محترمو وروڼو ! څوارلسم ( ۱۴ ) له م حاسنو داسلام څخه دادئ چی اسلام وهرمسلمان ته په دي ډول تربیه ورکوي چي مسلمان باید په دي ډول وي چي دبل مس مان دمشکل اودحاجت په ليري کولوکښي له هغه سره مرسته کونکي وي ،اوهرمسلمان له بل مسلمان سره بایدهمیشه په داسي ډول سلوک وکړي چي هغه په خوشحاله کيږي، داسلام ددغي تربیې په اړه واسلامي هدایا توته متوجه سي.
اول ( ۱ ) :
داسلام پيغمبر يه يوه مبارک حدیث کښي چي امام مسلم یې له حضرت زید بن ثابت رضي الله عنه څخه
وایت کړيدي فرمایلي دي :
(لایزال الله في حاجة العبد مادام في حاجة اخیه ) .
یعني همیشه دئ الله پاک په
حاجت کښي دبنده ترڅوپوري چي وي دغه بنده په حاجت کښي دوروردده .
مطلب ددغه مبارک حدیث دادي چي الله جل ج
اله دهغه بنده دحاجتو ورپوره کونکي دئ کوم چي دبل مسلمان وروردحاجت په ورپوره کولو کښي کوښښ کونکئ وي .
دوهم ( ۲ ) :
له حضرت ابن عمر رضي الله عنه څخه روایت دي چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي
دي:
(المسلم اخوالمسلم لایظلمه ولایسلمه من کان في حاجة اخیه کان الله في حاجته ومن فرج عن مسلم کربةً فرج ا
له عنه کربة من کُرب یوم القیامة ومن ستر مسلماً ستره الله تعالي یوم القیامة ) رواه البخاري والمسلم
.
یعني هرمسلمان دبل مسلمان دیني ورور دئ ، نونه به ظلم پر
کوي اونه به مرسته اوکومک ورڅخه بندوي ، هرڅوک چي وي په پوره کولو کي دحاجت د خپل مسلمان ورور نو وی به الله
پاک په پوره کولو دحاجت دده کښي ، اوهرڅوک چي لري کړي له یوه مسلمان څخه یوغم نولري په کړي الله پا ک له ده
څخه یو لوۍ غم له غمو څخه دورځي دقیامت ، او هر څوک چي پټ کړي يومسلمان ( یا په دې معنی چي داغستلو لپاره یوه
جامه ورکړي اویا په دې معنی چي عیبونه یې پټ کړي ونوروخلګوته یې ښکاره نه کړي ) نوپټ به کړي الله پاک دَی په
ورځ کښي دقیامت ( یا دامطلب چي دجنت په جامو بې پټ کړي یا دامطلب چي دقیمت په ورځ به الله پاک دده عیبونه
اوګناوي ورپټي کړي .
دريم ( ۳ ) :
له حضرت انس رضي الله څخه روایت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرم
ايلي دي :
(من مشی في حاجة اخیهِ المسلم کتب الله له لکل خطوة سبعین حسنة ومحی عنه سبعین سیئة الی ان یرجع من
حیثُ فارقهُ فان قضِیت حاجته علی یدیهِ خرج من ذنوبهِ کیوم ولدته امهُ وان هلکَ في مابین ذالکَ دخل الجنة بغیرح
ساب ) رواه ابن ابي الدنيا والاصبهاني
.
یعني هرڅوک چي ولاړ سي په حاجت کښي دمومن ورور دده (یعني دیوه مسلمان ورور دحاجت دپوره کولولپاره ولاړسي ) نوو به لیکي خدائ پاک ده لره په بدل کښي دهر قدم اخستلو دده اویا۷۰نیکۍ اومحوه به کړي له ده څخه اویا۷۰ ګناوي ت هغه پوري چي دي بیرته وهغه ځائ ته راګرځي کوم چي دي ورڅخه راجلا سوئ او راروان سوئ ؤ ، بیا که چیري پوره سو ح اجت ددغه مسلمان ورور دده دده پرلاسو (یعني دده په طفیل ) نو راوبه وځي ، خارج به سي دغه سړئ له ګناوو خپلوڅخه داسي پاک لکه په کومه ورځ چي و ځيږاوه دَی موردده ، اوکه چیري مړسو په مابین ددې کښي نوداخل به کړسي وجنت ته ( يعني دقیامت په ورځ ) بې حسلبه ( یعني هيڅ حساب به له ده سره دده دعملو نه کیږي ) .
څلرم ( ۴ ) :
له حض
ت ابن عباس (رضي الله عنهما) څخه روایت دئ چي نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي :
( من مشی في حاجة اخیه کان
خیراًله من اعتکاف عشرسنین ومن اعتکف یوما ابتغاء وجه الله جعل الله بینه وبین النار ثلاث خنادِق کل خندق
ابعد مما بین الخافقین . رواه الطبراني والحاکم
.
یعني هرڅوک چي تګ وکړي په حاجت کښي دیوه ورور دده ( یعني په حاجت پوره کولو کښي دیوه مسلمان وروردده )
نوده داکارغوره اوبهتره دئ ده لره له اعتکافه دلسو کالو ، اوهرچا که اعتکاف وکړ یوه ورځ له وجي د طلب د رضا
دالله جل جلا له نو وبه ګرځوي الله پاک ( یعني دقیامت په ورځ کښي ) په منځ کښي دده اوپه منځ کښي د دوږخ درې خندقونه
، چي هرخندق به ډیر لیري وي له هغي مسافې څخه چي په منځ کښي دمشرق او د مغرب ده
.
پنځم ( ۵ ) :
له حضرت ابن عمر اوابوهریره رضي الله تعا
ی عنهم څخه روایت دئ چي دوۍ دواړو ویلي دي چي فرمايلي دي رسول الله - صلی الله علیه سلم - هرڅوک چي تګ وکړي په
حاجت کښي د ورور دده ترهغه پوري چی دغه حاجت یې ورثابت کړي ( یعني ورحاصل او ورپوره یې کړي ) نورحمت به وکړي
الله پاک پر ده باندي په پنځه اویازره ملائکوسره ( یعني پنځه اویازره فرشتي به الله پاک امرکړي په دې سره چي دده
لپاره دعاګاني کوي ) که چيري دغه تګ دده په سهارکښي ؤ نودغه فرشتي به دعاکوي ده لره ترماښامه پوري اوکچیري
دغه تګ دده په ماښام کښي ؤنودغه فرشتي به دعاوي کوي ده لره تر سهاره پوري ، اونه به پورته کوي یو قدم ( یعني په
لار کښي دحاجت پوره کولودیومسلمان ورور ) مګرکښته کوي به لله پاک له ده څخه په دغه هر قدم اخیستلو دده سره
یوه خطا اوګنا دده اوپورته کوي به ده لره په دغه هرقدم اخیستلوسره یوه درجه (رواه ابوالشیخ وإبن حبان وغیره)
.
شپږم ( ۶) :
له جعفربن محمد ( رضي الله عنه ) څخه روايت دئ ، چي هغه له پلار څخه ، هغه بیا له نیکه څځه
روایت کړئ دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي :
ماادخل رجل علی مومن سروراً الاخلق الله عزوجل من ذالک السرور ملکاً یعبدالله عزوجل ویوحده فأذا صار العبدفي قبرهِ اتاه ذالک السرور فیقول: اماتع فني؟ فیقول له : من انت ؟ فیقول : اناالسرور الذي ادخلتني علی فلان ، انا الیوم اونس وحشتک والقِّنُک حجتک واثبتک بالقول الثابت واشهِدک مشاهدک یوم القیامة واشفَع لک الی ربک واریک منزلک من الجنة ( رواه ابن ابي ا دنیا وابوالشیخ ) . یعني نه ده داخله کړيې هيڅ سړي پر هیڅ مومن باندي یوه خوشحالي ، مګر پيدا کړېده الله پاک له هغې خوشحالۍ څخه یوه پرشته داسي پرشته چي عبادت کوي د الله ياک اودالله پاک یووالي بیانوي ( یعني ترهغه پوري چي دغه سړي مړکیږي) بیا کله چي دغه بنده داخل سي په قبر کښي نوراسي وده ته هغه خوشحالي بیا ووایې وده ته چي ایا نه پيژنې ما ؟
نو
دَی ورته ووايې چي ته څوک یې ؟
نوورته ووایې دغه سرور اوخوشحالي وده ته چي زه سرور او خوشحالي یم ، هغه خو
حالي چي داخله کړم تا زه پر فلاني سړي باندي ، زه به نن ورځ لري کوم ( يعني له تا څخه ) وحشت ستا (یعني چي دقب
وحشت دئ ) اوتلقین به کوم و تاته دحجت اودلیل ستا ( یعني په جواب کښي دنکیر اومنکر ) اوټینګوم به تا په قول مح
کم ( یعني پرکلمه دشهادت باندي ) اوحاضره وم به تا وځایو ته د حضور ستا په ورځ کښي دقیامت ، اوسپارښ به کوم
تالره ورب ستا ته ، اووینم به په تا ځائ ستا له جنت څخه .
مطلب دادئ چي که یوسړي د یومومن زړه په یوشي سره خوشحاله کړي نوله دغي خوشحالۍ څخه چي ده ددغه مومن په زړه کښي داخله کړه الله پاک یوه پرشته پیداکوي چي هغه فرشته ددغه سړي ترمرګه پوري دخدائ عبادت کوي ، بیا چي کله دغه سړي مړ سي اوپه قبر کښي داخل کړسي نوبيا دغه فرشته ورته راسي ، بیا ترهغه پوري په هره مرحله کښي له مرحلو څخه دقبر اواخرت ، دده کومک اومدد کوي ترڅو چي دي وجنت ته داخليږي .
اوم ( ۷ ) :
همدارنګه داسلام پیغمبر په یوه حدیث کښي چي طبراني یې له حضرت عمر
څخه مرفوعاً روایت کړيدئ فرمايلي دي چي :
بهترین د نيکوعملو داخلول ( یعني راوستل ) دخوشحالۍ دي پریوه مومن باندي یعني مثلاً په دي ډول چي دَی لوڅ وي داغستلو جامه نلري نو د اغستلو لپاره وده ته جامه ورکړي ، اویادَی وږئ ويٍ ته ډوډۍ ورکړې اویا یو بل حاجت لري ته یې هغه حاجت ورپوره کړي .
اتم ( ۸ ) :
له ح ضرت عبدالله ابن عمررضی الله عنه څخه روایت دئ چي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي :
ان لله ا واماً اختصهم بالنعم لمنافع العباد یقرهم فیها مابذلوها فاذا منعوها نزعها منهم فحولها الی غيرهم ( رواه ابن ابي الدنیا والطبراني ) .
یعني بیشکه الله جل جلاله لره ( یعني په مخلوقاتودده کښي ) داسي قومونه سته چي الله جل حلاله امتیاز ورکړيدئ په نعمتو خپلو سره لپاره د ګټواوفایدو دبندګانوخپلو چي قرار ورکوي الله پاک ودوۍ ته په دغونعمتو کښي ترهغو پوري چي ښيندي دوۍ هغه نعمتونه ( یعني وخلګوته یې ورکوي ) بیا هغه وخت چي م نعه کړي دوۍ دغه نعمتونه ( یعني له خلګوڅخه ) نو وکاږي الله پاک دا نعمتونه له دوۍ څخه ، بیاوګرځوي الله پاک دغه نعمتونه ( یعني وریې کړي ) وهغه چاته چي غیروي له دوۍ څخه .
مطلب ددغه مبارک حدیث دادئ چي الله پاک ځني قومونه په خپلو نعمتو سره خاص ګرځوي ، یعني داسي نعمتونه ورکوي چي ونورو ته یې نه وی ورکړي ، خودا ددې لپا ه چی دوۍ د الله جل جلاله و بندګانو ته يه دغو نعمتو سره ګټي اوفایدې ورسوي ، په همدې سبب دغه نعمتونه الله جل جلاله له دوۍ سره تر هغه پوري دوام داره ګرځوي چي دوۍ په دغونعمتو کښي دالله (جل جلاله) له مخلوق سره امداد اوکومک کوي ، نوکله چي دوۍ په دغو نعمتو کښي امداد اوکومک خپل دخدائ ( جل جلاله ) له بندګانوڅخه بند کړي نوال ه پاک دغه نعمتونه له دوۍ څخه اخلي او ونورو خلګوته یې ورکوي .
نهم ( ۹) :
طبراني اوابوالشیخ له حضرت
ابن عمررضي الله عنهما څخه روایت کړيدئ چي رسول الله صلي الله عليه وسلم فرمایلي دي چي :
بیشکه سته ا له جل جلاله لره داسي مخلوق چي پیدا کړی يې دي دوۍ دپاره دحاجتو د خلګو ، چي فزع او رجوع کوي خلګ ودوۍ ته په ح وائجو خپلو کښي ، هغه خلګ ( يعني کوم چي الله پاک دخلګو د حاجتو لپاره پيدا کړيدي) هغه خلګ دي چي په امن دي له عذاب څخه دالله جل جلاله .
محترمو وروڼو ! تاسي داسلام په دغومقدسو هدایاتو کښي فکر وکړۍ ترڅو چي په دې ښه پوه سۍ چي دا تنها او يوازي اسلام دئ چي وانسان ته داسي روزنه اوتربیه ورکوي چي که انسان هغه روزنه اوتربیه قبوله کړي نو په هرباب کښي به دغه انسان دعالم بشریت ، بلکي دتمام مخلوق لپاره خیرخواه اودسعادت بخښونکئ وي .
و السلام ومن الله التوفیق .