راګيري
مدير جانان په منډه منډه د غونډي کوټې ته ځان ورساوه، هغه سوچ کاوه چي پرې ناوخته شوي دي نو د دروازی د چولې نه يې دننه وکتل د رييس لاس يې د کوم شي په رای اخېستنه کې پورته وليد نو د ده لاس هم هلته په دهليز کې اتومات پورته شو او تر ټک ټک وروسته د غونډي کوټې ته ننوت اود نورو غړو په مينځ کې کيناست د ده وروسته مديرزمری، مدير اکرم،مدير چټک، پريګله.... چې د هغو هم ښی لاسونه پورته وه يو د بل پسې کوټي ته ننوتل.
رييس د دې اکر (وضعی) په ليدو لږ سور واوښت اوموسکی شو او ويې ويل:
- وبښی! زما په تخر کې مردار دانه راختلي ده او نشم کولای لاس ټيټ کړم، خير په پر ډول لکه چې د غونډي ډير غړی پوره دي نو غونډه رسماً پيل کوم.