دحضرت امام حسن اوامام حسين رضي الله
عنهما مناقب ا وفضائل:
( ۱ ) : داسلام پيغمبر په يوه مبارک حديث کښي فرمايلي دي :
ان جبریل يعين الحسين واني
احب ان اعين الحسن ( انتهی مختصرًا ) .
اخرجه الحارث بن ابي اسامه عن محمد بن علي کذافي الخصائص الکبری ل
سيوطي جلـ۲ـد صفحـ۴۶۵ـه.
يعني بيشکه جبريل وحسين ته کومک ورکوي اوبيشکه زه نو داخوښوم چي وحسن ته کومک و
کړم.
دا مبارکه خبره داسلام پيغمبر هغه وخت وکړه چی حسنينو غيږ سره ايستله اورسول الله صلی الله عليه وس
م دامام حسن پرطرف خبره کوله نوفاطمي رضي الله عنهاورته وويل چي اي دخدائ پاک رسوله ته له حسن سره کومک کوي
که چي دي ترحسين درباندي ګران دئ .
( ۲ ) :ابن عساکر له حضرت ابن عُمر څخه روايت کړئ دئ چي ده مبارک فرمايلي دي
:
کان علی الحسن والحسين تعويذانِ فيهما زغبٌ مِن زَغبِ جناح جبرئيل ( کذا في الخصائص الکبری في الصفحة المذکو
ة ) .
يعني پر حسن او حسين باندي دوه تعويذونه راځړيدل چي له وړو او ميده بڼو څخه د وزر د جبريل (ع) ول .
( ۳ ) :
له حضرت أبي هريرة (رض) څخه روايت دئ چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي :
مَن أحبَّهما فقد أحبني و
مَن أبغضهما فقد أبغضني ( رواه الإمام أحمد ، کذا في البداية والنهاية ج۸ص۶۰۲ ) .
يعني هر چا چي مينه او محبت
وکړ له حسن او حسين سره ، نو په تحقيق سره هغه له ما سره مينه او محبت وکړ او هر چا چي بغض وکړ له دوۍ دواړو سره
نو په تحقيق سره هغه له ما سره بغض وکړ .
( ۴ ) : له حضرت أنس بن مالک څخه روايت دئ چي له رسول الله (صلی الله
عليه وسلم) څخه پوښتنه وسوه چي ستا په أهل بيت کښي کوم يو وتاته ډير محبوب دئ ؟ نو ده مبارک په جواب کښي ورته
وفرمايل چي حسن او حسين .
( رواه أبو يعلی الموصلي ، کذافي البداية والنهاية في الصفحة المذکورة ) .
( ۵ ) : له
حضرت أبي سعيد څخه روايت دئ چي رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي دي :
الحسن والحسين سيدا شِبابِ أهلِ
الجنة إلا ابني الخالة : يحيی و عيسی ( رواه أبوالقاسم البغوي ، کذافي البداية ) .
يعني : حسن او حسين دوه س
داران د ځوانانو د جنت دي ، مګر ماسوی له دوو نفرو چي د خالة ځامن دي چي هغه حضرت يحيی او عيسی ( عليهماالسلام)
دي .
محترمو وروڼو ! اوس د حسنينو د هر يوه تنها تنها په مختصر ډول څه فضایل درته ذکر کوم :
اول إمام حسن (
ضي الله تعالی عنه) :
حاکم له عبدالله إبن عبيدالله څخه روايت کړئ دئ چي حضرت إمام حسن پنځويشت حجه پياده او
د پښو په تګ کړيدي ، سره له دې چي سورلۍ او مرکبونه به هم په زياته اندازه ورسره ول ( کذا نقله السيوطي ) .
إبن
سَعد له علي بن زيد څخه روايت کړئ دئ چي إمام حسن دوه کرته خپل ټول جايداد په داسي ډول د خدائ د رضا لپاره صرف
کړ چي له ده سره به هيڅ شئ په کور کښي پاته نسو ، او دارنګه يې درې کرته بيا د خپل جائداد نيمئ د خدائ د رضا لپا
ه صدقه کړ تر داسي حده چي خپله يوه چوټه بې خيرات کړه او بله بې پريښووله او يوه موزه بې خيرات کړه او بله بې پ
يښووله ( ذکره السيوطي ، کذا في النبراس ) .
په « شواهد » کښي ذکر سويدي چي د أهلبيتو له دوولسو إمامانو څخه
دوهم امام حضرت إمام حسن (رضي الله عنه ) دئ ، إسم کنية دده مبارک أبو محمد ؤ او لقب يې تقي او سيد وو ، په دريم
کال د هجرت درمضان مبارک په نيمايي کي په مدينه منوره کښي دده مبارک تولد وسو .
کله چي د إسلام پيغمبر (
صلی الله عليه وسلم) دده مبارک له زوکړي څخه خبر سو نو يې د فاطمة الزهرآء وکورته تشريف وروړ او له حضرت علي (ک
م الله وجهه) څخه يې پوښتنه وکړه چي پر ده باندي مو کوم نوم ايښئ دئ ؟
حضرت علي ورته وفرمايل چي ستا بې مشورې
خو موږ دا د ځان حق نه بلئ چي پر ده باندي نوم کښيږدو ، البته ځما په زړه کښي دا خوښه ده چي د « حرب » په نامه سره
يې مسمی کړو !
د إسلا پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم) ورته وفرمايل چي زه بيا د الله (جل جلاله) بې اذنه نسم کولائ
چي پر ده باندي نوم کښيږدم ، په دې وخت کښي حضرت جبريل (ع) راغلئ او د إسلام و پيغمبر ته يې وويل چي :
اې محمده !
الله پاک پر تا باندي سلام وايي او بيا فرمايي چي حضرت علي نسبت و تاته داسي دئ لکه چي حضرت هارون نسبت و موسی
(ع) ته ؤ ، نو د هارون (ع) ځوۍ « شبر» نوميدئ نو ته هم بايد پر دغه مبارک لمسي باندي او د حضرت علي پر دغه عاليقدره
ځوۍ باندي د شبر نوم کښيږدې !
د إسلام پيغمبر ورته وفرمايل چي ځموږ ژبه خو عربي ده او شبر خو د عبري زبان کلمه
ده !
حضرت جبرئيل ورته وويل چي په عربي کښي د شبر معنی « حسن » ده ، نو په دې سبب يې پر ده مبارک باندي د حسن نوم
کښيښووئ .
د إسلام پيغمبر ( صلی الله عليه وسلم ) د حضرت إمام حسن په ښي غوږ کښي اذان او په چپ غوږ
کښي إقامت وکړ ( البته د نامه تر ايښودلو له مخه ) بيا يې دده مبارک عقيقة په دوو سپينو پسو سره چي ليږ توروالئ
يې هم درلودئ ( چي په عربي کښي أملح ورته ويل کيږي ) وکړه ، او د يوه پسه ورون يې دده مبارک و قابلې ته ورکړ او دده
د سر مبارک د وريښتانو په وزن يې سپين زر خيرات کړل .
حضرت إمام حسن له سينې څخه بيا تر ککرۍ پوري تر ټولو خلګو
د إسلام له پيغمبر سره ډير مشابه ؤ .
شيخ فريد الدين عطار (قدس سره) په خپل کتاب کښي چي د « ګل وهرموز » په
نامه دئ د إمام حسن په شان کښي دا ډول فرمايلي دي ، مثنوي :
إمامي کو امامت را حســـــــن
بود حسن آمد که جمله حسن ظن بود
همه حسن و همه خلق و همه حلم همه لطف و همه جودو همه ع
م
شب از زلف سياهـــش تيره مـانده ز رويش مــاه روشن خيره مانده
لبش قــــ
ائم مقام حـــوض کــــوثر که بودي چــــشمه نـــوش پيـمبر
چـــنان نوشي بزهر الــود کــردن
د دلش خــون و جګر پالوده کردند
ز زهرش چون جګر شد پاره پاره ز غصه ګشت خونين سنګ خا
ه .
همدارنګه يو بل بزرګ د حسنينو په بار کښي داسي فرمايلي دي ، مثنوي :
هست بر أهل
معرفت روشن صفت حضرن حســـين و حسن
آن يـــکي اختريست ـتــابنده وان ديګر
ګــوهريست رخشنده
آن يکي نور ديـــدهء نبوي و ان يکي شمع جان مرتضوي
روي آن صاف تر زلمعهء بدر ګيــسوي اين نمونهء شب قـدر
آن يکي ماه آســم
ان کمال وان دګر سرو بوســـتان جمال .
( کذا في روضة الشهدآء للکاشفي ) .
صاحب د نبراس د نب
اس په ص۵۱۶ کښي فرمايلي دي :
و مِن أعظمِ مناقبه تسليم الخلافة حفظًا للدمآء مع ما کان معه من عساکر کالجبال .
يعني بعضي له ډيرو غټو مناقبو د إمام حسن دادئ چي ده و حضرت معاويه ته په دې وجه خلافت تسليم کړ چي د مسلم
انانو وينه تويه نسي ، سره له دې چي د غرو په ډول فوج او لښکر ورسره وو .
په « صواعق » کښي ذکر سويدي چي دده
مبارک ښځي په امر د يزيد بن معاويه وده مبارک ته زهر ورکړل ، يعني چي د هغو زهرو په وجه دَی مبارک په شهادت و
سيدئ .
نور بيا ...