د « يوم التروية » او د « يومِ عرفة » او « عرفات » په اړه شرعي معلوماتونه :
بسمه تعالی
محترمو وروڼو ! د کعبې شريفي د
بنا ، او دارنګه د نورو مقاماتو مقدسه وو په اړه د بياناتو سلسله خو به جاري ساتو خو څرنګه چي « يومُ الترویة »
او «يومـِ عرفة» بيخي رانژدې سويدي نو په دې وجه غواړم چي ددغو دوو مقدسو ورځو په ارتباط څه تفصيل درته عرض کړم
.
محترمو وروڼو ! کله چي حضرت إبراهيم (ع) د کعبې شريفي بنا او تعمير وکړ او ورڅخه فارغ سو ( چي تفصيل بې وتاسي ته د کعبې شريفي د بنا د بيان په پاته برخو کښي راسي ) نو الله پاک و حضرت إبراهيم (ع) ته حکم وکړ چي په خلګو کښي اعلان وکړه چي و دغه بيتې ته د حج د ادا کولو په خاطر راحاضر سي ، نو حضرت إبراهيم (ع) د « أبو ُبَيس » و غره ته وختئ او په ډير لوړ اواز سره يې و فرمايل :
أيها الناس ! أجيبوا ربکم نَّ اللهَ يأمرکم أن تَحِجوا بيته
يعني اې خلګو ! د خپل رَب د بلني إجابت وکړۍ ، بېشکه الله تعالی أمر
کوي تاسي په دې سره چي دده د بيتې زيارت وکړۍ .
نو دغه اواز د إبراهيم (ع) د ځمکي پر مخ باندي چي کوم مؤمن
سړئ يا مؤمنه ښځه وه ټولو واوريدئ ، حتی هغه چا لا هم دده اواز واوريدئ چي په دغه وخت کښي د پلرو په ملاو کښي د
نطفو په شکل موجود ول ، او يا د مندو په أرحامو کښي يې قرار درلودئ ، نو دوۍ ټولو د إبراهيم (ع) جواب په « لَب
ــيکَ » سره ووايه .
په همدې سبب تر قيامته پوري په حاجيانو کښي د لبـــيک لبيـــــک ويل جاري پاته
دئ .
په دغه ورځ کښي چي هر چا د إبراهيم (ع) جواب په لبيک سره کړئ دئ نو هغه تر هغه پوري له دُنيا څخه
رحلَت نه کوي چي د کعبې شريفي زيارت يې نه وي کړئ .
له إبن عباس (رضي الله عنهما) څخه روايت دئ چي له يِــمَن څخه
يوه ډله و رسول (صلی الله عليه وسلم) ته راغله ، او وده مبارک ته يې وويل چي ځموږ مَندي او پلرونه دي تر تا قربان
وي د حج له فضيلتو څخه موږ خبر کړه !
نو د إسلام پيغمبر و دوۍ ته په جواب کښي داسي وفرمايل چي هر سړئ چي له خپل کور څخه د حج يا د عمرې په نيت ووزي نو هر وخت چي دَی يو قدم پورته کوي او يا يې پر ځمکه باندي ږدي نو دده له دمو څخه ګناوي داسي دانه دانه راتوييږي لکه څرنګه چي له درختي څخه ددرختو پاڼي دانه دانه رالويږي ، بيا کله چي دَی و مدينې منورې ته راسي او له ما سره په سلام اچولو روغبړ وکړي نو ملائکه له ده سره د سلام په ويلو سره وغبړ کوي ، بيا چي کله و « ذوالحلَيفې » ته ورسي (چي د مدينې منورې له طرف څخه و حج ته د راتلونکيو خلګو د إحرام تړلو ځائ دئ) او غسل وکړي ، نو الله (جل جلاله) دَی له ګناوو څخه پاک ګرځوي ، او کله چي ، يعني د إحرام دپاره دوې نوي جامې واغونځي نو الله پاک دده نيکۍ ورنوي کړي ، او کله چي بيا : لبيک اللهم لبيکَ ووايي نو الله تعالی و ده ته په « لبيکَ وَ سَعدَيکَ » سره جواب ورکوي او داسي ورته فرمايي چي :
اورم زه کلام ستا (يعني اې بنده ځما) او ګورم و طرف ستا ته (يعني په بلا کيفه کتلو سره) .
او کله چي داخل سي و مکې شريفي ته بيا طواف وکړي
او د صفا او مروی په منځ کښي سعي وکړي نو الله پاک ښيګڼي او نيکۍ له ده سره پيوسته کړي ، او کله چي پر عرفات باندي
ودريږي او د خلګو اوازونه او ژړاوي د خپلو حاجاتو په غوښتلوسره پورته سي ، نو الله تعالی د اوو اسمانو پر م
ائکو باندي په دوۍ سره فخر شروع کړي ، بيا ووايي الله پاک و ملائکو ته چي اې ملائکه وو ځما او اې باشنده ګانو د
اسمانو ځما ! ايا نه ګورۍ تاسي و بندګانو ځما ته چي راغلي دي وماته له هره ليري ځايه څخه په داسي حال کښي چي س
ونه يې ببر دي او په ګرد او غبار سپيره سويدي او مالونه يې صرف کړيدي او خپل بدنونه يې ستړي کړيدي ، نو ځما دي په
خپل عزت قسم وي او ځما دي په خپله لويي سره قسم وي او ځما دي په خپل کَرم او مهرباني سره قسم وي چي خامخا به
وبخښم زه خامخا ګنهګار د دوۍ ، له وجي د نيکوکار د دوۍ ، او خامخا به راوباسم دوۍ له ګناوو څخه په شان د هغي ورځي
چي د دوۍ مندو و دوۍ ته تَئ ورکاوئ .
بيا چي کله دوۍ شيطانان وولي او سرونه وخرييي او بيا د کعبې شريفي زيارت
وکړي (يعني د طواف زيارت دپاره) نو يو نعره کونکئ له باطن څخه د عرش داسي نعره وکړي (يعني ودغو حاجيانو ته) چي :
إرجــــعوا مغفورًا لــَکم .
يعني وګرځۍ و خپلو کورو ته په داسي حال کښي چي بخښه وکړه سوه تاسي لره .
پوه
سه ! چي د لوۍ أختر د مبارکي مياشتې اتمه ورځ «يومُ التروية» بلله کيږي ، او هغه ورځ ده چي حجاج کرام له مکې مکرمې
څخه و مِنــی ته ځي ، ودې ورځي ته يوم الترويه له دوو وجو څخه ويل کيږي :
اول له دې وجی چي په دغه ورځ کښي
و مِنـــی شريفي ته د روانيدلو په وخت کښي حاجيان د زمزم اوبه چښي او په دغو اوبو سره غسل کوي .
اګر چي دا کار
خو حاجيان هره ورځ کوي ، خو په دغه ورځ کښي په دې کار کي دوۍ ډير زياتوب کوي ، خصوصًا په قديمو زمانو کښي .
دوهم له دې وجي چي د اتم په شپه حضرت إبراهيم (ع) په خوب کښي وليدل چي خپل ځوۍ حضرت إسماعيل (ع) ذبحه کوي ، نو کله چي سهار سو بيا يې په دغه خپل خوب کښي «تروية» يعني فکر او سوچ وهل شروع کړ ، چي ايا دا به شيطاني خوب وي او که به رَحمـــاني وي ، او دغه ټوله ورځ يې په همدغه سوچ کښي تيره کړه ، دلوۍ أختر په نهمه شپه يې بيا خوب و يدئ چي ورته وويل سول چي :
إفعَــل ما تؤمَر ، يعني اې ابراهيمه ! هغه کار وکړه کوم چي ته په أمر کيږې
.
بيا کله چي سهار سو نو ده مبارک دا خبره وپيژندله چي دا خوب د الله (جل جلاله) له لوري څخه دئ ، په همدې
سبب د لوې أختر و نهمي ورځي ته « يومـِ عرفه » ويله کيږي .
پوه سه! چي په دې باره کښي علماوو اختلاف کړئ دئ چي و عرفات ته ولي عرفات ويل کيږي او دارنګه د عرفې و ورځي ته ولي عَـــرَفـــه ويله کيږي ؟ چي تفصل يې په دې شرحه دئ :
اول : ضحاک (رح) فرمايلي دي چي کله حضرت آدم (ع) و ځمکي ته راکښته کړ سو نو دَی مبارک په هند کي واقع سو او حواء (رض) په جــــده کي واقع سوه ، بيا حضرت آدم (ع) د حوآء طلب کاوئ او حوآء دده طلب کاوئ ، بيا د عرفې په ورځ په عرفات کښي دوۍ دواړه سره يو ځائ سول او يو دبله يې سره وپيژندل ، نو په دې سبب د عرفې ورځ په « عرفه » سره او عرفات په «عرفات» سره نامداره کړ سو .
دوهم : سُدَی (رح) فرم ايلي دي چي عرفات ته چي عرفات ويل کيږي چي حضرت هاجر (رضي الله عنها) حضرت إسماعيل (ع) يعني هغه وخت چي دَی وړوکئ ؤ د حضرت سارا (رضي الله عنها) له حضور څخه وايستئ او يويې وړئ په دغه وخت کښي حضرت إبراهيم (ع) له کور څخه غائب ؤ ، نو کله چي إبراهيم (ع) راغئ او اسماعيل يې په نظر کي رانغلئ او حضرت ساره د حضرت هاجرې قصه ورته وکړه نو إب اهيم (ع) په دوۍ پسي ولاړئ ، بيا يې دوۍ دواړه په عرفات کښي وموندل ، نو دغه ځائ په عرفات سره مسمی کړ سو .
دريم : حضرت عطآء (رح) فرمايلي دي چي عرفات چي په عرفات مسمی کړ سو نو ددې وجه دا وه چي جب
ئيل (ع) چي و إبراهيم (ع) ته کوم وخت د حج مناسک ورپيژندل نو کله چي بې يو مَنسَک د حج ، يو ځائ د عبادت په حج کښي
وروښووئ نو بې ورته وويل چي اوس دي دا ځائ وپيژندئ ، بيا بې بل ځائ ورښووئ او هم هغسي بې ورته ويل .
يعني نو
کله چي عرفات ته ورسيدل نو د حج ټول مناسک و إبراهيم (ع) ته وروپيژندل سول ، نو په دې وجه دا ځائ په عرفات سره
مسمی کړ سو .
......................................
د عرفې دورځي او د شپې فضيلت :
له إبن عمر (رضي الله عنهما) څخه
روايت دئ چي ما واوريدل له رسول الله (صلی الله عليه وسلم) څخه چي فرمايل يې :
إنَّ اللهَ تعالی ينظر
الی العبادِ يومَ عرفة ، فلا يَدَعُ أحدًا في قلبه مِثقالُ ذرةٍ منَ الإيمانِ إلا غَفَرَ لَه .
يعني بېشکه ا
له تعالی ګوري په نظر درحمت سره و بندګانو خپلو ته په ورځ کښي د عرفې ، نو نه پريږدي هيڅ داسي يو څوک چي په زړه
کښي دده قدر د يوې ذرې وي له ايمان څخه ، مګر بخښه کوي هغه لره .
له جابر (رضي الله عنه) څخه روايت دئ چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي چي کله د عرفې ورځ سي نو راکښته سي الله (جل جلاله) (يعني په بلا کيفه راکښته کيدلو سره ، يا رحمت دده راکښته سي ) و سمآء الدنيا يعني و اول اسمان ته (چي فلک القمر ورته ويل کيږ ي ) بيا فخر کوي دَی په حاجيانو سره پر ملائکو باندي ، نو ورته وايي الله پاک و ملائکو ته چي اې ملائکو ځما وګورۍ وبندګانو ځما ته ، څرنګه راغلي دي وماته له هره ليري ځايه څخه په داسي حال کښي چي سرونه يې ببر دي او په خاورو سپيره دي ، أميد کوي د رحمت ځما او بيريږي له عذاب ځما څخه ، نو لازم دئ پر مزور (يعني پر هغه چا باندي چي دده و زيارت ته څوک راسي ) دا کار چي عزت به ورکوي و زيارت کونکي خپل ته ، او لازم دئ پر هغه چا باندي چي ميلمه ورته اسي دا چي عزت به ورکوي و ميلمانه خپل ته ، شاهدان سۍ ! (يعني اې ملائکو) پر دې خبره باندي چي بېشکه په تحقيق سره بخښنه وکړه ما دوۍ لره ، او ومي ګرځوله ميلمستيا ددوۍ داخليدل و جنت ته .
پوه سه ! چي د عرفې و مبارکي ورځي ته « يومُ الحج الأکبر » او « يومُ المباهات » هم ويل کيږي ، او دارنګه ددغي مبارکي ورځي له نومو څخه : مشهود هم يو نوم دئ ، لکه الله پاک چي فرمايلي دي : وشاهِدٍ و مشهود .
له إبن عمر رض څخه روايت دئ چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي چي اګاه اوسۍ ! چي بېشکه ډير غټ د خلګو په حيث د جرم هغه څوک دئ چي راوګرځي له عرفات څ خه (يعني پر عرفات باندي ودريږي ) بيا د مزدلفې شريفي پر طرف راروان سي او دا خيال يې وي چي الله ( جل جلاله ) به ده لره د ګناوو بخښه نه وي کړې .
همدارنګه له إبن عباس بن مرداس (رض) څخه روايت دئ چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د عرفې په ورځ په عرفات کښي د أمـــت لپاره د مغفرت او رحمت دُعا وکړ ه ، نو الله تعالی په جواب کښي و ته وفرمايل چي کومي ګناوي د دوۍ چي د بندګانو تر حقوقو پوري اړه نلري او ځما او د دوۍ په منځ کښي وي نو په تح يق سره هغه ما ستا و أمت ته وروبخښلې ، مګر که په دوۍ کي ځينو پر ځنو نورو باندي ظلم کړئ وئ نو هغه نه وربخښم (يعني د بندګانو تر حقوقو نه ورتيريږم ) نو د اسلام پيغمبر بيا و الله تعالی ته عرض وکړ چي اې ربــــه ! بې که ته خو قادر يې پر دې باندي چي و دغه مظلوم ته ( يعني له خپله ځانه څخه ) داسي بدل او ثواب ورکړې چي هغه بهتر وي له مَظلَمې او حقه دده څخه ، چي پر هغه چا باندي يې لري کوم چي بر ده باندي يې ظلم کړئ دئ ، او دغه ظالم وبخښې او خلاص يې کړې .
نو په دغه وخت کښي د إسلام و پيغمبر ته دده ددغي غوښتني جواب الله پاک ورنکړ ، بيا کله چي د
مزدلفې شريفي سهار سو ( چي دلوۍ أختر د ړومبۍ ورځي سهار دئ ) نو د إسلام پيغمبر دغه ذکرسوې دُعا بيرته راوګرځوله
، نو الله ( جل جلاله ) په جواب کښي ورته وفرمايل چي بېشکه په تحقيق سره بخښه وکړه ما دوۍ لره (يعني ستا و أمتيانو
ته به د بنده ګانو تر حقوقو هم ورتير سم (يعني په دې ډول چي د دوۍ و حقدارانو ته به د دوۍ له طرفه د قيامت په ورځ زه
له خپله ځانه بدله ورکړم ) .
بيا د إسلام پيغمبر تبسم او نرمه خندا وکړه ، نو په أصحابو کښي دده يو چا ورته
وويل چي اې د خدائ رسوله ! په داسي ساعت کښي دي خندا وکړه چي عادت مبارک ستا په هغه ساعت کښ د خندا کولو
نه وو ؟ نو د إسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي د الله پاک د دُښمن إبليس له وجي څخه مي وخندل ؛ ځکه دَی ملعون چي کله
په دې خبره عالم سو چي الله پاک ځما دُعا په باره کښي د أمت ځما قبوله کړه نو د « وَيل او ثُبور » نعرې يې شروع کړې .
..................................
د عرفې په ورځ د روژې نيولو ثواب :
له حضرت أبې قتاده (رض) څخه روايت دئ چي نبي
(صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي :
صيام يومِ عرفة کفارةُ سنتين ، سنة ماضية و سنة مستقب
ة
يعني د عرفې د ورځي روژه رژه ونکې د ګناوو د دوو کالو ده ، چي اول يې تير سوئ کال دئ او دوهم يې راتلونکئ کال
دئ .
..................................
د عرفې په ماپښين په عرفات کښي د حضرت جبرئیل ، ميکائيل او خضير (عليهم السلام )
دعا :
له حضرت إبن عباس څخه روايت دئ چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي چي بري او بحري (يعني ح
ضرت إلياس او خضير ع م ) هر کال په مکه شريفه کښي سره يو ځائ کيږي ، بيا يو له دوۍ وهغه بل ته دا ډول وايي :
قل ! بسم اللهِ ماشآءالله لا يأتي بالخيرِ إلا الله ، بسمِ اللهِ ماشآءاللهُ لا يَصرفُ السوءَ إلا الله
، بسم اللهِ ماشآءالله و ما بکم من نِعمةٍ فمنَ اللهِ ، بسم اللهِ ماشآءالله و لا حولَ ولا قوةَ إلا باللهِ .
حضرت إبن عباس ويلي چي نبي (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي چي هر څوک چي دغه کلمې هره ورځ وايي نو تر م
اښام پوري به له غرقه ، حرقه او له هر مکروه او ناخوښه شي څخه به په أمن وي او هر څوک چي دغه کلمې ماښام
ووايي نو تر سهاره پوري به د الله تعالی په حفاظت او ساتنه کښي وي .
حضرت إبن عباس دا هم فرمايلي دي چي حض
ت إلياس او خضر چي سره يو ځائ سي نو هر يو د هغه بل سر هم ورخرييي .
له حضرت عـــلي (کرم الله وجهه) څخه
وايت دئ چي ده مبارک فرمايلي دي چي په هره ورځ کښي د عرفې په عرفات شريف کښي حضرت جبرئيل ، ميکائيل ، إسرافيل او
خضر (عليهم السلام) سره يو ځائ کيږي ، بيا جبرئيل داسي وايي :
ماشآءالله و لا حولَ ولا قوةَ إلا با
لهِ .
بيا ميکـائيل داســي وايي : ماشآء الله کل نعــــمَةٍ منَ اللهِ .
بيا إسرافيل داسـ
ـي وايي : ماشآء الله الخيرَ کله بيدِ اللهِ .
بيا خضر (ع) داسي وايي : لا يَــــدفـــــعُ ا
ســــوءَ إلا الله .
بيا سره جلا کيږي دوۍ ، بيا نه سره جمع کيږي د بل کال د عرفې تر ورځي پوري
.
..................................
مسلمانان به په عرفات کښي کومه دُعا وايي ؟
محترمو وروڼو ! ملا علي القاري (
حمه الله تعالی) په خپل شهره آفاق کتاب « إرشاد الساري » کښي د عرفات يوه داسي له حده زياته جامع او پر هر څه
باندي مشتمله دُعا ذکر کړېده ، چي په هر وخت کښي د مسلمان دپاره د وِرد او وظيفې په ډول له هر څه څخه کفايت کوي ،
خو دلته يې ذکر کول بيخي ناممکن ښکاري ، دلته زه يوه داسي دُعا درته ذکر کوم چي هر مسلمان له هغې سره بيخي عادتي
دئ او ډيره مختصره او د لوۍ عظمت والا دُعا ده ، چي هغه همدغه دعا ده چي هر مسلمان يې د التحيات په پای کښي په هر
لمانځه کي وايي چي :
ربنا آتنــا في الـــدنيا حسنة و في الآخرة حسنة وقـــنا عذابَ النار .
له ح
ضرت أنس (رض) څخه روايت دئ چي د إسلام پيغمبر به دغه دعا بيخي ډيره ويله .
حضرت إبن جُرَيج (رح) فرمايلي دي چي
په پخوا وخت کښي به مسلمان په دې أمر کيدئ چي په « مَوقَف » يعني په عرفات کښي په أکثري ډول دده دُعا بايد همدغه
دُعا وي .
له حضرت إبن عباس څخه روايت دئ چي د کعبې شريفي د رُکنِ يماني په نزد يوه پرشته له هغه وخت څخه ولاړه
ده چي اسمانونه او ځمکه الله پاک پيدا کړيدي ، او هر څوک چي دغه مذکوره دعا وايي نو دغه پرشته آمين پر وايي
.
علماءکرامو په دې اړه اختلاف کړئ دئ چي له دغو دوو حسنو څخه مراد څه دئ کومي چي په دغه دُعا کي ذکر دي :
حض
ت علي (رض) فرمايلي دي چي له اولي حسنې څخه صالحه ښځه او له دوهمي څخه د جنت حوري مراد دي ، او له نار څخه بده ښځه
مراد ده .
او حسن (رح) ويلي دي چي له اولې حسنې څخه علم او عبادت مراد دئ او له دوهمي څخه جنت مراد دئ .
او
سدي او إبن حبان (رحم) فرمايلي دي چي له اولي حسنې څخه حلال، پراخ رزق او عمل صالح مراد دئ او له دوهمي څخه مغفرت
، بخښنه او ثواب مراد دئ .
او إبن عطية (رح) فرمايلي دي چي له اولي حسنې څخه علم او عمل په دا علم مراد دئ او له
دوهمي څخه اسانتيا د حساب او دخول وجنت ته مراد دئ .
والسلام ومن الله التوفيق .