د لوۍ أختر د مياشتي او مقاماتو مقدسه وو لړۍ(۱ برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22137
علامه محمد معين الدين أبوالفضل
دخبریدو نیټه : 2008-11-24

نحمده ونصلي علی رسوله الکريم
أما بعد  : فأعوذبالله من الشيطن الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم  .
و الفجر وليالٍ عشر ( صدق الله الع ي العظيم )  .
قدرمنو مسلمانانو !  په دې وجه چي د حج د مَراسمو د ادا کولو وخت ، او د ذي الحجې مبارکه م ياشت ، او د لوۍ أختر مبارکي ورځي او د قربانۍ  او د لوۍ أختر د لمانځه مبارک وختونه راروان دي  ، نو په دې سبب زه غواړم چي په هغو موضوعګانو کښي ځانګړي ، عجيب او مُفصل بيانونه وتاسو ته تقديم کړم ، کوم چي له دغي مبا کي مياشتي او له دغو مبارکو موسمو سره خاص بيا د حج له مقدسي فريضې او د لوۍ أختر له باعظمته مراسمو سره تعلق ري .

خو په سر کي بايد ووايم  چي د حج د فضيلت او د منافعو په اړه د محاسن الإسلام په ( ۱۴ ) برخه کي موږ په خورا عجيب او نادر طرز کښي ډير مفصل بيان کړئ دئ ، نو په دې وجه په راتلونکي وخت کښي به د لاندي موضوعګانو په باب و تاسي محترمو ته تفصيلات وړاندي کړه سي  :


اول   :ـ د ذوالحجې ( يعني د لوۍ أختر د مياشتي ) د اولو لسو ورځو عظمت او په همدغو ورځو کښي د طاعت او عبادت فضيلت .
دوهم  :ـ په دغو مبارکو ورځو کښي د تاريخي پيښو بيان  .
دريم   :ـ د مقامات مقدسه وو په اړه نا أشنا او نادير معلوماتونه  ، لکه کعبه شريفه ، حجر أسود  ، مقام إبراهيم ، د زمزم اوبه  و غيره  .
څلرم   : ـ د لوۍ أختر په مبارکو ورځو کښي د عيدګاه د لمانځه او د قربانيو شرعي او سياسي فلسفې او فضائل او په دې اړه ديني  أحکام  .


  لوم ړئ  د دغو لسو مبارکو شپو او ورځو و فضيلت ته  ځير سۍ  !     

دذوالحجې ( یعني دلوۍ اخت دمبارکي میاشتي ) ړومبنۍ  لس شپې  او ورځي چي ایام العشر یې بولي  یا عشرذی الحجة ورته ویل کیږي،  داسلام د مقدس دین له نظره  اودارنګه دتاریخي واقعاتو په إعتبار اوله دي سره سره دفیض اوبرکت اوالهي رحم تونو دراجلبولو په حیث په خورا عقل حیرانونکي ځانګړي ډول شرافت اوفضیلت لري .


همداسبب دئ  چي الله جل جلاله دقران کریم د « والفجر »  په سورت کښي په همدغومبارکو لسو شپو سره قسم کړیدئ لکه چي فرمایلي يې دي

(والفجرولیال عشرٍ ) .


یعني قسم کوم زه په سهار  (یعني په سهاردورځي دلوۍ اختر) اوپه شپولسو۱۰ ( یعني چي اولي لس شپي دلوۍ اختردمیاشتي دی)  .


له  حضرت ابن عباس رضي الله عنه څخه روایت دئ چی سول علیه السلام فرمایلي دي (مامن ایام العمل الصالح فیهااحب من هذه الایام یعني ایام العشرقالوا یارسول ال ه  ولاالجهاد في سبیل الله قال ولاالجهاد في سبیل الله  الارجل خرج بنفسه وماله فلم یرجع من ذالک بشئ ) واه البخاري کذافي ریاض الصالحین .


يعني په ورځو کي هيڅ داسي ورځ نسته چي صالح او نيک عمل دي په دوۍ کښي و الله ( جل جلاله ) ته ډير محبوب وي له دغو ورځو څخه ، يعني چي د لوۍ أختر د مبارکي مياشتي اولي لس ورځي دي .

له حضرت عائشې ( رضي الله عنها ) څخه روايت دئ چي د يو ځوان دا عادت ؤ چي کله به د ذي الحجې ( يعني د لوۍ أختر م ياشت ) رابره سوه نو ده به په روژو شروع وکړه ( يعني ددغي مبارکي مياشتي په ړومبيو نهو ورځو کي بي پرلپسې روژه نيوله ) يو چا ددغه ځوان دغه عادت د إسلام و پيغمبر ته ورساوه ، نو د اسلام پيغمبر دَی و خپل حضور ته راوباله ، کله چي دغه ځوان دده مبارک په حضور کښي حاضر سو ، نو د إسلام پيغمبر له ده څخه پوښتنه وکړه چي کوم شي ته باعث کړئ يې پر دې باندي چي په دغو ورځو کښي روژه نيسې ؟


دغه ځوان ورته وويل چي اې د خدائ رسوله  ! ځما مور او پلار دي تر تا قربان سي ، دغه مبارکي  ورځي خو د حج د مناسکو د ادا کولو ورځي دي نو زه ددې اميد کوم ( يعني په دې کار کښي چي په دغو ورځو کښي روژه نيسم ) ددې چي الله ( جل جلاله ) به ما د حج کونکيو په دعا ګانو کي ورسره شريک کړي .


نو د اسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) ورته وفرمايل چي : نو تاته به الله ( جل جلاله ) د هري روژې په بدل کښي دونه ثواب درکړي چي هغه به برابر وي له ثوابه سره د هغه سړي چي سل (۱۰۰ ) مرييونه ازاد کړي او سل اوښي رباني کړي او سل اسان د غزا په لار کښي و مجاهدينو ته ورکړي . (انتهی مختصراً ، کذا في تنبيه الغافلين ) .


له حضرت جابر رض روايت دئ چي نبي ( صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي چي : هر څوک چي په دغو لسو ورځو کښي روژې ونيسي نو د هري ورځي د روژې په بدل کښي به الله پاک د پوره يوه کال د روژو ثواب ورکړي .


له حضرت علي ( کرم الله وجهه ) څخه روايت دئ چي نبي ( صلی الله عليه وسلم ) فرمايلي دي چي : کله د ذي الحجې لس ورځي شروع سوې ، نو کوښښ کوۍ په طاعت کښي ؛ ځکه دا داسي ورځي دي چي الله ( جل جلاله ) فضيلت ورکړئ دئ ، او شپه او ورځ يې يو شان او په يوه ډول حُرمت او عزت لري ، نو هر څوک چي په اخيري دريمه حصه کښي د يو شپې له دغو لسو شپو څخه څلور رکعته لمونځ وکړي په دې ډول چي په هر رکعت کښي يو واري « الحمد لله » او « قل أعوذ برب الفلق او قل أعوذ برب الناس » او درې واره « قل هوالله » تر پايه پوري او درې واره « اية الکرسي » ووايي ، بيا چي کله له لمانځه څخه فارغ سي نو لاسونه پورته کړي او داسي ووايي :


  سبحانَ ذي العزةِ والجبروت ، سبحانَ ذي القُدرةِ والملکوت ، سبحانَ الحيِّ ا ذي لايموت ، لآإله إلا هو ، يحي و يميت و هو حَي لايَموت ، سبحان اللهِ ربِّ العبادِ والبلادِ والحمدُ للهِ کثي اً طيباً مبارکاً علی کُلِّ حالٍ ، الله أکبرُ کبيراً  ، ربُّنا جلَّ جلالُه  وقدرتُه بکل مکانٍ  .


بيا چي څرنګه يې خوښه سي هغه رنګه دُعا وکړي ، نو الله ( جل جلاله ) به و ده ته دونه ثواب ورکړي چي هغه به په مثل د ثواب د هغه چا وي چي حج وکړي او زيارت د قبر د نبي ( صلی الله عليه وسلم ) وکړي او جهاد في سبيل الله وکړي ، او نه به و غواړي هيڅ شئ له الله تعالی څخه مګر الله به وده ته هغه شئ ورکړي .انتهی


همدارنګه هر څ وک  چي په دغو لسو ورځو کښي په طاعت او عبادت ځان مشرف کړي ، نو الله ( جل جلاله ) به اته ۸ کرامات و ده ته ورکړي :


اول    : برکت په عمر کښي .


دوهم  : زيادت په مال کښي .


دريم  : حفاظت او ساتنه د عيال دده .


څلرم : تويول د ګناوو دده .


پنځم  : دوچنده کول د نيکيو دده .


شپږم : اسانه ګرځول د سَکراتو د مرګ پر ده باندي .


اوم   : رُڼا او روښني لپاره د لير کولو د تيارو د قبر و غيره له ده څخه .


اتم    : درنه ول د تلي د نيکوعملو دده .


او هر څوک چي په دغو ورځو کښي و يو مسکين ته خيرات ورکړي نو دونه ثواب به ورکړ سي لکه څوک چي ونبي يا ورسول ته صدقه ورکړي ، او هر څوک چي په دغو ورځو کښي د يو مريض او ناروغ پوښتنه وکړي نو دوني ثواب به ورکړسي لکه يو څوک چي د ټولو اولياوو او ابدالو حال پرسي وکړي ، او هر څوک چي له يوې جنازې سره د يوه مسلمان ولاړ سي په دغو ورځو کښي نو ګواکي دَی د ټولو هيدانو له جنازې سره ولاړئ ، او هر څوک چي په دغو ورځو کښي پر يوه يتيم باندي لطف وکړي نو الله تعالی به د قيامت په ورځ دَی د خپل عَرش تر سايې لاندي کړي ، او هر څوک چي په دغو ورځو کښي و يوه مجلس ته له مجلسوڅخه د عِلم حاضر سي نو ګواکي دَی حاضر سو و مجلس ته د ټولو نبيانو او رسولانو  .


  ( کذا قال الغوث الأعظم الشيخ عبدالقادر الجيلاني ، في کتابه : الغنية لطالبي الطريق الحق ) . 
    نور بيا  ...