دريم ( ۳) له محاسنو د اسلام څخه دادئ چي اسلام و خپلو ټولو پيروانو ته دا درس ورکوي چي ـــ هميشه به تاسي له يوه او بل سره په هغه صورت کښي کومک کوۍ چي د بِر او د تقوی ، دخير او د نيکۍ کار وي . او په هغه صورت کښي به تاسي د يوه او بل مرسته او إمداد نه کوۍ چي کار د شر اوفساد ، د ګناه اود ظلم وي . لکه چي الله (جل جلاله) فرمايلي دي :
( تعاونوا عَلی البِرِّ والتقوی ، و لا تعاونوا علی الإثمِ و العُدوان )
يعني
ه يوه او بل سره په خپل منځ کښي د نيکۍ او د تقوی پر کارو باندي مرسته او کومک کوۍ ! ، او يو له بل سره د ګناه
او د ظلم ، تيري پر کارو باندي کومک او مرسته مه کوۍ .
او پرته له اسلامه د نورو ټولو ملتو او قومونو
صورتحال په دې ډول دئ لکه چي يو شاعر ويلي دي :
و مَاانَا اِلا مِن غُزَيَّةَ إن
غوَت غَوَيتُ و اِن تَرشُد غُزيَّةُ أرشُدُ
يعني نه يم زه ، م
ګر له (غزية) قبيلې څخه ، که چيري دغه زما قبيله ګمرهي کوي نو زه هم ګمرهي کوم ، او که هغه سم کار کوي نوهم
زه سم کار کوم .
له اسلام څخه پرته د ټولو قومو صورتحال په دغه ډول دئ لکه دغه شاعر چي ويلي دي .