يو درد او يوه زړه شينې ګيله

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2287
پوهنوال رسول باوري
دخبریدو نیټه : 2005-03-03

پوهنوال رسول باوري - هالنډ

 

دوې درې اونۍ وړاندي  مي د خپل يوه ګران دوست ښاغلي  ( مولانا ) عبدالباري دينار خيل صاحب سره د خپل منځي مجلس د دود په ډول پر دو درو کتابونو او د هغو پر ښاغلو ليکوالو خبري کولې ، چي  يو لنډ بحث  مو د هيواد نامتو ليکوال ښاغلي محمد ولي ځلمي  پر هغه کتاب هم وکې چي په هغه کي يې د زيارتونو پيژندنه کړيده ، په هيواد کي د زيارتونو او متبرکه ځايونو په هکله مو خبري زياتي وکړې او په دې لړ کي د خواجه حسن ميوندي  زيارت  هم را ياد سو او  خپل تر منځ  مو د دې زيارت په اړه نوي او زاړه مالومات يو او بل ته سره وويل ، او په دې تکل چي د دې  مبارکو زيارتونو او تاريخي ځايونو  د ساتني او پالني لپاره به د خپرونو يوه داسي لړۍ پيل کړو چي د هيواد واکمن  د دې وياړنو د ساتني مسوليت ته متوجه او په دې برخه کي  اړين ګامونه واخلي .

له بده مرغه موږ لا خپل دا تکل  نه دۍ پلۍ کړي چي د يوه زړه بږنيونکي خبر په لوستلو هک حيران  سوم  او د دې حيرانتيا سره سم هم د يويخوا  درد من سوم او له بلي خوا مي  يوه  خواشيني ګيله په ذهن کي داسي را تاو سوه ها د چا خبره چي له سږمو مي دود ولاړسو .   

د خواجه حسن ميوندي د زيارت څخه د دريو تاريخي دروازو د ورکيدلو او ترېتم کيدلو خبر مي  په بينوا ويب پاڼه کي ولوست ډير غمجن سوم ، داسي   ويرجن سوم لکه هر افغان کلتور پال او هيواد پال  چي د داسي خبر په اوريدلو او لوستلو خوابدۍ کيږي . خبر مي  څو واري  ولوست او داسي راته بريښيده لکه زه چي داخبر په دقت او پاملرني نه لولم بيا بيا مي ولوست خو هم هاغه خبروو چي لومړۍ مي و لوست ، په پای کي  وپوهيدم چي هوزموږ د هيواد د تاريخ  په منځنيو پيړيو کي  د نامتو او وياړلي سياست وال مرحوم خواجه حسن ميوندي ( رح ) د زيارت دروازو ته هم  هغه ناولي  او کرغيړن لاسونه  ورسيدل چي لا پخوا يې زموږ د هيواد لرغونو او تاريخي شتمنيو او وياړنو د لوټولو او ورانولو چاري تر سره کړي وې  او لا نور هم په دې ناروا بوخت دي .

 

زما باور دادی چي په دې خبر او دې ته ورته نورو خبرونو په اوريدلوبه ټول هغه هيوادوال زړه شيني کيږي چي د خپل هيواد او خپل  هيواد دوياړنو سره مينه لري . د دې ډول خبرونو د اوريدلو درد او دريغ له دې اړخه زيات دی چي د هيواد په واکمنه اداره  کي د اطلاعاتو او کلتور  وزارت شته چي  يوه بنسټيزه دنده يې په هيواد کي د لرغونو ،تاريخي ، کلتوري  او متبرکه ځايونو ساتنه ، پالنه او پراختيا ده ، خو داسي بريښي چي د دې وزارت  لوړ پوړي چارواکي د پښتو څخه نورو ژبو ته د لوحو او سر ليکونو د اړولو په کار دومره بوخت دي چي خپل بنسټيزه دنده يې هيره کړيده . او په دې ډول يې هغو کرغيړن  لاسونو ته   د ملګرتوب تر بريده  زمينه برابره کړې ،چي د هيواد وياړني بهر ته په زړه بږ نيونکي ډول  وړي  .

 د هيوادوالو هيله داده چي دافغانستان  اسلامي دولت ښاغلی  مشر د خپلي کابينې يو شمير هغه غړي  چي خپل واک د ملي ګټو لپاره نه کاروي  ، هغوی خپلو بنسټيزو دندو ته ور وګرځوي چي له يوې خوا به يې د بې ګټو او پارونکو  کړو وړو مخه نيول شوې وې او له بلي خوا به يې د ملي روحيې پر بنسټ خپلو دندو د تر سره کولو لپاره ورسره  توان و کارول سي .

 

زړه شيني ګيله مي د خپلو خلکو او اولسونو څخه ده . زموږ دميړني اولس او زموږ د هيواد خلکو يوه ستره مميزه خو دا ده چي  په پوره ميړانه او سپيڅلتوب خپله حجره او هديره ساتي ، او هيڅکله د خپل وياړ او سرلوړۍ نښه ورکيدو او ورانيدو ته نه پريږدي . او په ځانګړي توګه دا ګيله د زړور سياستوال  سلا کار وزيرښاغلي ګل اغا شير زي او فرهنګي شخصيت ښاغلي عبدالمجيد بابي څخه کيږي   چي دا غيرتي او ميړني خلک ولي په خپل اولسي توان د هغو ناوړو کسانو مخه نه نيسي چي زموږ  د غيرتي نيکه ګانو هديره او  زيارت ورانوي ، زموږ وياړ په بهرنيانو پلوري اود هيواد تاريخي او کلتوري شتمني په قاچاق وړي . تاسو  کولای سئ چي په خپل غښتلي غبرګون سره  داډول ناوړه لاسونه  لنډ کړئ . که غل وي مخه يې ونيسي او که ځواکمن او چار واکۍ وي رسوا  او ذليل يې کړئ .

په درنښت