خو زه بيچاره!؟؟؟

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2154
پوهنمل محمود نظري
دخبریدو نیټه : 2005-02-12

                     خو زه بيچاره!؟؟؟
د ډم ( سلماني) نه پوښتنه وشوه:
- ستا او ډاکټر تر مينځ توپير په څه کې دی؟
هغه وويل:
-  هيڅ، دواړه سپيني چپني اغوندو، دواړه د دوکان د خلاصيدو اجازه
لرو ،دواړه له جارحه وسلو څخه کار اخيستلای شو  ،دواړه تر سلو افغانيو) زيات
فيس اخلو.....
خو زه بيچاره!؟؟؟
هو! خو زه بيچاره د مشتري د وژولو حق نه لرم او هغه يې لری (په افسوس او ډير اسکيرلي ږغ )