محاسن الإسلام : داسلام دمقدس دین ښېګڼي (۱۳برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22183
علامه محمد معين الدين أبوالفضل
دخبریدو نیټه : 2008-11-24

محترمو وروڼو !  اوس دالله جل ج اله اودهغه درسول -  صلی الله علیه وسلم -   د اطاعت په اړه وشرعي   دلائلو او ښيګڼو ته چي په ضِمن د بيان د دلائلو کښي به درته راسي   په تفصیل سره ځیرسۍ   ، شرعي دلیلونه په دې ارتباط پردوه قسمه دي  :

اول قراني ایاتونه ،   دوهم نبوي حدیثونه   .
قرآني اياتونه


اول:
الله پاک دسورت آل عمران په   ۱۳۲آیت کـــښي فـــرمایلي دي  :
واطیعوالله والرسول لعلکم ترحمون  .
یعنی اوطاعت اوفرمانبرداري کوۍ دالله جل جلاله اودرسول صلی الله علیه وسلم  ښایې چي تاسي  به  ، رحم ت وکړ سي پر تاسي باندي. .


له دغه مبارک ایت څخه دا نتیجه ترلاسه کیږي  چي  الله جل جلاله اودهغه درسول صلی الله علیه وسلم داطاعت اوفرمانبردارۍ سبب د رحمت اومهربانۍ دالله جل جلاله ګرځي پربندګانوباندي . .

دوهم:
الله جل جلاله فرمايلي دي :


[ یَاْاَیُّهَالَّذٍیْنَ اََمَنُوْاَطِیْعُوْ الله وَاَطِیْعُوْالرسولَ واولی الامر منکم فان تنازعتم في شئ فردوه الی الله ورسول ان کنتم تؤمنون بالله والیوم الاخرذالک خیر واحسن تاویلا ]

( سورت نساء نه پنځوسم ۵۹ایت )


یعني اې هغه کسانوچي ایمان یې اوړیدئ  ( یعني ائ مومنانو) اطاعت کوۍ  دالله جل جلاله اواطاعت کوۍ درسول ( یعني درسول دالله پاک چي حضرت محمد صلی الله علی وسلم دئ ) اودخاوندانو د أمر (یعني  دحکم)  له تاسي څخه  ( یعني دهغو خلګو  هم اطاعت کوۍ چي هغه ستاسي په ډول مومنان وي اواميران اوحاکمان وي پرتاسي باندي ) بیا که چیري اختلاف وکړ تاسي له یوه اوبل سره (يعني  ستاسي په خپل منځ کښي په یوه موضوع اویوه خبره کښي اختلاف اوجنجال سره رالئ )  نو رده وۍ  هغه خبره اوموضوع  الله جل جلاله اوو رسول دده ته (يعني  دغه جنجالي موضوع دالله جل جلاله په قران اودالله جل جلاله درسول صلی الله علیه وسلم په حدیث سره فیصله کوۍ ،مه  دَغه اختلاف و ډیروالي او سخت والي ته پریږدۍ  اومه دالله  جل جلاله اودرسول صلی الله علیه وسلم له حکمه پرته دبلي فیصلې اوحکم تلاش کوۍ ) که چیري یاست تاسي ،  ایمان لرۍ  تاسي په الله - جل جلاله  - او په ورځ اخره باندي ( یعني چی دقیامت ورځ ده ) هغه چي ذکرسو ( یعني  داچي  دجنجال اوتنازع په وخت کښي جنجالي فیصلي دخدائ جل جلاله اودهغه درسول صلی ال ه علیه وسلم  وحکم ته سپارۍ ) غوره اوبهتره دئ  ( یعني ستاسی لپاره په دنیا اواخرت کښي)  اوډیر نیک اوښائسته دئ (یعني ستاسي لپاره په حیث دانجام اوعاقبت ) .


مطلب دادئ چي  که چیري تاسي ، یعني أي موم نانو !  خپلي  اختلافي مسئلي دالله عزوجل او دده درسول وفیصلې ته سپارۍ  نوتاسي به همیشه ددنیا اواخرت ه خیر او له ښیګڼوسره مخامخ کیږۍ اوانجام اوپایلي به همیشه  ستاسي لپاره د دې کار ډیري  نیکي اوښائسته وي .


 په دغه مبارک ایت کښي په دي قول دالله جل جلاله کښي چي[ان کنتم تؤمنون بالله والیوم الاخر]ودي لوري ته هم اشاره ده  چی څوک چی ایمان لري  نودایمان تقضا داده چی له هر چا سره یې اختلاف راسي نودي بایدداختلاف دلیري کولولپاره دشرعي حکم طلبداروي اووهمدغه شرعي حکم ته تابعداراومنقاد وي ، اوکه چیري دَی داختلاف په صورت  کښي له شرعي حکم  څخه ځان ګوښه کوي نو دا به ددې  دلیل وي چي دده په ایمان کښي ډیرضعف اونقصان موجود دئ  لکه الله جل جلاله چي فرمايلي دي :


فلا وربک لایؤمنون حتی یحکموک فیما شجربینهم ثم لایجدوا في انفسهم حرجاً مماقضیت ویسلموتسلیما ( سورت نساء   ۶۵ایت  ) . 


یعني نو نه دئ  داسي  (یعني لکه څنګه چي ددغوتَش په خوله مسلمانانو خیال دئ )  قسم کوم زه په رب ستا چي مومنان نه سي ګرځیدلائ  دوۍ یعني دغه خلګ ترهغه پوري چي حَکَم ، منصف اوفیصله کونکۍ ګرځوی دوۍ تا په هغه کښي ( یعني به خړه ، جګړه اواختلافي موضوع کي چي پیښه سي په منځ کښي ددوۍ ) بیانه پیداکوي دوۍ په نفسوخپلو کښي یعني په زړو کښي ددوۍ هیڅ حرج (يعني تنګي ، ناراضي اوخفګان )  له وجي ددې چي فیصله وکړي ته يعني په منځ کښي ددوۍ اواوغاړه ایږدي دوۍ يعني وفيصلي ستاته په غاړه ایښودلو سره .


توضیح : دغه مبارک ایت په شان کښي دمنافقینو دمدینې  م نورې  نازل سویدئ ،  دمنافقینو له ناروا اوکفري کاروڅخه یوکارداووچي کله بې په یوه موضوع کښي له یوچاسره جنجال راغلۍ نوکه به هرڅونه دده جانب المقابل دئ دفیصلي لپاره دخدائ درسول  حضورته  رادعوت کړ نو دَی  به ودې  کارته نه تیاریدئ چي دخدائ جل جلاله د رسول وحضو رته ورسره  ورسي هغه وخت چي دَی  به په دي م وضوع کښي پرناحقه ؤ اویابه دحق اود ناحقه  معلومات نه وو ورته بلکي ده به ددې  کوښښ کوئ  چي دیهودو ویوه ملا ته دده جانب المقابل ورسره ورسي  ، ځکه دیهودو ملا یانودرشوت په خاطر هميشه ناروا فيصلې  دخلګو په منځ کښي کولې .


 اوبل کارله ناروا کارو څخه ددغو منافقانو دا ؤ چي کله به په دوۍ کښي یو څوک په دې  پوه سو چي په دغه موضوع کښي  زه پر حق یم اوکه دخدائ ورسول ته زه اوزما جانب المقابل ورسونودخدائ سول فیصله ځما په ګټه صادروي نوبیا بې زورونه وهل په دي باره کښي چی جانب المقابل خپل دخدائ جل جلاله د رسول وحضورته ورسره ورسي  .


اودریم له ناروا کاروڅخه ددوۍ داؤ چي کله به له جانب مقابل سره دفیصلې  پاره دخدائ درسول  وحضورته حاضرسو اودخدائ رسول به دئ ملامت کړ نوبیا به ډیرناراضه اودلتنګه سو .


اوڅلورم له ناروا کارو څخه ددوۍ داؤ چي کله به دالله رسول دوۍ په یوه موضوع کښي ملامت کړل نوبیا تر څوپو ي به چي ددوۍ طاقت ؤ کوښښ به  يې کوۍ چي دغه فیصله ماته کړي  اوپردوۍ باندي عملي نه سي  ، حتی دیوه منافق ه یوه یهودي سره  په يو شي کښي جنجال راغلئ  نو منافق وکعب بن اشرف ته چي یو رشوت خور کافر ملا ؤ  زو ونه  وهل  اویهودي  بیا دفیصلي لپاره دجناب رسول الله - صلی الله علیه وسلم  - وطرف ته زورونه  وه   ، ځکه چی یهودي دعدالت فیصله غوښته  اوله ناحقه فیصلې  یې ځان ساته اومنافق بیادرشوت ورکولويه سبب دخپل ځان په حق کښي دناحقي فیصلې غوښتونکي ؤ .


خواخر دواړه درسول الله  - صلی الله علیه وسلم  - په حضورکي حاضرسول دهریوه دبیان له اوریدو وروسته داسلام يبغمبرپرمنافق باندی فیصله صادره کړه اویهودي یې حق په جانب وباله  ، کله چي دوۍ دواړه دنبي علیه السلام له حضورڅخه راغلل نو منافق ویهودي ته وویل چي دغه فیصله زه نه منم درځه وحضرت عمررضي الله عنه   ته ورسو هغه به ځما اوستا فیصله راوکړي ، بیا دواړه راغلل اودحضرت عمررض دروازه  یې وروټکوله  کله چي حضرت عمر ورته راووتئ  اویهودي صورت حال ورته بیان کړ اومنافق ورته وويل چي درسول علیه السلام فیصله ډیره سخته وي ماویل ته به یواسانه فیصله ځموږ په منځ کښي وکړې ،  حضرت عمر و ته وویل چي ښه دئ نوتاسي یوڅه انتظاروکړۍ  ، بیا  دي مبارک وکورته ورغلئ اوتوره یې راواخسته  اودمنافق سریې په توره وواهه ،  اودایې وویل  :


هذاقضائې بعد قضاءرسول الله  .


یعني دخدائ درسول پرفیصله سربیره چي څوک ځما فيصله غواړي نوهغه په دې ډول ده  بیا له الهي لوري ورسول علیه السلام ته حکم راغ ئ  چي عمر حق اوباطل سره جلاکړل نوپه دې  وجه وده  ته په فاروق سره بايد له دې وروسته ویل کیږي . .


دریم:


الله پاک فرمائلی دي [یاایهاالذین امنو اطیعوالله واطیعوالرسول ولاتبطل اعمالکم] ( سورت محمد ایت۳۳) .


یعني أي هغه کسانو چي ایمان یې راوړیدئ  ! فرمانبرداري کوۍ  دالله   او فرمانب داري  کوۍ  درسول دده اومه باطله وۍ  تاسي عملونه ستاسي .


توضیح :


له دغه مبارک ایت څخه دوه قسمه نتیجې  راوځي  :


اوله دا چي کوم  نیک عملونه چی پر هغه طریقه ونه کړه  سي چي خدائ  اورسول ورته مشخصه کړېده  دخدائ په دربار کښي باطل اونا مقبول دي  .


دوهمه دا چي نافرماني دالله اودرسول دده دنیکو عملو باطلونکې  ده .


څلرم :


الله پاک  فرمایلي دي  :


ومن یطع الله  ورسوله ویخشی الله ویتقه فاولئک هم الفائزون  ( سورت نور ۵۲ ایت ) .


یعني هرڅوک چي تابعداري کوي دالله جل جلاله اودرسول دده او ویریږي  له الله پاک څخه اوساتي ځان خپل له ده څخه ( یعني له نافرمانۍ دده څخه  ) نوهغه خلګ خاص دوۍ بري  موندونکي دي  .


توضیح  :


له دغه مبارک ایت څخه دانتیجه په ثبوت رسیږي چي فلاح اوبرئ  دانسانانو خاص په دې کښي دئ چي دوۍ دالله جل جلاله اودرسول دده فرمانبرداري کوي اوهميشه له الله پاک څخه   ویریږي  .


 او لکه چي الله پاک فرمایي  [ومن یطع الله ورسو ه فقد فاز فوزاعظیما] سورت احزاب ( ۷۱ )  ایت .


یعني اوهرڅوک چي خبرمني دالله عزوجل اودرسول دده نوپه تحقيق سره برئ پیدا کړ ده ، برئ  ډیرلوۍ  ( یعنی په ډیره غټه کامیابي سره دغه سړئ کامیابه سو ) .


او  دارنګه الله تعالی فرمایې [انما کان قولَ المومنین إذا دعوا إلی الله ورسوله لِيَحکُمَ بينهم أن ي ول سمعنا وأطعنا و ألئک هم المفلحون ] . سورت نور ۵۱ آیت  .


يعني : بېشکه خاص دا خبر ده چي وي  به وينا د مؤمنانو په هغه وخت کښي چي وبلل سي دوۍ و الله او رسول دده ته ، ددې لپاره چي حکم او فيصله و کړي دَی (يعني الله او رسول دده  ) په منځ کښي ددوۍ ، دا چي وايي به دوۍ : واوريدئ موږ ( يعني حکم د خدائ او رسول ) او ومنئ موږ ( يعني حکم د خدائ او رسول ).  او هغه خلګ خاص دوۍ خاوندان د فلاح او کاميابۍ دي  .


توضيح :


مط ب دادئ چي د مؤمنانو به هميشه دا شان وي چي د دوۍ په منځ کښي کوم جنجال او إختلاف راسي ، بيا دوۍ و شرعي فيصلې ته اوبلل سي او د الله او رسول د حکم موافِق د دوۍ په منځ کښي فيصله وکړه سي ، نو دوۍ به په دې وخت کښي درې قِسمه کِردار ادا کوي :


اول : دا چي د خپل منځي إختلاف د ليري کولو دپاره به په ډير شوق سره د خدائ او د رسول و فيصلې ته حاضريږي  .


دوهم : دا چي کله شرعي فيصله د دوۍ په منځ کښي وسي نو دغه فيصله به د زړه په غوږو سره او په ضا او رَغبَت سره اوري  .


دريم : دا چي په دغه فيصله به په مينه او محبت ، بېله پيداکيدو د خفګانه په زړه کښي عملي کوي .


او کله چي دوۍ دا ډول وکړي نو د الله پاک له طرفه به و دوۍ ته ددې په بدله کښي دا إنعام ورکړسي چي د دنيا او آخرت کاميابي بې نصيب سي  .


او لکه چي الله پاک د ( سورة نسآء) په ۱۳ مبارک آيت کښي فرمايلي دي :


و مَن يُطِعِ اللهَ و رسوله يُدخِله جنت تجري من تحتها الأنهار خلدين فيها و ذلک الفوز العظيم .


يعني : او څوک چي إطاعت کوي د الله او د رسول دهغه ، داخل به کړي ( الله پاک ) دَی و داسي جنتو او باغو ته چي بهيږي به لاندي تر هغو جنتو والې ( نهرونه ) ، هميشه به اوسيدونکي وي دوۍ په دا جنتو کښي ، او دا کاميابي ده ډيره لويه  .


پنځم :


د سورت حُجُرات په ۱۴ مبارک آيت کښي الله پاک فرمايلي دي :


و إن تُطيعُ اللهَ و رسولَه لا يَلِتکم من أعمالکم شيئاً ، إن الله غفورٌ رحيمٌ .


يعني او کچيري تابعداري وکړۍ تاسي د الله او د رسول دد ، نو نه به کړي کَم ، ليږ  دَی ( يعني الله پاک ) له تاسي څخه له عملو ستاسي هيڅ شئ ، بېشکه الله تعالی ډير بخښونکئ او ډير رحَم کونکئ دئ  .


توضيح : 


له دغه م بارک آيت څخه دا نتيجه تر لاسه کيږي چي د الله ( جل جلاله ) او دده د رسول– صلی الله عليه وسلم  د إطاعت په سبب درې قسمه نعمتونه الله پاک و مؤمنانو ته ورکوي :


اول دا چي د دوۍ ټول نيک عملونه به د الله ـ جل جلا ه ـ په دربار کښي قبول وي .


دوهم دا چي ډيره او زياته بخښنه د ګناوو به د دوۍ په برخه سي  .


د يم دا چي سربيره پر بخښنه د ګناوو به الله پاک و دوۍ ته پخپل رحم سره ډير أجر او ثواب ورکړي  . 


پږم :


الله جل جلاله دسورت حشر په اوم مبارک ایت کي فرمایلي دي :


(ومااتاک الرسول  فخذوه وم انهاکم عنه فانتهواواتقوالله  ان الله شدید العقاب)   یعني  اوهغه چي درکړي وتاسوته رسول نواخ ۍ  هغه  (یعني کوم کار چي دخدائ جل جلاله رسول  وتاسوته وفرمایي چي داکاروکړۍ  نوهغه کوۍ  اوهغه چي منعه کړي دئ تاسي له هغه څخه نوله هغه څخه تاسي منعه وکړۍ )  او ویریږي له الله جل جلا له څخه ( یعني په دي ډول چي دده د رسول د حکمه  څخه  مخالفت  مکوۍ )  بیشکه الله پاک سخت دعذاب دئ ( یعني سخت دئ عذاب دده ) .


توضیح :


په دغه مبارک ايت کښي الله  جل جلاله  وبندګانو ته دا درس ورکړیدئ چي ځمارسول چي په کوم شي سره تاسي امرکړي  یاست نوهغه کوۍ اوله کوم شي څخه چي يې  تاسي منعه کړي یاست نوهغه مکوۍ ،  اوکه چیري تاسي داسي ونکړۍ  نوالله پاک به ډیرسخت عذاب وتاسوته درکړي .


اوم  :


 الله پاک ف مایلي دي (ومن یطع الله والرسول فأولئک مع الذین انعم الله علیهم من النبیین والصدیقین والشهداءوالصالحین وحَسُنَ اولئک رفیقا) سورت نساء ایت ۶۹.


یعني اوهرڅوک چي تابعداري کوي دالله او درسول  نوهغه خلګ به  وي(يعني په ورځ کښي دقیامت)سره له هغو کسانوچي انعام کړيدئ الله پاک پردوۍ باندي ( یعني  چي  لوۍ وۍ  نعمتونه اوغټي مرتبي اودرجې الله پاک ودوۍته ورکړیدي  ) چي هغه عبارت دي له نبیانو او صدیقانو او  شهیدانو  اوله صالحانو  څخه اوډیرښه دي دغه خلګ  ( یعني  دغه څلورقسمه خلګ په حیث دملګريو ) .


توضیح  :


والله جل جلاله ته په انسانانو کښي څلورقسمه خلګ ډیر ورنزدې دي  :


 او        :  نبیان .


دوهـم    :  صدیقان  ، لکه حضرت ابوبکرصدیق رضي الله تعالی عنه .


دریـم     :  شهیدان   .


څلورم   :  صالحان   ،  یعني اولیاء کرام  .


په ذکرسوي مبارک ایت کښي الله پاک ومومنانوته داسي فرمایلي دي ،چي هرڅوک چي دخدائ جل جلاله  اودرسول علیه الصلاة والسلام په فرمانبرداري کښي ژوند  تیرکړ ي  نودقیامت په ورځ به دَي دهمدغوڅلوروقسمومقربوبندګانودخدائ پاک ملګرئ وي .


اتم   :
الله جل جلاله فرمایلي دي (قل ان کنتم تحبون الله فاتبعوني یحببکم الله ویغفرلکم ذنوبکم والله غفوررحیم) .


يعني ووایه أي رسوله !    یعني ودغوخلګوته چي دوۍ ددې دعوه کوي چي موږ له الله جل جلاله سره مینه او محبت لرو  ،  که چیري یاست تاسي (یعني په رښتیا )  محبت کوۍ تاسي له الله پاک سره  ،  نوتابعداري وکړ ۍ  تاسي ځما (یعني ځکه چي زه دهمدغه خدائ پاک رسول یم  ) نومحبت به وکړي له تاسي سره الله پاک  ( یعني که چیري تاسي ځما تابعداري وکړۍ )  اووبه بخښي دَی  یعني الله پاک تاسي لره ګناوي ستاسي اوالله پاک ښه بخښونکي اوډیرمهرباني کونکي دئ .


توضیح :


له دغه مبارک ایت څخه هم مختلفي مسئلې ثابتیږي  : 


اوله مسئله داده   چي څوک دالله جل جلاله دوست وي نوهغه به خامخا دا الله جل جلاله  د رسول  - صلی الله علیه وس م - دسنت اودهغه دطریقې  تابعداره وي ، اوکه بالفرض یوڅوک د الـله  عزوجل ددوستۍدعوه کوي اودخدائ درسول دطریقوتابع نه وي نودغه سړي په دغه خپله دعوه کښي کاذب دئ  .


دوهمه مسئله داده  چي څوک دالله جل جلاله تابع سي نوهغه سړئ  به والله ته محبوب سي  اوالله جل جلاله به ځني  راضي سي  .


دریمه م سئله داده  چي څوک دالله جل جلاله درسول تابع سي نوالله جل جلاله به دده ګناهونه  وروبخښي  .


څلورمه مسئله داده  چي څوک دالله جل جلاله تابع سي نوالله جل جلاله به پر ده باندي رحمت وکړي  ( يعني په ورکولوسره دنعمتو اودثوابوداخرت  ) .


نهم  :
الله جل جلاله فرمایلي دي (واطیعوالله و سوله ولاتنازعُوافتفشلواوتَذْهبَ ریْحَکُمْ واصْبِروْان الله مع الصبرین) سورت انفا ل ایت  ۴۶ .


یعني اواطاعت کوۍ دالله اودرسول دده اومه کوۍتنازع  ( یعني په خپل منځ کښي اختلاف اوجګړه) نوبه کمزو ي  سۍتاسي   ( یعني که چیری تاسي په خپل منځ کښي سره مختلف سۍ نوبه بیا تاسي ددښمن په مقابل کښي کمزوري سۍ )  اوولاړه به سي دبدبه ستاسي اوصبرکوۍ ،  بیشکه الله پاک دئ سره له صبرکونکيو .


توضیح :


ه دې مبارک ایت څخه درې  نتیجې  څرګنديږي   :


اوله نتیجه داده چي اطاعت دخدائ اودرسول  ، دمسلمانانو داتفاق اودیووالي سبب دئ اوبې اطاعتي دالله جل جلاله اودرسول   دمسلمانانو دمابیني اخت افاتو او جنجالو سبب ګرځي   ، اوددوۍددبدبې  اوهیبت دختمیدوعامل ګرځي .


دریمه نتیجه داده چي پ تکلیفواومصیبتوصبرکول دالله جل جلاله دنصرت او دامدادسبب  ګرځي  .


لسم  :


الله جل ج اله فرمایلي دي :


وماکان لمومن ولالمؤمنة اذاقضی الله ورسوله امراأن یکون لهم الخِیَرَةمن امرهم وم ن یعصی الله ورسوله فقدضل ضلالامبینا .(  سورت احزاب ۳۶ایت  .


یعني اونه دئ  روا هیڅ مومن لره اونه هیڅي مومني  ښځي لره کله چي حکم وکړي الله پاک اورسول دده په یوکارکي داچي وي دي دوۍلره اختیار له کاره ددوۍ ( يعني پرخلاف دحکم دده ) اوهرڅوک چي نافرماني کوي دالله عزوجل اودرسول دده نوپه تحقیق سره ګمراه سو دَی  په ګمراهي ښکاره سره  .


توضیح  :


له دغه مبارک ایت څخه  دوه حکمونه ثابتیږي  :


اول داحکم چي هیڅ مومن سړي  ته اووهیڅ مومني ښځي ته داکارپه قطعي ډول روانه دئ چي دالله عزوجل اودرسول  فیصلې  اوحکم پرخلاف خپل اختیاروچلوي .


دوهم  داحکم   چي هغه څوک  ښکاره ګمراه اوبې لاري دئ  ، کوم چي دالله جل جلا له اودده درسول نافرماني کوي  .


یوولسم   :


الله جل جلاله دسورت نورپه ۴۷،  ۴۸او ۵۰  مبارکو ایتو کښي فرمایلي دي :


[ویقولون امنا بالله وبالرسول واطعناثم یتولی فریق منهم  من بعد ذالک   ومااولئک بالمؤمنین } واذادعوآ الی الله ورسوله لیحکم بینهم اذافریق منهم معرضون} وان یکن لهم الحق  یاتوا الیه مذعنین }{ أفي قلوبهم مرض أم ارتابوا أم يخافون  أن يح يف الله عليهم و رسوله ط بل ألئک هم الظالمون }.


يعني اووائي (دامنافقان) چي ایمان راوړیدئ موږپرالله جل شانه  اوپر سول (دالله ) اوحکم منلي دئ موږ(دالله اودرسول الله )بیا مخ ګرځوي (له اسلامه)یوه ډله  له دوۍ وروسته له هغه(ایمان اواطاعته )اونه دي دغه(ګرځیدونکي)مومنان (په رښتيا سره ) . اوهرکله چي وبللي شي دوۍ  ال ه عزوجل اورسول ددغه (الله)ته  لپاره ددې  چي حکم وکړي د غه ( رسول) ناڅاپه یوفریق  او ډله ددوۍ إعراض  او ډډه کونکي دي (له حکمه درسوله)اوکه چیري وي دوۍ ته حق (په زعم د دوۍ پربل )نو راځي دوۍ دغه     (رسول الله)ته ګړندي ، فرمان منونکي  ،  ایاپه زړونو کښي ددوۍ مرض ، رنځوري (دکفراونفاق) ده اوکه شکمن دي دوۍ (په   نبوت کښي دمحمد – صلی الله عليه وسلم - ) اوکه ویریږي دوۍ پردې  چي ظلم به وکړي الله پاک پردوۍ (یابه ظلم وکړي ) رسول دده  (يعني د  الله  ) داسي نه دئ چي الله اورسول  پرچاظلم وکړي بلکي دوۍ (کفار) چي دي  ، هم دوۍ ظالمان دي  (په اعراض سره) .


توضیح :


د اول مبارک ایت څخه  یوه دانتیجه اوزي چي سره له اقراره اودعوی  ددې  خبري چي زه مومن یم  ، خدائ جل جلاله منم  ، رسول  منم  ، که یوڅوک په دې  ډول وي  چي دخدائ اودرسول داطاعت اوعمل ځائ راسي نوبیادغه دعوه کونکۍ دمومنتوب  له اقرا سره مطابق عمل نه کوي ، نودا دمنافقت یوه لویه علامه ده .


اوبله دانتیجه ورڅخه راوزي چي الله جل شانه اودرسول علیه السلام نافرماني چي کوم خلګ کوي نوهغه صحیح مومنان نه دي .


او  له  دوهم ایت څخه دا مطلب ثابتیږي چي وشرعي فیصلې ته درابللوپه وخت کښي چي کوم څوک نه حاضریږي اودخدائ اودرسول حکم اوفیصله ناخوښه بولي ،نوداهم دمنافقانو له خویوڅخه دئ  .


او له  دریم آیت څخه داخبره په ثبوت رسیږي چي یوڅوک په هغه صورت کښي په مینه اوشوق سره وشرعي فیصلي ته زور وهي چي دده په فکرکښي داوي چي په شرعي فیصله کښي زه کامیابه کیږم نوداهم دمنافق علامه ده .


او له څلورم مبارک ایت څخه دامسئله فهمول کیږي چي دشخړي اودجنجال په وخت کښي چي څوک له شرعي فیصلې  څخه ځغلي، نوداپه اصل کښي یادهغه چاکار دئ چي په ښکاره کافر وي ، یادهغه چاکار دئ چي منافق وي ، یادهغه چاکاردئ چي د اسلام په حقوالي کښي شـک کوي اویادهغه چاکاردئ چي العیاذبالله پرخدائ عزوجل اوپررسول ( صلی الله عليه وسلم ) دظـالمانو ګمان کوي  .


دوولسم  :


دسورت نساء يو پيتم ایت چي مضمون یې په دې  ډول دئ چي ومنافقوانسانانو ته چي دجګړې  اودجنجال دفیصله کولو لپاره وايي چي راځۍ  دغه جنجال دخدائ تعالی په حکم اودخدائ  درسول په حکم فیصله کړو ، نووینې  به ته أي رسوله! دغه م نافقین  په داسي حال کښي چي ګرځي به له تاڅخه په ګرځیدلوسره  .


دیارلسم  :  
دسورت آل عم ان  ( ۳۲ )  مبارک ایت دئ  چي مضمون یې په دې  ډول دئ  :


ووایه  ! ( یعني  أي رسوله! )  وخلګوته چي اطاعت کوۍ ،  بیا که چيري مخ وګرځاوه ( یعني له اطاعت څخه دخدائ اودرسول ) نوبیشکه الله پاک نه خوښوي کفرکونکي خلګ  .


څوارلسم  : 
دسورت نورپه  ( ۶۳ ) مبارک ایت کښي الله جل شانه فرمایلي دي : 
فالیحذر الذین یخالفون عن امره أن تُصیبهم فتنة اویُصِیبَهم عذاب الیم  .
یعني نو و دي ويریږي  هغه خلګ چي مخالفت کوي  له حکمه دده ( يعني درسول صلی الله علیه وسلم) له دې  څخه  (يعني له دې څخه دي ووی یږي)  چی وبه رسیږي ودوۍ ته   (یعني په دنيا کښي  ) یوه فتنه ، یوافت  یا به ورسيږي ودوۍ ته  عذاب دردناک (يعني دقیامت په ورځ کښي‌‌  ) .
محترمو وروڼو! اوس دالله اودرسول داطاعت په اړه ونبوي احادیثوته فهم وکړۍ  ! :اول  :
عن ابي هریره  قال، قال رسول الله علیه السلام ،اني قد ترکتُ فیکم شیئينِ لن تضِلوا بعدهما : کتاب الله وسنتي  ]رواه الحاکم والسیوطي في الجامع الصغیر وصححه الباني  في صحیح الجامع الصغی   رقم الحديث ۲۹۳۴ 
یعني له حضرت ابوهریره - رضي الله عنه -  څخه روایت دئ چي فرمایلي دي  رسول ال ه – صلی الله عليه وسلم ) چي بیشکه په تحقیق سره  پري ايښي دي ماپه تاسوکښي داسي دوه شیان چی هیڅ کله به ګم اهان  نه سي تاسي وروسته له دغو دوو شیانو (یعني هغه وخت چی تاسي عمل په کوي) چي هغه دوه شیان کتاب  دخدائ جل شانه اوسنت ځمادي  .


دوهم  : 
دیوه مبارک حدیث چي په خطبه کښي دحَجة الوداع یې وخلګوته فرم ایلئ  دئ اوحاکم يې  روایت کړيدئ  اوحسن حدیث دئ  په اخري برخه کښي داسي راغلي دي  :


فاحذ وا إني قد ترکت فِیکم ما ، إن اعتصمتم  به فلن تَضِلوا أبداً کتابَ الله وسنة نبیهِ  .
یعني نوله شیطان سره احتیاط کوۍ اوپه ویره ورسره چلیږۍ  چي  په یو چم اوفریب موبې لاري نه کړي ،اوبیشکه ماپه تحقیق سره پرې ايښئ  دئ  په تاسو کښي هغه شئ چي که چيري خپل مټان اومنګولي په هغه پسي ونیسۍ  نو خامخا به  نه بیلا ي کيږۍ  تاسي  همیشه  ، چي هغه شئ کتاب دخدائ اوسنت دنبي دده دئ .


دریم   : په یوه حسن حدیث کښي چي بیهقي او أحمد يې له جابر څخه روایت کړیدئ  راغلي دي :

 چي حضرت عمر و رسول الله ( صلی لله ع يه وسلم ) ته راغلئ  اوو رته ویې ویل چي موږ له یهودوڅخه داسي خبري اورو چي وموږ ته ډیر خوند راکوي  ، نو ایا ته مناسب بولې او  اجازه دي ده ( یعني أي دخدائ رسوله ) چي موږله دوۍ څخه ځني له دغو خبرو و لیکو  ؟  نوداسلام پیعمبر وحضرت عمرته په جواب کښي داسي وفرمایل  :  امتهَوکون انتم کما تهوکتْ الیهود والنصاری لقدجئتکم بهابیضا‌ء نقیة ولوکان موسي حياًماوسعه الااتباعي  .

یعني حیران اوشک کونکي یاست تاسي  ( یعني په دغه دین کښي چي مادرته راوړیدئ ) لکه چی شک کړیدئ  یهودواونصاراوو  په دين  خپل کښي  ، قسم په خدائ  دئ چي خامخا په تحقيق سره راتګ کړیدئ ماوتاسي ته په دغه دین داسلام  ، په داسي حال کښي چي تک سپین  ، سوچه اوصاف دئ ، اوکه چیري واۍ موسی ع ژوندئ  (  یعني ځمادنبوت په وخت کښي ) نو نه به واۍ روا وده ته ماسوا  له تابعدارۍ  ځــما .


څلورم  :
په یوه بل حدیث کښي  چي  دارمي  یې له جابر څخه روایت کړیدئ راغلي دي چي حضرت عمر بن خطاب ورسول علیه السلام ته  دتورات یوه نسخه راوړه  ، بیا یې ورته وویل چي أې دخدائ رسوله  !  دادتورات یوه نسخه ده  .
  داسلام پیغمبرسکوت وکړ ، حضرت عمر ددغي نسخې  په ویلوشروع وکړه  په داسي حال کښي  چي دده له ویلوسره سم  دخدائ  درسول مبارک مخ  دقهراوغضب په وجه تغیرکاوئ ،  دحضرت عمرورته فکرنه ؤ ، حضرت ابوبکررض  وحضرت عمرته وفرمایل چي  :  ورک دي کړي تا بُري ښځي  ، ایا نه وینې   ته هغه   څه چي  دخدائ درسول ص  په مبارک مخ کښي ښکاره کیږي  ( یعني چي اثردغضب اوخفګان دئ  ) بیا  وکتل حضرت عمررضي الله عنه  ومخ ته درسول الله علیه الس ام اوبیایې داسي وویل  : 
اعوذبالله من غضب الله وغضب رسوله رضینا بالله رباًوبالاسلام دیناً وبمحمد نبیاً  .
یعني پناه  غواړم په خدائ -جل شانه - له غضبه دده او له غضبه درسول دده ، راضي یوموږ په الله پاک په حیث درَب اوپه اسلام په حیث ددین اوپه محمد په حیث دنبي .

وروسته داسلام پیغمبروفرمایل :
والذی نفس محمد بیده  لوبدالکم موسی فاتبعتموه وترکتموني لضللتم عن سواء السبیل ولوکان حیاً وادرک نبوتي  اتبعني  . 
یعني قسم کوم په هغه ذات چي نفس دمحمد صلی الله علیه وسلم په قدرت کښي دده دئ که چیري  ( یعني زماپه زمانه کښي ښکاره سوئ وائ تاسي لره موسی ) بیا تاسي تابعداري کړېوائ  دده  اوپرې ایښئ وائ تاسي زه نو خامخا به اوښتي  وائ  تاسي له برابري اوسمي لاري څخه اوکه چیري وائ موسی ژوندئ  اوپیداکړئ  یې وائ نبوت ځما  ، نوخامخا به ده  د نوروخلګو په شان  تابعداري کړې وائ  ځما . 

والسلام ومن ال ه التوفيق