پښتو سيسټم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2272
استاد عطامحمد ياري
دخبریدو نیټه : 2005-02-27

د کابل پوهنتون استاد ښاغلي عطامحمد ياري څه موده مخکي بېنوا ويبپاڼي ته ليک راليږلی ، و ، ددې لپاره چي د تخنيکي ستونزو له کبله يې موږ ته ليک په ځنډ رارسيدلی دی ، ليک يې کټ مټ خپروو او  درانه لوستونکي يې له وړانديه خبروو ، او له ښاغلي استاد نه د ليک په ځنډ خپرېدا له کبله بخښنه غواړو .

په درناوي ( د بېنوا ويبپاڼي چلوونکي )

 

 

د بينوا ويبپاڼې ښاغلو چلوونكو او درنو لوستونكو:

 

زما نېكې  هيلې ومنۍ.

د خوښۍ ځاى ده چې د پښتو ژبې ويبپاڼې ورځ په ورځ  لا ښكلې او شتمنې كيږي، او د شمير له پلوه هم مخ  په  ډيريدو دي.  زه  په داسې حال كې چې ستاسو د هڅو بېدريغه  ستاينه كوم، غواړم ستاسو له لارې ټولو هغو مخكښو ته چې په دې اړوند سوچ او كار كوي او يا هم د كمپيوټرپوهنې سره بوخت دي  څو وړانديزونه  وكړم:

 

   - پښتو ژبه په كمپيوټر كې د ليكلو لپاره د يوه معياري ليكمن (كيبورډ) كارونې او په پراخه كچه د هغه منلو ته اړتيا لري. وړانديز كوم چې ځينې فرهنګي ټولنې او يا مخكښ كسان راوړاندي شي او په دې هكله د يوه اړين  ګډ ګام د پورته كولو لپاره څينې غونډې او اړيكې سمبالې كړي.

 

   -  له بله پلوه په ډيټابيسونو كې په پښتو ژبه د مالوماتو د كارونې لپاره دې ته اړتيا ده چې پښتو توري د كمپيوټرونو چلوونكو سيستمونوته د پوره پيژندلو وړ شي.  په دې هكله د افغاني پوهانو، فرهنګي ټولنو، كارخاوندانو  او افغان دولت ګډ كار ته اړتيا ده.  برسيره پر دې، له ځينو نړيوالو كمپيوټر او پروګرام جوړونكو كمپنيو سره هم په دې هكله د اړيكو نيولو ته ضرورت دى. ددې كار لپاره ډير قوي دليل د پښتو ژبې د جامع والي  خبره ده. دا ژبه د خپلو ځانګړو تورو نه پرته د عربي او فارسي ژبود  ټولو تورو لرونكې ده.  په  اقتصادي او مالوماتي  لحاظ د جامعو سيستمونو جوړول، پيرودل او كارول  خصوصي او دولتي ارګانونو ته ډير مطلوب او اړين كار دى.

 

هيله ده چې د پورتنيو وړانديزونو په هكله سوچ او كار وشي.

 

                                                                                      په خورا درنښت

                                                                                      پوهنيار عطامحمد يارى

                                                                                     د كابل پوهنتون استاد