قا نون جوړوو نکی ( تقنيني) ځواک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2264
مېرزاعلم حميدي - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-02-27

مېرزا علم حميدي - هالنډغورچاڼ او ژباړه  : مېرزاعلم حميدي - هالنډ

قا نون جوړوو نکی ( تقنيني) ځواک

قانون جوړوونکی ځواک د هيواد ملي شورا ده چې په دوديز ډول له دوو شوراګانو څخه جوړه  شوي  او په هر هيواد کې بيل، بيل نومونه لري . په افغانستان کې دغه دوې شوراګانې د اولسي جرګې او د مشرانو جرګې په نومونو یاديږي . د اولسي جرګې ټول غړي  د  ټاکنو له اصولو سره سم په ازاد، پټ، سیده او دموکراتيک ډول ټاکل کيږي .

 

په ټاکنو کې هر يو وګړی د يوې رايي حق لري چې په دې ډول ټول خلک کولای  شي؛ د خپل ګران هيواد افغانستان په سياسي ژوند کې برخه واخلي . همدارنګه د قانون جوړوونکي ځواک د کار موده، دندې او حقونه د قانون له لارې برابريږي . د مشرانو جرګې ډير غړي انتخابي او ځنې يې د ولسمشر له خوا ګومارل کیږي .

 

د ملي شورا ستر واکونه او دندې د قانون جوړول، منل او له منځه وړل، په نړيوالو تړونونو خط راکښل، منل او پای ته رسول، د دولتي بودجې، د پرمختيايي، اقتصادي او ټولنيزو پلانونو منل او د پيسو خپرول دي . د پارلماني سيسټم په درلودلو سره حکومت ته د رایې ورکول او بيرته اخيستل .

 

له حکومت  او يا د حکومت له يوه غړي څخه پوښتنې او ګروېږنې، په حکومتي چاروکې د قانونيت  ټېنګښت، څېړنه او کنټرول، د بېړني حالت اعلان او نورې اړوند دندې چې واک يې په دوی پورې تړلی وي . خو که چيرې ولسمشر د ټولټاکنو له لارې  ټاکل  کيږي يوازې د کابينې غړي له ملي شورا څخه د باور رايي اخلي او ملي شورا کټ، مټ د پارلماني سيسټم غوندې د حکومتي چارو د څېړنې کنټرول او د پوښتنو، ګروېږنو واک لري .

- قانون بايد د هر هيواد د خلکود غوښتنو، مزاج او تمدن له مخې جوړشي . « مونتسکيو»