د سرو لښکرو د وتلو ورځ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2190

دخبریدو نیټه : 2005-02-15

د ١٣٨٣ د سلواغې ٢٧

د ٢٠٠٥ د فبروري ١٥ مه .

کابل : د پخواني شوروي اتحاد له جمهوريتونو څخه رارسيدلي خبرونه وايي چې د فبروري ١٥ مه نېټه له افغانستان څخه د سرۀ پوځ د ځواکونو د وتلو په وياړ ښه په درناوي لمانځل شوې ده .

د مسکو د بري په پارک کې ګڼ شمير کسان ټول شوي و چې په افغانستان کې د وژل شويو روسانو يادونه وکړي .

د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه له ١٠ کلنو جګړو وروسته د ١٩٨٩ کال د فبروري په ١٥ مه نېټه له افغانستانه وتلو ته اړ شول .

په دغو جګړو کې  ١٥ زره سرې لښکرې تس نس شوې او په زرګونو نورې يې ټپي ستنې شوې .

بل پلو په بشکيک کې د قرغزستان ولس هم دغه ورځ د خپلو وژل شويو سرتيرو لپاره ولمانځله .

د قرغزستان د ولسمشرۍ د ګارډ مشر جنرال عبدي ګل جاتيوف په پلازمېنه بشکيک کې  وويل چې پر افغانستان باندې د شوروي اتحاد د ١٠ کلن يرغل په ترڅ کې ٥٠ زرو قرغزي سرتيرو ونډه لرله .

دغۀ قرغزي جنرال وويل چې په افغانستان کې يې ٢٤٢ پوځيان وژل شوي او په سلګونو نور پکې ټپيان شوي دي .

د قرغزستان په ګاونډ قزاقستان کې هم دغه ورځ د خپلو وژل شويو سرتيرو لپاره ولمانځل شوه .

په پلازمېنه الماتې کې په زرګونو کسان غونډ شوي و او د بې نومه سپاهي مجسمې ته يې د ګلانو ګيډۍ اېښودې .

په افغانستان کې د شوروي اتحاد د ځواکونو په استازيتوب د قزاقستان ٢٢ زره سرتيري په جګړه بوخت و چې له هغو څخه ٨٩٨ کسان ووژل شول او په سلګونو نور ټپيان شول .

د قرغزستان او قزاقستان دواړو هيوادونو څخه لا هم نژدې ٤٠ تنه سرتيري په افغانستان کې ورک دي .

د پخواني شوروي د ځينو نورو جمهوريتونو څخه هم داسې خبرونه راغلي چې د خپلو وژل شويو پوځيانو يادونه کوي .

د شوروي د سرو لښکرو په يرغل کې د ځينو اټکلونو تر مخه يو نيم ميليون افغانان ووژل شول خو د سرو لښکرو د ماتې په دې ورځ اوسني افغانستان د پام وړ غونډې او منډې نه لرلې .