دسپيني ادې دټولني دویم کتاب چاپ سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22711
محمد نعیم - افغان هرات
دخبریدو نیټه : 2008-12-28

 

ګرامر مختصر زبان پشتو (پښتو لنډګرامر)

دکتاب نوم:                ګرامر مختصر زبان پشتو (پښتو لنډ ګرامر)

ليکوال:                     تېمورشاه یوسفزی

تصحیح :                       فضل احمد (مهمند)

خپرندوی:                    دانش خپرندويه ټولنه _ پېښور

چاپشمېر:                     ۱۰۰۰ ټوکه

چاپکال  :                        ٢٠٠٨ز / ١٣٨٧

= = = = = = = = = = = = = = = = = = = = = = = = = == = = = = = = = = == = = = = = = = =

 

دپښتو ژبي لنډګرامر چي په آسانه او روانه دري ژبه د سپيني ادې  دادبي او کلتوري ټولني دیوه غړي په زیار لیکل شوی وو، د ددانش خپرندويي ټولني لخوا دپېښور په ښار کي چاپ شو .

داچي دپښتو ژبي لنډ ګرامر باید دیوه پښتو ژبي استاد او یا هم هغه کس په وسیله  یکل شوی  وای، چي  دپښتو په ګرامري ساحه کي یې ډېرمالومات او زده کړي درلودای  ، خو د دې کتاب دلیکوال ښاغلي تېمورشاه یوسفزي په وینا، خپله نوم وړی  په پښتو ژبه کي کومي خاصي زده کړي نه لري او ددې کتاب د لیکولو کار یې هم د ټولني داړتیا سره سم کړی ، داچي تراوسه د فارسي ژبو زده کوونکو لپاره دپښتو ژبي ګرامر ددوی په ژبه مخکي شتون نه در ود ، له همدې امله نوموړي لیکوال هڅه کړې ده ، ترڅو هغه اساسي ګرامري ټکي چي دپښتو ژبي د زده کړو لپاره ډېر اړین ګڼل کېدل ، دبېلابیلو کتابونو څخه راټول اوبیا یې په آسانه او روانه دري ژبه ، دپښتو ژبي و مینه والو ته الۍ کړي .

 

دسپيني ادې ادبي او کلتوري ټولنه - هرات

محمد نعیم - افغان

دتېمورشاه یوسفزي لیکلی کتاب