د سلطان صلاح الدېن اېوبي دوخت رېښتونې پېښې(۲۹)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21253
د قرېب الرحمن سعېد ژباړه
دخبریدو نیټه : 2008-10-06

مکمل غېر سېاسي: اېا زمونږ  دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟

د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان نه  ویشتمه  برخه پرلپسې (۸۳-۷۹)
[د یوه قوم تهذیب، تمدن  او مذهب   ورخراب  کړئ  نوبیا د  فوځ  حملې  ته اړتیا  اوجنګ  و جګړی  ته  نوبت  نه رسیږی ، که غواړئ  چې کوم  قوم او ولس له منځه یوسئ  نو  په  هغوی کې د جنسې جذباتو  اور  تازه  کړئ] (صلیبي قومندان)
او کله  چې عیسائي پادري دمسلمانانو امام  وګرځید: (۷-۵)
*****(۷۹)
 هغه  ډیره  لږه  تللې وه چې ورسره ئې یوه ملګرې نجلۍ  چې   د راز  ملګرې ئې  هم  وه یوځاې شوه او ترې وئې پوښتل ،« لوزي   چېرې  ځې ؟ تو خو  ډیره  اندېښمنه  ئې ،  دا د ستړتیا  اغیز  دې ، او که  بله کومه ځانګړې پیښه  در پیښه  شوی ده ؟  ایا  رخصتي  نه  ده درکړل  شوی ؟»
« رخصتي راکړل  شوی ده » هغې ځواب  ورکړ ،« یوه ځانګړې  پیښه  شوی ده  چې  زه ئې ډیره  اندېښمنه کړې یم.» هغه د خپلې ملګرې سره د  یوي ونې  د سیورې  لاندې کیناسته  او ټول هر څه  چې  ورپیښ  شوي و  ورته ئې  بیان کړل ، او  هغه اخطا ونه  چې  خپلو  لوړ  پوړو افسرانو ورکړي و  هغه ئې  هم ورته  بیا ن کړل  اوورته ئې وويل  چې  «  زه غواړم  د(حدېد)  سره ووينم ، زه ويریږم  چې  دهغه  به  علاج  نه وي  شوی ،او د ښاره  به  ئې بیرون  ويستلې وي  او یا به   ئې د مرګه  پورې  په کومه  کوټه کې  ور غورځو ې  وي.»
« تاته خو ويل شوي  چې ته ئې د هغه سره د لیدلو کتلو  څخه  منه کړې ئې ،» ملګرې  ئې ورته  م شوره  ورکړه  چې « دا  خطر  په ځان  مه اخله ، که  چېرې  تا  ګیر  کړي نو بیا پو هیږې  چې سزا  به  ئې  څه وي ؟»
« دهغه وګړي  له پاره   زه د مرګ  سزا  اخستلو ته هم چمتو یم .» ( وزینا)  ورته وويل .« ماتا ته وويل   چې هغه زما په خاطر خپل ځان  په خطر کې واچاوه ، او که  نه زما ځان  ته   خو ګواښ  نه و، که غلو  زه  له ځانه سره بوتلې هم  وای نو  یو څو ورځې  به ئې  خ ابه کړې واې او بیا  به ئې کوم  امیر کبیر باندې پلورلې وای،خو (حدېد)  زما ددې انجام څخه ښه  خبر و ، هغه  زما د عزت  په خاطر خپل ځان  د ستر ګواښ سره مخ کړ . غلو  هغه ته ويلي و چې نجونې مونږ ته راکړه او تاسو دخپل کار پسې  ځئ ، هغه  په دې هم پوهیده  چې زه  پاکه نجلۍ نه یم ، خو هغه زه  امانت و ګڼلم .»
« ته دهغه  له پاره  احساساتي او جذباتي  شوی ئې » ملګرې ئې  ورته  وويل .
«هو  »  (لوزینا) ځواب  ورکړ . ما دهرمن  تر مخه   خپل  جذبات ښکاره  نه  شو کړاې  خواوس  خپل زړه ستا تر م خه ږدم ، ته هم زما ملګری  ئې  او د ښځې  زړه  لرې ، زمونږ  ژوند  څه شې دې ؟ مونږ  یوه ښکلې تو ه  او خواږه  زهر  یو . زمونږ  وجود  دنارینه و د تفریح  اوفریب  له پاره  استعمالیږي ، ما پخوا ددې خبرو په هکله هیڅکله هم فکر نه وکړې ، خپل وجود  مې د جذباتو څخه خالی  احساساوه ، خو ددې سړي  جسم  چې ما د خپل  جسم  سره یوځاې کړ نو  زما په وجود کې هغه ټول  احساسات  ، چې  ما فکر کاوه  په ما کې   نشته  ، را وپاریدل. . زه  په لمړي  ځل  د مور ، خور ، لور  ،  او د یو چا مح بوبه   ګرځیدلې یم ، کیداې شي دا د همغې  اغیزوي ، چې ما  خپل ځان پخپله د پادشاهانو په زړونو د یوي  حکمرانې شهزادګۍ  په څیر ګاڼه .....
« ماته  ئې دومره  لارې او طریقي  ښوولې دي چې دهغې  په واسطه  ډیر ستر اوظالم  حکمرانان  هم په خپلو  دوو ګوتو نڅولې شم ، خو غلو  زه   یوه   پلو ونکې  څیز  و ګڼلم ، زه   ئې دومره را  ښکته کړم ،  چېرې  چې زما په څیر نجونې هره  شپه   پلورل  کیږي  اويا د کوم  مسلمان  امر  او حاکم په لاسو  کې ورکول  کیږي اوهغوی  ئې د حرم   سراېو  وينځی   جوړوي .  دغه سړې   چې نوم ئې (حدېد)  دې  زه ددې  سطحې  نه  را پورته کړم . ددې  د مخه هم  زه دهغه په قید کې وم ، هغه هغه وخت  هم  زه ددې وړ  و نه ګڼلم  چې ما دخپلې ساعت تیرۍ  اله  و ګړځوي ، اوهغه داسې کولې   هم  شول. هغه  زه  له سترګو  غورځولې وم ، اوبیا کله  چې هغه  زما دعزت  دخوندي ساتلو  له پاره  خپل وجود  زخمي  زخمي کړ ، نو زه  بې واکه  شوم او هغه مې په خپلې  غیږ کې  راونیو او دخپلې سینې  سره مې یوځاې کړ . اوبیرته   هغې سطح ي  ته را غلم د کومې  څخه  چې زه  غورځول  شوی وم. ما ته د صلاح الدېن ایوبي خبرې  هم  را په یاد  شوی ، هغه ماته ويلي  و  چې ته ولې دکوم  عزتمنده  سړې  سره واده نه کوی ؟ ما په خپل زړه کې ويلې و  چې د ا مسلمان  څومره  بې عقله دې ، خو زه  اوس  احساسوم  چې زمونږ دښمن مونږ ته څومره ست ه خبره کړې وه... زه تاته دا په زغرده  وایم  چې زه اوس  جاسوسي  نه کوم ، هغه سبق  ئې چې زما په  م غزو  کې  د کوچنیوالي څخه اچولې  دې ، هغه د صحرا  ويریدونکې  شپې ، د غلو  ويرې  او د (حدېد)  د جسم  حرارت   او دهغې د وينی  بوي   زما څخه  لرې کړې دې .»
« که  چېرې تا  دومره اوږدې  خبرې   هم  نه واې کړې  زه  پوه  شوی  وم  چې ته اوس  څه احساسوي؟ » دهغې   سهیلۍ  و ته  وويلې ،«  خو ددې  حقیقت  نه دې خبرول  اړین ګڼم ، هغه  به  ددې ځاېه  ځي  او ته  به ورسره نه شې  تللاې، که چېرې هغه دلته  په ستونزو کې هم وي نو  حکم دې  چې ته دهغه  سره نه شې کتلې ، که چېرې  و نیول  شوی  نو دخپله ځانه سره به هغه  هم  له منځه یوسې .»
« ته زما سره مرسته وکړه ،« ( وزینا) ورڅخه  غوښتنه وکړه ،«دا  را ته ډاګیزه  کړه  چې هغه  چېرې دې ، اودا چې هغه جوړ  شوی او  صحتمند  شوی  او که نه ، نو زما زړه  ته به ارام  را پیدا شي .»
«  هو کې  !»   سهی ۍ  ئې ورته  وويل . زه دا کار کولې شم ، ته بیرته  خپلې خونې ته ولاړه  شه ،»
  هغه  خپلې خوني  ته  بیرته   ولاړه اوسهیلۍ  ئې  بلې کومی لورې ته  روانه  شوه.
*****(۸۰)
په قاهره کې  هم د  فوځي خوزښتونو  نښې  را برسیره کیدې ، فوځ ته  جنګي  تمرینات  ورکول کیدل ،  یو څو دلګي  ئې   جدا کړي و . هغوی ته ئې د شپینې  غلچکي  عملیاتو  ښوونه کوله اودا چې په   لږې شمیرې سره د دښمن په زیاتو  فوځونو باندې  بریدونه کول ، او د [ترپ او د خرپ  ]   تمرینات ئې ورکول . دا تم ینات  په دې ترتیب  سره روان  و  چې  دشپې  له اړخه  به  هم  فوځي  دلګي د عسکري تم ځاېو څخه  بیرون  استول کیده . سلطان ایوبي په خپله  ددې تمریناتو  سره   زیاته  علاقه  درلوده ، هغه  به هره  څلورمه  او پنځمه ورځ اعلی  قومندانانوته او  ان  تر  دلګیو  تر قومندانانو پورې  لکچرونه  ورکول   او هغوی ته به ئې د نقشواو  انځورونو په مرسته ،  جنګی  لوبې  ښوولې ، هغه ددې  روزني  بنسټیز اصول  دا ډول  کیښول  چې :
  دکم  شمیر په واسطه   زیات شمی   دښمن ته  زیان  رسول ،  او د وسلې څخه  زیات د عقل  اوفکر استمالول ،
 د مخ  د مخه  جګړې نه ځان  ساتل ، مخامخ   برید  نه کول ،  د لس دولس  کسانو  دغلچکي عملیاتو په واسطه  دښمن  ته  زیا ت    زیان  رسول .
ددې  نه   اخوا    ددښمن کومه کلا یا ښار تر اوږدې  محاصرې  لاندې د نیولو لارې  چارې  او یا د کلا ګانو په دېوالونو کې  ئې د نقب (سوري) وهلو  درس  هم ورکاوه . هغه د ټولو  اوښانو ، کچرو  او  آسونو  څخه لیدنه  کړې وه ، کمزوري او یا عمر خوړلي  ځناور  يې   ورڅخه جدا کړي  و، د برید وخت  او  ورځ ټاکل  شوی  وه ، هغه  م نصوبه  چې سلطان ایوبي د  فلسطین د سوبې  له پاره   جوړه کړې  وه ، دهغې  په لمړۍ مرحلې کې  په کامیابۍ  سره   دداخليدو   چمتوالې  په  پوره  توان  سره  روان  و . دبله  اړخه  په لاره کې   دتم ځاېو په هکله   هم  فکر  کیده .
ددواړو  فوځونو  چمتوالې  داسې و  لکه چې  یو بل  به د تل   له پاره  له منځه وړي  او نابوده  وي  به ئې . د صلیبیانو د چم توالي دایره د (شوبک)  نه تر  (کرک)  پورې   او ان   د مصر تر پولو  پورې  روانه وه ، هغوی په دغه پراخه دایره کې  د سلطان ایوبي  له پاره  داسې   ځندۍ   برابروله ، چې  دهغې څخه ئې  د تل  له پاره د وتلو امکان  ورکیده ، دهغوی  چمتوالې دسلطان ایوبي دهغه پلان او مالوماتو   په اساس  و  چې هغوی ته  د وخته  مخته  ور رسیدلې و.
ددې پراخه  تیاریو   په  منځ کې هلته په (شوبک)  کې  یوه  بله  لوبه  هم روانه  وه ،  خو دې  لوبې  د جنګ  سره هیڅ ډول  اړیکی نه درلودل  بلکه  د جذباتو او احساساتو  سره ئې اړیکي  تړل شوي  و. (لوزینا)  په خپله  خونه کې پرته وه او د  (حدېد)  له پاره ناقراره وه، او سهیلۍ ئې ددوه   ورځو  را په دېخوا د (حدېد)  لټون  کاوه ، هغه د افسرانو په  روغتون  کې  نه و ، او نه د سپاهیانو په روغتون کې  تر سترګو کیداې شو ، هغه جاسوسه نجلۍ  وه  ، سترو سترو  افسرانو د هغې  عزت کاوه ،  هلته د (لوزینا) په ګډون  هرې  جاسوسې نجلۍ  ته همدا  مقام  ور په  برخه و . خو ددې سره سره بیا  هم  به  چې  دغه نجلۍ  د هر چا څخه ددې پوښتنه کوله  چې د (لوزینا) سره  چې کوم زخمي را غلې و  هغه اوس  چېرې  دې؟  نو هغې  ته  به  همدا  یو ځواب  ورکول  کیده  « ما خو هغه نه دې کتلې » ، په درېیمه  ورځ  یو افسر  ورته  په  غوږو  کې وويل  چې  دهغې  لږ  څه  علاج کړل  شوی دې اودهغې وروسته دمسلمانانو پنډغا ي  ته  لیږدول  شوی دې.،
کله چې سهیلۍ  دا خبر  (لوزینا) ته  ورکړ  نو په هغې باندې  بې هو ي   را غله ،« دمسلمانانو پنډ غالې !؟»  دا یو ويرونکې ځاې و، په  هغه ځاې کې د پخوانیو   جنګونو م سلمان  بنديان  لا  تر  اوسه  پورې  پراته و او هغه مسلمانان  هم  چې  صلیبیانو د کوم  جرم  پرته  په  اشغالي  سیمو کې نیولې و.
دا مسلمانان به  ډیر وخت د هغه قافلو څخه نیول کیدل  چې  صلیبیانو  به  لوټولې ، د ا پنډغالي  بنديخانه  نه وه، او نه  د جنګي بنديانو  پنډ غالي و، دا یو بیګار   پنډغالي و ، چې  داسې سخته پهره  پرې نه وه  ولاړه ، ددې  بدنصیبه  بنديانو  کوم   ریکارډ  هم  شتون  نه درلود. ددې  خلکو څخه ئې  حیوانات  جوړ کړي  و ، هر  چېرې  به  چې  اړتیا  پیښیده  ددوی څخه به ئې  د اړتیا  وړ  وګړي  هلته  وروړل  اوکار  به ئې  پرې کاوه ، خو خوراک  څښاک  به ئې همدومره ورکاوه چې  دهغې  په واسطه ژوندي  پاته شي ، هغوی  په خیموکې اوسیدل ،  په دوی کې به  چې څوک   ناروغ  شو نو د هغه  علاج به هغه وخت  کیده  چې ناروغتیا  به ئې مامولي  وه ، که  چېرې ناروغتیا   به  زیاتیدله ، نو بیا به ئې هغه ته زهر  ورکول  او  له منځه به ئې وړ، دا  دبدنصیبه مسلمانانو یوه ډله وه ، چې یواځې ددې  جرم سزا ئې تی وله  چې مسلمانان  دي ، سلطان ایوبي ته   دهغه  جاسوسانو ددې   پنډغالي  په هکله خبر ورکړې و ،
(حدېد)  ئې هم  همدې  پنډغالي ته  ور لیږلې و ، او د (لوزینا)  له  پاره  حکم  شوی و  چې دهغې  سره  به  نه  ويني، هرمن  ته شک  پیدا  شوی و چې دا یوه  جذباتي  تړون  دې  خو( وزینا)  دهغه  حکم  نه  و  منلې ، کله  چې هغې واوریدل  چې (حدېد) د مسلمانانو په پنډغالي کې  دې ،نو هغې  خپلې  سهیلۍ  ته وويلې  چې  هغه  به  (حدېد)  ازادوي ، سهیلۍ دهغې د  احساساتي ح ال  په کتلو سره  دمرستې وعده وکړه   او دواړو  پلان  جوړ کړ.
دوی دواړه  هماغه وخت  په ښار کې   دېوه  شخصي ډاکتر  سره  وکتل ، هغه  ته ئې وويل  چې  هغه  یو زخمي  راوړې  چې علاج   به ئې په دې شرط  کوي  چې دهغه  په اړه  به هیچاته هم نه وائې . ډاکټر ترې  د دې  علت  و پوښته ، نو(لوزینا) ورته وويلې   « هغه یو غریب  شانته مسلمان دې  چې زما دکورنۍ ډیر خدمت  ئې کړې دې . هغه  چېرې  په کومه  جګړه  کې  زخمی شویدې ، دهغه په  جیب  کې  څه نه شته نو په دې خاطر ئې  ډاکټر  علاج نه کوي ، څرنګه چې دلته ټول ډاکتران  عیسایان  دي  نو په دې خاطر دمسلمان  علاج د  اجرت  پرته نه کوي ، او بل  علت ئې دادې  چې  که  چېرې  د ښار    ښاروال  ته داخبره  ور ورسیږي  چې ددې مسلمانانو تر منځ  جنګ جګړه  شوی ده  نو بیا   همدا  بهانه کوي او د  مسلم انانو پنډغالي ته ئې  لیږي ،  هغوی  خو بهانه  غواړي ، زه دهغې دخدمت بدله  ورکول   غواړم ،چې هغه زما د کورنۍ  سره  کړې ، زه  هغه  دشپې  له اړخه  راوړم  ووایه  چې ستا به څومره  اج ت  کیږي .  زه به د  راز ساتنې  اجرت هم  درکوم .
 په دې وخت کې ډاکټر هغه د سر نه تر پښو   پورې  کتله ، (لوزینا)  هغه ته دا ونه ويل  چې هغه څوک ده ، همدا  ئې ورته وويل  چې هغه د یوي  عزتم ندې کورنۍ  لور ده ، د نجلۍ  دښایست  په کتلو سره  ډاکټر  چې کوم  اجرت  غوښته  هغه ئې  په ژبه  نه  راوست ، (لوزینا) ددې ډګر او فن  ماهره  و ه ، هغه  د نارینه  و  په سترګو پو هیدله ، هغې خپل  فن  استعمال کړ نو ډاکټر د موم په څیر  ویلي  شو، (لوزینا) دسرو زرو  څلور  سکې  دهغه  مخته  کیښودې ، اوکله چې ډاکټر د هغه  لاس  په خپل  لاس کې ونیوه  نو وئې ويل ، چې ستا  څ خه  زیاته   بله  قیمتي  سکه  نه  شته ، نو(لوزینا) ورته  په خپلې  ماهرانه  خندا کې وويل « ته  چې  څومره قیمت غواړې  درکوم ئې ، خو زما کار  اول  وکړه .»
 ډا کټر  په دې پوه  و  چې معامله خطرناکه  او د رازه  ډکه  مالومیږي ،  خو د (لوزینا) په کتلو  سره ئې د ا خطره  بوله کړه ، او وئې ويل « راوړه  ئې ، همدا  نن شپه ، یا سبا شپه ، کله چې ئې راوړې   راوړه  ئې ، که زه  ويده شوی  وم  را ويښ  مې کړه ،» هغه  په یوه لاس کې د طلا  سکې  اوپه بل لاس کې ئې د (لوزینا)   لاس  و نیوه.
*****(۸۱)
ددې کار  د تر سره کولو تر ټولو  زیاته  اوخطرناکه  مرحله د  (حدېد)   د پنډغالي  څخه د رواستلو مسئله وه ، او داچې هغه څه ډول د پنډغالي  څخه را وويستل  شي ، هلته  د شپې  دومره کلکه  پهره  نه وه ، او  علت  ئې داو  چې په  هغو  بدنصیبه  بنديانو کې  د تیښتې  توان   هم نه وپاته ،  سهار  به ئې د لمر  خاته  نه  مخته  هغوی د مشقت کولو  له پاره  وړل ، او د لمر د پریوتو نه وروسته به ئې بیرته   را وړل ، ددوی ټوله شمیره   یو نیم زر کسان  برابریدل ، د(لوزینا)  ملګرې د پنډغالي په اړوند  څه مالومات  تر لاسه کړي و ، چې په   هغې کې یو دا هم و  چې زخمي  اوناروغ  بنديان  یو  عادي  کلینیک  ته  هره ورځ  ور  استوي ، چې یواځې  یو کس  ساتونکې ورسره وي ، په بله ورځ  (لوزینا) د خپلې  سهیلۍ سره هغه  ځاې ته   ور غ ه  چې  ناروغ   بنديان ئې  را وړل   ،   هغوی  ډیر انتظار  و نه کړ، د پنځه ويشت  دېرش  ناروغانو یوه  ډله ئې  چې ډیر سوکه  سوکه  راتلل  ،دهغوی  ساتونکي په لاس کې  کوتک  نیولې و او  د حیواناتو په څیر ئې پرې   چغې وهلې  او   هغوی  چې لږ څه  سوکه  تلل  په ډن و  ئې وهل  او ټیله کول  به ئې .
دواړه نجونې مخته ورغلې   هغوی خپل ځانونه  داسې  و نیول  که  څوک  چې سیل  کوي ، کله چې د ناروغانو ډله دهغوی سره  نژدې تیریدله  نو هغوی  هر یوه  ته کتل ، ناڅاپه  (لوزینا)  ټکان  وخوړ ، (حدېد) هغه ته په  غضبناکه  سترګو کتل ،  هغه چغې  نه شوی وهلې ، دهغه دمخ  څخه هغه نور  اوروښنائې  تللې وه  چې (لوزینا) د زخمې کیدو تر مخه  کتلې وه ، د (حدېد)    اوږې  را پریوتې  وي ، او کالي ئې په وينه ککړ ، وينه  ئې وچه  شوی وه. د (لوزینا) په سترګو کې اوښکې را غلې ، خو د (حدېد)  په سترګو کې کرکه  او نفرت ، هغه  مخ واړاوه ،... دا د ناروغانو  ډله مخته و اړه ، نو(لوزینا)  و د هغې ملګرې د ساتونکې سره داسې خبرې  پیل  کړې  چې په کې  دهغه مسلمانو نا وغانو   له پاره کرکه  او نفرت و . هغوی د ژبې په  جادو  باندې  ساتونکې د خپل ځان  غلام کړ   او  ورته  ئې  وويل  چې هغوی  غواړي په ټوکو  مسخرو  سره  ددې  مسلمانو بنديانو سره خبرې  اترې وکړي .
هلته په کلینیک کې نور  ناروغان هم وو، ډیر هجوم مالومیده ، بنديان  ئې  یوي ورې ته  کینول ، (لوزینا)  هغوی ته نژدې ورغله ، او ملګرې  ئې  ساتونکې په خبرو کړ . (حدېد) د یوال ته تکیه وکړه  او کیناست ، دهغه د روغتیا حالت  ښه نه و ، (لوزینا) د سترګو په اشارو  سره هغه  راو باله ، کله  چې هغه ورته نژدې  شو، نو(لوزینا) ورته  په کلاره  وويلې « ماته  حکم شوی  چې  له تاس ه  هیڅکله هم و نه  وينم ، کینه ،  مونږ  به دا  نه څرګندوو  چې مونږ  خبرې کوو.
«  زه پر تا  او ستا په  حکم کونکې  باندې  لعنت وایم » (حدېد)  ورته په کمزوري  مګر   غضبناکه  اواز سره  وويل، « ما ته  د کومې  بدلې  د اخستلو  له پاره دغلو څخه نه  ئې خوندي کړې ، هغه  زما دنده  وه ، ایا تاسې د یوه  دندې د اجراکونکې  سره همدا ډول  سلوک  کوئ ؟»
« چپ شه  حدېده  ! ( وزینا) ورته  په  غبرګوني اواز  وويل  «  داخبرې  به بیا کیږي ،ماته ووایه  چې ته دشپې په کوم ځاې کې ويده کیږي ، نن  شپه  به تا  له هغه ځاېه  راباسم ،»
(حدېد)  نه غوښتل د هغې سره خبرې وکړي ، ( وزینا) هغه  ته د اوښکو په تويولوپه  ډیر  سخته توګه  قناعت  ورکړ  چې هغه  ورته  دوکه  اوفریب  نه ورکوي ، (حدېد) ورته وويل چې  په هغه ځاې کې  چې هغه  ويده کیږي دهغه  ځاېه راوتل  ګ ان  کار  نه دې ، خو چې  را ووځې نو هغه به  ځي  چېرې ؟... هغوی ډیر  ژر  د تیښتې  پلان  جوړ کړ.
*****(۸۲)
 د مسلمانانو پڼډ غالی  په داسې درانه خوب  بیده و لکه  دمړو  هدېره  . ساتونکې هم ويده  شوی و. ددې ځاېه  تر اوسه  پورې  څوک  تښتیدلې هم   نه و. اوکه تښتیدلې  هم وائې نو  چېرې  به  ته . ددې نه علاوه  ساتونکو ته دا هم ډاګیزه وه چې که  چېرې کوم  یو و تښتي  هم ،نو څوک  ئې پوښتنه کوي ،
دشپې  لمړۍ برخه  پاې ته رسیدلې  وه ،چې دېوی  پخوانۍشکیدلې خیمې  څخه  یو کس  دګیډې  په خويدو  سره   بیرون  را ووت ، او تر هغه ځاېه  پورې ولاړ  چې د  ساتونکې سترګې پ ې  نه  لګیدې ، مخکې  هغه ته په تیاره کې هم د کجورو  ونې  په سترګو شوی ، مخته  ورته  یو سیو ې  د سرنه   تر پښو  پورې  پټ  تر سترګو شو ، خويدونکې  راپورته شو  او دکجورو د تنو  پورې ئې  ځان  ورساوه ، هغه (حدېد)  و  او (لوزینا) دهغه انتظار کاوه .
« تیز  تلاې  شې؟ » (لوزینا) ت ې  و پوښتل .
«هڅه  به  وکړم » (حدېد)  ځواب  ورکړ .
 دپنډغالي  څخه پوره  لرې تللې و م خته  پراخه  نا اباده  سیمه  پرته وه ، ستونزه داوه  چې (حدېد)  تللاې نه شو. (لوزینا) ورته  لاس ورکاوه تر څو ګړندي ګامونه واخستلاې شي  هغه ته ئې په لاره کې وويل  چې  هغې ته څه ډول  اخطارونه  او حکمونه ورکول  شوي دي . هغې د (حدېد)  غلط  فهمي  لرې کړه ، مخته د ښار کوڅې راغلې  اوبیا د ډاکټر کو   هم راورسید ، درې څلور  ځلې  ټک ټک  نه وروسته  ډاکټر  بیرون  راووت ، او (حدېد)  ئې سم دستي  دننه  یوړ . د (حدېد)  زخم  ئې  پرانست  او وئې کوت ، نو وئې ويل  چې لږ تر لږه  شل ورځې  به دده  علاج کیږي . ددې خبرې په اوریدو  سره د(لوزینا) مخته  یو  ستونزه  را غله ، او هغه داوه  چې ددومره ورځو  له پاره   به (حدېد)  په کوم ځاې کې  پټوي ، بیګار  پنډغالي ته ئې هم بیرته  نه و وست ،  دهغې  عقل  ځواب  ورکاو ه. ډاکټر دهغه  علاج  پیل کړې و ، نو ورته ئې وويل  چې دې ته د ډی ې  قوي او ښه  غذا  اړتیا ده .
(لوزینا) هغه  په خپله  خبره کې واخست  او ورته  ئې وويل  چې په کوم ځاې کې  چې دې اوسي  نو هلته ورته ښه غذا نه ورکول کیږي ،ته دا  له ځانه سره همدلته وساته ، او هر هغه څه  چې دده له پاره  ګټه ور دي  هغه ورکړه ، ته  چې له ماڅخه څومره اجرت  غواړې  همغومره  درکو م.
ډاکټر  چې کوم اجرت  غوښته   هغه ډیر زیات و ، (لوزینا) ترې د  راکمولو  غوښتنه وکړه  نو ډاکټر ورته وويلې ،« ته  پر ما ډیر  خطرناکه کار  تر سره کوې ، زه پو هیږم  چې دا  شخص مو دمسلم انانو د پنډغالي  څخه  راوړې دې . اودا  د مصر د فوځ  سپاهي دې ، ته  له دې  سره  څه  اړیکې لرې ؟ ته چې ماته  زماد  غوښتلو  سره سم اجرت  راکوې نو ستا دا  راز  به هم زما له کوره  بیرون نه وځي.
« ماته  منظور ده » (لوزینا)  ورته وويلې ، اوډاکټره دا هم  واوره  چې  که داراز  فاش  و  نو ته به هم ژوندې پاته نه  شې .
ډاکټر  (حدېد) په یوه خالي  کوټه کې څملاوه ، اوهغه ته ئې وويل چې ته به د علاج پورې همدلته اوسې ، هغه ورته  شیدې او  میوه  راوړه ، او(لوزینا) ئې یوي بلې کمرې ته یوړه ،.... ب ه ورځ   (لوزینا) او دهغې سهیلۍ  د پنډغالي جاسوسې وکړه  ، کلینیک ته ولاړې ، ناروغ  قیدېان  ه ته  وروړل ، دواړو نجونو د ساتونکې سره  خبرې  اترې وکړې ، اود خپل خصوصې فن  له مخې ئې دا ډاګیزه کړه  چې د(حدېد)  په ورکیدو  سره په پنډغالي کې کوم بدلون  نه دې راغلې  اونه کومه  هنګامه  پیدا شوی ده .
ورځې تیریدې  ، او څرنګه  چې ډاکټر  دخپلې  خوښې  قیمت  اخسته  نو په دېخاطر  هغه  (حدېد)  هملته له ځانه  سره پټ  ساتلې و، دهغه علاج ئې  په  پوره  توجه  سره کاوه  او قوي  غذا  ئې هم ورکوله، (لوزینا)  به هر ماښام هلته  ورتلله ، څه  وخت  به  د (حدېد)  سره کیناستله  او  ډیر وخت  به ئې  د ډاکټر  په  خونه کې تیراوه ، په همدې جریان کې   شل  ورځې تیرې شوی ، د (حدېد) زخمونه  هم را ټول شوي و ،روغتیائې حالت  ئې بلکل ډاډمن و ، (لوزینا) ډاکټر ته وويل . چې هغه به سبا شپه  څه وخت  (حدېد)  له دې ځاېه  څخه باسي .
بله ورځ هغې  خپله سهیلۍ  بیا استعمال کړه ، د یوي کمې رتبې  افسر  چې تل به دهغې دسهیلۍ  ترشا د تنګولو   له پاره  د هغې پسې  ته ، په  یوه چل  را ګیر  کړ. افسر ئې  په  یوه کوټه کې  بند کړ او (لوزینا)  ترې  عسکري  کالي و کښل او (حدېد) ته ئې ور  واغوستل ، د آس انتظام  هم ستونزمن  کار  نه و ، هغه ئې هم وکړ ، دا  انتظام ئې په دې خاطر وکړ  چې د ښار  چار چاپیر  لوي  خاورین دېوال و  اوڅلور  دروازې  ئې درلودې ، چې دشپې  له مخې به تړل کیدې ، په هغې ورځو کې به د ورځې  له اړخه دا درواځی  پرانستې وی ، ځکه  چې دسلطان ایوبي  د رات ونکي یرغل  له پاره د فوځيانو اودهغوی  له  پاره د سامانونو   تګ  را تګ  روان  و .
دلم   دپریوتو تر مخه ،د کلا  د لوی  دروازې  په لور  یو صلیبي  افسر  په اس  سپور روان و  د هغه  په ملا  باندې  را ځوړنده  توره دمسلمانانو په څیر کږه  نه  وه بلکه نیغه  ځوړنده وه ، او لاستې   ئې د صلیب  په شکل و ، هغه له هره اړخه  صلیبي  و ، دروازه  پرانستې وه او دهغې څخه د اوښانو  یوه بار کړل  شوی  قافله بیرون  روانه وه ، داسې ښکاریده  چې د  آس سپور افسر  ددې کا وان  سره یوځاې  روان دې ، هغه  دروازی  ته ورسید ، نو دصلیبي  جاسوسي  شبکې مشر هرمن  دد وازې  څخه  داخليده ، هغه بیرون   له کومه ځاېه  را ستون  شوی و. هغه دا افسر وکوت  او  ورته په مسکا شو ، خو هغه افسر د خندا ځوا ب  په خندا ورنکړ. هرمن  چې څو قدمه مخته  راغي نو آس  ئې و دراوه ، دهغه  څخه دوه  درې سوه قدمه لرې  (لوزینا) ورته  تر سترګو  شوه ، هغې  چې هرمن  وکوت  نو په یره  تیزۍ  سره د خپلې کمرې په لور  ولاړه،
د علی بن سفیان  په څیر هرمن  هم په  څارکښۍ کې پوره ماهر و ، هغه سمدستې خپل آس  ددروازي  په لور واړاوه ، او  ور وئې ځغلاوه ، هغه غوښتل خپل شک  رفع کړي ، کله چې هغه  آس  ته  لغته ورکړه نو آس  په ځغاسته شو . بیرون  چې ووت  هر من وکتل  چې هغه  افس   چې دهغه له مخې تیر شوی و  دومره لرې تللې دې  چې  دهغه په تعاقب کې تلل بیکاره  و . هغه آس  سپو   د دروازي  څخه د وتلو وروسته سمدستي خپل آس  په ځغاسته کړې و ، اس  ئې هم  ډیر  تیز  تلونکې و، اوپه دې ترتیب  (لوزینا)  (حدېد)  ازاد کړ او خپله  بدله ئې پوره  کړه.
*****(۸۲)
هرمن خپل آس  په چټکۍ  سره  را وګرځاوه او بیرته  دننه ولاړ ،ترهر څه  لمړې  د مسلمانانو پنډغالي ته ولاړ،  او دهغې ځاې  د ساتونکي  څخه ئې د (حدېد)  دنښو نښانو ويلو وروسته  وپوښتل  چې  هغه  چېرې دې ، خو په هغه خیمه کې چې  (حدېد)  ساتل کیده  د هغې  ملګرو وويل  چې یو سهار هغه ددې ځاېه  غایب  شوی ، م ونږ  داسې وګڼله  چې شاید هغه ئې  اخوا دېخوا  چېرې وړې وي ، د  هرمن شک په  ډاډ  سره  بدل شو ، هغه  په خپله (حدېد) و  چې  دصلیبي  فوځ  په بڼه کې   يې  ددروازې  څخه  وتلې  وکوت ، هغه  د نورې زیاتې پلټنې له  پاره د (لوزینا)  کمرې  ته ولاړ ، هغې خپل سر په لاسو کې نیولې وه  اوژړ   ئې .
«ایا هغه  تا و تښتاوه ؟»هرمن  ترې  په  غضب  سره و پوښتل ، (لوزینا) په کلاره خپل سر  را پورته کړ  ،  هرمن  ورته وويل « که درواغ دې وويل  نو په  پلټنه کې به   ئې   درباندې ثابت  کړم  چې هغه ته  تا دتیښتې ټولې  لارې  چارې  برابرې  کړي  دي .»
«نه  ستا  تفتی   ته اړتیا  شته او نه ماته   ددرواغو د ويلو  اړتیا »  (لوزینا)  ورته وويل  « زما ټول  ژوند  پادشاهي  درواغ  او زما وجود   ډیره ښایسته  دوکه  او فریب  دې ، ما دخپل روح د خ اصون  په خاطر  دریښتیا په  ويلو  ځان  مرګ ته  ورکړ. » دهغې په اوازکې  پرکالي وه  چې  هر ساعت  زیاتیدله ، هغه پورته  شوه  نو پښې  ئې په لړزیدو  شوی ، ورسره نژدې  یو ګیلاس  پروت  و  چې یو  څو څاڅکې  اوبه ئې درلودې  هغه ګیلاس  پورته  کړاو د هرمن  په لور  ئې  په  خپ   لاس سره  ور  اوږود  کړ  او وئې ويل « ما خپل ځانته  د مرګ  سزا  ورکړې ده ، ددې ګیلاس  دغه څو څاڅکي  اوبه ددې ګواهي وايې  چې ما خپل ناپاک  جسم  ته  د مرګ  سزا  په دې خاطر نه ده و کړې  چې  د  خپل  قوم  سره مې غداري کړې وي او  د قوم او ولس  دښمن  مې د قیده خلاص کړې  او د تیښتې لارې  چارې مې ورته  برابرې کړې دي. بلکه  زما  جرم داو  چې زه  هغه انسانانو ته ددوکې د و کولو  له پاره تللې وم، چې دهغوی تر منځ  دوکه  او فریب  شته نه دې . دهغوی  څخه  هغه څلور  انسانان  زما د عزت  د خوندي ساتلو  له  پاره  وه   یانه  ، خوهغوی زما د عزت  دخوندي  ساتلو په خاطر د لسو غلو مقابله وکړه . او بیا دهغوی  څخه یو انسان  خپل جسم  زخمي زخمي کړ او  زه ئې دهغو  غلو د خولې   څخه  را وويستلم . ماته د نیکۍ او بدۍ ، د محبت او نفرت  توپیر   مالوم  شو . زه  ریښتیا وایم او  مړه کیږم، دا  به ډیر  ډاډمن   مرګ و ي ».
 هغه  لويدلو ته نژدې وه  نو هرمن   ئې د لاسه  ګیلاس  واخست  اوهغه ئې  و نیوله ، (لوزینا) خپله   جسم ته یو ټکان  ورکړ  او دهرمن  د لاسو  څخه  ئې  ځان  وويست او لرې ترې  و دریده ، په   ژړغوني  اواز  ئې وويل  چې « ماته  لاس  مه راوړه ، دا اوس  ستا دکاره  وتلې دې . دغې  زهرو  په دې کې ریښتاوی  ور  ننويستې دي ، تاسې ته د ناپاکه   جسمونو  اړتیا ده ،.... هو  هغه  ته ما دتیښتې  زمینه  برابره کړې  ده ، هغه ما شل ورځې  پټ  ساتلې و . هغه ته ما د فریننډس   دروي ي    را پټه کړې او  ور اغوستې مې وه ، هغه ته  ما آس  ورکړ ، خو زه  د هغه  سره نه شوم  تل اې  مګر دهغه پرته   ژوند هم نه شم کولاې ، په دې خاطر ما زهر  و څښل ، که  چېرې  تا  زه  نیو ې  هم نه وي  نوما  زهر  څښلي و ،»-- هغه په پالنګ  باندې  پریوته ، هرمن  ته د هغه اخري  خب ه  تر غوږو  شوه « په ریښتیا ويلو سره  په مرګ  کې  څومره  سکون  دې  » هغې خپله  اخري ساه  داسې واخسته   لکه  د سکون  ډکه  «اه» .
کله ئې چې  هغه خاورو ته سپارله  نو  یو افسر  و پوښتل  چې  « ددې دکورنۍ که څوک  وي  نو هغوی ته ئې د مړیني  خبر ورکړئ »
« دهغې کورنۍ  همدا مونږ  و ،» هرمن  ځواب  ورکړ ،« هغه  په  لس  یولس کلنۍ کې  د کومې  قافلي  څخه را تښتول شوی وه »
د صلاح الدېن ایوبي د  فوځ  د کوچ درېیمه  ورځ  وه ، صلیبیانو  دهغوی په لاره کې د تم کولو او محاصره کولو  له پاره  زیات  شمیر   فوځونه استولي و . د پلان  په مطابق   حمله په  (کرک)  کیدونکې وه  نو  په  دې اساس  صلیبیانو  د  (شوبک)  څخه  هم  زیات  شمی   فوځونه کر ک  ته   ور  استولي و ، هغوی د خپلو  فوځونو  یو برخه د شام په لور هم  استولې وه ، تر څو  چې  د نور الدېن زنګي د  مرستندویه  فوځونو د راتګ  مخنیوي وکړي ، د همدې  فوځ  یوه ب خه  هغوی په لار کې  د سلطان ایوبي د  فوځ  د تم کولو او له منځه وړلو  له پاره   ور واستولې  وه .  دکوچ په وخت کې   سلطان  ایوبي  خپل  فوځ  په  درې  برخو  ويشلې  و، او درې  واړه  برخې  ئې  یو  له بله  څخه لرې  لرې  ساتلې وی ، کله  چې هغه  هغې ځاې ته ورسید  چې ې  چې د صلیبیانو سره   ټکر کیدل   و ، نو هغه ددرې واړو  برخو  قومندانان او د هغوی  نائبین  خپلې  خیمي ته راو بلل.
«مونږ  اوس  هغه ځاې ته راغلي  یو  چې  زه باید تاسې ته  از   را څرګند  کړم ،» سلطان ایوبي ورته وويل ،« تاسو به حیران  شوی یاست  چې زه تاسې ته دا  وي   غواړم  چې  زه  په  (کرک) باندې  حمله کونکې یم ، خو  ما تاسې  په بل  طرف  روان کړي  یاست ، زه په (کرک)  باندې حمله نه کوم ،  زمونږ  منزل  (شوبک)  دې ،  یوه  پوښتنه  به  تاسو ټول  اندېښمن کوي  چې  ما هغه  درې واړه  جاسوسان  چې یوئې  عالم  او دوه  نورې  ئې نجونې وی  ولې  ازاد کړل ، او هغوی ته مې ولې  ساتونکي  ورکړل ،ددې  پوښتنې ځواب  واورۍ: ما هغوی دخپلې  خونې تر څنګ   خونه کې کینول  ، منځنۍ  دروازه  مې پرانستې  پریښوله ، او علي بن سفیان او دوه  نورو  نائبیونو  ته مې په لوړ اواز  وويل  چې  زه به  په فلانکۍ  ورځ او فلانکي تاریخ  باندې  په (کرک)  حمله کوم ، زه پوهیدم  چې جاسوسان ئې اوري ، ما دهغوی په غوږونو کې دا خبره  هم ور  واچوله ، چې  زه د صلیبیانو سره په  پراخه ډګر کې  د جنګ  څخه ويریږم....
 همدا ډول  خبرې  مې د هغوی په غوږونو کې ور واچولې او  ازاد  مې کړل ، او ساتونکي  مې ورکړ ل  تر څو  په امن  و امان س ه  ئې   (شوبک)  ته  ورسوي . ما ته خبر  را   ورسید  چې په لاره کې یوه  پیښه و شوه ، غلو یوه نجلۍ او درې  ساتونکي  وژلي دي، څلورم  ساتونکې  پرون  شپه د (شوبک)  څخه بیرته  را ستون  شوی دې ، هلته  چې  زمونږ  کوم  جاسوسان و  هغوی  اطلاع راکړې  ده  چې  عالم جاسوس  ژوندې  (شوبک)  ته ور  رسیدلې  او همغه  زما  پلان  ته بریا   ورکړې ده ، ص یبیانو  خپل فوځ   زما د خوښې  په مطابق  ويشلې دې ، اوس   ستاسې د فوځ  د ښي  لورې  برخه د صلیبیانو  د ډیر ستر  فوځ     ښي  لورې د فوځ    څخه  څلور میله  لرې  دې»       
 هغه د ښي لورې د برخې  قومندان  ته وويل   « نن  به دلمر د پریوتو نه   وروسته ، خپل  اس  سواره  دوه میله مخامخ    مخته   یوسې ، بیا به  کیڼ  لو ې  ته شې او  څلور  میله  به مخامخامخ  ولاړ  شې  بیا  به  ښې  لورې ته  دوه  می ه  نور  هم ولاړ شې ، هلته به دښمن  تاته  د ارام  په  حالت کې   در په سترګو شې ، برید کو   ستا کار دې خو دا به ډیره   ګړندۍ  حمله و ي ، په لاره کې   چې  هر څه  درته  مخته  اغلل  له منځه  یې  یوسئ  او بیرته  را ووځئ ، اوهماغه ځاېو ته ځانونه  ورسوئ  د کومه  ځاېه چې تللې وئ ، دویمه  برخه  به د ماښام په وخت کې   مخته  ولاړه شي  ، اته نهه  میله  لرې  به  بیا  کیڼ  لورې ته شي  نو  تاسې ته  به د دښمن  د لوژیستکې موادو  قافلي تر سترګو شي ،ددې  تر څنګ به تاسې ددښمن   تر شا یاست . دورځې  له اړخه به دښمن  د ښي  لورې  ډلې  تر یرغ   لاندې  راځي ، خو تاسې  به د مخ  په مخ  ټکر  نه ځان ساتۍ ، دورځې ډیر وروسته  راځئ ، دشپې  ه  اړخه به  بیا  برید کوئ ، خو  دریږئ  به نه . که صلیبیان  مخته راشي  نو هغه  منځنۍ ب خه   به دهغوی تر شا برید کوي  او دښمن به  راټولیدو ته  نه  پریږدئ ، دغه  درېیمه ب خه   چې له ماسره دي  نن شپه کوچ کوو ،  مونږ  به سبا  تر غرمې  پورې (شوبک)  محاصره  کړې و ي . پاته  دوه  برخې  به  په هماغه لارو  چارو سره  چې تاسې ته ئې  روزنه  درکول  شوی  ده  دښمن    په  صحرا کې  سرګردانه کوئ ، هغوی ته دهغوی  خوراکې او د څښاک  مواد  مه پ یږدئ  چې  ور  ورسیږي ، او کله چې د اوبود چېنو څخه  لرې  شول  سمدستې په هغو چېنو باندې ولکه وکړئ ، د تل  له پاره  حمله د اړخ   له لورې کوئ ، خو د جنګ  له پاره  به تم کیږئ نه ، د سرتیرو  ډ ې  به  تل  د هغوی په  حیواناتو باندې اور  وروي .
د ا  د (۱۱۷۱)  زیږدېز کال  اخري  و ځ  وه  چې د(کرک)  د اوسیدونکو د اوږود  انتظار  وروسته  هغوی ته مالومه شوه  چې  د (شوبک)   په  څیر مهمه  کلا د سلطان ایوبي د فوځونو په محاصره کې راغلې ده . په داسې حال کې  چې هغوی خپل زیات   فوځ  (کرک)  ته   منتقل کړې و  او یو  شمیر ئې په دښتو کې  د سلطان ایوبي د  فوځ   د له منځه وړلو  له پاره  میشت کړې و. اوس نو هغوی د (شوبک)  د اوسیدونکو سره هیڅ کومک  نه   شوکولاې ، هغه فوځ  چې په صحرا کې دې  پر هغوی مسلمانانو  بده  ورځ را وړې وه ، دصلیبیانو اندېښنه دا وه  چې مسلمانان  مخ  په مخ   جګړه نه کوي ، هغوی د غلچکي او کمانډو  عملیاتو په واسطه  هغوی  وار خطا کړي دي ، دهغوی  دخوراکې موادو  قافلي  له منځه تللې وی  ،په  اوبو  م سلمانانو قبضه کړې وه ، د صلیبیانو دې فوځ د  جنګ توان  له  لاسه ورکړې و او  وروسته هم  تللاې نه  شو چې د (شوبک)  د خلکو سره مرسته وکړي .
په (شوبک)  کې صلیبیانو د کلا او د ښار ددېوالونو  څخه  دغشو او برچو په واسطه   ډیره کلکه مقابله  وکړه  خو دسلطان ایوبي  نقب  ويستونکو  ډلو  دېوا ونه مات کړل ، دا  محاصره  یوه  نیمه میاشت  روانه وه ، اخر سلطان ایوبي  (شوبک)  ته ور ننوت ، تر ټولو لمړۍ هغه د بیګارانو  پنډ غالي ته ورغې  چېرې چې بې  وسه  مسلمانانو د  شکر  سجدې   وکړې ، دصلیبیانو  صحرائې  فوځ   په ډیره  بې نظمۍ سره  د(کرک)  پورې را ورسید  چېرې  چې ډی ې  فوځيان  بیکاره  ناست  و اود سلطان ایوبي  د ورتللو  انتظار ئې کاوه .
*****(۸۳)
پاته په دیرشمه برخه کې ولولئ..