لېسنس

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22408
ا.ا.يوسفزی
دخبریدو نیټه : 2008-12-10

اجمل اټک يوسفزی

د لندن په زړه کې پولېسو يوه موټر ته د سټاپ اشاره ورکړه او ويې دراوه٠
پوليس  سمدستې د موټر له ډرېوره د ليسنس پوښتنه او غوښتنه وکړه
ډرېور ژر خپل څنګ کې ناست م ګري ته  وويل: ملګريه  لطفا دې لېسنس راکړه چې پوليس يې غواړي
هغه هم  جب ته لاس کړ خپل لېسنس يې را واخيست او ډرېور ته يې ورکړ او هغه هم  له واره پوليس ته ورښکاره کړ ٠
پوليس  لېسنس ته ښکته پورته وکت   او بيا يې ډرېور ته وويل چې دا خو د بل چا لېسنس دی ، ته دې خپل لېسنس راښکاره کړه?
ډرېور پوليس ته مخ کړ او په ډېره پسته ژبه يې پوليس ته کړل: هو زه بخښنه غواړم  دا زما ددې ملګري لېسنس دی ٠ دې خوارکي يو څه وخت مخکې په يوه طبېعي پېښه کې خپلې دواړه سترګې  غبرګې دلاسه ورکړې ، زه اوس  کله کله ددې خدمت کوم ، د موټر چلولو ټول چل (تخنيک) دا راښيي فقط سترګې زه خپلې کاروم٠