تر کا ڼي (تر کلا ڼي) د پښتنو يوه ډيره مشهوره قبيله ده چې د سړ بن په ټو
لنيز ګروپ پورې تړ لې ده٠ ترکا ڼي د پښتنو د نورو قبيلو په لړ کې يو سفزيو،مندړو او ګګيا ڼيو ته ډير نږدې او دغه
درې واړه قبېلې د تر کا ڼيو په ګډون د ښا خي خيلو يا خو ښي خيلو په نا مه سره يا ديږي٠
دغه قبيله په پخو ا نيو متو نو کې او له هغې جملې نه د اخوند درويزه په" تذ کرت الابرار والا شرار" کې د تر کلا ڼي په نا مه يا ده شوې ده، خو اوس معمو لا د تر کا ڼي په ليکدود ليکله کيږي٠
يو سفزي، مندړ، ګګيا ڼي او تر کا ڼي چې په مجمو عي ول د ښا خي خيلو په نا مه يا ديږي ددوی اصلي او لو مړ نی ټا ټو بی د کند هار دار غستان د سيمې په حدودو کې د غو ن ان او سره غره په شا او خواکې هغه ځمکه ده چې دغوړې مر غۍ په نا مه يا ديږي٠ دوی چې دتر ينو پښتنو په ګا ونډ کې او سيدل د تر ينو د فشار له کبله يې خپله سيمه پر يښوده او د غو ريا خيلو له خوا دمقر په کڅۍ کې په ور کړل شوې ځمکه با ندې د څه وخت له پاره ميشته شول، خو له غوريا خيلو هم خو ابدي شول او هغه ځمکه يې هم پر يښوده چې په نتيجه کې د کابل خواته را و خو ځيدل ٠کا بل٠ دراتګ په وخت کې اتما نخيل هم ورسره ملګري شو ل اوبيا د کا بل په شا او خوا ورشو ګا نو کې ميشته شول٠
په هغه وخت کې په کا بل کې د تيموري کو رنۍ مرزا ابو سعيد واکمن و چې ور پسې يې زوی مرزا الغ بيګ د همد غو پښتنو په مر سته په کا بل او غزني کې په ١٤٦٩ ميلادي کال کې واکمن شو٠ له دغه ځا يه ددې خبرې اټکل کيدای شي چې ښا يي ښا خي خيل پښتا نه به د کا بل ور شو ګا نو ته د پنځلسمې عيسوي پيړۍد لو مړۍ نيما يي په ورو ستيوکلونو کې را غلي وي٠
مرزا الغ بيګ چې تر څو پورې کمزوری و د همد غو پښتنو نه يې مر سته غو ښته او په همد غو پښتنو به يې ځان سا ته، خو کله چې په خپلو پښو ودريد اوپياوړی شو د پښتنو سره يې په مخا لفت لاس پورې کړ٠ په پای کې الغ بيګ وپتييله او هوډ يې وکړ چې ددوی پياوړی ځواک مات کړي٠ هما غه و چې دښا خي خيلو پښتنو مشرانو ته يې دوکه ورکړه او هغه دا چې د ښا خي خيلو پښتنو مشرانو ته يې يوه ميلمستيا جوړه کړه او په ډير چل ول سره يې دهغوی د ٩٠٠ تنو په شا او خو اکې يې په يوه شپه له تيغه تير کړل چې اديره يې د کابل دمر نجان د غو نډۍ د سياه سنګ د غره په منه کې پر ته ده٠ دا پيښه په غالب ګو مان د ١٤٨٠-١٤٩٠ عيسوي کلو نو تر مينځ رامينځ ته شوې ده٠
تردې خو نړۍ او خو اشينوونکې پيښې نه ورو سته ښا خي خيل پښتا نه د کا بل نه دننګر هار خو اته وليږ ديدل، خو ترکا ڼيو په لغمان کې واړول٠ يو سفزي، ګګياڼي او اتما نخيل په ننګر هار کې او سيدل چې بيا نو موړې درې قبيلې په سوات کې ميشته شوې، خو تر کا ڼي چې په لغمان کې استو ګن شوي وو دلغمان خلکو ددوی له لا سه په کا بل کې مغو لي واکمن ته ددوی له لا سه شکايت وکړ چې بيا د مغو لي پو ځو نو د فشار په و جه دې ته اړ ايستل شول چې دلغمان سيمه پر يږدي او با جوړ ته لاړ شي چې له هما غه و خته د با جوړ په سيمه کې استو ګنه لري چې د افغا نستان د کو نړ ولايت سره ګډه پو له لري٠
قبيلوي جو
ړښت :
تر کا ڼي په لا ند نيو ښا خو نو با ندې ويشل شوي دي: سالار زي،ما موند،ابراهيم زي، اسوزي،او اسما عيل
زي٠
١- سالارزي: چې دبا جوړ په لر امدک،بر امدک، لر سدين،بر سدين،ښار، ناوه ګۍ،کو ټکی،اليکی، چار منګ، بابو
قره اورود کې ميشته دي٠ په سالارزيو کې د برم او لاده برم خيل او هلال خيل د دانګام او اسمار دتا ريخ سره نه ش
يد ونکي تړاو لري٠په با جوړ سر بيره د افغا نستان د کو نړ ولا يت کې هم ډير شمير سا لارزي استو ګنه لري اوددوی د
استو ګني ځا يو نه په لاندې ډول دي:
دانګام،شو نکړۍ،اغز باغ،اسمار،ساو خوړ،ناړۍ، څو کۍ،بار ګام،ازير ګل،بر
يکوټ،ډمبرو،حصاره، کراړه،دم کلي، نر نګ، کنجګل،دو نايي او ټا نکو دره کې ميشته دي
٢-ما موند:
ما م
وند په دوو مهمو ښا خو نو ويشل شوي دي٠ لوی ما موند چې کا کازي هم ور ته وايي او واړه ما موند٠
د ماموند لوی
اکثريت په با جوړ کې او سيږي٠ ددوی ختيز ته سا لارزي،شمال ته يې دا نګام، شمال لويديز ته يې شوړ تن او دم
رورې درې،لويديز ته يې چا رمنګ او سهيل ته يې دښار ريا ست پروت دی٠ لوی ما مو ند د ما مو ندو په شمال او لو يديز کې
ميشته دي٠ په ختيز کې د لو يو ما مو ندو او سا لارزو تر مينځ بر يد( حد) د ملا سيد غر دی او دلو يو او وړو ما مندو
تر مينځ بر يد لوی خوړ دی٠ دلو يو ما مو ندو د څا نګو او خيلو نو نو مو نه دادي: مسعود خيل، عمر خيل، يو سف خي
، سليمان خيل او خلوزي٠ دوړو ما موندو خيلونه بړوزي ،اوريازي او برم کازي دي٠
دلو يو ما موندو کلي دادي:
غاښی، شبنتر،ذکي کوټ،ګيري، زري او تر خو٠ دوړ ما مو ندو کلي دادي: څپري، مو ضی،کګی،وړوکی خرکی، با نډه،شا
هي تنګی، لوی خرکی ،بدان،ډ مه ډوله او ډبر٠
٣- ابراهيم خيل:
په ټو له تر کاڼي قبيله کې ابراهيم
خيل د مشر توب او اعتبار څښتن دي٠ دوی په اصل کې په سا لارزيو ور ګډ يږي، خو له کو مه وخته چې ابر اهيم نو می دبا
جوړ دسالارزيو مشر د خپلې سيمې د ازادۍ له پاره د مغو لو د امپر اتورۍ سره ډيرې جګړې وکړې او د با جوړ د
سيمې خپلواکي يې په ډيرې ميړاني سره وسا تله، نو دهغه ځای دپښتنو له خوا ده ته د خان لقب ورکړ چې دغه مشري تر
ډيرې مو دې له پاره دده په کو رنۍ کې پا تې شوه او او لاده يې د ابر اهيم خيلو په نا مه سره ياده شوه٠
٤- اسوزي:
په ميدان او براول کې استو ګنه لري٠
٥- اسما عيل زي:
چې په ميدان او براول کې استو ګنه لري٠
د باجوړ
نه بر سيره تر کاڼي په دير او دافغا نستان د کو نړ په ولايت کې هم استو ګنه لري چې په دير کې ميشته تر کا ڼي په ب
اول،ميدان او جندول کې استو ګنه لري٠
ترکاڼي زړور،ميلمه پا لو نکي او غير تي خلک دي٠ په با جوړ کې د تر کا
ڼيو شمير د ١٨٠٠٠٠تنو په شا او خو اکې ښودل
شوي دي،همداراز په دير کې ٨٠٠٠٠ تنه او دافغا نستان د کو نړ په و
ايت کې دتر کا ڼيو شمير د ٤٥٠٠٠ تنو په شا او خواکې ښودل شوي دي٠
پا يليکو نه :
١- دپښتنو ټو لنيز-ا
تصادي جوړښت، دپښتو څيړنو بين المللي مرکز، دافغا نستان د علومو اکا ډمي،١٣٦٠ کال٠
٢-پير معظم شاه، تواريخ
حا فظ رحمت خاني، پيښور، پښتو اکيډ يمي،١٩٧١ کال٠
٣- تذکرت الا برار والاشرار ، د اخوند در ويزه تاليف،اداره
اشاعت سر حد،پيښور،١٩٦٠ کال
٤-تا ريخ حيات افغا ني پښتو ژباړه، د محمد حيات خان تاليف ، د پيښور چاپ،٢٣٤ م
خ٠
٥- پښتني قبيلي، دکتور لطيف ياد، دپيښور چاپ ٧٥- ٧٦-٧٧او٧٨ مخونه٠
( نوربيا)