دبې وزله هلمندوالو ماشومان له لیلامۍ وژغوری !!!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22658
خالد هادي حیدري
دخبریدو نیټه : 2016-01-22

زړه ئې مه بوله تور کاڼۍ دصحرا دی
        په لیدو دزخمي زړه چي زخمي نشي (الفت)

دکابل د قمبر څلورلاري شمال ته د � �رغې سړک پر راسته اړخ ختیځ پلو د هلمند څخه د راغلوپښتنو کډوالو یو لوی پنډغالی ( کمپ ) دسړک څخه د تیریدونکي هر لاروي توجه  ځآنته جلبوي . په دغه پنډغالي کي تر ۷۷۰ زیاتي کورنۍ د خپل ژوندانه تر ټولو سختي ، ترخې شپې او و� �ځي تېروي . په د اسي حال کي چي د کابل د ساړه ژمي سړه هوا په تودو بنګلو کي دشپې لخوا  د سړي خوب تښتوي په دغه پن� �غالي کي هلمندي پښتانه بې کوره کډوال په داسي خیمو کي چي دواړه څنډې ئې وازي پاته وي پر توره مځکه شپې سباکوي

سوز خو شته مګر دلسوز نشته حمیده!
                دلاله په ســـــــوي وسوه د چ� �ـــــــــا خــــــــــوا (حمیدبابا)

د بېنوا انټرنیټ پاڼي یو خبریال نوموړي پنډ غالي ته د روان کال ددسمبر پر ۲۲ نیټه ورغلی و . په همدې ورځ یو هلمندي پلار (محمدګل )بېنوا ته وویل چي دژوندانه په یوداسي پړاوکي راګیر پاته دی چي خپل ماشومان د خپلو سترګو په وړاندي د لوږي څخه دمړه کیدو په حال کي نه شي لیدای .هغه بېنوا ته وویل چي خپل درې ماشومان دخرڅوولو لپاره مجبوراً لیلامه وي دده په وینا که ئې یوڅوک رانیسي یو خو به نوموړي ماشومان دمرګ له ګواښه په امان پاته شي او بل یو څه پیسې که ده ته په  لاس ورشي نو دی به خپل نور ور پاته درې ماشومان ایله په نس ماړه وساتي .
دغه خبر په همدې ورځ له بېنوا خپورشو . که څه هم ددې خبر په منځ کي ترخ وا� �یعت تر لمر روښانه بریښد خو د ۴۵ غني هیوادونو دسرتیرو په شتون کي  د ۲۵۰۰۰ میلونو ډالرو مرسته اخیستونکي افغانستان په زړه کي دداسي پیښي رامنځ ته کیدا په رشتیا هم د حیرانتیا وړ خبره وه . خو په افغانستان کي یوازي نوموړې پیښه  دخپل ډول لومړنۍ پېښه نده نژدې ۸ میاشتي وړاندي یو کندوزۍ مور خپله درې ماشتنۍ لور په  ۵۰۰ افغانیو چي د۱۰ امریکائې ډالرو ارزښت لري دخپل کورپر مالک دکرائې په بدل کي خرڅه کړې وه . او تردې وروسته په تخار ، مزار ، جوزجان کي ورته پیښي رامنځ ته شوي وې . خوچارواکو دا ټول یوازي دپیسو پیدا کولو یوه وسیله وبلل .

زما مي له لوږي دبچو سترګي ډوډۍ ته وزي
تاته پر شل ډوله خواړو غوصه بیا ولي  درځي ؟
زما دي دزروقافلې پر رباطونو لوټ کړې
لاته حیران ئې چي پیسې تاته له کومي درځي ؟

دهلمندي کډوالو په منځ کي دماشومان دخرڅلاو دغه پېښه یوازي د همدې کورنۍ د ژوند تمثل نه کوي . په دغه پنډغالي کي میشت هره کورنۍ  د دغسي بحران سره لاس او ګریوان ده . مرسته کوونکي نړیوالو سوله ساتو؟؟؟ ځواکونو ددغو کډوالو مېني او کورونه بم بارکړي او نن هم دوئ د هیواد په پلازمینه  کابل کي هره ورځ دمرګ دګواښ سره مخامخ دي .

دبېنوا پاڼي د مشرتابه ټیم وروسته تر هغه  کابل ته سفر وکړ کله چه  دهیواده لیري زموږ با احساسه افغان میرعرب شاچمتو په ډنمارک کي او دکڼړ یو مهرباني پښتنې خور په ناروې کي ددغه دردېدلي پښتنې کورنۍ سره د یوه اندازې نغدي مرستو دورکولو وعده وکړه .په پنډغالي کي دبې وزله ما� �ومان په منځ کي چي د بېنوا پاڼي پر همکارانو راټول شوي وهغه کورنۍ ته نوموړي نغدي مرستي وسپارلې . او وروسته دپنډغالي د ځینو نورو کورنیو سره دمرکو په لړ کي یوې خیمې ته ورغلو چي یو سپین ږیرئ چي دتور ژېړي  ( HCV) په ناروغی اخته او پر خاورو کي پروت و.
هغه او ورسره ناستي بوډۍ ښځي راته وویل چي دماښام د ډوډۍ قدرت ئې له لاسه ورکړی  او نشي کولای دهغه تداوي  وکړي . د نوموړي خیمې څخه پنځه ګامه مخته یوې خیمې ته ورغلو چي یوې اووه کلني ماشومي انجلې له ډاره چیغي کړې او دمور تر شا له موږه پټه په داسي حال کي ودریده چي له سترګو ئې اوښکي بهیدلې .  دهغې د م ور څخه  مو چي اووه اولاده ئې لرل و پوښتل چي ولي دلته راغلي او په دغه ستونزمن ژوندکي وروسره څوک مرسته کوي . ږغ

 هغې په ژړغوني لهجه وویل (( میړه ئې د یو زوی د ناروغی دتداوي لپاره  دیو چا څخه  ۱۵۰ زره افغانۍ پورکړي وی چي اوس ئې موږ دورکولو وس نه لرو او پوروړي ئې دهغه ددغي لور د بېولو هڅه کول چي د کمپ نورو کډوالو ئې مخه ونیول  )) هغې بېنوا ته وویل :: ږغ

 

دهمدې پنډغالي  یومشر عبدالله د بېنوا له لاري پر ټولو بهرمشیتو افغانانو ږغ وکړ چي  دنازنیني دپلار سره دي مرسته وکړي هغه بېنوا ته وویل ـ .ږ غ

د نازنیني مور بهرمشېتو افغانانو ته خپل پلو نیسي او دیوې دردیدلي پښتنې مور په حیث ئې هغو ته داسي وویل ـ ږغ

دبېنوا پاڼي دمشرتابه ټیم په داسي حال کي چي د دغه ۷۷۰ دردیدلو کورنیوحال ئې د وزیرانو او پارلمان د وکیلانو په کچه دچارواکو سره شریک کړی  په هیواد کي دملي سوداګرو او او ټولو بهرمشیتو افغانانو څخه د انساني میني او عاطفې لمخي غوښتنه کوي چي د بېنوا پاڼي سره دي په خپلو سیمو کي ددغه  پښتنو لپا� �ه هر اړخیزي مرستي څمره چي ژر کیدای شي راټولي کړي تر څو د واورو د وریدو مخکي دسلګونو ماشومانو ژوند دیخنۍ څ خه په وژغورل شي . او همدا راز  اووه کلنه نازنین دانساني جبر او ستم څخه وژغورل شي .

که چیري تاسي خپلي مرستي رالیږل غواړی او یا په دې هکله معلومات مو په کار وي زموږ سره پر دې پته  اړیکي ټنګولای شی :
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1    518  366 2728
AFG Phone # +93  707   414549
AFG Phone # +93  786   909000