پښتني قبيلې و پيژنئ! ٣١ مه برخه( تره کي )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22766
دکتور لطيف ياد- استر اليا
دخبریدو نیټه : 2009-01-01


د پښتنود عنعنوي شجرو له مخې تره کي د غلجيو په ټو لنيز ګروپ پورې اړه لري٠ تره کی د موسی زوی دابر اهيم لمسی او د غلجي کړ وسی دی٠ تر ه کي زياتره د غزني ولايت د مقر، نا وې،ګيلان او اب بند په ولسواليو کې ميشته دي چې  ٢پر ٣ بر خه خلک يې په کليو او با نډو کې او يوه بر خه خلک يې په پو ونده او کو چيا ني ډول ژوند کوي چې ددوی دشمير په تنا سب د هغوی سيمه وړه او کو چنۍ ده٠ ددې په وجه چې دمقر د سيمې زيا ته بر خه د علي خيلو او خدو زيو( خدرزيو) په لاس کې ده نو ځکه د ځمکې دلږ والي له کبله يې يو پر ٣ برخې خلک په شپو نتوب او دپسونو، ميږو، وزو او غواګانو په روزنه او پا لنه ژوند کوي٠

دتره کي بيلي جنوب او جنوب ختيز ته د سليمان خيلو او تو خي قبيلې، ختيز ته يې سليما ن خيل، شمال ته يې علي خيل، اندړ او هزاره او جنوب ته يې سيمه د ډيورنډ پر کر ښه د کا کړو پښتنو سره نښتي ده ٠
د تا ريخ حيات افغا ني مؤ لف ډپټي محم د حيات خان په خپل دغه تا  ريخي اثر کې چې ١٤٤ کلو نه  دمخه يې کښلی دی د تر ه کو پښتنو په اړ وند داسې ليکلي دي : " په افغا نستان کې دتره کو د قبيلې شمېر پنځلس زره کو رنيو ته رسيږي چې له ٢ پر دريو نه زيات خلک يې دايمي استو ګنځي لري او يوه دريمه برخه خلک يې په پوونده او کو چي ډول ژوند کوي٠ ددوی اصلي ټا ټو بی د مقر او ناوې سيمه ده چې ددوی دسيمې په پر تله د هغوی سيمه وړه ده٠ ددغې قبيلې خلک د مني مو سم په پيل کې د ژمي دتير ولو له پاره کند هار ته ځي او په پسر لي کې بير ته د مقر سيمې ته را ستنيږي چې ددوی ددې تګ راتګ په اړوند د پښتو يو مشهور متل دی چې داسې وايې:

[ چې چو نګښې وايې قر،  تره کي وايې  مقر  چې چو نګښې وايې غار،   تره کي وايې کندهار  ]    
   ددې متل مقصد دادی چې کله د ګر مۍ د مو سم په پيليدو سره چو نګښې دقر غږ  پو رته کوي،نو په دغه وخت کې تره کو کو چيانو ته خپل وطن او ټا ټو بی ور په ياد شي، نو د دوبي دتير ولو له پاره بير ته مقر ته راځي، خو کله چې چو نګښې د يخنۍ د رار سيد لو له کبله د غار نارې وهي نو تر ه کي  د ژمي د تير ولو له پاره کند هار ته ځي چې دغه متل ډير شهرت لري٠

دتره کي  قبيلې ښا خو نه :

دتره کي قبيله په لاند نيو ښا خو نو ويشله شوې ده:
با دين خيل،ناخيل، ساک خيل، تسويل خيل، ګر بز خيل، با رک خيل،مصري خيل، حسن خيل، حا تم خيل، لالو خيل،جما ل خيل،ګربز خيل، حريف خيل،ګلان خيل، شباب خيل،تراب خيل، سليم خيل، کنجو خيل، ميري خيل ،ک و خيل، نوروز خيل، تا جو خيل، اناري خيل، صا بر خيل، نازک خيل، دلدار خيل، شيکي، المري، قدرت خيل ، دوران خي ، خجل خيل، شاګل خيل، شيرين خيل، سدو خيل، شيخ نور خيل،نور خا ن خيل، سدو خيل، خيرو خيل، کبير خيل، سالي خيل، قتال خيل، اکبر خيل، زرين خيل، تري خيل، بستام خيل،لا جمير خيل ، شهباز خيل، قباد خيل، سيني زي، نورزي، ملک دين خيل، موسی خيل، ګران خيل، بر ا هم خيل، زلو خيل، خان خيل، صا حبداد خيل، فراق خيل، بيګو خيل، شاه عبدال خيل ٠

دتره کي قبيلې د استو ګني سيمې:

١- د غزني په ولايت کې :
لکه چې په پيل کې مو يا دونه وکړه چې ددغې قبيلې اصلي ټا ټوبی د غزني ولايت د مقر، ناوې، ګيلان او اب بند ولسوالۍ دي٠ په تيره بياپه مقر او ناوه کې زيات شمير تر ه کي ژوند کوي٠

٢- د زابل په ولايت کې : 
تره کي   د زاب   ولايت په مر کز کلات او هم د شاه جوی په ولسوالۍ کې ژوند کوي٠

٣-   دکند هار په ولا يت کې:
 ددغې قبيلې کو چيان په عمو مي تو ګه په ژمي کې د کند هار ولايت د ريګ ا  و اڅکز يو په سيمو کې او همدا راز د کند هار  په نورو بر خو کې  ليد ل کيږي، ددوی يو شمير د ډيو رنډ له کر ښې تير يږي او د کا کړو د بيلې سيمې ته ليږدي او تر پشينه پورې ځي٠

٤-د هلمند په و لا يت کې:
د تر ه کيو د قبيلي يو مير خلک ددغه و لايت د ناد علي او ګر مسير په ولسو اليو کې هم ژو ند کوي٠


  ٥- د باد غيس په ولا يت کې :
دبا دغيس په ولايت کې تره کي ددغه ولايت د مر غاب ولسوالۍ دبو کن په کلي کې چې مشر يې ملک عبدالر حمن خان دی استو ګنه لري٠ پردې بر سيره د نو موړي ولا يت د غو ر ما چ د ولسو الۍ په څو کليو کې هم تره  کي ا ستو ګنه لري٠

٦- د فارياب په ولايت کې :
ددغه ولايت د قيصار او پښتون کوټ په ولسو اليو کې هم تره کي شته، چې يو شمير يې کو چياني ژوند لري٠

٧- پ-د سر پل په ولايت کې:
ددغه ولايت په ځينو کليو کې هم تره کي  استوګنه لري٠

٨- دکندز په ولايت کې :
ددغه و لايت په ځينو و سواليو کې هم تره کي استو ګنه لري٠

٩- د ننګر هار په ولايت کې:
ددغه و لايت د چپر هار د و سوالۍ د تره کو په کلي کې هم زيات شمير تره کي استو ګنه لري چې شمير يې ٣٠٠٠ تنو ته رسيږي٠

١٠- په سهيلي پښتو نخوا کې:
 د سهيلي پښتو نخوا په کو ئيټه، پشين، ژوب، سيوۍ او کچلاغ کې هم يو شمير تره کي استو ګنه لري، چې په سهيلي پښتو نخوا کې ددوی ځيني نا متومشران دادي: تادين خان تره کی،  چار ګل خان تره کی، الحاج شير محمد خان تره کی،حاجي عبد الغفور تر ه کی ، محمد يو سف خا ن تر ه کی او حا جي ګلاب خا ن تر ه کی٠

دتره کو دقبيلې نوميالي او مشران :
د تاريخ حيات افغا ني  په قول ١٤٤ کلو نه وړاندې په م ر او نا وه کې ددوی مشران او نو ميالي خان تر ه کی،محمود خان  تر ه کی، زمان خان تر ه کی،هارون خان تر ه کی،م ر تضی خان تر ه کی او مير احمد خان تر ه کی ول٠
  د افغانستان د خلک ډيمو کر اتيک ګو ند مشر او د انقلابي شو ا رئيس  نور محمد   تره کي  چې د ١٩٧٨ کال دثور دکو دتا په نتيجه کې يې ځواک تر لا سه کړ هم دغزني دمقر ولسوالۍ دسور کلي تره کی و٠                                ;            

 سر بيره پردې عبدالقدير تره کی د افغا نستان  د سترې مح کمې لو مړنی رئيس و، چې د اعليحضرت محمد ظا هر شاه له خوا پر دغه دنده ګو مارل شوی و٠
دکابل پو هنتون د حقو قو د پو هنځي پخوانی استاداو سيا ستپوه  ښاغلی دکتور رو ستار تر ه کی     هم د تره کی قبيلي ته منسوب دی٠
تره کي  غير تي، ميلمه پا له ، هيواد پا لو نکي او په پښتني ننګ او پښتنواله با ندې ټينګ خلک دي٠ دانګ يزي ير غلګرو سره په دري ګو نو جګړو کې يې ښې تورې و هلي دي چې ښه بيلګه يې د ستر غازي صاحب خان  په مشرۍ  ددوی د غه و يا ړلې مبا رزې وې چې زموږ دګران هيواد  افغا نستان په ويا ړلي تا ريخ کې ثبت دي٠

همدارازدتره کو دقبېلې يو بل نامتو مبارز او ملي شخصيت غازي پير محمد خان و چې دغز ني ولا يت د ګيلان دو لسو الۍ او سيد ونکی و او دزابل ولايت په شاه جوی او دغز ني ولايت په ناني نومې سېمه کې يې انګريزي ير غلګرو ته مر ګوني ګوزارونه ورکړل٠ همدا و جه ده چې په پښتو ولسي ادب کې دده نوم تلپا تې او ژوندی دی او په سندرو کې دده د ويا ړلو کار نا مو ستا ينه کيږي٠
دروسي ير غلګرو او ددوی دلاسپو څو پر خلاف هم د تره کو د قبيلې مبارزې دستا ينې او شا بسي وړدي٠


پا يليکونه :
١- تاريخ حيات افغاني، پښتو ژباړه، ٢٨٩ مخ، دپيښور چاپ٠
٢-پښتني قبيلې، د دکتور لطيف ياد اثر،٧٩،٨٠ او ٨١ مخونه، دپيښور چاپ
٣-معلو مات مختصر در باره اقوام وقبايل سر حدي کشور، دکابل چاپ،٧٣ او ٧٦ مخو نه٠                              
٤- د پښتنو قبيلو شجرې او مينې، دپو هنوال محمد عمر روند ميا خيل اثر،ميوند خپر ندو يه ټو لنه،٢٥١ او ٢٥٢ م خونه٠
 ( نور بيا)