د و لسواکۍ په هکله . . . .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2284
ميرزاعلم حميدي - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-03-03

غورچاڼ او ژباړه  : مېرزاعلم حميدي - هالنډ

د  و لسواکۍ  په  هکله

 

څرنګه چې د ولسواکۍ خبره رامنځ ته شوه بده به نه وي چې په دې هکله هم لنډې خبرې وشي . انسانانو د ښه ژوند د برابرولو لپاره د ژوند له پيل څخه تر دې دمه ډير ټولنيز سيسټمونه تجربه کړي دي .

دغو تجربو دا خبره په ډاګه کړي ده چې يوازینی پايښت لرونکی سيسټم  يا نظام هماغه د ولسواکۍ او د ولسواکۍ له لارې ملي حاکميت دی . د ولسواکۍ کتابي مانا « دخلکو حکومت ، د خلکو له خوا  او په خلکو باندې » خو نن ورځ  په عملي ډګر کې  دولسواکۍ مانا ډیره پراخه او پيچلي  شوي ده؛ په تېره خو په سياسي، اقتصادي، ټولنيز او فرهنګي ډګر کې. دا ځګه چې د بشري تمدن له پرمختګ سره سم د ولسواکۍ سیسټم هم پرمختيا او پراختيا مومي او بشپړېږي . په ځانګړي توګه سياسي ملي دموکراتيک ګوندونه او ډول، ډول نړيوال غورځنګونه د بشري حقونو د پېژندنې، د ولسواکۍ د بډايۍ او د ټولنيز عدالت د ټېنګښت او بشپړتيا په لاره کې ډيرې سترې او بې ساري دندې تر سره کوي .

موږ په دې خبره ټېنګار نه شو کولای چې په ولسواکۍ کې به نيمګړتياوې نه وي خو دا خبره په پوره زړورتيا او ټېنګار سره کولای شو چې د ټولو سياسي، اقتصادي، فرهنګي او ټولنيزو سيسټمونو په پرتله چې تر اوسه بشر تجربه کړي دي د ولسواکۍ نظام او د ولسواکۍ له لارې ټېنګ ملي حاکمیت تر ټولو غوره، عادلانه او د ژوند له پايښت څخه برخمن دی .

 د ولسواکۍ نظام چې د ازاد بازار په اقتصادي مټ ولاړ او اساسي کار يې وړ مالیه ورکوونکی سیسټم دی . که چیرې دغه سیسټم په وړ او عادلانه توګه برابر او غښتلی شي؛ کیدای شي چې  په  ټولنه کې  د اجتماعي پرمختيا او ټولنيز عدالت ذمه ووهي ؛ داسې چې له بډایانو او شتمنو څخه د ګټې پر اساس عادلانه مترقي مالیه واخیستل شي او د ټولنې د رښتینو اړتیاوو په لاره کې لکه پوهنه، روزنه، روغتيا، د بیکارۍ بیمه،د هستوګنې او نورو ډول، ډول ټولنیزو بیمو په لاره کې ولګول شي د ولسواکۍ بنسټیز اصل به پر ځای شي .

 هر ملي حاکمیت چې د ولسواکۍ پر بنسټ پیل شوی وي د دموکراتیکو ازادیو لکه ازاد مطبوعات، سیاسي او ټولنیز ګوندونه، د وینا ازادي، د سوله ییزو ټولنو، لاریونونو او کاربندېزونوله لارې د خلکو تر سختې ساتنې او څارنې لاندې وي . ماليه ورکوونکي پخپله، د ا ولسې جرګې  اود نورو ازادو امکاناتو له لارې د خپلې ورکړي ماليې څارنه کوي تر څو له هغه څخه ناوړه ګټه وانه خیستل شي .

 دا ځکه ويلی شو چې په دا ډول دموکراتیکه ټولنه کې د مالیې ورکول یوه ملي  او وطنپاله دنده ده . په هره ولسواکه ټولنه کې چې د ملي حاکمیت پر بنسټ  ولاړه  وي  د ټولو لپاره  یو وتلی  او منلی  شعار داسې  دی  چې « لاس دې تړلی او خوله دې پرانیستي . » دا په دې مانا ده چې د ولسواکۍ په نظام کې هر ډول ربړونکي، غوسه ناک، تېري کوونکي  او سپکوونکي کړه وړه اجازه نه لري خو هر ډول وینا او هر رنګه سوله ییزه قانوني کړنه اجازه لري . له دې کبله په ولسواکه ټولنه کې د عقیدې او سیاسي باور بندي نه شته او هېڅ ډول واکمن او ځواک ددې حق نه لري چې د چا په ځانګړي ژوند کې لاس ووهي .

 ځکه چې ولسواکۍ د ډیرې اوږدې تاریخي تجربې شیره ده چې له ډیرو لوړو، ژورو او پیچلو لارو څخه تېره او د پاس یادو شو ښېګڼو او ارزښتونو پر بنسټ یې پایښت موندلی دی او لا پسې غزیږي .

 - ولسواکي په هغه هیوادونو کې ښه ټېنګيدای شي چې د دندې ګرانښت يې تر سراښتوب او ځانګړي ګټې زیات وي .

- ولسواکي هغه مهال رښتیني پړاو ته رسیږي چې د یوه ملت خلک نه یوازې له بدني ځواک څخه کار واخلي بلکې له روحي ځواک څخه هم د خپل هیواد په ګټه کار واخلي .   

- د ولسواکۍ رښتیني ځانګړتیا په ځانګړي ازادۍ کې نه موندل کیږي بلکې د هر وګړي ازادي د نورو وګړو په ازادۍ پورې  تړلي ده .