ سره خپلې دندې تر سره کوي .»
د
هغوی تر منځ تر ډیره پورې په همدې موضوع خبرې اترې روانې وې چې په مصر او شام کې دا تخریبي کا
ونه نور څه ډول زیات او تباه کونکې کړل شي ، حاتم الاکبر هغوی ته دصلاح الدېن
ایوبي د حکومت کمزوري اړخونه او قوي اړخونه ور ښول ، اخر پریکړه و شوه چې حاتم الاکبر
ته څو وسله وال کسان او دوه درې نجونې ورکول شي .
په دې وخت کې سلطان ایوبي خپلو
دوو نائبیونو او علي بن سفیان ته د خپلو راتلونکو پروګرامونو په هکله مالومات ورکول ، او دا
ئې ورته ويل چې هغه په (کرک) باندې د یرغل له پاره تیارې نیسي ، هغه د نن نه ش
ورځې وروسته د برید ورځ یاده کړه چې په همغې ورځ هغه فوځ ته د کوچ کولو پروګ
ام هم ورکړې و . دا ټول پروګرام هغه جاسوس عالم او دهغې دوه نجونو ملګرو چې تر څ
نګ خونه کې ئې د سلطان ایوبي سره د کتلو انتظار کاوه په ښه توګه اوریده ، جاسوس عالم یوځل بیا
د نجونو سره د افسوس څرګندونه کوله چې یو ډیر مهم راز ورته مالوم شوی خو تر (شوبکه)
پورې ئې نه شي رسولې ، یوی نجلۍ ورته وويلې« زه به هڅه وکړم چې صلاح الدېن ایوبي ما خوښه کړي
، که چېرې د ډیر لږ وخت له پاره هم هغه ما له ځانه سره یواځې و ساتي ، نوزه به ترې دخ
اصون لاره پیدا کړم . زه هیله لرم چې زه به دهغې په عقل ولکه وکړاې شم»
« مالوم
ه نه ده چې هغه مونږ دڅه له پاره دلته رابللي یو ؟» جاسوس عالم وويل «تاسو دواړه په یاد و
رئ چې که چېرې هغه تاسو یواځې یواځې ور وغواړي نو دواړه دا هڅه وکړئ چې دهغه څخه ح
یوان جوړ کړئ ، او که چېرې هغه شراب و څښي نوبیا تاسو پخپله پو هیږئ چې پر هغه څومره
و څښۍ چې هغه بې هوشه کړي ، نو بیا دهغې وروسته د تیښتې په لارو چارو تاسو پخپله
ښه پو هیږئ، بیا تاسو په دې هم پوهیږئ چې دتیښتې وروسته چېرې او چاته ولاړې شئ، دهغه کور
د جومات مخته پروت دې .»
« زه پوهیږم » یوي نجلۍ ورته ويلې « مهدي ابادان »
«هو ! » عالم
ورته وويل « که چېرې تاسې تر مهدي پورې و رسیږئ نو بیا به هغه تاسو ان تر (شوبکه) پورې و رسوي
، او پاته زه شوم ، زما د تیښتې له پاره خو هیڅ لار نه تر سترګو کیږي . تاسو خو د ایوبي
جنګي منصوبه او پلان واورید ، د فوځ د کوچ تاریخ په یاد ساتئ ، لاره هم درڅخه هیره نه
ي. کوچ به د شپې له اړخه وي د ورځې له اړخه به دهغې فوځ هیڅ ډول خوزښت نه کوي ، یرغ
به (کرک) باندې کیږي ، زه هیله من یم چې دا اطلاع به پخوا د وخت نه
هلته ور ورسوئ تر څو زمونږ فوځ د ایوبي د فوځ لارې بندی کړي او ایوبي پخپله هم
د همداسې حال څخه په ويره کې دې . (شوبک) ته په ور رسیدو سره دا په ځانګړی توګه یاده
کړئ چې ایوبي په همواره ځمکه جګړه کول نه غواړي ، ځکه چې دهغه د فوځ شمیره
ږه ده.»
د سلطان ایوبي د خوني څخه داسې اوازونه راغلل لکه چې غونډه پاې ته رسیدلې وي ، اونائبین بی
ون روان دي . جاسوس عالم او دواړه نجونې سمدستې دهغه ځاېه څخه بیرته هغه ځاې ته چې دوی
په کې کینول شوی وو ورغلل ، د عالم د ښوولو په اساس هغوی ټولو خپل سرونه په ځنګونو
کې داسې کیښول چې تا به ويلې چې هیڅ ئې نه دي اوریدلې او نه د خپل چاپیریال څخه خبر دي چې څ
ه تیریږي . هغوی ته اوس په همدې خونه کې د قدمونواواز تر غوږو شو خوبیا هم هغوی هغه
لورې ته و نه کتل ، عالم هغه وخت پورته وکتل چې چائې په اوږه باندې لاس کیښود او ورته ئې وويل «
پورته شه –او زما سره را ځه » دا علي بن سفیان و ، علي نجونې هم له ځانه سره یوړې او هغوی ټول ئې
د سلطان ایوبي کمرې ته ورننويستل .
« زه ستاد علم او ستاد ذهانت ستاینه کوم» سلطان
ایوبي جاسوس عالم ته وويل او حکم ئې وکړ « ددوی زنځیرونه خلاص کړئ ،...تاسې درې واړه
کښینئ» علي بن سفیان بیرون را ووت ، سلطان ایوبي دغه عالم ته وويل « ته دا علم په کوم
یطاني کار کې استعمالوی ، ددې په ځاې چې ته دلته راشی او دخپل مذهب له پاره تبلیغ وکړې نوما
به د زړه له کومي ستا درنښت کړې و چې ته دخپل مذهب او دخپل نبي خدمت کوی ، ایا
ستاسې په مذهب کې دا روا دي چې ته د بل مذهب په عبادت ځاې کې دهغوی په مذهب کې درواغ
ورګډ کړې؟ ایا ستا په زړه کې د مقدس صلیب ، دسیدنا عیسې ع او دپیغلې مریم ع ته
همدا درنښت دې چې د درواغو او دابلیسیت په څیر ستره ګناه کوئ اوهغه هم خپل
عبادت ګڼئ؟»
« دا درواغ زمونږ په فرایضو کې شامل دي » عالم ورته وويل « هر څه چې ما
کړي هغه مې د مقدس صلیب په خاطر کړي دي .»
« ته وائې چې ما د انجیل او قران ژوره مطالعه کړې
ده » سلطان ایوبي ترې وپوښتل ، ایا دهغو دواړو څخه په یوه کتاب کې هم انسانانو ته د دې اجازه و
کړل شوی ده چې دا ډول نوی پیغلې شوی نجونې د بدکارۍ په لارو روانې کړئ . پردېو نارینه
و ته ئې ور واستوئ اوخپل مقصد پرې تر لاسه کړئ ؟ ایا انجیل تاسې ته داويلي دي چې دصلیب
په خاطر د خپل قوم دلوڼو عصمت اوپاکي نورو نارینه و ته ور حواله کړئ ؟ ایا تاسې کومه مسلم
انه نجلۍ د قران او اسلام په نامه کتلې چې خپل عصمت ئې نورو ته ور حواله کړې وي.»
«زه خو
اسلام د عیسایت دښمن ګڼم ،» جاسوس عالم ورته وويل –« ماته چې هر زهر تر لاسه کیږي د اسلام
په رګونو کې به ئې ور ځاې کړم »
« ته کولې شې ددې خوږو زهرو په واسطه د یوڅو مسلم
انانو کړچار خراب کړې » سلطان ایوبي ورته وويل .« خو تاسې ددې لارې اسلام ته زیان نه شئ ور
سولې » هغه نجونو ته مخ واړاو ه او ورته ئې وويل «تاسې د چا دکورنیو لوڼي یاست ؟ تاسوته دا مالومه
ده ؟ که خپل اصلیت پیژنئ نو ماته ئې ووایاست .» دواړه چپ ناستې وی سلطان ایوبي وويل ، «
تاسې خپل پاکوالې له منځه وړې ، اوس هم تاسې د کوم با عزته کور ډیرې درنې ښځې ګرځیداې شئ
،؟»
« زه غواړ م د احترام وړ ښځه و ګرځم » یوي ورته وويل . « ایا ته ما قبلوی؟ اوکه نه نو م
اته یو باعزته خاوند پیدا کړه ، زه اسلام منم او د ګناهونو څخه توبه باسم »
س
طان ایوبي وخندل او د لږ څه فکر کولو وروسته ئې وويل « زه نه غواړم چې ددې عالم علم د ج
اد توري په واسطه په وينو کې ډوب شي اوزه دا هم نه غواړم چې ستاسې ددواړو ځواني
اوښایست په قید خانې کې له منځه ولاړ شي..... واوره نجلۍ ! که چېرې ته رښتیا هم د ګناهونو څخه توبه
کول غواړې نو زه تا خپل هیواد ته لیږم ،خو هغه هیواد ستا نه دې ، هغه هم زمونږه دې ، زه به
یوه ورځ نه یوه ورځ خپل هیواد ستاسې د پادشاهانو څخه بیرته اخلم ، ته ولاړه
ه او د چا درنه ښځه و ګرځه،... زه تاسې درې واړه پریږدم »
درې واړو داسې ټکان و خوړ لکه چا چې په
کې ستنه ننويستي وي ، په همدې وخت کې علي بن سفیان د اهنګر سره یو ځاې خوني ته را ننوت.
ددرې واړو زنځیرونه ئې مات کړل ، سلطان ورته وويل « علي ! ما دوی پرې ایښي دي ،» د علي بن سفیان
عکس العمل هم همغسې و، هغه تر ډیره وخته پورې دسلطان ایوبي خولې ته کتل، سلطان ورته وويل « دوی ته
درې اوښان ورکړه او څلور کسه وسله وال ساتونکي هم ورسره ولیږه . داسې آس سپاره چې ډیر
هینه او وړ کسان وي تر څو دوی په خپله ساتنه کې د (شوبک) تر کلا پورې ورسوي اوبی
ته را ستانه شي ، د لارې له پاره خوراک څښاک هم ورکړه ، اوهمدا نن ئې و لیږه .» هغه عالم ته
وويل « هلته په ور رسیدو سره دا غلطه انګیرنه خپره نه کړې چې صلاح الدېن ایوبي
جاسوسانو ته بښنه کوي ، زه هغوی د دانې په څیر ټکوم او د ټوټه ټوټه کولو وروسته ئې غورځوم
.تاسې په دې خاطر پریږدم چې ته عالم ئې ،تاته فرصت درکول کیږي چې د علم روښانه اړخ ووينه
، ستا خلاصون په همدې کې دې .»
*****(۷۴)
لمر لا تر اوسه پورې نه و پریوتې ، چې هغوی ئې په اوښانو سپاره
کړل او د څلورو ساتونکو سره یوځاې ئې هغې لورې ته و استول ، ساتونکي په ځانګړي ډول ټاک
شوي و. دې ټاکني دوه علتونه درلودل. یودا چې په لاره کې دغلو خطر و ، اوبل داچې هغوی دصلیبي قوم
ندانانو تر مخ ورتلل ، هغوی ښه ځوانان و او د هغوی سورلي هم د ښه او غوره نسل د
سونو څخه ا خستل شوی وه. خو ټول حیران و چې سلطان ایوبي دا فیاضي ولې وکړه . د هغه
یوه ددښمن بښل نه و ، کله چې علی بن سفیان ترې و پوښتل نو هغه ورته همدومره وويل « علي ! ما
تاته ویلي و چې زه یوه جواري کوم، که چېرې ما بیلوده نو یواځې همدومره زیان به را ورسیږي چې
ما به پخوا پورته کړې وي اوهغه دا چې ددښمن درې جاسوسان به زما له لاسه وتلې وي ، ددې څخه
زیات بل کوم زیان ترې نه تر سترګو کیږي ،» خو کله چې علي بن سفیان ددې جوارۍ کولو له پا
ه وضاحت وغوښت نوسلطان ایوبي ورته وويل چې په خپل وخت به ئې درته ووایم »
هلته
نور ټول ډیر خفه و خو یواځې پریښول شوی کسان د خوشحالۍ نه په کالیو کې نه ځاېدل . خوشحالي
یواځې په خوشې کیدو کې نه وه ، اصل خوشحالي ئې په هغه راز کې وه چې دخپله ځانه سره ئې وړ.
هغوی د قاهرې د ښاره څخه لرې وتلي و، دهغوی اوښان څنګ په څنګ تلل ، دوه ساتونکي مخته
وان و ، او دوه وروسته ، عالم ساتونکو ته ويلي و چې هغه هم د هغوی په ژبه پوهیږي ،
دغه څلورو واړو دخپلې ژبې پرته په بلې ژبې نه پوهیدل ، عالم او نجونو دهغوی په ژبه په
وانۍ سره خبرې کولې شوی. دا ژبه هغوی ته په ځانګړي توګه ښوول شوی وه ،
عالم نجونو ته په خپله
ژبه وويل ،« د یسوع مسیح خداې معجزه و ښووله ،ددې نه دا په ډاګه کیږي چې هغه زمونږ
سره مینه لري ، او زمونږ سوبه ورته منظور ده ، همدا دریښتوني مذهب نښه ده ، دصلاح ا
دېن ایوبي او علي بن سفیان په څیر پوه خلک خداې له عقله داسې ړانده کړل چې ډیر زیات
خطرناکه راز ئې زمونږ تر غوږونو را ورساوه ،مونږ به خپل فوځ ته دهغوی ټوله م
نصوبه وړاندې کوو، او زمونږ فوځ به ایوبي لښکر هملته په صحرا کې محاصره
او له منځه به ئې یوسي ، هغوی ته به د (کرک) پورې د ورسیدو مهلت هم تر لاسه نه شي.
زه هیله لرم چې زمونږ قومندانان به جنګ تر حملې پورې را محدود نه کړي ،
هغوی به خامخا په مصر باندې ور خیژې ، مصر به د فوځ څخه خالي وي او دا سوبه به ډیره اسانه
وي .
«ته عالم ئې او تجر به لرونکې هم » یوي نجلۍ ورته وويلې ،« مګر هغه څه ته چې ته م
عجزه وائې په هغې کې ماته یوخطر تر سترګو کیږي ..... خطره دا څلور ساتونکي دي ، هسې نه چې م
خته تللو سره هغوی مونږ ووژني او دوی بیرته ستانه شي . صلاح الدېن ایوبي زمونږ سره ټوکې
کړې دي ، هغه مونږ جلاد ته د ورحواله کولو پر ځاې دې خلکو ته ورحواله کړي یو. دوی
به مونږ د زړه له خلاصه خرابې کړي او بیا به مو له منځه یوسي.»
« اومونږ بې وسلې یو »
عالم ورته په داسې لهجې سره وويل لکه دهغه له زړه څخه چې هغه څو لحظې مخته
خوشحالي و تلې وي . هغه ورته وويل « تا چې څه وويل هغه درست ثابتیداې شي ، هیڅ حکمران
دخپل دښمن جاسوسان هسې په هسې نه بښي او بیا مسلمانان دومره جنس پاله دي چې
ستاسې په څیر ښایسته نجونې خو بلکل پریږدې نه .»
« مونږ ته د شپې له اړخه بیدا
پاته کیدلو ته اړتیا ده ،» هغې بلې نجلۍ وويل ، که چېرې دوی د شپې له اړخه ويده شي نو
دوی باید د همدوی په دې خپلو وسلو ووژل شي. لږ څه همت او جرأت ته اړتیا ده .»
« مونږ به
دا همت کوو » عالم ورته وويل « دا کارکه همدا نن شپه تر سره کړو نو ښه به
وي ، تر سهاره به مونږ تر ډیره لرې ځاېه پورې ورسیږو . »
دوه ساتونکي مخته او دوه و
پسې په خپلو خبرو کې مصروف روان دي ، دهغوی د تللو څخه دا را په ډاګه کیدله ، لکه هغوی
ته چې دسره مالومه نه وي چې دوه ډیرې ښایسته نجونې دهغوی په ولکه کې دي ، لم
پریوتو ته ورنژدې و ، یوه عالم ته وويل چې اوس مونږ تم کیږو نه ، د شپې اوله
برخه سفر کوو،.... هغوی تلل او د صحرا شپه نوره تیاره کیدله ، عالم او نجونو خپل
اوښان را نژدې کړل تر څو د ساتونکو د وژلو پلان جوړ کړي ، ډیره لرې یوه شادابه او
نه سیمه مخ ته راغله ، ساتونکي تم شول او همدلته ئې پړاو واچاوه ، هغوی دخوراک
څښاک له پاره جاسوسانو ته سامانونه ورکړل اوبیائې د ويده کیدو چمتوالې ونیو ،
جاسوس وکتل چې درې ساتونکي ويده شوي دي ، اويو ګرځیده را ګرځیده ، ساتونکي څه ټکار
وا ورید او هملته ئې ورمنډه کړه اوهغه ځاې يې په ښه توګه تر سترګو تیر کړ او بیرته راستون شو
.
نژدې دوه ساعته تیر شوي و، هغه خپل یو بل ملګرې را پورته کړ اوپه خپله دهغه په ځاې ويده شو.
هغه چې را ويښ شوی و هغه د پړاو په چاپیریال کې ګرځیده راګرځیده ، کله به د ځناورو په
لور ورته او هغه به ئې کتل او کله به ئې ويده انسانان له نظره تیرول ، عالم نجونو ته
وويل ،« مونږ نه شو بریالي کیداې ، دا کمبخته همداسې په پهره ولاړ دې، هر څه چې کیږي
، کیږي به ، ويدې شئ » او هغوی ټول ويده شول .
شپه تیره شوه ، خو سهار لا تر اوسه
پورې تیاره غونې و، چې ساتونکو هغوی را پورته کړل او دروانیدوحکم ئې ورته وکړ. لږه
یبه وروسته هغوی یوځل بیا په هماغه ډول سفر پیل کړ چې تیره ورځ ئې درلوده ، د
ې اوښان څنګ په څنګ ، دوه ساتونکي مخته او دوه شاته ، هغوی یو ځل بیا د نجونو څخه بې پ
وا شول ، هغوی داسې کومه خبره هم ونه کړه چې داسې شک ترې را ولاړ شوې وي چې
دا خلک بداخلاقه او یا بدمعاشان دي ، لمر پورته را خوت او دا قافله په غونډیو کې ور
ننوتله ، دخاورو او شګو غرونه د منحنی شکله دېوالونو په څیر ولاړ و . په هغو کې لارې وی
او د غرونو سیورې پرې را پروت و . نجونې وويریدې ، ويره د هغوی په مخونو باندې څرګندېده ،
دهغوی له آنده دا ځاې د جرم ، وژنې او ...له پاره مناسب ځاې و. خو ساتونکو دهغوی په لو
سترګې هم نه ور اړولې .
« هغوی ته ووایه چې زمونږ سره خبرې وکړي » یوي نجلۍ عالم ته
وويل .« د هغوی چپوالې او بې پروائې ما ويروي ، هغوی ته ووایه چې که مونږ وژني نو سمدستې دې م
و ووژني ، مونږ د دې زیات دمرګ انتظار نه شوکولې ،»
عالم چپه خوله و . هغه د نجونو سره هیڅ
ډول مرسته نه شواې کولې ، دوی درې واړه دهغو ساتونکو په رحم و کرم پورې تړلي و...... لمر سر
ته راوخوت ، نو دوی د هغو غونډیو په یوه داسې ځاې کې تم شول چېرې چې د شګو غرونه و او
دې غرونو دا ځاې لږ سیورې کړې و . په همدې سیوري کې دوی لږ څه دمه وکړه ، د خوراک په وخت کې
عالم د ساتونکو څخه و پوښتل ،« تاسې ولې زمونږ سره خبرې نه کوئ ؟»
« هغه خبرې چې زمونږ په دندو
کې شاملې نه دې ، مونږ ئې نه کوو » د ساتونکو قومندان ځواب ورکړ .« که چېرې تاسې کوم
ه خاصه خبره لرئ نو مونږ ئې اورو او ځواب درکوو.»
«ایا تاسې ته دا مالومه ده چې مونږ څ
وک یو؟» عالم ورنه وپوښتل .
«تاسې درې واړه جاسوسان یاست » ساتونکي ځواب ورکړ .« دا نجونې
بدکاره دي دا دهغو د استعمال له پاره دي چې تاسې خلک ئې زمونږ پر خلاف استعمالوئ
،تاسې ته مالومه ده چې د مصر امیر صلاح الدېن ایوبي ، الله ج دې دهغې په نیکو ارادو کې خیر
وبرکت وا چوي ، تاسې ولې وبښلئ ؟ مونږ ته حکم شوی چې تاسې تر (شوبک) کلا پورې ور سوو او
بیرته راستانه شو، تاسې له مونږه سره امانت یاست ،..تا ولې زما څخه دا پوښتنه وکړه؟»
«
زړه مې غوښتل له تاسې سره خبرې وکړم » عالم ځواب ورکړ ،« دومره اوږود سفر د بې پروائې
او پردېتوب سره کول ډیر ستونزمن تمامیږي ، زمونږه سر ه په دې سفر کې خبرې کوئ اومخته
ځئ ،»
«مونږ دسفر ملګري یو ،» ساتونکي ورته وويل ، « خو زمونږ لارې جدا دي ، دوه ورځې و
وسته به مونږ یو له بله سره جدا شو.»
جاسوس عالم د ساتونکي په خبرو باندې ځان کوڼ کړ
لکه هیڅ ئې چې نه وي اوریدلي او لرې په کتلو شو لکه څه شې چې ويني . هغه د صحرا څخه
ښه خبرو ،د صحرا د خطرونو څخه ښه خبر و ، دهغه سترګې د حیرانتیا څخه او یا د ويرې څخه نورې
بوټي راوتلې ، ساتونکي هغه لورې ته ، چې عالم ورته کتل ، هم وکتل. د ساتونکي سترګې هم را
ووتې ، هلته لږ څه وړاندې په دوه سوه ګزه فاصله کې دوه په اوښانو سپاره هلته د غونډۍ
په سر ولاړ وو . د سپرو په سرونو او مخونو باندې پګړۍ را تاوی شوې وې ، د اوښانو پښې نه تر
سترګو کیدلې ، هغوی د غونډۍ د څوکي شاته و . دې سپرو په پټه خوله د ساتونکو او
جاسوسانو قافله تر نظر لاندې نیولې وه، د هغوی انداز او لباس ښوول چې دوی څوک دي .
«
پوهیږې چې دا څوک دي ؟ د ساتونکو قومندان د عالم نه وپو ښتل .
«صحرایي غله ،» عالم ځواب و
کړ ،« خودا مالومه نه ده چې ټول ټال به څو کسان وي .
« و به ګورو » ساتونکي ورته وويل
، هغه خپل یوبل ملګري ته وويل « زماسره را ځه .»
هغوی دواړه په آسونو سواره
ول او د غلو په لور ور وخوځیدل ، دهغوی سره د تورو تر څنګ برچې هم وی، اوښ سپرو چې دوی
دخپل ځان په لور را تلونکي وکتل نو اوښان ئې ښکته کړل او له سترګو ورک
ول . دوه نور ساتونکي چې وروسته پاته شوي و هم په نژدې غونډۍ باندې وختل ، عالم نجونو ته وويل ،
« زه فکر کوم ستا اندېښنه صحیح ثابتیږي ، دا غله نه دي دا دصلاح الدېن ایوبي له
اړخه را لیږل شوی وګړي مالومیږی ، اوکه نه دا ساتونکي به په دومره زړه ورتیا سره دهغوی
پسې نه تللاې ، ایوبي غواړي تاسې دواړه ډیرې ذلیه او رسوا کړي ، ماته خو مرګ لیکلې دې ، خو تاسې ته به
یره ويرونکې سزا درکول شي.»
« ددې مطلب دادې چې مونږ ازادې نه یو .» یوي نجلې و
پوښتل ،« مونږ تر اوسه پورې بنديانې یو،»
« همداسې مالومیږې » هغې بلې نجلۍ وويل .
هغه
دواړه ساتونکي بیرته راستانه شول ، دهغوی ملګري او جاسوسان ترې راټول شول . د ساتونکو
قومندان چې (حدېد) نومیده هغوی ته وويل « دا صحرائې غله دي ، مونږ هغوی سره
وکتل اوبیرته راستانه شو، دهغوی شمیره نه مالومیږي ، دغه دواړه چې مونږ ته ئې سترګې نیولې
وی وائې چې د سهار راهیسي زمونږ تر شا را روان دي ، هغوی ماته وويل چې تاسې د فوځ کسان یاست
او مسلمانان یاست ، خودا نجونې مسلمانې نه دي دغه دواړه نجونې مونږ ته را وسپارئ ، مونږ
تاسې ته نور ه ستونزه نه پیدا کوو، ما هغوی ته وويلې چې دا نجونې چې د هر مذهب پورې
اړونده وي ، زمونږ سره امانت دي ، زمونږ په ژوند ئې تاسې ته نه شو درسپارلې ، هغوی غوښتل مونږ
قانع کړي ترڅو خپل ځانونه ضایع نه کړو ، ما هغوی ته وويلې چې تر هر څه د مخه به زمونږ ځانونه
ضایع کیږي بیا نجونې له ځانه سره وړی شئ ،» هغه د عالم او نجونو څخه وپوښتل چې « ایا تاسې کوم
ه وسله استعمالولې شئ؟»
« دې نجونو ته د هرډول وسلې د استعمال روزنه ورکړل شوی
ده » عالم ورته وويل « له تاسې سره برچې دي ، توري هم شته او غشي او لیندۍ هم ، ددې څخه یو
یو وسله مونږ ته را کړئ ،»
«اوس نه » (حدېد) ورته وويل « زه د وخته مخکی تاسې ته وسله
نه شم درکولې ، که چېرې دغلو سره ټکر را مخته شو نو بیا به ئې در کړم ،.... مونږ باید ددې سیمې څخه بې له
ځنډه ولاړ شو ، که دهغوسره د آسونو اواوښانو جګړه و نښته نودا سیمه مناسبه نه ده ، د آسونو د
جګړې له پاره دا ډیر خراب ځاې دې.»
دوی سمدستي ددې ځاېه څخه روان شول ،
ساتونکو لیندۍ په خپلو لاسو کې و نیولې ، او دغشو خلطی ئې را پرانستې ، (حدېد) د ټولو تر م
خ و ، ملګري ئې ورته وويل ،« حدېده ! دې جاسوسانو ته وسله ورکول مناسبه نه
ده ، هغوی زمونږ دښمنان دي ، کیداې شې چې د غلو سره یوځاې شي او پر مونږ را باندې کړي او
ومو وژني»
عالم نجونو ته ويل « ددې خلکو نیت مونږ ته صحیح نه ښکاري ، هغوی مونږ
ته د وسلې د راکولو نه ډه ډه وکړه ، غله ددوی خپل کسان دي ، دوی به تاسې دواړه هغوی ته ور وسپا
ي اوما به ووژني.»
دواړو یو په بل باندې باور نه درلود، اوپه دواړو
باندې د غلو ويره سپره وه ، (حدېد) هغه ساتونکو ته ويلي و چې که کوم نقاب پوش
در ته تر سترګو شي نو ماته د وينا پرته پرې غشی وتوغوئ ، دهغوی سره به ټکر خامخا کیږی ،
خو کتل په کار دي چې چېرې به کیږي او څه وخت به کیږي ،.... هغوی په ډیره ګړندۍ توګه م
خته روان و ، آسونو او اوښانو ته اوبه او ګیاه ورکول کیده ، په دې خاطر پرې د ډی
ې ستړتیا اغیز نه لیدل کیده ، دغونډیو داسېمه تر ډیره پورې غځیدلې وه ، په څو ځاېو کې دا قاف
ه د غونډیو په منځ کې هم را تلله ، (حدېد) په دې ويریده چې غله د غونډیو دلوړو څخه غشي را ونه
وروي ، هغه د آسونو دځغلولو حکم وکړ ، اوجاسوسانو ته ئې وويل چې هغوی دې هم خپل
اوښان د آسونو د رفتار سره یوځاې کړي او دغونډیو سرو ته دې نظر کوي .
هغوی ددې سیمې څخه
ووتل ، هیڅ غل تر سترګو نه شو . لمر په پریوتو شو ، یو ځل دوه اوښان ددوی په لور د راتللو په
حال کې تر سترګو شول، خو قافله همغسې روانه و ه، په لاره کې په یوه ځاې کې اوبه مخته راغلې ، دوی
خپلو ځناورو ته اوبه ورکړې ، پخپله ئې هم اوبه و څښلې او مخته روان شول ، لمر همداسې
ښکته روان و ان تر دې چې د افق شاته پټ شو . کله چې ماښام تیاره شوه نو (حدېد)
افله تم کړه او وئې ويل « دا ځاې د جنګ له پاره موذون دې ، ځکه چې شاوخوا کوم خنډ
نه تر سترګو کیږي .» هغه د آسونو څخه زینونه پرانه نستل ، تر څو د اړتیا په وخت کې آسونه چمتو
وي ، اوښان ئې کینول ، د خوراک څښاک وروسته (حدېد) نجونې دساتونکو تر منځ ويده کړي ، او و
ته ئې وويل چې هوښیارې اوسئ ساتونکو ته ئې وويل چې هغوی دې خپلې لیندۍ تیارې
وساتي ، ويده کیږي دې نه ، څملاستي دې وي ، هغه ډاډمن و چې دشپې له اړخه به غله برید کوي .
*****
(۷۵)
پاته په اته ویشتمه برخه کې ولولئ........