بېنوا ویبپاڼه دژورنالستان وپېژنئ دلړۍ په دوام نن درته یوبل افغان ژورنالست در پیژنو با� �کوال میاخیل نومیږي اصلي او کورنى نوم ئې محمدکريم، ادبي نوم ئې بارکوال مياخېل، په خټه مياخېل پښتون او د ح اجي عبدالوهاب مياخېل زوى دی، د ١٩٧٩ مېلادي کال د فبرورۍ د مياشتې پر لسمه نېټه د سوهېلي پښتونخوا په ږوب سيمه کې زېږیدلی دی .
- لومړنۍ او منځنۍ زدکړې ئې د ږوب سيمې په (ملېشه هاى سکول) کې تر سره کړې دي، دوولسم ټولګى ئې هم د ږ وب له (ډګري کالجه) پاس کړى او څورلسم ټولګى ئې له کوټې پوهنتونه پاس کړى دى او له همدې پوهنتونه په پښتو ادبياتو کې ماسټري هم کوي.
- د ١٩٩٧مېلادي کال راهیسي ئې ادبیاتو اړشعر او شاعری ته مخه کړې .ګڼ شمېر شعرونه ئې وليکل، د بېلابېلو شاعرانو د شعر پر مجموعو ئې ليکنې کړي، چي اکثره يې نقد يا کره کتنه ده. څه ناڅه ژباړې هم کوي اولنډي کیسې هم لیکي.
- په ٢٠٠١مېلادي کال کې ئې په پېښور کې له دانش خپرندويې ټولنې سره څه موده د پروف کتونکي په توګه کار وکړ، وروسته ئې څه دپاسه درې کاله په کوټه کې له صحاف نشراتي موسسې د پښتو کتابونونو د کمپوزوونکي او پروف کتونکي په توګه کار وکړ. په دې موده کې ئې د همدې خپرندويې موسسې له خوا خپرېدونکې دوې مياشتنۍ مجله (پالنه) هم چلوله، چي څلور ګڼې يې دده په مسوول مديريت کې خپرې شوې.
- په ٢٠٠٤مېلادي کال کې ئې په کندهار کې په بېلابېلو ادبي او فرهنګي ادارو کې ټک ټوک کارونه وکړل او په همدې کال ئې له کندهاره د بي بي سي راډيو د پښتو څانګې ادبي خپرونې (پېلوځي) ته هم څه موده د خبريال په توګه کار وکړ.
- په ٢٠٠٥مېلادي کال کې ئې په کوټه کې د (لمر کمپوز کور) په نامه د پښتو کتابونو د کمپوز اداره پرانيستله، ګڼ شمېر کتابونه ئې کمپوز کړل، په ٢٠٠٦مېلادي کال ئې (لمر خپرندويه ټولنه) کتاب خپروونکې اداره اعلان کړه، چي تر دې مهاله مي د دې اداره له خوا (٥) کتابونه خپاره کړي دي او د لمر www.worbal.com/lmar په نامه خپل شخصي ويبلاګ هم لري.
- د ٢٠٠٧ مېلادي کال د جنورۍ له مياشتې � �اهيسې تر اوسه پورې په بلوچستان ايالت کې د ازادۍ راډيو د خبريال په توګه دنده تر سره کوي، په دې څه کم دوه کلنه موده کې ئې ازادۍ راډيو ته پر روانو چارو برسېره (ادبي راډيو مجلې) او نورو پينځو اوونيزو خپرونو ته هم کار کړى دى او کوي يې.
په دې لس کلنه موده کې ئې چي کوم کتابونه ليکلي او ژباړلي دي، له هغوى څخه پينځه کتابونه چاپ شوي دي:
١. د کاڼي اوښکې (د بېلابېلو ليکوالو د لنډو کيسو ژباړه)
٢. د لوېديځ دوه مخيتوب (د هند د نامتو فيلسوف اوشو ګرورجنيش اثر)
٣. دود "رواج" (دا له اردو ژبې څخه ژباړل شوى ناول دى)
٤. د مينې زړى (لومړۍ شعري ټولګه)
٥. رنځور کليوال (زما د لنډو کيسو ټولګه)........... چي بېخي تازه چاپ شوې ده.
بارکوال میاخیل د لوړ استعداد سره سره یوه ډیره مهربانه او صمیمانه رویه لري چي د خپلو ملګرو په زړو کي خاص ځای ئې ځانته غوره کړی . . دمیاخیل یو بل د ستایلو خوی دادی چي همیشه په خپل کار کي صادق دی او دپښتنو په روانو حالاتو زښت زیات خوږیږي . دهغه په راپو� �ونو سربیره د هغه په شعر کي هم د خپلو خلکو دردونه له ورایه احساسیږي .
یو شعر او یو ه کېسه يې د بېنوالوستونکو ته دنمونې په ډول وړاندي کوؤ .
زارۍ!!!
موږ عجيب خلک يو، عجيب غوندې کارونه کوو
د خپلو وروڼو جنګ ته خاندو هوسونه کوو
دوښمن مو ګورئ د بابا پر مرګ ډولونه وهي
موږ ورته څڼې غوړوو او اتڼونه کوو
د پوهې کور سېځو، څ ښتن ته يې زېندۍ ورکوو
لُور پر توپک ورکوو خاورې کتابونه کوو
له پردو څه ګيله پر ځان خپله ظلمونه کوو
وروڼو را ويښ شئ! لا تر کومه به خوبونه کوو
پرېږدئ نور خپله ځورېدلې مورکۍ مه ځوروئ!
پرېږدئ بس نور له خپله و� �وره خوابدون مه کوئ!
سړې د مينې اوبه وشيندئ تر خپلو منځو
نور د کاکا د زوى په سرو وينو ژوندون مه کوئ!
دا خپله مېنه سره بيرته په اشر جوړه کړئ!
د شر لپاره، خداى ته وګورئ پاڅون مه کوئ
ځئ! چي په ګل- ګل ماشومانو تع� �يمونه کوو
وروڼو را ويښ شئ! لا تر کومه به خوبونه کوو
تنکي ګلان به مو تر کومه کاغذان ټولوي
او په خپل کور کې به يوه ګوله ډوډۍ نه لري
پر داسې کور به ګرانه! ته په ډېر زحمت پېښېږې
چي يې ناورين نه وي مېلمه او څ وک سلګۍ نه لري
ځيږه لاسونه چاودې پښې د بل ماڼۍ جوړوي
ژړا په کار ده خپله کور څه، چي کيږدۍ نه لري
توره مو دا ده له يْوۀ بله نفرتونه کوو
وروڼو را ويښ شئ! لا تر کومه به خوبونه کوو
نور مو له خويندو، ميندو، � �وڼو مينځې مه جوړوئ!
چي تر ابده به چوپړ وهي انسان به نه وي
لږ خو دا خپل څنګلوري هم تر نظر تېر کړئ په ځي� �
داسې يو څوک هم پکې وينئ چي ودان به نه وي
درته زارۍ کوم ورکېږئ پر خپل ځان و ډار شئ
که نه وي ګورئ د نړۍ پر مخ افغان به نه وي
بيا به لاس مږو پر تېر وخت به ارمانونه کوو
وروڼو را ويښ شئ! لا تر کومه به خوبونه کوو
�� �
ګورئ تر څو چي دوښمنان تر خپلو غوره ګڼو
تر هغه وخته به مو غرقه وي بېړۍ د ملت
لا به تر دې هم وېشل کېږو، ټوک- ټوک کېږو، که موږ؟
سره پيوند نه کړو د پرې ځنځير کړۍ، د ملت
وي به د هر چا کورګى ړنګ، څراغ مړ، خولۀ هم ت� �خه
جوړه به هيڅ نه کړو جلا خپله نړۍ د ملت
پر خپل حالت به بيا د اوښکو بارانونه کوو
وروڼو را ويښ شئ! لا تر کومه به خوبونه کوو
٢٧ سپتمبر ٢٠٠٨م کال- کوټه
شپږويشتمه روژه
................
لنډکۍ کيسه:د ژوند ا� �زښت
باغوان غټه بياتي په لاس كې په پرله پسې توګه يې ګلان پرې كول. هر وړ ګلان. سره، ژېړ، تازه را ټوكېدلي او غټ ګلان. ماته د ده دې كار خوند را نه كړ او له دې ښكليو او خوږبويه ګلانو سره مي دا يو ډول تېرى وباله، بلكې د دوى له ژوند سره مي د دې باغوان دا چلند ظلم او سخت زړيتوب وباله، خو كله مي چي زړه صبر ونه كړ، باغوان ته مي ناڅاپه تر خولې ووتل :
- كاكا! دا ښايسته ګلان ولې پرې كوې؟
هغه په داسې حال كې چي زما په خبره يې چورت واهه، غچ شو؛ يو بل ښكلى تك سور ګل يې پرې كړ او په كيڼ لاس كې ورسره نيولې ټوكرۍ ته يې واچاوه، كټ مټ لكه څوك چي د چرګ پر غاړه چاړه ور تېره كړي او د ساه ختلو لپاره يې يوې ټوكرۍ ته واچوي. باغوان سړه ساه وكښه او په خورا ټيټ ږغ يې راته وويل :
- هو زه منم چي تاته به زما دا كار يو غير انساني عمل ښكاره شوى وي، ځكه د ټولو ژونديسارو غوندې دغو ګ� �انو ته هم خپل ژوند ډېر ارزښت لري خو، زه... زه هم يو انسان يم. زما ژوند د همدې ګلونو په پرې كولو او غوڅولو كې د� �، كه زه دا كار ونه كړم، نو زه خپل بادار ته هيڅ ارزښت نه لرم. هغه ماته د همدې ګلونو په پرې كولو سره مادي ژوند رابخښي، نو ماته هم خپل ژوند ډېر باارزښته دى.
25 غبرګولى 1384ل كال
كابل نوى ښار