(( دعوت)) د جلا وطنه افغاني ژورنالیزم ځلانده ستوری

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2133
محمد يوسف هيوادوست
دخبریدو نیټه : 2005-02-08

محمد يوسف هيوادوست او فيضيه هوسا د(خپلواکۍ ) له ادارې څخه :

 د (( دعوت )) د منلې خپرونې د شپاړلسم کال بختور جشن دې مبارک شي

 په خوښۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې په دې شپو او ورځو کې افغانان د خپل ژورنالیزم د یوې غوره بېلګې د شپاړلسم کال جشن لمانځي ،نو ځکه خو مو وغوښتل د دغو څو کرښو په لیکلو سره د یو هېواددوسته افغان ژورنالیست یاد وکړو. هوکې ! نن د هغه هېوادپاله افغان ژورنالیست مقام ته ،دهغه په (( افغان  او افغانيت )) مین لیکوال قدرمن مقام ته،دهغه له احساسه ډک لیکوال مقام ته ،دهغه منلي ،مات خو پوه او مسلکي خبرلوڅ مقام ته ،دهغه کړندي ورځپاڼه لیکونکي قدرمن مقام ته ،د هغه هڅاند او انساندوسته فرهنګي او علمي شخصيت مقام ته د تعظیم او درناوۍ سر ټیټ کړو چې پوره شپاړلس کاله یې پرته له سازش ،وېرې ،معاملو ،ډلبندیو او سوداګریو دافغاني ژورنالیزم له لارې د رښتیا په لاره ګامونه واخیستل او په پښتني غیرت یې د افغان ستر کهول ته د (( دعوت )) په شان منلې ،مسلکي او غوره خپرونه ډالۍ کړه .هوکې ! ګران او قدرمن محمد طارق بزګر یادوو ،هغه ویاړ لی فرهنګي شخصیت چې د خبرو او داوو - دنګلو پر ځاې یو عملي او ګټور کار ته همت وکړ او ښکلی ((دعوت)) یې له سلهاوو کړاوونو سره سره بیا هم په خپل وخت او ډېر ښه خپور کړ.
زموږ له انده (( دعوت)) د افغاني ژورنالیزم په آسمان کې د غوره توب له پلوه یو ښکلی او ځلانده ستوری دی .او ارزښت یې په دې کې دی چې پرته له ځنډه دا شپاړلس کاله په پرله پسې توګه د همدغه ځوان په همت خپور شو ،زموږ لپاره همدا تر ټولو لوړ ارزښت دی .بله ځانګړنه چې موږ په دعوت کې ګورو هغه د (( دعوت)) جرئت،زړورتیا،او د رښتیا ویلو رښتینې څېره ده،دغه شان ځانګړنه موږ لږ لیدلې .(( دعوت)) د ملي افکارو په خپرولو او ملي ارزښتنو ته زښته زیاته پاملرنه په داسې مسلکي مهارت او پیاوړتیا سره خپل شعار ګرځولی چې له یوې خوا ځان یې له افراط او تفریط نه ساتلی او له بلې خوا د افغاني لیکوالو ،پوهانو او د نظرد خاوندانو د ګروهو او اندونو د بیان دړۍ ګرځېدلې.نن ورځ په ټوله نړۍ او دننه په ګران هېواد افغانستان کې به د پوهې ،سیاست،کلتور او ژورنالیزم داسې مینه وال و نه مومو چې د دعوت له فیضه نه وي برخمن شوی .(( دعوت)) د ژورنالیزم او د ورځپاڼه لیکنې یوه غوره او منلې معاصره بېلګه ده او د غه ویاړ د هغه موسس ،چلوونکي او د امتیاز خاوند ښاغلي طارق بزګر او د هغه قدرمنې کورنۍ ته ور په برخه دی او حق لري چې نن په خپل دغه علمي، مسلکي او افغاني هاند وویاړي .
ګران بزګرصیب دغه جشن دې مبارک شه . (( دعوت )) دې تلپاتې وي .په قلم او عمر دې برکت شه  .