ليكوالان : پنډت ويجي اوكابلي ـ هند
دڅانګې مجلې ديوې ليكنې اړوند اوهند ته دښاغلي كرزي دسفر په درشل كې دلته يې ولولۍ
هند په رښتياهم له افغانانو سره
ددښمنۍ له مخى دا اوسنى كړه وړه پيل كړى دى؟
داهغه پوښتنه ده چې په دغه باره كې هره ورځ زموږ يوشميردوستان دلته اوهم په افغانستان خبرې كوې اووايې چې دارښتيادى كه درواغ ؟
موږ غواړو په دغه هيوادكي دعيني پيښودشاهدانو په توګه خپل نظر ګرانودوستانواوهغوىته چې په مسايلو خبردي اواوس هم سترګې پرې پټوي يوڅه ووايواوپه دغه برخه كې لږغوندې سرسري رڼاواچوو.
هندوستان په آسيااوسيمه كې له هغوهيوادوڅخه دى چې له افغانستان اوپه خاصه توګه له پښتنوسره تاريخى، فرهنګي ، اوكلتورې ژوراړيكي لري، داسې اړيكي چې دغه دوه ملته په هيڅ ډول له يوه اوبله نه بيلولاى شي اونه يې بيل ښودلاى شي .
ددغې خبرې عوامل خورا زيات دي چې دلته په دغه لنډه تنګه مقاله كې يې ويل لږ گران بريښي، يوازى دلته غواړو دومره ووايو چې دغو اړيكوته دنژدې يوې لسيزې په اوږدو كې په شعوري توګه ديوشمير زدوبندو له مخې خورا زيات زيان ورسيد.
دډاكترنجيب الله په وروستيو ورځوكې خادستي كړيو او د نهمي لسيزې په پيل كې ملايې واکمنۍ دهند اوافغانستان دغه اړيكې چې پرملې بنسټونوپيل شوي وو، له خپل اصلې اوطبعيې مسيره په بله خواكړل . په دې مانا چې دهند دولت پخوانيو روسې پلوو څيرو لكه محمود بريالي ، اناهيتا اويوشميرنورو ته دالاره چاره برابركړه چې دوى بايد له ځان سره وساتې اوكه په كارشول كيداى شوه چې له هغوڅخه دپاكستان پرضداودپخواني شوروي سره دهند دښواړيكوله مخې چال چلند وكړي اوياكارترې واخلي .
دغويارانوهم هند ته ديوې مودې له پاره له ځانوداوړو ليوان جوړكړل ، خوداچې هندي چارواكوهم افغانستان پيژاند اوهم ددوى په اهميت پوهيدل ډيرژريې هغه تنخواوې چې په لومړيوكې وركولې پرې ودرولې اودوى ناچارشول چې له هنده دبل هيواد په لوركډه شې. هغوى په خپل وار په هندكې ترزياتې اندازې هڅه وكړه چې دهنداوافغانانو د(تاريخې دوستۍ)خبره په (كين اړخې دوستۍ) كې خلاصه كړي ،ان چې ديوشميرجنايتكارو غړو(فقيرنبې چې وروسته يې په قاچاقو اووژنو كې نوم راووت اودنيولو له پاره يې دهند دولت لكه داسامه بن لادن غوندې نغدي انعامونه وټا كل ) سرونه يې په يوشميرهندې سريالونو لكه (ګريت مرهټه ) هم راڅرګندشول . چې دخپلوتاريخې وياړونوسپكاوى يې دهندد بازارۍ سينما ددلالانوپه وړاندې وكړ.
دادهغويارانو ډالۍ وه چې په خپل وخت كې ېې ترسره كړه، په نويمه لسيزه كې چې ملايې دوره پيل شوه، يوځل بيا دافغانستان استازيتوب په دغه هيوادكې داسې كسانو ته ورسيد چې نه يې ځان پيژاند اونه يې خپل كلتوراوتاريخ، دمجددې صاحب په بادوزرې واكمنۍ كې خودهغه پلويان په افغاني سفارت ورغلې وو ، څه قالينې اولوكس شيان چې په دغه سفارت كې ووهغه ېې دخيلوكورونوپه نامه له دغه سفارته يووړل چې ترننه پورې يې كيسۍ دخلكو اوان دسفارت دكاركونكوله ياده نه دي وتلې. دانجينرايشان جان په نامه چې په رښتياهم هغه دافغانستان دبربادۍ له مسلك وركوانجينرانويوو ربانې صاحب هند ته دسفيرپه توګه راوليږه چې نه په خپله پاليسي پوهيده اونه د هند موږ دده دناپوهئ په اړه نورڅه نه وايو ، خويوه كيسه يې چې خلكو اوخپله هنديانوته دحيرانيتاوړوه هغه داوه چې دى كله هند ته په سفارت ورغى ده دهند داساسې قانون خلاف غواقرباني كړې وه چې ان دهند دباندنيوچارو وزارت پرې خبر شو اوخپل ګواښ يې په رسمې توګه په هغه وخت كې پرافغانستان باندې تراوسه ديوه يادګار په توګه پاتې دى . دغه ښاغلې په خپله دوره كې هغه پيسې چې ددوى په اصطلاح كمونستانو په خپل دوران كې ددغه سفارت حساب ته لږدولې وې، څه په هند اوڅه نورې په امريكا كې خرڅې كړې (ځكه چې دى دامريكا استوګنى واويوه ميرمن هلته اوسيده). دده دصلاحيت واكمني دومره محدده وه چې دهند په يوه عادي اداره كې دده په سپارښتنه هيڅ هم نه كيدل .
دده په وخت كې په ټول سفارت كې يوپښتون نه وچې دپښتنو مراجعينوسره يې په تيره چې په فارسې به نه پوهيدل خبرې وكړي. دى و چې دسفارت پرمخ پښتولوحه يې په فارسي بدله كړه او ترنن پورې همداسې پاتې ده چې موږ كله كله پرتېر وزو چې دا دافغانستان سفارت دى كه دايران ؟
په ۱۹۹۶ كال كې چې لاطالب يارانو دكابل په كوڅوكې غړانګې نه وې پورته كړې لادربانې صاحب دكابل دچوراوتالان لړۍ روانه وه چې له پاكستانه راشړل شوې مسعود خليلې يې هند ته دسفيرپه توګه راوليږه. مسعود كلونه مخكې په ډيلې پوهنتون كې درس ويلى و، تركومه ځايه ېې چې علمې ريكاد معلوم دى ، دخپل وخت په افغاني زده كوونكوكې په علمې لحاظ ډيركمزورى زده كوونكى و.خوداچې پلار يې په كابل كې په رسمې لحاظ دپاملرنې وړسړى و، په ډيلې پوهنتون كې هم زياتره دفارسي ژبې داستادانو په مرسته كاميابيده، ددې خبرې يودليل داهم وچې كله له هند افغانستان ته بيرته ته ، نه ېې هندي ژبه زده وه اونه هم په انګريزي غږيداى شو.په هندي اواردو خواوس هم نه پوهيږي ، انګريزي يې هم دجهاد په كالوكې په پاكستان اوامريكاكې اصلاح كړه.
دغه ځوان په همدغه كال هند ته راغى، جالبه خوداوه چې ده هندي چارواكو ته دا ورښوده چې ګواكې دى پاكستانې چارواكو په دې خاطرچې ده په هند كې زده كړې كړې له هغه هيواده راويوست .خوهنديانوته بيا داخبره برعكس ښكاريده ، په زياترو علمي ټولنوكې داخبره داسې انګيرل كيده چې نه، دى درواغ وايې ، دى په پاكستان كې دجهاد په مهال په اصطلاح سياسې كاركونكې و اوداسې كسانو دپاكستان له استخباراتوسره خامخا كاركړى اوښايې اوس هم له هغو سره تړاو ولري. په اول كې داخبري وې خووروسته داخبره په دې سړه شوه چې طالبانوكابل ونيو اوهند هم له نورو هيوادو لكه روسيې، ايران اود ربانې له حكومت سره خپله نوې پروژه پيل كړه، دغه حالت هند ته داموقع ورنه كړه چې دښاغلې خليلې په باب دسپيناوې له پاره وخت ومومې ، بله مهمه خبره چې په همدغه مهال په هندكې رامنځ ته شوه هغه داوه چې دكانګرس پرځاى د (بې جې پې ) ګوند په ټاكنوكې بريالې شو اوپه عين حال كې په كشميركې دهنداوپاكستان ترمنځ دكارګيل جگړه رامنځ ته شوه .
مسعود خليلې په دغه مهال له بې جې پې سره داسې نژدي شو چې ان خپل پوځې قوماندانان په تيره هغوى چې دچريكې جګړو تجربې يې درلودې په پټه دكشميرجبهې ته دهندې پوځيانو دمرستې په خاطراستول،اوداداسې مرسته وه چې په دغه مهال اسرايلي پوځي سلاكارانوهم دهندحكومت ته وركوله جميعتى قوماندانان هم هندته په همدې مقصد راغوښتل كيدل . دجمعيت نامتوقوماندان احمدشاه مسعود هم له ۱۹۹۷ څخه تر۲۰۰۱ كال پورې درى سفرونه په خورا پټه توګه هند ته ترسره كړل . دكولاب د قوماندانۍ زياتره لوژستيكې اوطبې اړتياوې چې دطالبانوپرضد خورامهم مركزو دهند دولت تمويلوله، ان ويل كيدل چې دطالبانوپرضد جګړوكې هندې سرتيرو هم برخه اخيسته .
په هندكې كانګرس يوازنۍ ګوند و چې زړومشرانو به يې تل په دولت باندې انتقادونه كول اوويل به يې چې هند اوس دافغانستان په وړاندې دتاريخۍ دوستې پرنسيپونه له ياده ايستلې ، دافغانستان داكثريت دوستي يې داقليتونوپه بې باوره انډيوالۍ باندې اړولې ده، كوم څوك چې نن سباپه هندكې دافغانستان داستازې په نامه دلته دي دوى په هيڅ وجه نه دافغانستان دخلكو نمايندګان دي اونه يې دهند خلك دهغوى داستازو په توګه پيژنې، دهند يونامتو سياستوال ښاغلې( ويدك ) چې په ډير وبرخوكې يې موخې له (بي جي پې) سره يوشان هم وو تل داخبره كوله چې ترشمالې ټلوالې خوطالبان زموږ سره ښه تفاهم كولاى شي ، اوحكومت ېې هڅاوه چې بايد له ځانه يې لرې نه كړي .
خوداكار دنړيوالوفشارونواوپه هغه مهال دهند اوپاكستان اړيكو نه ايجاوه ځكه په دغه برخه كې پرمختګ ونه شو.اوګانګرس ديوې اوږدې مودې له پاره دهند دسياست له ډګره په يوه خوا پاتې شو.خوله دې سره سره هم دهند خلك په دې باوري وواودې چې دهند دوستې له پښتنوسره داسې يوتاريخي اوانسانې پيوند دی چې هيڅ ډول سياسې معاملې هغې ته زيان نه شي رسولای .اوهرڅوك چې په دغه اړه كه په هند كې وې اويا په افغانستان ناوړتيا ترسره كوې مخ به يې توروي . اوتاريخ به خپله داپريكړه په رشتياسره عملي هم كړي .
مسعود خليلي په رښتياهم په هند كې ديوه ملې افغان چارواكي په توګه نۀ بلكې ديوه ښه ګروپې استازي په توګه له (بې جې پې) سره خپله دنده ترسره كړه. دده په مهال دهند اوافغان دتاريخۍ دوستې په برخه يوګام هم پورته نه شو، دهند دپښتنوپښه دافغانستان له سفارته ونيول شوه، هغوى چې پخوايې دغه سفارت خپل كور باله اوس دومره لرې ترې تلل اولاترې ځي چې فكريې كاوه دادروس اوياهم دايران سفارت دی ، په نژدې يوه لسيزه كې دهند له پښتنوسره داړيكو يوازنې ځاى په جواهرلال پوهنتون كې پښتوڅانګه وه چې هغه هم په يوه استاد پورې اړونده وه چې له هغه سره هم سفارت دزړه په زور اړيكې ساتل اودهغه استاد له علمې اواكاديميك نفوذه يې دځان په ګټه كاراخيست .
اوس چې دافغانستا ن دولت هغه استاد هم له دندې لرې كړ، هغه يوه فرهنګې هيله هم نوره نه ده پاتې، په هغه ورځ چې په جواهرلال نهروپوهنتون كې ددغه استاد دخداى پامانې غونډه ددغه پوهنتون داستادانو اومشرتابه هيات له خواجوړه شوې وه ښاغلي مسعود ته هم بلنه وركړه شوې وه چې هلته بايدراشي، خورانه غۍ اوخپل يوعادي مامور يې ورليږلىو. پوهنتون غوښتل چې له ښاغلې مسعود څخه ددغه استاد دپاتې كيدوهيله وكړي .
لنډه داچې مسعود په هند كې دافغانستان دنماينده په توګه نه څوك پيژنې اوكه دافغانستان اوسنى حكومت په دغه مهم اوتاريخې پړاوكې دغو اړيكوته نورهم په سرسري نظروګوري، داسې فكركيږي چې افغانستان به د اسياپه راتلونكې سياست اوهمداراز په علمي اوساينسي اونوروبرخوكې له هنده پرته كوم بل خواخوږى ونه لري ، دا به دغه هيواد ته ترټولوښه وي چې له هند سره په دغه برخه كې ديوه رغنده ګام په فكركې شي.اوداكارهغه مهال ښه كيداى شي چې افغانستان په هرډول كيږي دهند په وړاندى خپله جميعت پاله پاليسي په يوې پراخى ملي پالې پاليسۍ باندې واړوي اوترهرڅه دمخه په دغه هيواد كې ديوه نوي استازي په فكركې شي .
زموږ ښه په ياد دى چې په ۱۹۹۸ كال كې دكويټ دهيواد دآزادۍ كاليزه وه، هلته دنړى دهيوادو سفيران اودهند ددولت يوشميرمشرانو هم ګډون كړى و، په دغه غونډه كې ايم احمد چې له اوږدې مودې راپه دې خوا دكرالې له ولايت څخه دپارلمان له پاره ټاكل شوې استازی و، هم ناست و. په هغه مېز چې دى ناست وهلته ښاغلې خليلي هم راغی ، موږ خليلې ورمعرفي كړ چې ګواكې دادافغانستان سفيردى ، ده بې له دې چې هغه ته درناوې وكړې ، داخبره وكړه چې :
(( تركومه ځايه چې زه افغانستان پيژنم داښاغلې دهغه افغانستان استازى نه شې كيدای ، داښاغلې اصلا ديوې ډلې استازى دى ، نه دافغانستان)) له دغې خبرې وروسته دهند هغه نوميالی سياست پوه له هغه ميزه پورته شو، په دې چې نه يې غوښتل له خليلۍ سره په يوه ميز كيني اوخبرې ورسره وكړي . خوهلته نورافغانان هم وو له هغوسره يې عادي خبرې اوكيسې كولې.
دايوه بيلګه ده چې موږ يې تل افغانې دوستانو ته بيا بياتكراروو او وايو چې داديوه هندې دزړه غږو چې دښاغلي سفير؟ په وړاندې يې ترسره كړاوداروحيه تراوسه هم په هند كې دده په وړاندې روانه ده .
بله خبره داده چې مسعود خليلې په هيڅ وجه په هند كې ديوه افغان په توګه اوديوه ناپيلې سفيرپه توګه نه كاركړى اونه يې اوس كوي ، دافغانستان په ټول سفارت كې اوس داسې يوڅوك نشته چې موږ له هغه دافغانستا ن دكلتور ژبې اونورو تاريخي ارزښتونو په باب خپل مشكل حل كړو، پوره اووه مياشتې شوې چې په جواهرلال نهرو پوهنتون كې پښتوڅانګه بې استاده ده، استاد رشيد يې برطرف كړ، هغه دهند اوا فغانستان داړيكو په باب يوعلمې پروګرام پيل كړ، خونه سفارت اونه هم دحامدكرزي حكومت له هغه سره دهغه په فرهنګي پلانواوكړو كې مرسته وكړه (تيركال موږ دښاغلې كرزي فرهنګې سلاكار ته په خپل وخت خپله ستونزه وويله موږ فكركاوه چې دى به له موږ سره مرسته وكړي لاكابل ته رسيدلى نه وچې دپښتوڅانګې داستاد دبرطرفې ليك ېې له موږ سره دمرستې په ځاى راوليږه) اوكومې وعدې ېې چې كړې وې هغه خوگردې په خپل ځاى پاتې دي .
په هرډول ، اوس خبره اوپوښتنه داده چې افغانان له هند څخه هيله لري؟
بېنوا ويب پاڼه خوزموږ درسې لارښود دى، چې موږ زده كړه تري كوو، آيا له ملي ويب پاڼې به يوازې همداخبرې اورولكه چې دڅانګې مجلې چې وكښل چې هندوان له افغانانو سره داكوي اويادا، زموږنظرپه دې اړه دادى چې ستونزه په پښتنواوهنديانو كې نه ده ، ددوى خبره لا هم هغسې پرځاى پخه پرته ده يوازى يوشمير په نامه افغانان ووچې دغه تاريخي وياړ يې ونه پيژاند اودخپل هيواد سپكاوى يې په خپله وكړچې تراوسه يې لړي او لاروانه ده . په هندي كې يومتل دى چې وايې :
) اوپروالې كې ګرمين ديرهين ، انديرنهي) زموږ مشوره خوافغانانو اوهغويارانو ته چې په دغه اړه سرټكونې لري داده چې راځئ په گډه ښاغلې حامدكرزې ته داووايوچې نوره نوخپله دامعامله چې شمالې ټلوالي په هندكې پيل كړې وه پاى ته ورسوې، نورپه جيپوركې دزمردو سوداګرهم كولاى خپله كابل ته ولاړ شي اوله هغه ځايه خپله سوداګري ترسره كړي ،ديوشميروزيرانو(دباندنيوچاروو) دوزيرپه گډون بايد نوره خپله كورنۍ كابل ته وليږدوې ، اوافغان سفارت بايد له كورنيو اړيكو اومعاملو څخه خوندي پاتې شي ، دلته بايد دڅوتنوخپلوان چې نه خپله لاره ويني اونه نوروته لاره ورښودلاى شې كارونه ونه كړي، موږپوهيږو چې افغانستان دومره هم خوار اودومره هم له عالمانو اوپوهانواوسياست والوخالې نه دى چې ګواكى دوی نه شی كولاۍ دبېنوا، سلجوقې ، تورويانا،پاچاګل وفادار ، رشيد اونوروملې كسانوغوندې كسان په هند كې دخپلواستازو په توګه وټاكي.
خلاصه هند اوپښتانه دغه دواړه هغه مفاهيم دي چې دپيړيوپه اوږدوكې سره تړلې اواوډلې پاتې شوې، كه افغانستان په نوموړو مفاهيموبرابروي كيداى شې چې په هند كې هم ددغه هيواد له پاره دباور او درناوي زمينه زياته شې ، يوملت په افغانې اوپښتنواله اصطلاح هغه وخت دروند ملت گڼل كيږي چې دخپل ځان ځلا ددرنواومنلو اړوندانوپه څيره كې وكړي . موږ له افغانستان اوددغه هيوادله خلكو څخه همداهيله لرو. چې دوى بايد خپل ځان موږ ته په داسې څېره كې ونه ښيئ په كومه چې ستاسې له تاريخې هويت سره په ضد كې وي اوياهغه څه په هندكې ترسره كوي چې هغه ا فغانان خولاڅه كوې چې هنديان هم پرې شرميږي . هنديان وايې چې موږ له افغانانوسره دزړه له كومې مينه لرو، خوداچې زياتې ستونزې په دي يوه دوولسيزو كې رامنځ ته شوې ، هغه هم ترډيره حده په خپله پرافغانانو باندې اړه لري . چې تراوسه دهغو په مخنوې كې ګام نه پورته كوي .په تيره يوه دوولسيزوكې په ډيلې كې دافغانستان سفارت چې كومې بدنامۍ ددغه ملت هويت ته په هند كې وراړولې ، موږ افغانانوته مشوره وركوو چې كه تاسې رښتياهم توريالې قام يې اوخپل پښتني اوافغانې ننګ درباندي ګران وې يادغه ځاله ړنګه كړئ اويايې په داسې چارنګينه كړئ چې نه تاسې ګيله من وې اونه زموږ نوم بد !