د سلطان صلاح الدېن اېوبي د وخت رېښتونې پېښې(۳۲)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21754
د قرېب الرحمن سعېد ژباړه
دخبریدو نیټه : 2008-10-29

مکمل غېر سېاسي: اېا زمونږ  دهیواد اوسنې حال خو همداسې نه دې؟

د التمش لېکنه
داېمان پلورنکوداستان دوه دیرشتمه  برخه پرلپسې(۸۶-۹۱)
«دا ستا دقوم   دسپاهیانو لاشونه  دي ، دوی د هغه پادشاهانود غوښتنو ښکار  ګرځیدلي  چې داسلامي سلطنت دله منځه وړلو له پاره د  انګلیستان ، فرانسې ، جرمني ، ایټالیي او ....دکوموکومو  ځاېو څخه دلته  راغلي و»( عماد هاشم)
او کله چې «ایونا» په  عایشې بدله   شوه: (۸-۳)
کله چې هغوی د (شوبک) دروازې ته ورسیدل  نو دبلې ورځ  لمر  را ختلې و ،  هغوی  په صحرا کې یو ه شپه  تی ه  کړې وه ،  هغه ځاې ته   چې عماد  غوښتل دا نجلۍ  یوسي  نو دهغې  ځاې په هکله ئې وپوښتل  او  ور  روان شو. آسونه د ښاره  څخه  تیریدل ، او خلکو ”ایونا»  ته  کتل ، په تلو تلو  کې عم اد  د یوه کور سره خپل  اس و دراوه ، او هغه  بندي درواز ې  ته  ئې وکتل ، ”ایونا»  ترې وپوښتل ،« دلته ولې  و دریدې ،؟»  هغه داسې و  لکه هیڅ  يې  چې   نه وي  اوریدلي ، دوازې  ته لنډ  و غې او په آس  سپور   ئې  دوه  درې  ځلې د  دروازې  دړه و ټکوله . یو زوړ   سړي   د وازه  پرانسته .
«دلته څوک اوسیږي؟»  عماد  ترې په  عربي ژبه  و پوښتل .
« هیڅوک نه » هغه  زوړ  سړي  ځواب ورکړ ،«د عیسایانو یوه ښځه په  کې  اوسیدله  خو کله چې زمونږ  فوځ راغې نو دهغې ټوله کورنۍ و تښتیدله »
«اوس  پرې تا  ولکه کړې ده ؟»
زوړ  وويرید . هغه وکتل  چې سپور  یو فوځي دې  اود هغه  څخه  پوښتنې ګرويزنی کوي ، چې د عیسایي  په  کور  هغه ولې  ولکه کړې ده ، په داسې حال کې  چې سلطان ایوبي د اعلان په واسطه دا حکم کړې و  چې  د کوم  مسلمان  په واسطه دې   هیڅ عیسائې ته زیان  و نه رسیږي .اوکه نه سخته سزا  به ورکړل  شي. هغه زوړ  وويل .«ما پرې  ولکه  نه ده کړې ،ددې دساتنې  له پاره  دلته را غلی  یم ،  زه به دا بلکل  بند کړم .ددې مالک  ژوندې دې   هغه م سلمان دې   او د پنځلس  شپاړس  کالو  راهیسې په  هغه بیګار  پنډ غالي کې  پروت  دې .
« ولی د مصر امیر هغوی   دپنډغالي  څخه نه دي  ازاد کړي ؟» عماد  ترې و پوښتل.
« دهغه ځاې مسلمانان  اوس  ازاد دي  خو لا تر اوسه  په  پنډغالي کې دي .»  زاړه   ځواب ورکړ. « خو  دهغوی ټولو وغتیائې  حالت  دومره خراب  شوی دې  چې  دروند صلاح الدېن ایوبي ورته اوس  شیدې ، غوښه ،  دوائیانې او  د   ښه  اوسیدو  انتظام کړې دې  زیات شمیر ډاکټران د هغوی رو غتیائې  حال  څا ي ، دهغوی څخه  چې دهر یوه   صحت  ښه کیږي  نو هغه خپل کور ته  ور لیږي ، هلته  چې څوک  اوسیږي نو دهغوی خپلوان دهغوی دکتلو  له پاره   هملته ورځي. ددې کور خاوند هم هملته  دې ، یوخو هغه  ډیر زوړ  شوی دې  او بل دا چې  پنځلس  شپاړس  کاله  ئې  د پنډغالي  اذیتونه ګاللې دي ، هغه  یواځې  ژوندې دې  زه ئې کله کله   کتلو ته ورځم. هیله ده  چې  روغ  به شي ، ما هغه  ته ویلي  چې دهغه کور خالي شویدې .»
« دهغه  خپلوان  چېرې  دي ؟» عماد  ترې وپوښتل .
« هیڅ یو ئې هم  ژوندې نه دې ،» زاړه ځواب  ورکړ  اودرې  څلور کوره  لرې ئې د یوه کور  په لور  اشاره وکړه  او وئې ويل ،« هغه زما خپل کور دې ، زه  ددې خلکو  ګاونډي  یم  خو تاسې را ته دهغه خپلوان  ويلې شئ ،»
عم اد  ددې پوښتنې  وروسته  چې دننه خو مستورات  نه  شته ، دآس  څخه  راښکته شو او دننه ولاړ ، په دېوالونو ئې  لاس وواهه ، هغه  خپلې اوښکې  وچولې ، ”ایونا» ئې د اوښکو  د راتلو علت و پوښته ،هغه ځواب ورکړ .« خپل کوچنیوالې  لټوم ، زه ددې کوره  تښتیدلې وم ،، دا زما  کور دې ،»دهغه  اوښکې  را  واني  شوی اودهغه  زوړ  څخه  ئې  وپو ښتل ،««ددې  خپلوان مړه شویدې، دهغې اولاد  هم و؟»
« یواځی  یو ځوي  ئې  په څنګ  شوی و ، چې د عیسائې غلو څخه زمونږ کورته   را تښتیدلې و ،» زاړه  ځواب ورکړ ،« ما هغه شام ته ولیږه  ځکه  که دلته اوسیدلې نو وژل کیده  به .»
 عماد ته هغه شپه  په یاد شوه  چې  دخپله کوره  تښتیدلې وه او دګاونډي کور کې ئې پنا اخستې وه ، هغه همدا ګاونډي و ، خو هغه دې زوړ سړې ته و نه ويل  چې هغه هلک  چې تا د(شوبک)  څخه شام ته استولې و هغه همدا ستا تر مخ   ولاړ ځوان دې  چې ته ورته  قصه  اوروې ، دعماد  له پاره  په خپلو  جذباتو کنترولول  ډیر ګران شول ، خو بیا هم  هغه  یو سخت  روزل  شوی  عسکرو. هغه  زوړ ته ئې  وويل « زه ددې  کور دخاوند سره کتل غواړم ،ماته دهغه نوم را وښایه ،» زاړه  هغه ته  دخپل  پلار  نوم  ور  وښود اوعماد ته  هم دخپل پلار نوم په ډیره   ښه توګه په یاد  و.
« دهغه  هلک  یوه خور وه ،» زاړه ورته وويل «ډیره  کوچنۍ وه  هغه عیسایانو تښتولې وه ،او دهغې  د تیښتې  وروسته  بیا ددې کور  ټول  وګړي د عیسایانوپه لاسو  ووژل  شول .
« ”ایونا» » عماد  نجلۍ ته وويل « دخپل مقدس  صلیب  د پالونکو  کرتوتونه دې واوره  »
”ایونا»  هیڅ  ځواب  ورنکړ . هغې  چت  ته کتل ، هغې ددروازې یوه پله بنده کړه اودهغې دشا لورې ته ئې مخ کړ. په دروازې  باندې درې څلور  وړې وړې  خو ژورې  ژورې   لیکې کندل شوې وې هغه کیناسته او دا کندل شوی لیکې ئې به  ډیر  غورسره  کتلې ، عماد  هغه د سترګو  لاندې  څارله ، ”ایونا» په  هغو  کندنو باندې  لاس  راښکوده ، هغه  پورته شوه   او دنورو  کوټو د لید و  له  پاره  ولاړه ، هلته ئې هم  په همداسې  کندل  شوو  لیکو باندې  لاس کشاوه او د څه ټون  ئې کاوه ، عماد ورغې او ترې  وئې  پوښتل ،« څه  ګورې ؟ »
نجلۍ  ورته وخندل او وئې ويل « ستاپه څ یر  زه هم خپل کوچېنوالې لټوم ،» هغه دعماد  څخه وپوښتل « داستاسوکور و ؟  نو ته  بیا ددې ځاېه  تښتیدې ولې ؟»
«د همدې ځاېه » عماد ځواب  ورکړ  اوهغه ته ئې واورل  چې څه ډول دهغوی په کور عیسایانو  ح مله کړې وه او دهغې مور او ستر وورور  ئې ورته  ووژل ، او  زه  و تښتیدم او ما  تر اوسه  پورې  دا درک کوله  چې پلار  به  مې  هم وژل  شوې وي. خو دا  زوړ  وائې  چې  پلار  مې په  پنډ غالي کې ژوندې دې .
« تا هغه زوړ  ته ويلي دي   چې  هغه هلک همدا  ته  وی  چې  تا ورته  پناه  ورکړې وه ؟»
« مانه غوښتل  اوس  ورته ووایم » هغه د تذبذب  په حال کې وويل .
”ایونا» هغه ته په ډیر غور  سره کتل ، او هغه  زوړ  دوی دواړو ته کتل اوحیران  ولاړ و  چې دوی دواړه  دلته څه ګوري . عماد  د کوچنیوالي  په یادوونوکې ورک  شوی و ، زاړه  ترې و پوښتل «  ماته  څه حکم  شته ؟»
عماد ټکان وخوړ  او په حکمي  لهجي ئې  ورته  وويل  چې « دا کور  چې  اوس  تا سره  دې  په  پخپله  به ئې ساتې.»   او ”ایونا» ته  ئې وويل  «  را ځه  چې ځو »
« ایا ته دخپل  پلار  سره نه ويني ؟ » ”ایونا» ترې و پوښتل .
 تر هر څه دمخه خپله دنده  تر سره کوم .» عماد ځواب ورکړ ،«ما به هلته  په شګلوړه صحرا  کې خپل قومندان  لټوي ، هغوی  به  زه په  مړو کې شمیرلې یم ، هلته ماته اړتیا  ده، را ځه - زما  سره - راځه ، چې زه دا امانت  چاته  وسپارم .»
***** (۸۹)
نجونې  ،نجونې  ، نجونې » سلطان ایوبي   په غوړیدلي  اواز  سره   علي بن سفیان  ته وويل : « ایا دا کمبخته صلیبیان  زمونږ په لارو کې  ولې دنجونو دېوالونه  جوړوي ؟ ایا هغوی غواړي دا نجونې  زمونږ ت مخ و نڅوي  او د(شوبک)  کلا  زمونږه  څخه بیرته واخلي ؟
«درونده امیره ! » علي بن سفیان ورته  وويل ،«  ته   پخپله د خپلو خبرو  تردېد کوی ، د ا نجونې  دېوال  نه  شې  جوړیداې ، ددوی  څ خه د دېمک  چېنجي  جوړ شوي ،او ددېمک کار تر سره کوي . ستا  او د محترم  نورالدېن  زنګی تر منځ  دغ طيو د راپیداکولو کار د همدې  نجونو  په واسطه  تر سره کیږي ، او همدې نجونو دشرابو او حشیشو په واسطه  مسلمان حکام او امراء  استعمال کړيدي .»
«دا  هماغه  موضوع  ده   چې مونږ پرې د سلو ځلو څخه  زیاتې  خبرې کړې دي ، سلطان ایوبي  ورته وويل « ماته دهغو نجونو په هکله څه ووایه ،دا خو څ ګنده  شوی  چې هغوی اته واړه  جاسوسانې وی ، ایا هغوی تر اوسه پورې کوم  نوي  انکشاف کړې اوکه  نه ؟»
« هغوی ويلې  چې په (شوبک) کې صلیبي تخریبکاران  او جاسوسان  شتون  لري ،علي بن سفیان  ځواب و کړ ،« خو دهغوی  څخه  هیڅ   یو  په نښه  شوی نه دې . ځکه  چې  دهغوی دکورنو او  د اوسیدو د ځاېو  مالومات  نشته ، ددوی څخه ئې درې   څه موده په مصر کې پاته شوی هم   وی اوتازه  راګرځیدلي دي ، هغه کار  چې هغوی هلته کړې هغه مو تاته  ‎پخوا  ويلي دي .»
« ایادوی اوس په بنديخانې کې دي؟» سلطان ایوبي ترې وپوښتل .
« نه  » علي بن سفیان ورته وويل ،« هغوی  په  همغه خپل پخواني ځاې کې  پاته دي . ساتونکي پرې ولاړ دي .»
په دې وخت کې دروازه چي  دننوت  اووئې ويل   چې « عماد شامي قومندان   یوه  صلیبي نجلۍ  له ځانه  سره  راوړې   او وائي چې هغه  ئې  د (کرک)  د لارې  څخه  را نیولې ده ، او دانجلۍ  جاسوسه ده،»
«دواړه  دننه  راو لیږه  » سلطان  ایوبي  ورته ووي .
 ددروازه چي د وتلو سره سم   عماد او ”ایونا» دننه  راغلل ،سلطان ایوبي  عماد ته وويل  چې  «مالومیږي  چې د ډیر لرې  ځاېه  څخه  راغلی ئې ، ته له چاسره ئې ؟»
«زه په شامي فوځ کې یم ،» عماد ځواب ورکړ ، «زما د قومندان  نوم اهتشام بن محمد دې  اوزه  د البرق  د ډلې  قومندان یم ،»
« البر   اوس  په څه  حال کې دي.» سلطان ایوبي ترې  وپوښتل ، او علي بن سفیان ته  یي وويل « البر ق   په  حقیقت کې برق  دې ، کله چې مونږ په سوډانيانو باندې  غلچکي شپیني  بریدونه  کول نو قیادت د الب ق  په لاسو کې و . په صحرايي  عملیاتو کې  ددوی  مثال  نه  تر سترګو کیږي .»
«ستره  سالاره ! » عماد  ورته وويل .«  ډله مې د الله ج  په لاره کې  قربان  شوی ده ، زما په ډله کې یواځې  زه پاته شوی یم .»
«تاسو خو به ډیر  کسان  له لاسه  نه وي ورکړي  ؟» صلاح الدېن ایوبي ترې  وپوښتل « د  م ړو  شوو اوقربان  شوو تر منځ  ډیر  توپیر  شته »
«نه درونده  سالاره ! »عماد  ځواب  ورکړ. «الله ج   ګواه  دې  چې مونږ د یوه  یوه  کس  په بدله کې شل شل صلیبیان  له تیغه  تیر کړي دي . که چېرې د صلیبیانو فوځ  خپلو  ځاېو ته  بیرته ستانه  شوې وي  نو هغه  به یواځی زخمیان وي ، م ونږ د فلسطین  ځمکه د صلیبیانو د وينو په رنګ  سره کړې ده ،  زمونږ  نور  دلګي  هم  په دښمن باندې دقهر په څیر  را  وریدلې دي  اوس په دښمن کې دومره توان  نه  شته ، چې په  لږ وخت کې   بل   جنګ  ته ځانونه   چمتو کړي .
« او ته ! »سلطان ایوبي د نجلۍ  څخه و پوښتل« ایا  ته غواړې چې په خپل اړوند مونږ  ته  هر څه ووائې ؟»
« هر څه  وایم »”ایونا»  ورته   په  آدب  سره  وويل  او دسترګوئې  اوښکې د اوبو په څیر  روانې  شوی .
«عماد  شامي ! » سلطان  ایوبي  عماد ته وويل «  فوځي  ارام ځاې ته ولاړ شه ، ځان پریمنځه ، نن ورځ  اونن  شپه ارام  وکړه ، سبا  بیرته  خپل  فوځي ډلې  ته ستون  شه .»
« ما له ځانه  سره ددښمن  دوه  آسونه  هم راوړي دي»  عماد  ورته وويلې « او دهغوی توري   هم .»
«اسونه  تبیلو ته او  توري وسله تون  ته  تسلیم کړه»   سلطان ایوبي ورته  وويل .اوبیا ئې  د لږ  څه ځند  وروسته وويل « که  چېرې  په  هغو اسونوکې کوم یو ستا د اس  څخه غوره وي هغه  بدل کړه  ، هلته په محاذ کې داسونو حال څنګه و؟»
«کومه اندېښنه نه شته » عماد  ورته وويلې « چې یو اس  مو له منځه  ځي نود   صلیبیانو دوه  اسونه  تر اسه کوو.»
عماد سلام وکړ او بیرون  راووت ، هغه خپل  امانت سم  ځاې ته  رسولې  و .  عماد  که  له یوه  اړخه   فارغ  شوی و   خو د بله اړخه  ئې زړه دروند و ، دا د جذباتو  دروندوالې و، دا  د کوچنیوالي د یادوونو دروندوالې و اودا  دهغه  پلار د محبت  اومیني دروندوالې و  چې تر اوسه  په پنډغالي کې  شته و. دجنګ  تر ختمیدو  پورې   هغه  نه غوښتل  د خپل  پلار سره  وويني ، ويریده  چې د پلار مینه  او  د زړه پخواني زخمونه  به ئې  د دندې تر مخه  خنډ  وګرځي ...... هغه خپل  آس  پسې  دوه  نور اسونه  تړلي و او د تبیلې  په لور  روان و  هغه ته د چاپیریا ل  په هکله هیڅ  احساس  نه کیده، هغه  اسونه  یوه  لورې  ته یوړل  او مخامخ  ئې وکتل  چې د (شوبک) دکلا دننه  برخه  ټوله تر سترګو کیږي ،  ودرید او د کلا لیدنه ئې پیل کړه ، چېرې  پیدا  وی و دکوم  ځاېه  وطن پریښوولو ته  اړ شوی   و ، جذباتو پرې  نور  هم   ډیر  دروندوالې کاوه .
« د لارې  لرې   و دریږه ! » چا  پرې  اواز وکړ ، هغه  شاته وکتل  چې  یو اس سپوره  له  را  روانه  ده ، هغه خپل آسونه  یوه اړخ  ته کړل ، کله چې د اس  سورو اخري  کس   ددې څ خه تیریده  نو دعماد څخه ئې وپوښتل  « د بیرون  څخه  را غلي ئې ؟ » دهغه ځاېه  څخه څه خبر  دې ؟ »
«د الله ج  کرم دې   دوستانو ! هغه ځواب  ورکړ ،« دښمن   له منځه تلونکې دې ، (شوبک)  ته هیڅ   خطره نه شته ،»
ډله  مخته  ولاړ ه او  عماد  ښي  لورې  ته   را وګرځید....
*****(۹۰)
 « ماله تاسې  څخه  هیڅ  هم نه دي پټ کړي »  ”ایونا»  دسلطان ایوبي  او علي بن سفیان   تر مخ  ناسته  وه او ويل ئې  .  هغې ويلي  وچې جاسوسه ده، دائې هم ویلي و چې  په قاهر کې  یوه میا ت  اوسیدلي  ده ،  او هلته ئې  د یو څو مسلمانو  چارواکو نومونه  هم وښول ، چې د سلطان ایوبي  پر خلاف   ئې کار کاوه ، او هغې دا هم  ويلي و  چې  د صلیبیانو   له  اړخه  سوډانيانو ته  ډیره  زیاته مرسته  رسیږي ،  او د صلیبي  فوځونو تجربه لرونکي   قومندانانو ته  د پیني  غلچکي  عملیاتو  له پاره روزنه  ورکول  کیږي .... ”ایونا»  د چا دپو ښتنې پرته  دومره زیاتې  خبرې و کړي  چې  یو  جاسوس  ئې د اذیتونو د ورکولوو  وروسته هم کولو ته  غاړه  نه  ږدي . ځکه  چې  په داسې  خبرو کې دهغه  جاسوس خپل  ذات   هم ککړ وي . د”ایونا»  په دې څ ګندونو  علي ته شک  پیدا  شو .. .
«”ایونا !»  علي بن سفیان  ورته  وويل «  زه  هم  ستا  د  فن   لو بغاړې  یم ، زه ستا ستاینه کو م  چې د  ډیرې  سترې  مرتبي  لوبغاړې ئې ، زمونږ   د بنديخانی او  اذیتونو  څخه دخوندي پاته کیدو   په خاطر  او  زمونږ د  بې لارې کولو  له پاره  ستا دا  طریقه د   ستاینې  وړ ده .  خو زه  به  ستا په دې  دوکه  اوف یب  کې  را نشم .»
«ستا نوم؟»  ”ایونا»  ترې  وپوښتل .
«علي بن سفیان » علي ځواب ورکړ . «  تا به د(هرمن)  څخه  زما نوم اوریدلې وي»
”ایونا»   را پورته شوه  او  سوکه سوکه دعلي بن سفیان  څ نګ ته ر اغله  په  دواړو  زنګونونو کیناسته ، دعلي بن سفیان  ښې  لاس ئې  را واخست  او ښکل  ئې کړ .«  ستا په ژوندي کتلو باندې  زه ډیره  خوشحاله  شوم .، ستا په هکله ماته  ډیر  څه ويل شوي و . (هرمن)   به ویلې  چې  که  علي  بن سفیان له منځه یوسئ   نومونږ  بیا د مسلمانانو   په  جرړو کې ځان  ور ننه  باسو او  د جنګ  جګړې  پرته  به  ئې  له منځه  یوسو » »  نج ۍ  بیرته   پورته   شوه   او په خپل ځاې  کیناسته.
« ما هلته  په  قاهره کې هڅه وکړه  چې تا وووينم خو بریالۍ  نه شوم. ، هلته زما په  شتون   کې ستا د  وژلو  پلان  جوړ  وی و ،  خو بیا  ئې را ته  و  نه ويل   چې هغه پلان بریالې  شو  او که نه .  زه ئې بیرته  (شوبک)  ته  را وبللم.»
«مونږ  څه ډول  ډاډ من  شو  چې هغه  څه  چې ته وائې بلکل  سم او صح یح دي ؟»  علي بن سفیان  ترې و پوښتل.
«تاسې ولۍ پر  ما باور  نه کوئ؟» نجلۍ ترې  په قهرېدلې لهجې  وپوښتل .
«په دې خاطر  چې ته  صلیبي ئې ؟» سلطان ایوبي   ورته  وويل.
که  چېرې زه تاسې دا ووایم   چې زه صلیبی نه  بلکه مسلمانه  یم  نو تاسې به ووائې  چې دا هم درواغ  دي ،  نجلۍ  ورته ووي   «  زما سره هیڅ  ثبوت  نشته ، شپاړس  اولس کاله  کیږي  چې  زه دهمدې کلي  څخه تښتول  شوی  وم ، اوس  چې  راغلم  ماته مالومه  شوه  چې  زما پلار  په پنډغالي کې دې ، هغې دخپل پلار نوم  و ښود  او دا  ئې هم وويل  چې هغې ته  د خپل پلار د نوم  مالومات هم همدا  اوس  وشو ، هغې وويل  چې  عماد  هغه څنګه  او په څه ډول  په صحرا کې   خوندي و ساتله ،  او بیا دې  غوښت   د شپې  له اړخه  هغه ووژني  خو  دهغې  د خنجر لاس   نه پورته کیده ،  او زیاته  ئې کړه  چې « ما د ورځې  له اړخه د هغې مخ  ته او سترګو ته  بیا  بیا کتل ،  زما  زړه کې داسې  اح ساس  را بیداریده   او  زه  په  شک کې  لويدم   چې  ما عماد  ددې  پخوا  چېرې  کتلې و  او پیژنم  ئې .  خو  ما ته  نه په یادېږي ،  ما دهغه  څخه و پوښتل  نو هغه وويل   چې داسې نه شي کیداې ..... د شپې   دوه صلیبی سپاهیانو پر ما باندې برید وکړ  نو  عماد  راپورته  واو یو  ئې په  برچې باندې وواژه  . ما تر  هغه وخته  پورې  خپل   ځان  صلیبي  ګاڼه  او زما   ملاتړ  هم د صلیبیان  سره و ،  خو ما هغه  دویم  صلیبي  په خپل  خنجر باندې  هلاک  کړ   ، زه په دې خوشحاله  نه شوم  چې ما دهغوی  څخه خپل   عزت  خوندي کړ  بلکه پر دې  خوشحاله شوم  چې ما د عماد  ژوند خوندي کړی  و .....
« او کله  چې په لاره کې  عماد  زما  سره   دخپل ځان  په  اړه  جذباتي  خبرې وکړې  نو په ژوندانه کې  دلمړي  ځل   له  پاره  زما په سینه کې  هم  احساسات  را بیداره  شول ،  په ټول  سفر کې مې   عماد   ته  کتلي دي ، ماته  همدومره  یاد و  چې  زه په   کوچنیوالي کې  تښتول  شوی وم ،  خو دا یاد  به هم په ذهن کې  د ګرد په څیر  ورکیده، تاسې  ته به مالومه وي  چې زما په څیر  نجونې  څ نګه  روزل  کیدلې ، د کوچنیوالي  یادوونه  او  اصلیت  د انسان د ذهن  څخه  بیرون وځي ، او  زما همدا  حال  و . خو  ماته  ډاډ   را پیدا  شو  چې زه  عماد  د پخوا څخه پیژنم . دا د وينی  راښکودنه   ده ،   سترګو   سترګو  او زړه زړه  و پیژانده ،  شونې ده  چې  عماد  هم  همداسې  محسوس  کړې  وي  او   د همغې  احساس  اغیز وي  چې  هغه زما په  څیر زړه وړونکې   نجلۍ  داسې  له سترګو  غورځوله  لکه  دهغه سره  چې هیڅوک  ملګ ې  هم  نه  وي ، هغه ډیر ځل  زه په  ژور و  سترګو  سره   کتلم .»
”ایونا»  په تفصیل  سره خپله خبره  اوروله  اووئې ويل  چې: (شوبک)  ته را ننوتلو ، بیا عماد  د یوه  کور  تر مخه  و درید  او مونږ دواړه   هلته دننه  ورغلو..... هغه وويل «  دا کور  مې چې وکوت  نو زما  د کوچنيوالي یادوونه را بیداره  شول ،  ما   په خپل ذهن  باندې  د زور  را وړلو اړتیا   احساس  نه کړه  ،  دا پخپله  ذهن  و  چې زه ئې  ددې کور په ځاې ځاې کې   ګروځولو ته اړ کړم ، ما د یوي  دروازي  چپ اړخ وکوت  هلته  ما ته د  خنجر په  څوکه  کندل  شوی  لیکې  تر ست ګو  شوی  چې هغه  ما  د مشر ورور  د توري  په  څوکه   کندلې وی . زما ذهن  زه دېوي  ب ې    دروازې  شاته  یوړم ، هلته هم همداسې لیکې  وی ،  بیا ما عماد    نور هم   په  ډیر  غور سره وکوت ، دهغه د ږیرې  سره سره  بیاهم دهغه هغه شپاړس  اولس کاله  پخوانې  صو ت   مې په ذهن  کې راغې ، ما خپل  ځان په  ډیره  ستونزمنه  توګه   کنترول کړ ، ما عماد  ته نه دي ويلې  چې  زه د هغې خور  یم . هغه دومره  پاک  فطرته او سپیڅلې انسان او  زه دومره  ناو ې او ناپاکه  نجلۍ ،  هغه دومره غیرتمنده   اوزه  دومره بې غیرته ،  که  چېرې  ما  هغه ته  ويلې واې  نو مالومه نه ده  چې  هغه  به له ماسره  څه کړې واي.»
په دې وخت کې  علي بن سفیان څو ځله سلطان ایوبي  ته  کتل ،  خو هغه نجلۍ ته  اوس  هم د شک په سترګو لیدل ، مګر د نجلۍ  اح ساساتي څرنګوالې ، د هغې  اوښکي  او ځیني الفاظو  سره د هغې  سلګۍ وهلو  په دواړو  داسې  اغیز کړې و چې ووائې  چې   دنجلۍ  خبرې  ریښتیا دي ، نجلۍ  په اخر کې  هغوی په دې   قانع کړل   چې دهغې په هکله  دې مالومات  را ټول کړي ،  هغې وويل « که تاسو پر ما باور کوئ او که نه ،ما په  بنديخانه کې واچوئ ، هر څه  چې مو زړه  غواړې  را سره ئې وکړئ ، زما نور هیڅ نه دي  په کار ، زه نه غواړم پس  له دې  ژوندۍ  و اوسم. که  چېرې تاسې  اجازه  راکوئ  نو زه  به د خپلو  ګناهونو د بښ و  له پاره  څه وکړم »
« ته څه کولې شې؟»  سلطان ایوبي  ترې  و پوښتل .
« که چېرې تاسې ما (کرک)  ته ورسوئ ، نو زه به دصلیب  درې  څلور  پادشاهان   او د خپلې شبکې مشر (هرمن)  ټول  له منځه  یوسم »
«مونږ  به تا  تر (کر ک)   پورې  ورسوو»  سلطان ایوبي ورته وويل «  خو ددې کار  له پاره نه   چې ته هلته  څوک   ووژنې ،  زه  غواړم   به تاریخ کې داسې تهمت  تر شا  پرې نږدم   چې  صلاح الدېن ایوبي  خپل دښمنان  د یوي  ښځي  په  لاسو   ووژل ،  په داسې ح ال کې  چې په (شوبک)  کې ئې  فوځ  ناست و . که  چېرې  ما ته دا مالومات  تر لاسه  شي  چې دص یبیانو کوم  پادشاه  په  کوم  لا علاجه  ناروغتیا  ککړ دې نو زه به دهغه دعلاج  له پاره  خپل  طبیبان  ور واستوم ، اوبیا مونږ پر تا  داسې  باور  هم نشو کولاې . خو ستا په دې  غوښتنه باندې غور کولاې  شو، چې تا ته بښنه وکړو او(کرک)  ته  دې  ور و استوو .»
«نه » ”ایونا»   ورته وويل « زما په  زړه کې  هیڅ  داسې  غوښتنه  نه شته ، زه   غواړم   مرګ اوژوند  مې همد ته وي ، خو زما د یوي  غوښتنې  په هکله  ضرور  فکر  وکړئ   چې  عماد  ته ونه وایاست  چې  زه دهغې خور  یم ، زه  پنډغالي ته د خپل پلار  دکتلو  له  پاره ضرور  ورځم ،  خو هغه ته هم دا نه وایم  چې زه دهغې  لور  یم ،» هغې په چغو چغو  و ژړل .
علي بن سفیان د خپلې  اړتیا  په  مطابق دهغې  څخه ډیرې زیاتې  خبرې  پوښتلې وي  اوبیا ئې دسلطان ایوبي  څخه و پوښتل  چې دا نجلۍ  چېرې  و لیږي؟ سلطان ایوبي د لږ  څه فکر  وروسته ورته وويلې  چې دا په ډیر درنښت او  احترام  س ه  و ساته ،  ددې په هکله  به پریکړه د لږ څه  فکر کولو  رووسته وکړو.
علي بن سفیان  هغه له ځانه سره  یوړه ، او دهغو کوټو  څخه  ئې  یوه   ورته   په ګوته کړه  چې  جاسوسې نجونې  به په کې اوسیدلې ،خو نجلۍ  هلته د ورننوتلو نه ډه ډه وکړه ، او ويي ويل «  زه ددې کوټو  څخه  کرکه   لرم ، ایا دا به شوني  نه وي  چې ما همغه کور  کې و ساتئ  دکومه  ځاېه  چې  زه تښتول  شوی وم.»
«نه  »علي بن سفیان  ورته ځواب ورکړ. «د یو چا د احساساتو په خاطر  مونږ خپل اصول او ضوابط  تر پښو لاندې کولاې  نه  شو.»
هغه هتله  ساتونکو او ملازمینو ته لارښونې وکړې  ، نجلۍ  ئې هملته پ یښوده او علي ترې  راستون شو .
عماد  فوځي  ارا م ځاې ته ولاړ  ، ځان  ئې پریمنځه  او ويده شو ، خو  ددومره زیاتي  ستړتیا  سره سره ئې بیا هم سترګې  خلاصې  شوی ، دډیرو هڅو  کولو تر څنګ  هم خوب  پرې  را نغې ، دهغه  په ذهن کې  همدا یو سوال  راته، چې  دخپل پلار  سره  وويني اوکه نه ، ستړتیا  ئې  پریښوده  او را پورته  شو او دهغه  ځاې په لور ئې  قدم  واخست  چې په (شوبک)  کې د مسلمانانو دپنډ  غالي  په نوم  مشهور  شوی و. هلته په رسیدو  سره ئې د خپل پلار نوم واخست ، او په پوښتنه  پوښتنه  ئې خپل ځان  خپل پلار  ته ورساوه ، دهغه تر مخه  یو زوړ  سړې  پروت  و ، عماد   ورته لاس  ورکړ  او خپل ځان ئې  په  قابو کې وساته ، دهغه پلار د هډوکو  پنجره  ګ ځیدلې وه، هغه  ته  ښه خوراک او   دوائیانې  ورکول  کیدې ، عماد  دخپل ځان د ورپیژندلو پ ته  دهغه دا حوال  پوښتنه  وکړه ، نو هغه ورته وويل  چې دکلونو  اذیت  ناکه  مشقت ، قید ، د بچېانو د جدائې   غم او ...  دې حال ته  راوړې دې ،  چې اوس  پرې  ښه  غذا او ښه  دوائیانې هم اغیز  نه  شي کولې.»
پلار  په ډیر مړژواندي  اواز  سره  عماد  ته خپل  د زړه   حا   اوراوه  خو عماد هم  پخپل  فکر  کې   شپاړس  اولس کاله   شاته   تللې و. هغه  ته  دخپل پلار  شکل  و صورت  ښه په یاد و، اوس  چې دهغه تر مخه کوم  پلار  پروت و  نو دهغه دمخ  هډوکې  بیرون  را وتلي و، خو بیا ئې هم د هغه په پیژندلو  کې لږ څه هم تأمل  و  نه کړ،هغه څو ځلې  فکر وکړ  چې هغه ته ووائې  چې دې   دهغه  ځوي دې ؟ خو هغه د عقل نه  کار  واخست   چې  ورته  ئې د ا خبره ونه کړه .  هغه  دوه خطرونه  محسوس کړي و ، لمړې  دا چې پلار  به ئې  دا ښه  لمحه   ونه شي  زغملاې ، او بله داچې که وئې  هم  زغمي  نو دهغه   تر مخه به خنډ  و ګرځي ، او دا هم کیداې شي  چې  هغه ترې بیرته  محاذ  ته ولاړ شي  او هغه  دا  صدمه  هم و نه  شي  زغملاې ،هغه دخپل  پلار  سره  لاسونه ورکړل  او ترې ولاړ.
پاته  په  دری دیرشمه  او اخري بر خه کې  ولولئ....