دخوشالۍ هنګا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2288
محمود نظري
دخبریدو نیټه : 2005-03-03

دخوشالۍ هنګا

وايي يو ستړی ستومانه او ﻻلهانده پرديس چې لکه سودا يې خپلې ګوتې شميرلې د ستومانه خره پسی چې په خولو کې لوند خېښت او لکه دی سا يې په اوږو شړله روان وو.

 په لاری کې  يو ځوان ترې وپوښتل:

 څه دی بار کړی دی ؟ 

 پرديس ورته وويل:                                       

 يوې خوا ته سره زر او بلي خوا ته ډبری دي!

 ځوان ورته وويل:

 که زما منې ډبری وغورځوه سره زر د خورجين دواړو خواوته واچوه خر او ته به دواړه سپک او هوسا شی.

 پرديس هم ژر ژر  ډبری وغورځولې د خورجين دواړو خواته يې سره زر واچوله. له ده نه يې ډير خره ته خوند ورکړ او د خوشالۍ يوه لوړه هنګا يۍ وکړه

 خر يې سپک او دی هم پر خره سپور شو. په لاره کي چورت ورولويد چې هغه ځوان چې دومره پوهيږی نو هغه به څومره سره زر لری!

شا ته يې وکتل هغه ته يې نارې کړل:

هو ځوانه! ته څومره سره زر لری؟

 هغه سر وښوراوه او ويې ويل:

 زه سره زر نه لرم!

 ده ور نارې کړه چې سره زر نه لری نو ولاکه په هيڅ پوهيږې!

 په ډيره غوسه له خره تا شو بيرته يې سره زر د خورجين يوې خوا ته او ډبری يې بلی خوا ته واچولي،  د ګوتو په شميرلو شو او د خره پسې شو.

 په بل کلي کي يو سپين ږيری ترې وپوښتل:

 څه دی بار کړی دی سرګردانه پرديسه!

 پرديس ورته وويل:

 يوې خواته سره زر او بلي خوا ته ډبری دي!

 سپين ږيری ورته وويل:

 که زما منې زر وغورځوه!

 پرديس هم  ژر ژر سره زر وغورځوله  له خوښۍ يې خر په کته کې نه ځايده نو د خوشالۍ يې يوه لوړه هنګا وکړه  اوپه ډګاډګ شو.

  دپرديس په زړه کي بيا سودا شوه چې دا بابا به بيا څومره سره زر لري!

 نو سړي ته يې له ليری نه ناری کړه:

 هو بابا! ته څومره سره زر لری؟

 هغه ورته نارې کړه:

 زه هيڅ سره زر نه لرم!

 پرديس ور نارې کړه:         

چې سره زر نه لری نوته هم ولاکه په څه پوهيږی ؟

 او بيرته په نهيلۍسره يې خپل زر راټول د خورجين يوی خوا ته يې زراو بلي خوا ته يې ډبری واچولې او روان شو

 په بل کلي کې يوپوخ جهان ديده سړی ترې وپوښتل:

څه دی بار کړی دي؟

ده ورته وويل:

سره زر يوې خوا ته او ډبري بلی خوا ته!

 هغه ورته وويل:

 سره زر لاندی کړه او پر سر يې ډبري ورواچوه.

پرديس هم ژر خورجين خالی کړ سره زر يې ﻻندی کړه او پر سر يې ډبري واچولی او روان شو

خو بيايې سودا شوه چې دا پوه سړی به څومره سره زر لری نو يې مخ ور وګرځوی او ورته يې وويل:

هو پوه سړيه! ته به څومره سره زر لری؟

 هغه ورته وويل:

 زه سره زر نه لرم!

  پرديس ور نارې کړه:

 چې سره زر نه لری نوته هم ولاکه په څه پوهيږی ؟

 د ځان سره  يې  په غوم غوم وويل :عجبه د نا پوهانو دنيا ده يو ﻻ نه پوهيږی!

 غوښتل يې ډبري وغورځوی خو غله پر راغله دی يې وتړی  خورجين يی وليد په هغه کي ډبري وې هغه يې له خره ايسته کړ او خر يې چې خوشاله بريښيدی کش کړخره پرديس ته وکتل د خوشالۍ يوه هنګا يې وکړه  اوپه ډګاډګ دغلو سره وﻻړ

پرديس د خورجين په ليدو خوشاله شواو له ځان سره يې وويل:

 په بی زرو والاوو کې هم يو يو پوه پيدا کيږی!

ځان يې خلاص او  خورجين يې پر شا کړ او له ځان سره لګيا وو

 هغه پوه وو، هغه پوه وو.....

 چې څو قدمه وﻻړ ستړی شو او خولې پرې راماتی شوی ورو يې له ځانه سره وويل:

 هغه ځوان څه ويل! په چورت کې شو

 هو هغه ويل ډبري وغورځوه نو ډبرو غورځول يې پيل کړه او د هري ډبري سره يی ويل: هغه ويل ډبري وغورځوه، هغه ويل ډبري وغورځوه...

ډبري خلاصي  شوی او ﻻس يې د سرو زرو په خښته ولګيد لکه برق چې نيولۍ وی وريږديدی     

د خره د خوښۍ هنګا يې تر غوږ شوه شاوخوا يې وکتل او د ده له خولې هم يوه د نهېلۍ سانده ووته:

  يا قربان! کاشکي راسره  خر وای چې وړي يې دا سره زر وای، وای وای!!!! 

  له ځان سره يې پوس پوسي وو:

  هغه بابا څه ويل په چورت کې وو ناببره يې نارې کړه:

 هغه ويل زر مه غورځوه خو له شرمه خولې پر راماتی شوی

  مخی ته د غځيدلی دښتی په ليدو د لوږی، ستړيا، بی خوبی او ﻻلهاندی ته په پام سره لږ  شکی شواو په خوابدۍ يې نارې کړه:

 هغه ويل زر وغورځوه !

(په پخوا کې پانګوالو خپله پانګه پر بوداګانو وړه خو اوس يې  په جيبو کې وړی. څه بد حال به يې وی!!!؟(.