په دوبۍ کي یو بااحساسه افغان دهلمندي کډوالو سره مرسته وکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22691
هادي
دخبریدو نیټه : 2016-01-24

په دوبۍ کي میشت افغان سوداګر  د قمبر څلور لاري پر سر دمیشتو هلمندي کډوالو سره د۲۰۰۰ درهمو  مرسته وکړه . وروسته ترهغه چي بېنوا انټرنیټ پاڼي د یو هلمندي کډوال خبرخپور کړ چي له ډیره غریبي څخه ئې خپل اولادونه لیلامۍ ته وړاندي کول زموږ یو شمیر بهرمیشتو افغان کډوالو خپل تر وسه دمرستي لاسونه د بېنوا انټرنیټ پاڼي له لاري د کابل تر ټولو بې وزله پښتنو پوري چي د ژمي په ډیره سړه هوا کي شپې سباکوي   راوغزول . چي په دې لړ کي زموږ یو پښتنې خور چي د کڼړ اوسیدونکې ده او اوس په ناروې کي ژوندکوي ، همدا راز یو بل افغان ورور مير عر ب شاه  چمتو چي په ډنمارک کي ژوند کوي او یو شمیر نورو له استرلیا ، پراګ او امریکا څخه تر خپل وسه نغدي مرستي بېنوا پآڼي ته رالیږلي دي او اوس دادی زموږ دغه افغان ورور په دوبۍ کي د خپل انساني عاطفې لمخي ددغو کډوالو سره نغدي مرسته رالیږلې ده چي د رواني اونۍ د چهار شنبې په ورځ به په اړمنو کورنیو وویشل شي .

د یادولو وړ ده چي په دغه کیمپ کي تر ۷۷۰ زیاتي کورنۍ د سختي یخنۍ ا وسړې هوا له کبله هره ورځ د مرګ د ګواښ سره مخامخ دي .

که چیري تاسي خپلي مرستي � �الیږل غواړی او یا په دې هکله معلومات مو په کار وي زموږ سره پر دې پته  اړیکي ټنګولای شی :

USA Phone # +1    518  366 2728
AFG Phone # +93  707   414549
AFG Phone # +93  786   909000
AFG Phone # +93  70   0043967

دبهرڅخه د مرستو رالیږولو لپاره لاندي پته وکاروي

Bank Name : Afghan United Bank
address :       AUB Building Zarghona Maidan, Shahrenaw, Kabul Afghanistan
Acc No:        200401
Acc Name :   Khalid Hadi
Swift  :          AFGUAFKA