انسان وژونکو قرارداديانوقراردادونه ورختم کړي.

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22744
ليکوونکي زرولي خان خوشنود
دخبریدو نیټه : 2008-12-31

دلوي پکتيا باتوروقومونو دخپلو  بچيانو وژونکو  قراردادونه ورختم کړي

ګ انوهيوادوالو :له هغې راهيسي چې زمونږهيواد دابدالي دروي امپراطوري ختمه شوه اوپه هيوادکې موخپلمنځي شخړي پيل شوي زمونږهيواد دجنګ ډګروګرخيدواوهر چاچي غوښتل خپله سله اوزورڅرګند کړي   اوهم خپلوسياسي موخوته ورسيږي نوپردغه هيوادباندي يې بي له شکه څرګند تيري کړي اودلته زمونږ خوار اولسونه په زياتو کړونو اخته کړي اوپه وينوکې لمبولي دي.

 ړنګه شوه پکتياخلکونه شته غيراتي مشران کاردغلامۍ کوي دازمونږژوندي مشران .....

داد لوي پکتيايو خوږژبي سندرغاړي بهرام جان حکيم زي  په خوږه غږکې  هغه ترانه ده  چې لوي پکتيا قومونو اوپه ټولېزه توګه يې  په هيوادکې ميشتوقومونو غږ کړي چې دخپلې خاروې اواولسونودساتني په موخه د راپورته شي اوخپل قوت اوځواک دي  نړيوالوته وښايې  ددغه غيورقوم خلک چې  هروخت يې دخپلوستونزو دهواري لپاره پر ګډه ګامونه پورته کړي اوهغه څوک چې ددوي په سيموکې دنورولپاره ناوړه کړني ترسره کوي نه دي پريښودلي چې دوي خپلې بدې کړنې اوناوړه عملونه ترسره کړي چې له همدي امله دغوقومونو  ددي بدې څيرې هرځل خپلو  هيواد والوته په ډاګه کړي اوخپل خلک يې ددوي له ش ځيني ساتلي دي  .

خو هره بشري ټولنه چې دجنګ اورونو خوړلې ريښتياده چې دهغې  ټولنې خلک   دزياتو بدبختيوسره مخ ويدي اوټول معنوي اوټولنيزارزښتونه يې دلاسه ورکړي دي  اوترڅنګ په هغه هيوادکې خ کو  پخپل منځي کې زرګونه کسان دلاسه ورکړي .لکه زمونږافغاني ټولنه چې په هرکورکې هره ورځ دويراوماتم  ويرجن غږونه پورته کيږي .

مګر کله چې دوهم نړيوال جنګ پاي ته و سيدو  دنړۍ مشران سرا راټول شول دوي ټولوپه يوغږ هغه پريکړه وکړه چې نن په ټوله نړۍ کې عملي شوي .ولي زمونږپه هيواد کې داپريکړه  هغه دادم اودورخانۍ خبره ده چې لاه هماعسي پيداشوي هيڅ نه ده عملې شوي  اولا دوينوبهولوياده لړۍ جاري ده.

 دنړۍ مشرانوهغه ناسته کې پريکړه کړي وه چې  ټول هغه هيواد ونه چې ديواوبل پر وړاندي دځينومسايلو اومقصدونو لاسته راوړلوپه موخه  ديواوبل پروړاندي جنګيږي هغوي به دجنګ پرمهال دبي ګناه کسانو دوژلوڅخه په پوره مهارت سره ځانونه ساتي .

خو مونږ وينوچې  دا قانون زمونږپه هيوادکې هيڅ نه دي منل شوي اولاهم  په هغه پخوانۍ بڼه عملې کيږي اوهره ورځ دشخړوپرمهال زمونږيوزيات شمېربي ګناه هيوادوال اوپه ځانګړي توګه تنکې ماشومان اوښځې وژل کيږي اود اورلمبوخوراک ګرځې  .

داچې ولي په پيښوکې داسي کيږي اوولي زمونږمظلوم اولسونه داورلمبوخوارک کيږي اويا  ددوي په دغه ژاړه  اوماتم نړيوالوځانونه ولي ګڼه اچولي ؟ټول هيوادوال  و باندي ښه پوهيږي چې داکارونه هغو کسانودلوري ترسره کيږي چې غواړي دافغانانوبچيان  ووژنې اوخپل قرادادونه چې دځينوبهرنيواستخباراتي کړيوسره دافغانانودوژلوپه برخه کې  کړي  دوامدار ساتي. اوهم دغه ملت  نه پريږ دي  چې دوي هم په کال کې يوه ورځ په ارمۍ اوخوښي کې تيره کړي .

داچې په داسي مهال کې په هيواد کې ميشتوقو مونو دنده څه ده اوڅه کول ورته  په کار دي چې ددغووينوڅښوونکو بدو خلکو پروړاندي يې ترسره کړي هغه ددغومخورغيراتې قومونو ترمينځ رښتنې يووالي او يوپربل باندي د اعتماد در ودل دي.

تاسي شايدپه دي هم خبروي چې زمونږپه ټاټوبي افغانستان اوپهځانګړي توګه به په لويه پکتياکې کومه ستونزه راپيداکيده   اويابه دافغانانو  وژونکو هڅه کوله چې ددوي په سيمه کې خپل ناوړه فعاليتونه ترسره کړي نودغومخوروقومونوبه په يوغږ دخپلوقومي  دوديزو پريکړواودجرګومرکو دلاري هغې ستونزي ته دپاي ټکي کيښودو   چې  له مخې به ېې دافغانانو په وينوڅ ښوونکو باندي هره لاره  بنده شوه .

نوپه همدي خاطرڅه ډول چې اوس هم په هيواد کې په ډېروپيښوکې ددوي بچيان  وژل کيږي اوهغه قرارداديان چې ديوشمير استخباراتي کړيو سره دپخلوکړيو تړنونو دومداره ساتلو لپاره ددوي هره کورنۍ هره ورځ دويرپرټغرکيښنوي . په کار ده چې دخپلوقومي پ يکړواوعنعناتوپه رڼاکې  يوځل بيا راپورته شي او ټولې هغه  بدې څيرې چې په دغوبدو کړنوکې لوي لاس  لري ياککړي دي  پيدا اوناوړه څيرې يې خلکو اونړيوالوته څرګندي کړي .ترڅودفغانانوپه وژنکوباندي يوځل بيا هره لاره بنده شي.

په هيوادکې دټولوميشتوقومونو مشرانو دبيا بيدارې اوراويښيدا په هيله.