د ملګرو ملتونو سازمان د بيا جوړښت په درشل کې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2145
هدايت الله هدايت ، استراليا
دخبریدو نیټه : 2005-02-11

١٠ فبروري ٢٠٠٥ ز. ( ٢٢ د سلواغې ١٣٨٣ ل )

هدايت الله هدايت ، استراليا

 

د امريکا د متحده ايالاتو لخوا د عراق د پوځي اشغال او خونړي بريد د پيل نه مخکي د ملګرو ملتو  نړيوال سازمان  د يوه  داسي لوی  بحران سره مخامخ  سو چې  ددې سازمان پرراتلونکې نقش او کړو باندي د نوي او بيا کتني ضرورت  د بل هر وخت  نه  د يوې  ډېري جدي مسئلې په توګه را پورته کړ. د همدې اړتيا پر بنسټ د ٢٠٠٣ زېږديز کال د  نوامبر پر دريمه نېټه د ملګرو ملتو دسازمان عمومي سر منشي ښاغلي کوفي عنان يو شپاړس کسيزه کميسيون   چې په هغه کې دنړۍ ډېر فعاله  اووتلي سياسي څيرې شاملي وې  د ټايلنډ د پخواني صدراعظم ښاغلي آنند پانياراچون په مشرۍ وټاکه او دنده  يې ور وسپارله  څو  هغه ګواښونه  په ګوته کړي کوم چې نړيواله سوله او امنيت  ورسره مخامخ دی. هغوي ته داهم وويل سوه چې داسي وړانديزونه  دي را ميدان ته کې څو دا نړيواله سازمان وکولاي سي چې د هغوي  په  رڼا کې داسي اصلاحات را مينځ ته کي چې ددې نړيواله ګواښونو سره ددې سازمان چلند خپل مړثريت بر لاسي کړي.

 

نوموړي کميسيون  يو جامع ګزارش  جوړ کړ چې په هغه کې ١٠١ داسي نړيواله  ستونزي په ګوته کړي چي په سر کې يې  بيوزلي، لوږه، قاچاق، تروريزم، د ډله ايزه مرګونو وسلې، کورنۍ جګړې، مخکنې پلان سوي جنايتونه، د چاپيريال لړلتيا او د ايدز ناروغي شاملي وې . د هغوي په نظر همدا ستونزي  دي چي زموږ  د نړۍ راتلونکي يې د يوه لوي ګواښ سره مخامخ کړي او دهغې سره د مقابلي ﻻري چاري هم  پکښي ښودل سوي دي.

 دې کميسيون دا مشورې او خپل لاسته راوړني تېر کال  د ډسمبرپه لمړۍ نېټه ښاغلي کوفي عنان ته وسپارلې څو هغه د دې وړانديزونو مجموعه د دې سازمان  و راتلونکي عمومي غونډي ته چي سږ کال دسپټامبر په مياشت  کي جوړيږي د بحث دپاره وړاندي کړي.

 

 دا ګزارش چي د "يوه ډېره امنه نړۍ، زموږ دټولو ګډ مسئوليت دی"  په نامه  نومول سوېده  وړانديزکوي چې ددې سازمان  بدنه اوجوړښت  دي داسي سمبال سي  چې هم دي دامنيت شورا دغړو هېوادو شمير پکښې زيات  سي او هم دي د دې سازمان چلند دهغو هيوادو سره چي حکومتونه يې سم نه ښوري او د خپلو اتباعو دساتني د مسئوليت نه سر غړوي دا  سازمان  دې دونه  وس ولري چي خپل غبرګون  وښيې.

ددې ګزارش خپرېدل او پر هغه څه باندي څه ويل په لومړي سر کې داسوال را مينځ ته کوي چي څه پېښ او کوم  نوي عوامل ددې باعث سول چې د ملګروملتو پر نقش  او را تلونکي کړو باندي دي  دداسي يو کار  ضرورت  راپيدا کي ؟

 

اصلاً خو په نيويارک کې د سپټامبر د يولسمي خونړۍ پېښي او په جهان کې دقدرت يو قطبي کيدل يعني د امريکا يکه تازي دوې داسي ځانګړتياوي سوې چې په نړۍ کې يې و  هر څه  ته  بدلون ورکړ.   نن ددې نه  هيڅوک انکار نسي کولاي  چې امريکا  نن يواځنی زبر ځواک  او برﻻسی هيواد  دی . هر څه چې غواړي  هغه  عملي کوي او دم در حاله  داسي يو بل ځواک   نسته چې مخي ته يې ودرېږي. خو په واقعيت کې همدا هغه څه وه چې  دملګرو ملتو سازمان  ته يې لوي ګواښ پېښ کړ او د دې سازمان را تلونکې يې تر سوال ﻻندي را ووست او د نړۍ د کشالو په حل کې يې دهغې د بيا جوړوني  ضرورت  را پيداکړ.

خو ډېربيا په دې باور دي چې اصلاً د ملګروملتو په بدنۀ او چلند کي  د بدلون  ضرورت کوم تازه بحث نه دی. ددې بحث لومړنۍ ازانګې ان د تيري لسيزي او د هغه څه  نه  باد را برسيره سوې  چي  شوروي اتحاد  اود هغه د نفوذ اوحاکميت کړۍ سره وشليده او د نړۍ  جيوپوليتيک معادﻻت  يې هم  ورسره يو ځاي ګډوډ کړل .

 دملګرو ملتو سازمان د دوهمي نړيوالي جګړې محصول  دۍ  چي د هغې اصلي دنده   د داډول خونړيو کشالو د بيا را مينځته کېدو مخنيوی وو. دې سازمان د ساړه جنګ  په  ټوله دوران کې د ختيځ او لوديځ په منځ کې د وحشت د انډول په چوکاټ کې خپل عمل تر سره کاوه او ټوله  توان او مړثريت يې د نړۍ د دو لويو قدرتو يعني امريکا او شوروي اتحاد د مثبتو او منفي غوښتونو په اراده کې  را ټول سوي وه .

دشوروي اتحاد په ړنګېدو سره د دنيا سياسي او پوځي  حالاتو بدلون وموند او  هغه ګوا ښونه کوم چې په کال ١٩٤٥ کې  دملګروملتونو د سازمان منشور هغه عمده ګڼلي وه  ددې بدلونو سره تغيير وموند او  نوې بڼه يې پيدا کړه.  د نړۍ ددې نوي حالت په  را مينځته کيدو سره او هغه څه  چې  دم در حاله سوله او امنيت تهديده وي  داسي فکټورونه دي چې هغه بايد دسره  تعريف سي او د نړي د ټولو هېوادونو د ګډ چلند او تفاهم پر اساس  بدلون ومومي  .

ددي سره سره هغه  بحران چي پرعراق باندي  دامريکا پوځي  يرغل او د جګړي په جريان کې د امريکا د يکه تازۍ او د پخپل سر عمل په نتيجه کې را مينځته سوه دملګرو ملتو ومشروعيت  ته يې  ډېر غټ  تاوان ورساوه. دې کار يوځل بيا  دا سوال  را پورته کړ چې په څه ډول  د نړيوال و امنيت  ته د ګواښ سره مقابله  د هغه  ګډو پريکړو پر بنيادونو او اساساتو  يو ځل بيا داسي  ټينګ سي چې  ټوله پريکړي او تدبيرونه دي يوازي د ملګرو ملتو دسازمان په چوکاټ  کې د نړۍ وال امنيت دساتلو په خاطر حل او فصل او  هدايت سي څو دداسي يکه تازۍ و  ميدان  ته نور ميدان  ورنکړل سي.

 

اوس خو دا وقعيت و ټولو ته څرګند سو چې کومي پرمختياوي چي پر عراق باندي د امريکاد پوځي يرغل اوددې هيواد د اشغال نه باد را مينځته سوې دا يې وښودله چې امريکا به شايد د يواځني زبر ځواک په حيث  په جګړه کې بری ومومي خودسولي او امنيت په ټينګلوکې به يې آن و خيژي او بې وسه  به سي .   دامريکا  داوسنۍ ادارې چال چلند په نړيواله سطحه  د عامه  خلګو د قاطع اکثريت ملاتړ  د ﻻسه ورکړيدی او اسلامي نړۍ خوبيا بېخي په کرکه او  رډو سترګو  ورته ګوري. نو همدا وجه وه چې ددې هيواد پاليسۍ جوړونکو يوځل بيا د نړيوالي همکارۍ تعامل او د ملګرو ملتو غوندي سازمانو اهميت او ګټورتوب ته  مخ را واړوۍ او د هغوي تر لمني نيول يې بيا غوره و باله. واشنګتن چې په کال ٢٠٠٣کې ددې سازمان و مشروعيت او اعتبار ته ډېر سخت ګزار ورکړ اوس پخپله ودې نتيجې ته را ورسيد چي هغه ننۍ ستونزي او بحرانونه او هغه څه چي بيا دجهاني کېدو د پروسې څخه را پيدا سويدې او يا را پيدا کيږي يوازي ددې يا هغه هيواد په ځانګړي عمل نسي حليداي او ګډ نړېوالو پريکړو ته اړه پيدا کوي.  ځکه نو امريکا نو  داسي کړو او هڅو  ته  لاس واچاوه څود دې نړيوال سازمان اهميت بيا را ژوندی او دهيوادونو د همکارۍ تړلي لاري بيرته خلاصي کړي.

 

داګزارش دې ته هم ګوته نيسي چې په هيوادو کي د امنيت د ټينګښت اصلي او يوازينۍ تهداب  پر مختيا او ددې هيوادو وده ده. د ژوندانه په ټولو  برخو کي د پرمختيا نشته والي پخپله دبې ثباتۍ او کورنيو او سيمه ايزه لانجو او جګړو لوي او عمده عامل اوزېږنده ګرځيداي سي. داګزارش اټکل کوي چي په نړۍ کې به فقر د ٢٠١٥ پوري به ونيمايې ته را ټيټ سي خو په خواشينی سره ننی جريانونه دا څرګندوي چي ددې اټکل ليرليد ناشونۍ ښکاري. همدارنګه  نن چې  د تروريزم و مسئلې ته د اوسني عصرد جدي ګواښونو په څير کتل کيږي  دې ګزارش  په ډاګه د دې پديدې د ودي عوامل را سپړلي دي چي هغه يې بيوزلي، نوميدي، سياسي له مينځه وړل، اشغالګري، بنسټپالنه، تحقير،د بشر د حقوقو نقض او داسي نوريې اصلي عوامل ګڼلي دي.

 

دې ګزارش د امنيت شورا د پنځو دائمي غړو يعني انګلستان، امريکا، چين، روسيه او فرانسه  په دې لحاظ چې يوازي يې د خپلو مالي او پوځي ګټوساتل په نظر کې نيولي دي  نيوکه ښکاره کوي او ددې شورا د غزيدو او دډېرېدو ږغ يې  کړيدی. خو د ويتو  حق يې يوازي د همدې پنځو غړو حق بللي  دئ . دې خبري هم ډېر پر ځاي سوالونه او اندېښنې را بر سيره کړيدي.

 لکه چې څرګنده ده د امنيت  شورا دا اوسني پنځه دائمي غړي په يوه حساب د دوهمي نړيوالي جګړې دميدان د ګټونکو هيوادونو په څېر  ددې سازمان د جوړښت په درشل کي البته دهغه وخت د غوښتنو او معادلاتو پر اساس  دا حق هغوي  ته  ورکړل سو. خو دا ګزارش نيوکه کوي او وايې چې دې پنځو غړو ددې حق نه لکه څنګه چې بايد و شايد استفاده کړېواي هماغسي پايبنده نه وه. دملګرو ملتو دسازمان عمومي منشي ددې سازمان دکارو د سمبالتيا په خاطر  څو څو ځلي د  هغوي نه دمرستي  خواست کړيدی او يا دا چي دهغوي نه يې په ډېر عذر سره د ﻻنجو په حل کې د قواو د لېږلو غوښتنه کړيوه خو دې غړو د خپل ويټو د حق په کارولو سره ډېر جدي نړيواله موضوعات ددې شورا د کار د اجندا نه ليري کړل او يا بالعکس يې و هغو موضوعاتو ته دا شورا را کش کړېده  چي ددوی ګټي پکښې نغښتي وې.

 

دا ګزارش د ويټو حق يو غير دموکراتيک عمل بولي او په خاص ډول اشاره کوي چي  دا دهغه جريانه سره توپير لري کوم چي په نړېواله سطحه د ډله ايزي ديموکراتيزه کولو دپاره را روان دی. او دا خبره د پامه نه اړه وي  چي دا حق د هغو نوي معيارونو نه  چي په نړي کې د رواجولو په حال کې دي توپير لري او دوخت غوښتنه يې هم نه مني. خو دې خبري ته هم توجه کوي چې اوس اوس ددې حق لغوه کول امکان نه لري ځکه د ګټي پر ځاي يې تاوان ډېر دی او کيداي سي چي ددې حق درلودونکي  هېوادونه او ملګرو ملتو د سازمان تر مينځ  به يو نوي مناسبات را مينځته کړي چې دا کار به په خپله د کارو د ښه کېدو سره مرسته و نکړي. دبلي خوا امريکا د خپلو ګټو د ساتلو په خاطر په هيڅ حالت کې  و نوي غړو هيوادو ته د ويټو حق ورکولو ته غاړه نه ايږدي .  ددې ګزارش د نظره د امنيت د شورا و نويو غړو هيوادو ته د ويټو حق ورکول به شايد ددې شورا د تصميم نيولو په جريان کې معطلي راولي او حتي کيداي سي چې هغه  به ډېره ناتوانه هم کړي.

 

ترکومه ځايه چې دامنيت شورا په پراخوالي او دنويو غړو په معيارونو پوري اړه پيدا کوي  دا ګزارش د ملګرو ملتو د منشور پر درويشتمي مادې باندي تکيه کوي.  د دې مادې پر اساس او د هغه څخه چي کوم تفسير سوي دی دامنيت شورا بايد تر ممکنه حده پوري د نړي د ارادې او د هيوادو جغرافيايې جوړښت  او تنوع منعکس کړي څو و کولاي سي په يوه معين ډول د نړۍ د جيوپوليتيک دسته بنديو د ګټو نه استازيتوب وکړي.

داچې  ددې سيمو کوم هيوادنه به د امنيت د شورا د غړيتوب وړتيا ولري بيا هم د ملګرو ملتو د منشور د٢٣ مادي پر اساس د ملګرو ملتو دسازمان سره د دې هيوادو د مالي، ديپلوماتيک، سياسي، انساني، لوجيستکي او پوځې مرستو په اندازي او ددې هيوادو په سيمه ايزه وزن او نفوذ پوري  تړل سوي دي.

همدا اوس د اروپا نه المان، د اسيا نه جاپان او هند، دافريقا نه نايجربا، د جنوبي افريقا نه مصر او د امريکا دقارې نه برازيل د امنيت و شورا ته د غړيتوب لوي چانس لري. ولي ددې هېوادو د غړيتوب سره مخالفتونه هم د پامه نسي لېري کېداي. مثلاً په اروپا کې ايتاليا د المان د غړيتوب سره مخالفه ده. په اسيا کې چين د جاپان او پاکستان د هند د غړيتوب سره موافقه نلري.

 

ددې ګزارش اصلي جوهر په دې ټکې کې پروت دی چې د ملګرو ملتو د سازمان په بدنۀ کې دي داسي اصلاحات او جوړښت  رامينځته سي چې د مړو او طاقتوره غړو هيوادو د په خپل سر او خود غرضه کړو او اقداماتو لاس دي لنډ او د هغوي مخنيوی  دي وسي. د غړو هيوادو د ډله ايزو پريکړو درناوی  او يوازي د هغوی و ګډو پرېکړو ته  دي مشروعيت ورکول سي.

نړيوالو د ياده نه دي ايستلي چې ددې سازمان پريکړه ليکونه اوهغه بحثونه چې د فلسطين د مسئلې، يوګوسلاويا، عراق، چيچن او سودان او ډېر داسي نورو هيوادو په هکله را پورته سوي دي نو تر ډېره حده د امنيت د شورا د دائمي غړو هيوادو د ګټو او غوښتنو تابع ګرځيدلي دي.

 

په ملګرو ملتو کې د نړۍ غړي هېوادنه  د ملګرو ملتو  د دې  نړېوال سازمان نه  غواړي چې کوم پرابلمونه او کړکيچونه  چې اوسنۍ نړي ور سره مخامخ ده  په دې سازمان کې ويوه داسي جوړښت ته سترګي په لاري دي چي د نړۍ  دټولو اوسېدونکو  اوپه دې سازمان کې د ټولو غړو هېوادونو دغوښتونو او ارمانونو ږغ  پکښې راپورته او د دوي د غوښتونو او ټولنيز عدالت د اصولو د تامين

په چوکاټ کې ور ته د حل لاري چاري پيدا سي.