وچكالۍ په مخه دې ......

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2200
حنان حبيبزى = مزار شريف
دخبریدو نیټه : 2005-02-16

حنان حبيبزى - مزار شريف

د تيرو اوه كلنو راهيسې وچكالي يوه بله  بلا    وه چې د افغانانو  په  سر رالويدلې وه  ، مالدارانو  او كوچيانو يې له كبله خپل څاروي وپلورل او يا له ولږې له منځه لاړل  ، او بل يې كروندګر و ته داسې پلمه په لاس وركړه چې د نشيي توكو ( ترياكو ) او كوكنارو كركيلې ته مخه كړي او خپله دوديزه كرونده پريږدي ،ځكه وايي چې كوكنارو كښت  ډيرو لږو اوبو ته اړتيا لري   ، يو خو افغانستان  پنځه ويشت كاله څه چې لا  هم د جګړو  په اور كې سوزي  ، او زيات افغانان دې ته اړوتل چې خپل اصلي ځايونه پريږدي   څاروي يې وپلوري ،  زمكې يې ترې پاتې شي  او د اوږدو جګړو په ترڅ كې  يې د اوبو لګولو سيسټم  له منځه  لاړ  چې بيا رغاونه يې  ډير وخت او ډيرو  نړيوالو مرستو ته اړتيا لري  . خو وچكالۍ  افغانان  لا پسې وځپل  او  د كوچيانو څړځايونه  يې وسوزل

هغه دښتې او ډاګونه چې په خوا به په سپرلي كې  سره ګلان  لكه  الواني  غالۍ  په كې خواره  ( شنه ) وو

په خړو دښتو واړول  ، هغه  للمې  زمكې چې په خوا به يې غنم ،وربشې ،پخته  ،جوار ، لوبيا ، ميى  ،خټكي ،هندوانې او  نور  توكي په كې كرل كيدل  په شاړو دښتو واړولې ، هغه رودونه   چې په خوا به يې  اوويي  ( ابي ) زمكې  خړوبولې  وچ كړل   او په هغو زمكو كې چې به شولې ، غنم ، جغندر  او نور سبزيجات كرل كيدل ، ځاى يې كوكنارو  ونيوه او يا  شاړې پاتې شوې ، په غرونو كې يې هغه بوټي له منځه يوړل چې د ځايي مالدارانو    څاروي  په   ژمي كې  چې به دغه بوټي  وچ شول  بيا به   په كې څړل

ان  افغانان  دې ته اړوتې وو چې نور د زمكو كر كيله پريږدي  او يا هم  د نشيي توكو ( ترياكو  او چرسو ) كر ته  لاس كړي . خو دا درې وروستيو اونيو  موسم  خلكو ته دا هيلې پيدا كړي دي چې نور به يې په هيواد كې  وچكالۍ ته د پاى ټكى كيږدي ،  دغه ګړۍ چې د افغانستان په هره برخه كې  هرې دښتې ، هر غره او غونډۍ ته وګورې نو سپينو واورو پوښلې ده ، او لا  يې هم ورښت روان دى  ، تير ژمى رښتيا هم ډير سوړ وو خو  ورښت په كې ډير كم وو  ، چې په پايله كې يې د ملګرو ملتو د خوراك او كرنې  ( ايف  اې   او )  پلټنو وښوده چې  د افغانستان په سويل او شمال كې  زيات شمير خلك د وچكالۍ له ناورين سره مخامخ دي ، هغه وګړي چې وچكالۍ ځپلي  دي  له ډيرو  سختو  اقتصادي  او نورو ستونزو   سره مخ دي ، د افغانستان د كليو  د پراختيااو د كډوالو  وزارتونه  ښايي ژمن وي چې  د هغو وچكالۍ ځپلو  كليوالو ستونزې اوارې كړي چې  له كبله يې بې ځايه كېدو  ته اړوتي دي  ، د كليو د پراختيا وزارت  هغوى ته د كار شرايط برابر  كړي  او  كډوالو وزارت يې  بيا راستنيدو لپاره لار اواره كړي   دا خبره يو بيل بحث ته اړتيا لري   خو  دلته  په اوسني  ژمي غږيږم چې ډير سوړ دى خو  دومر له ورښته ډك دى چې سړى دا خبره له شكه لرې بولي چې  د افغانانو پر سر به بيا هم  د وچكالۍ  بې خيري  وي .

په روان ژمي كې دومره واورې  د افغانستان په هغو  برخو كې وريدلي دي چې  هلته په ټول عمر كې د چا په ياد نه دي چې واورې دې وريدلي وي او  د واورو ډير ورښت او يخنۍ  ان خلك هم وژلي وي  .

لكه په ننګرهار او نورو ولايتونو كې هيڅ كله داسې واوره نه وه ورېدلې چې  سږ كال وريدلې ده .

او هغه سيمې چې تل به په كې واورې ورېدې د هغو خو هيڅ پوښتنه مه كوئ ! دومره واوره وريدلې په كې چې په تاريخ كې به هم كله داسې نه وو پيښ شوي  چې په شمالي ولايتونو كې دې  د خلكو كورونه  د واورو لاندې  كړي وي  او ماشومان دې  وژلي وي  ،  د غور په ولايت كې دومره واوره وريدلې چې

د خبرونو له مخې  لسګونو ماشومان يې له كبله وژل شوي دي . دا  ډول ستونزو سره د ژمي پر مهال ځكه افغانان مخامخيږي چې  شپږ ويشت كلنې جګړې هيوادوالو څخه هر څه اخيستي دي   او ان  د ژوند ارزښتونه يې هم زيانمن كړي دي  ،  جګړو هيواد راته په كنډواله بدل كړ او له خلكو يې مينه او ورورولي هم نږدې اخيستې ده ،نو ځكه  زياتره كليوال افغانان ددې وس نه لري چې  د خپلو ناروغو ماشومانو او يا د كورنيو د غړو درملنه  له وخت سره سمه وكړي  ، دا نو د دولت دنده ده چې  ددغو ستونزو په اواري كې يواځې خپل فعاليتونه تر ښارونو رالنډ نه كړي  او لومړى د كليوالو سيمو ستونزې اوارې كړي ځكه د نالوستو ، بې وزلو ، ناروغانو ،يتمانو ،كونډو ، بورو  او معيوبينو شميره د ښارونو په پرتله په كليو كې زياته ده ، خبره رانه بلې خوا لاړه  ، نو سږ كال به انشالله  افغان كروندګر  او مالداران   موسكۍ  شونډې ګرځي  او ښه راتلونكي ته به په هيله وي  ځكه كه كيمياوي سره قيمته ده يا اصلاح شوي تخمونه نشته  كروندګر به لږ تر لږه  د اوبو زياتوالى په ښه پار ونيسي  او مالداران به بيا د هيلبندونو په لور مخه كړي  او د څارويو د روزلو او ساتنې لپاره به  د وښو ( بوسو ) په بيه اخيستلو خلاص وي   او همداسې به په دې دواړو برخو كې چې د افغانستان  د اقتصاد زياتره برخه پرې ولاړه ده  دا هيواد يو ځل بيا وځليږي  او هغه څوك چې  د وچكاليو په پلمه يې د ترياكو پر كر كيله لاس پورې كاوو نور  به دا پلمه ورته پاتې نه وي ، خو يوه خبره چې ډيره مهمه ده هغه دا ده چې د اوبو لګولو سيسټم چې په دې هيواد كې جګړو  ويجاړ كړى   او د زيات شمير زمكه والو  جايدادونه  د ځنې زورورو په لومه كې دي ،دولت يې بايد د سمون  او اصلي خاوندانو ته د سپارلو په برخه كې رغنده ګامونه واخلي  ، چې بې وزلو زمكه والو ته د هيڅ شي پلمه پاتې نه شي  او همداسې كه خداى كړي وو د كوكنارو د كر كيلې مخه به هم ونيول شي  .