د لغمان ولايت ( الينګار ) درې مياشتنۍ خپرونه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2126
اتل _ هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-02-08

 دهالنډ څخه د ( اتل ) رالېږنه  

په خوښۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چي د هيواد د پښتو ادب په بڼ کي يو بل ګل هم وټوکېد .

له ښکلي لغمان نه مو د ( الينګار ) په نامه يوه درې مياشتنۍ تر لاسه کړه .

الينګار د لغمان ولايت په زړه کي د هغې ښکلي درې نوم دی چي په خپله غېږه کي يې د پښتو ادب په لسګونو خدمتګاران روزلي او ټولني ته يې ډالۍ کړي دي .

په دغه ښکلي دره کي د هيواد پياوړو اديبانو او شاعرانو لکه  ارواښاد اسحق ننګيال ، شهسوار سنګروال ، محمد اسمعيل يون ، عزيز تحريک ، صديق کاؤ ن ، محمد علم حيران عبدالرحمن الينګاري او داسي نور

په نوموړې دره کي به داسي څؤک کم  ووينئ چي د هنر سره اړيکه ونه لري ، او يا يې يو وار ځان په شعر ويلو نه وي ازمويلی .  د نورو شاعرانو شعرونه او لنډۍ خو په دې سيمه کي د هر چا ښې پريمانه  له ياده زده دي .

د حيرانتيا خبره خو دلته وه چي په داسي سيمه کي چي هر وګړی يې د هنر مينه وال او هنرمند دی ، ولي تر اوسه يوه سيمه ايزه خپرونه _ نه لري ؟

زما په آند خو ددې سيمي د فرهنګيانو د پراخ  نظر څرګندويې کوي چي هيوادپالنه تر سيمه پالني لوړه ګڼي ، او وګړې يې ځانونه خپلي سيمي پوري نه محدودوي ، خپله  پوهه او ځواک د هيواد په کچه په کار اچوي ، نه د سيمي .

 

له نېکه مرغه د هغې اړتيا له مخي چي په دې سيمه کي د تنکيو استعدادونو د غوړېدلو له پاره ليدل کېده ، د سيمي ځوانو فرهنګيانو وپتېيله چي د ( الينګار ) په نوم يوه ښکلې مجله له چاپه راوباسي او همداسي يې هم وکړه .

د نوموړي خپروني د امتياز خاوند ښاغلی محمد سعيد الکوزی او مشر يې محمد حنيف الکوزی د خپروني مسول مدير يې ښاغلی محمد نادر مخور او مرستيال يې ښاغلی ډاکټر شفيع الله باران دی .

موږ يې قدم د پښتوادب په بڼ کي پر نېکو نيسو ، خپروونکو او لوستونکو ته يې د پاک خدای له درباره د پوره حوصلې او برياوو غوښتونکي يو .

( الينګار ) په اروپا کي د هغې له استازو څخه په لاندي پتو لاسته راوړلای شئ .

 

Hanif Alekozaiانګلستان  

Add: A Richmond parade Brighton

England, UK

E mail: haneefalkozai@hotmail.com

Tel: ( 0044) 7789813276

 

Holland: Agha saidهالنډ  

Add: Amsterdamsestraatweg 338

3551 CV Utrecht

e Mail: enqalab@hotmail.com

Tel: (0031 ) 0645592753

 

 دوهمه ګڼهلومړۍ ګڼه