دکج غيږ
د پړانګ او ملخ تر منځ دکج غيږ وروستی وار (روند) پيل شو ټولو سوچ کاوه چې پړانګ ګټونکي دی
نو له همدې کبله به د پړانګ په هر غورځنګ دچکچکوږغونو فضا ډکه کړه .
پړانګ چې بړا ( حريف) يې ډير ناتوانه ګڼه نود ملخ پسي يې پرله پسې ټوپونه وهل چې ژر يې تر پښو لاندي کړي.
پړانګ دومره ټوپونه ووهل چې له ستړيا نه ستونې ستخ اوږد اوږد وغځېد.
ملخ هم ټوپ کړل او پر تندي يې کيناست او د اتلولۍ جام يې وګاټه.
ځکه يو ټوپ يې پر سول ( عقل) برابر سم اوبې غروره وواهه .