(دهستې فزیک لکچرنوټ : لومړۍ برخه)
ليکوال : پوهنوال ډاکترنظر محمد سلطانزی ځدراڼ
ځای : دجرمني هیواد ، نيټه : دېسیمبر میاشتې پینځ
سم ، ٢٠٠٨ زکال
دپیل خبرې :
طبيعي وړانگې عبارت له هغو وړانگو څخه دی ،چې په
طبيعت او چاپېريال کې تل او دځمکې په هرځای کې موجودې وي . انسانان، څلورپښي او نباتات د ژوند په ټوله موده کې
دنوموړې وړانگې تر ناوړه اغېزې لاندې پریوتي دي، چې د ډېروناروغيو لکه د سرطان ناروغۍ د پيدا کېدلو لامل گڼل کيږي
. دطبيعي وړانگو سرچينې په لاندې ډول سره و ېشلای شو .
لومړی : کازمېکي وړانگې (Cosmic rays) :
کازميکي وړانگې
کيهاني وړانگې دي چې د فضا څخه لکه لمر، کهکشان (Milchstrasse) او دنوروستورویانې گالاکسي (Galaxy) څخه راځي او دپروتونو،
الفا ذرو، الکترونواو درند و هستو څخه جوړې شوې دي . کله چې نوموړې وړانگې او ذرې د ځمکې پر اتموسفير باندې و لگيږي،
نو هلته د څه ناڅه پينځه ويشت کيلومترو په ارتفاع کې دهوا د مالېکولو سره هستوي تعا ملونه تر سره کوي، چې
په پايله کې نورې هستوي ذرې په تېره بيا لکه میون (Meon)، پيون (Peon) ،نيوترون او الکترونه منځته راځي . کله چې
فضا ته ساينس پوهان په فضايې بيړۍ کې سفرکوي، نو ښايي چې د هغې د کاپسل جوړښت دومره کلک وټاکل شي، چې دنوموړو
وړانرژي وړانگو لکه لس په طاقت د يوويښت الکترون ولټه (1021eV) دخطر څخه خوندي وساتل شي . داځکه چې ازمېينو
وښووله چې دفضايي بيړی په کاپسل یانې باندنۍ سطحه کې دنوموړو زرو د لگيدلو په پايله کې، لږ څه لس زره گرې په
يوه ساعت کې (10 000 Gy/h) انرژي ډوز تو ليد کيږي . په داسې حال کې چې که ټول بدن ته په يووارسره شل گرې ورسيږ
ي نو سمدلاسه سړی مړ کيږي .
دبېلگې په ډول که څوك په الوتکه کې دلندن څخه تر نيويارک پورې يو ځل تگ او راتگ
وکړي، نو هغه ته لږ څه سل مايکرو سيورت (100μSv) انرژي ډوزرسيږي .
دويم :
دځمکې لاندې وړانگې (Terrestric radiation) :
نوموړې هغه وړانگې دي، چې دکاينات(Universum) د پيدايښت سره يوځای د ملياردونو کالونو څخه راپدې خواپه ځمکه کې شتون لري اودراديو اکتيوطبيعي عنصرولکه توريم Th-232، يورانیوم 238 U- او پوتاسيمK-40 څخه دځمکې مخ او چاپېريال ته خپريږي . نوموړي راديو اکتيو طبيعي راديونوکليد دځمکې د لاندې په معدني ډبرو اوخاوره کې په غير متجانس ډول وېشل شويدي او دتجزيې په مختلفو پړاونوکې هستوي وړانگې تر هغه موده پورې خپروي، تر څوچې په پای کې په ثابتویانې مستقرو عنصرونو واوړي . د روغتيا په تړاو ترټولوخطرناک وړانگې درادون غاز(Radon) د يادولووړ دی، چې ديورانیوم راديو اکتيو عنصردتجزيې په سلسله کې په ځمکه کې پيدا کيږي او بيا په تېره بيا دکورونو په تکاويو کې راټوليږي . دنوموړي راديواکتیو غاز څخه دالفاوړانگې خپريږي، اکتيويتې يې دځم کې په ځينو برخوکې د لس ذره بېکارېل څخه هم په متر مکعب هواکې(10kBq/m3) اوړي . داسې اټکل کيږي چې دسرطان نا وغۍ لس په سل کې اصلي لامل همدغه د رادون غازگڼل کيږي . په نړۍ کې دطبيعي وړانگوکچه تر ټولوزیات په هند وستان کیرالا څلوېښت ملي سيورت (40 mSv)، ایران رامزار څلورسوه پينځوس ملي سيورت (450 mSv) او برازيل کې دوه سوه ملي سيورت( 200 mSv) په يوه کال کې اندازه شو ېده .
-۱جدول
په ۱ جدول کې د طبيعي اومصنوعي وړانگودانرژي ډوزپه واحد دملي سيورت ښوول شوی
دی، چې دټولو مجموعه په يوه کال کې څه ناڅه درې نيم ملي سيورت ته رسيږي .
درېيم :
دصنعت سره تړلې وړانگې :
نوموړې هغه وړانگې دي چې داوسني تمدن او پرمختگ سره يوځای نوې رامنځته شوې
اودروغتيا په تړاو دبشر لپاره ناوړه وروستۍ اغېز ې لري . د بېلگې په ډول لکه دهستوي انرژي څخه په اتومي بټۍ يا
يکټورونوکې کار اخېستل چې برېښنا ترې توليد يږي، او همدارنگه د هستوي وسلوپه جوړولو، هستوي آزموينوتر سره
کولو ، په تېره بيا په درمل پوهنه کې دناروغيو په پيژندلو او درملنه کې خورا ډېر په کار اچول کيږي .
دبېلگې په ډول لکه کازميکي وړانگې (Cosmic rays) ، دهستوې وسلو وړانگې (Nuclear weapons) ، دهستوي بټۍ وړانگې(Nuclear power
plants) ، دهستوي ازموینووړانگې( Nuclear tests) ، د ناروغيو په پېژندنه کې داکسريزآلې ( Medical X Rays) ، دځمکې لاندې
طبیعي راديو اکتيو عنصرونو لکه يورانیوم، پوتاشیم، رادون غاز وړانگې (Buried radioactive waste) دتلویزیون
وړانگې اونوروسرچینووړانگې .
داویا کیلو ګرام سړي په ځان او په يوه ثانیه کې څه ناڅه نهه ز
ه (9000 Bq) اتومونه چوي
زموږهريوه سړي په بدن اوپه یوه ساعت کې دېرش مليونه اتومونه چوي
۱-شکل : دطبيعي اومصنوعي سرچينو څخه وړانگې خپريږي اوبدن په رڼا کيږي .
دپام وړ:
ځينې ساينس
پوهان په دې اند دي، چې دکايناتو پیدايښت په فضا کې ديوه غټ ټس نه وروسته منځته راغی . دغه غټ ټس (Big
Bang) په ملياردونو کاله له مخه تر سره شوی او دهمدې شيبې نه وروسته دوخت شمېرل پيل کيږي . ځينې نور پوهان په
دې نظر دي ،چې غټ ټس يوه چاودنه په فضا کې نه وه، بلکې پخپله فضاوچاوديدله اودهغې مودې نه راپدې خوا دغه فضا ا
تيږي یانې لکه يوه پوکڼۍ(Ballon) ډډيږي . دغټ ټس څخه سل ثانیې وروسته دهیلیم He، دويتریمH2 او ليتیم Li3هستې م
نځته راغلې . دغټ ټس څخه يو مليارد کاله وروسته ستوري اودرانده عنصرونه لکه يورانيم، وسپنه ،طلااوسرپ پيدا
وه . څه ناڅه شپږ مليارده کاله وروسته کهکشان یانې داس لارې(galaxies) جوړې شوې . پخپله فضا اوپه منځ کې ټول
گالاکسي د پيدايښت مرکز څخه دبهر خواته اوس هم د تښتيدلو په حال کې دي .
۲- شکل : د وړانگو سليزه برخه چې عام (ټوليز ) ولس ته په يوه کال کې دمصنوعي او طبيعي وړانگو د سرچينو څخه وررسيږي . د بېلگې په ډول درادون غاز ٥٥ ٪ ، دننه وړانگې ١١٪ ، کازمیکي وړنگې ٨٪ ، دځمکې لاندې و ړانگې ٨٪ ، هستوي طب ، ٤٪ ، په طب کۍ داکسريزاستعمال ١١٪ .
په د
نښت
(دلومړۍ برخې پای)
اخذلیک :
1. http://en.wikipedia.org/wiki/Nuclear_physics
2. http://www.new.ans.org/
3. tp://alsos.wlu.edu/qsearch.aspx?browse=science/Nuclear+Physics