د چارو بشپړوونکی ځواک ، نياوکوونکی ځواک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2270
مېرزاعلم حميدي - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-02-28

مېرزا علم حميدي - هالنډغورچاڼ او ژباړه  : مېرزاعلم حميدي - هالنډ 

د چارو بشپړوو نکی (اجرائيه) ځواک 

ولسمشر يا لومړی وزير چې د کابينې د غړو په ګډون حکومت بلل کيږي د چارو د بشپړوونکي ځواک په نوم ياديږي . د کابينې شمېر او دندې، واکونه او ګرمتياوي د قانون له لارې برابريږي . حکومت هغه مهال قانوني اعتبار تر لاسه کوي چې له ملي شورا څخه د باور رایې تر لاسه کړي .

 

دغه کړنه په هر هيواد کې د څېرې له مخې بيل، بيل ډولونه لري . خو حکومت په ټولنیز او ځانګړي توګه ملي شورا ته ځواب ورکوونکی دی .

 

د حکومت سترې دندې په دې ډول دي : د قوانينو اوکړنلارو د اومونمونوجوړول . د کورني او باندني سياست د تګ لارې مسوده، د پرمختیايي، اقتصادي او ټولنیزو پلانونو جوړول او بشپړول، د دولتي بودجې وړاندې کول او تر سره کول، په ټول هيواد کې د امنيت ټېنګښت او د ټولو هيوادوالو د قانوني ازاديو او حقونو خوندي ساتل، د باندنيو مناسباتو او کړو وړو برابرونه او لارښوونه .

 

 د سياسي اړېکو ټېنګښت، د باندنيو هيوادونو او نړيوالو څانګو سره د تړونونو لاسليک . د چارو د ښه پر مخ بيولو لپاره د تګ لارو جوړول او منل  دي  .  .  .

-  د ژوند اخلاقي ارزښت د دندو د سرته رسولو د شمېر پر تله تلل کيږي . « موريس مترلينګ »

- له چارو او خدمت کولو پرته په نړۍ کې بل داسې شی نه شته چې انسان دې د هغه لپاره ژوند وکړي .  «ولينګټون »

 

- چارې پېژندنه د داسې پلاسټر په شان ده چې د بدن اخلاقي جوړښت يې سره کوشېر کړی دی . « مادام جيمسون »

 

نياو کوو نکی ( قضايي) ځواک

 

نياوکوونکی ځواک له قاضي القضات او د هيواد له ټولې قضايي ډلې څخه جوړ شوی دی چې په ټول هيواد کې  نیاومنې چارې پر مخ بيایې . د قاضي القضات، مرستیالان، د لوړې محکمې اوپه هيواد کې د نورو قاضيانو ګومارل په ډیرو هیوادونو کې له يوه، بل سره توپير لري خو په هر ځای کې د نياوکوونکي ځواک د خپلواکۍ بشپړ درناوی کيږي او قضایي ځواک پر ټولو هيوادوالو باندې په خپلواکه توګه د قانون د پلي کولو واک لري .

 

 د نياوکوونکي ځواک ستره او هر اړخيزه دنده په دعوو، دنګلو او ناندريو باندې قضاوت کول دي چې په هغه کې د دولت په ګډون رښتيني حقوقي يا حکمي اړخونه د مدعي او مدعي علیه په توګه شتون ولري او د قانوني څانګې له خوا محکمي ته ورسپارل شوي وي . دواړه خواوې په خپله او يا د ټاکلي وکيل له لارې په محکمو کې له خپل ځان څخه د خپلواکې دفاع حق لري . محکمې قانوني پرېکړې کوي او دنده لري چې په خپله پرېکړه کې قانوني حکمونه ولیکي .

 

 په عمومي ډول د محکمې غونډې ښکاره او پرېکړې یې هم په څرګند ډول اعلانیږي . د محکمې پرېکړې له قانون سره سمې پرېکوني دي  . خود وړ عدالت تر لاسه کولو لپاره کيدای شي چې څوپړاويزې محکمې هم ترسره شي اوددعوې لوري د غوښتنليک له مخې دعوا تر لوړې  محکمې پورې هم  غزيدلی او هلته پرې نیاو ( عدالت ) کيدای  شي .که چيرې د دعوې يوه لوري د محکمې ژبه نه وي زده؛ کولای شي چې ځان ته ژباړونکی وټاکي او په محکمه کې له ځان  څخه په خپله مورنۍ ژبه دفاع وکړي . دا به ډیره غوره وي چې محکمه په رښتوني ډول « د عدالت » کور وي . »

 

 ـ  يو غلط حکم د څو ګناهونو او څو برباديو مور ده . ځکه چې ګناهونه ژوند چټلوي او نا حق حکم د ژوند سرچینه چټلوي .  « فرانسیس  بايکون »