محترمو وروڼو!اتم (۸)له محاسنو
داسلام څخه زکات دئ .
بايد ووايم چي هر دسالم اودصحیح عقل خاوند چي له تعصب اوله عناد څخه خالي وي اوداسلام
دمقدس دین په دغه سپیځلي حکم اوفرمان کښي چي(واتوالزکوة) دَی عقل او فکروچلوي اوکوم مصلحتونه اوګټي چي
دانسانیت ، شخصیت ، اجتماعیت اواقتصاد اوددنیا اوداخرت په اعتبارداسلام په دغه مقدس حکم کښي پرتي دي په
غور اوپه تعمق دنظر سره ملاحظه کړي اوسربیره پردې په دې اړه وخلګوته د الهي ترغیب اوترهیب هم مطالعه وکړي
نوپه حتمي ډول به دزړه له کومي داووايې چي بیشکه داسلام پاک دین په اعلی درجه دمحاسنو اودښیګڼو دین دئ او ټول
قبائح اوبدۍ اوناخوالي له اسلام څخه دباندي دي .
اوکه بالفرض له اسلام څخه پرته په بل کوم تهذیب اوم
هب کښي څه محاسن او ښیګڼي وجود ولري نوباید داسي ووایوچي هغه یې داسلا م له ویبپاڼي څخه غلاکړیدي، لکه چي
په دي اړه زمایوشعر دئ :
اصلي حسن اوکمال ټوله ځمادئ
که زمین دئ که
اسمان پردي ګواه دئ
که بیاهم یو څه له تاسره موجود وي
هغه تاوړئ له ماڅخه په غ
ادئ
محترمومسلمانانو! اول داسلام ددغه حکم چي زکات دئ و حکمتواوګټو ته ځیرسۍ :
اول(۱)دزکات لفظ په لغت کي
ونماکولوته اوو زیاتیدلوته اوپاکیدلوته اووصلاح ته ویل کیږي ،
چي معني یې له (زکی یزکوزکاة وزکاءً) څخه
ااخستله سويې ده .
اوپه شریعت کښي دزکات دلفظ اطلاق پردؤ معناوو باندي کیږي :
اول : اداءکول دهغه
حق چي په خاصو مالو کښي پرخاصه طریقه پرمسلمان باندي فرضیږي اودفرضيدو لپاره یې( حولان دحول)یعني تیریدل دکال
اونصاب شرط د ئ .
دوهم : دزکات لفظ ومال مخرج ته ، یعني هغه قدر مال ته چي پرمسلمان باندي یې دزکات په نیت ایستل له خپله ماله څخه فرض وي هم زکات ویل کیږي په دغه نامه کښي شریعت دزکات وځینو غټو مصلحتو اوګټوته اشاره کړيې ده :
اول( ۱ ) : دزکات د ایستلوپه وجه دزکات ورکونکي په مال کښي نما اوبرکت
پیداکیږي
دوهم( ۲) : دزکات ایستلو په وجه دزکات ورکونکي مال کمیږي نه بلکي زیاتیږي اوډیریږي
دریم(
۳ ) : دزکات ورکولو په وجه دمسلمان ومال ته طهارت او پاکي حاصلیږي
څلورم( ۴ ) : دزکات په وجه زکات و
کونکي طاهر او پاک ګرځي ، په دې ډول چي که يې زکات نه وائ اداکړئ نو بيا به ګناه ګار سوئ وائ او د ګناه په
نجاست به ملوث اوککړ سوئ وائ .
پنځم ( ۵ ) : د زکات د ورکولو په وجه د زکات ورکونکي نفس د بُخَل له نا وا خوۍ څخه پاکيږي کوم چي د انسان لپاره په هر لحاظ خرابوونکئ صفت دئ .
شپږم ( ۶ ) : دزکات د ورکولو
په وجه زکات ورکونکئ د سخاوت په مُقَدس صفت سره موصوف ګرځي ، کوم چي د انسان لپاره په هر لحاظ له ډيرو کاملو صفتو
څخه دئ .
د اسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي ـ : سخي انسان وخدائ ( جل جلاله ) ته
نزدې دئ ، و خلګو ته نزدې دئ ، او و جنت ته نزدې او له دوږخ څخه ليري دئ ، او بخيل سړئ له خدايه ،
له خلګو او له جنت څخه ليري دئ او دوږخ ته نزدې دئ .
اوم (۷ ) : د زکات د ورکولو په وجه د زکات ورکونکي
مَشاعِر او حواس د مال او دولت د سوچ او فکر له سَلَطې څخه ــــ او دده زړه د دُنيا د ميني او محبت له
غلبې څخه نجات پيداکوي ، کوم چي د انسان ټول شريف حيثيتونه بربادوي .
د اسلام پيغمبر ( صلی الله ع
يه وسلم ) په يوه مبارک حديث کښي چي امام غزالي رح يې په ( احيآءالعلوم ) کښي ذکر کړئ دئ فرمايلي
دي چي :
دوه شرموښان او ليوان چي وږي وي او د پسو ويوې رمې ( ګلي ) ته ور ايله سي ، نو دومره
فساد او خرابي نه رسوي لکه څونه خرابي چي د انسان ودين ته دغه دوه صفتونه رسوي :
۱ ـ محبت د دُنيا
اومال
۲ـ محبت دجاه او منصب .
اتم ( ۸ ) : دزکات د ورکولو په وجه زکات ورکونکئ له رحمت او
شفقت سره د الله تعالی پر مخلوق باندي عادت نيونکئ ګرځي .
نهم ( ۹ ) : دزکات ورکولو په سبب دفع
دحاجت د محتاجانو راځي ، او د فقر او احتياج له مشقت څخه په جامعه کښي مجبور خلګ نجات پيدا کوي
.
ځينو بزرګانو عالمانو ذکر کړيدي چي عادت د الله ( جل جلاله ) پر دغه باندي جاري دئ چي په هره م
نطقه کښي الله ( جل جلاله ) دونه غنيان او مالدار خلګ پيداکوي چي که دوۍ په کامله وجه د خپلو مالو زکات
وباسي نو په هغه علاقه کښي چي څونه محتاجان او مسکينان وي د هغوۍ ټولو په دغه زکات سره تر بل راتلونکي کاله
پوري چلاؤ او ګذاره کيدلائ سي .
لنډه داچي اسلام په دغه حکم کښي هم بې حسابه مَصالح د
فَرد او د مُجْتَمَع په فهم کښي نيولي دي .