په 614هلمندي کورنيو مرستي وويشل شوي دا لړۍ روانه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22889
جلالزی - خالد هادي
دخبریدو نیټه : 2016-01-25

د بينواويپ پاڼي مسولينو دکاب� �  په قمبر څلور لاري کى پرهغو ١٥٠هلمندي کورنيو نغدي مرستي وويشلي چى په دي ورستيو کي د هلمند له ګرشک، نادعلي،سنګين او يو شمير نورو سيمو د جنګ جګړو او فقر له کبله را کډي شوي دي. دغه مرستي په بهر کي د يو شمير افغانانو له خوا بينوا ويب پاڼي ته رسيدلي وي چي دغه لړۍ لا هم روانه ده.د يادوني وړ ده چي د دغو مرستو زياته ب� �خه له ناروي څخه نذير محمد منګل او په کابل کي ملي سوداګر اودافغان يونايتد بانک مشر حاجي محمد له خوا برابري شوي وي. د بينوا ويب پاڼه هڅه کوي چي د مرستو د را جلبولو او انسجام پروسه چټکه او هغو اړينو کورنيو ته يي و� �سوي چي د کابل په سړه هوا کي تر پري پري خيمو لاندي د مرګ شيبي شميري. د بينوا ويب پاڼي مسولين به صبا د چهار� �نبي په ورڅ هم په ٣٥٠کورنيوهغه مرستي وويشي چي  له بهر څخه د بااحساسه پښتنو له خوا برابري شوي او د بينوا اداري ته را رسيدلي دي.

======================

د بینواویب پاڼي ادارې مسولینو نن په نژدو 200 کورنیو نغدې م� �ستې وویشلي. دغه مرستې د یو شمیر بااحساسه بهر میشته پښتنو له خوا وروسته تر هغه د بینوا ویب پاڼي ادارې ته را رسیدلي وې چې بینواویب پاڼي د لومړي ځل لپاره د هلمند ولایت د دغو  بي وزلو بي ځایه شویو او دردیدلو کورنیو غږ � �ا پورته کړ . دغه مرستې په هغو اړمنو کورنیو وویشل شوي چې په کامله دربدرۍ کې ژوند کوي او تر بل هر چا زیاتو م� �ستو ته اړتیا لري . دبینوا ویب پاڼي مسولینو دغه مرستې په خپل لاس کورنیو ته ورکړي او له زیاتو شمیرو  کډوالو سره یې له نژدې خبري وکړي او د هغوې د حال جاج یې واخیست . په ورته وخت کې دغو کسانو چې پکې بوډۍ میرمني، ناروغ ما� �ومان، معیوبین، تنکي ځوانان، عاجزې پیغلي او جنگ ځپل نارینه شامل ول له ټولو هغو افغانانو مننه وکړه چې دغه م� �ستي یي دوي ته را لیږلي دي . د هلمند ولایت دغو بې وزلو کورنیو په وار سره ټولو مرسته کونکو ته دعا وکړه او د� �وی خدای له دربار څخه یې غوښنه وکړه چې په خپل دربار کې د هري  روپۍ په بدل کې لک روپۍ ورکړي.

===============================

د کابل په قمبر څلور لاري کې له میشتو هلمندي کورنیو سره د بینوا ویب پاڼي په همکا� �ۍ د یو شمیر با احساسه پښتنو وروڼو مرستي وویشتل شوي. دغه مرستې ۲۳۷ کورنیو ته چې د هلمند له ګرشک،ناوه،نادعلي او د کندهار له ژیړۍ ولسوالۍ څخه دغلته را کډه شوي توزیع شوي. د بینوا ویب پاڼي مسولینو د دغو کورنیو حال له نژدې وڅارل او  د اړتیا سره سم یې ورته نغدي مرستې وویشلي. د یادوني وړ ده چې د بینوا ویب پاڼي په نوښت له دغو اړمنو پښتنو کورنیو سره د مرستې لړۍ څه باندې شل ورځي دمخه پیل شوي او لا هم زمونږ د بهر میشتو افغانانو وروڼو په مرسته او همکارۍ روانه ده. هغه کورنۍ چې ورسره دغه مرستي وشوې د لوی خدای له دربار څخه یې ټولو مرسته کونکو ته د ښه صحت،بریالي توب او سر لوړي غوښتنه وکړه. له دې سره د هغو کورنیو شمیره چې ورسره مرستي شوي څه کم ۶۰۰ کو� �نیو ته رسیږي. د بینوا ویب پاڼي اداره هڅه کوي چې دغو بي وزلو، ناروغانو او کوچنیو مظلومو ماشومانو او د هغوي کورنیو ته نوري مرستي هم را ټولي  او  تر زیاته بریده د هغوي ژوند پرې وژغوري. په ورته وخت کې د بینوا ویب پاڼي مسولینو هر یوه خالد هادي حیدري او میرویس جلالزي د مرستو د ویش پر مهال یو ډاکټر هم هغو خیمو ته وروست چې پکې یو شمیر ناروغ ماشومان، ښځي او  د زیات عمر لرونکي سړي پراته ول. دغه ډاکټر د ناروغانو نومونه لیست کړل او ژم نه یې وکړه چې ورته به د معایني او دارو درملو په برخه کې لازم اقدامات وکړي.

===============================

له � �ندن څخه یوه با احساسه پښتانه ورور عبدالناصر ریشااود هغه ملګرو د کابل په قمبر څلورلاري کې له میشتو هلم ندي کډوالو سره نغدي مرسته وکړه. دغه  کډوال له څو میاشتو را پدې خوا د کابل په قمبر څلورلاري کې  د پرې پرې خیم و لاندي په سړه هوا کې  په اوږي نس د فقر او در بدرۍ ورځي شپې تیروي.دغه مرستې په ۱۴ کورنیو چې د ټولو کورنیو د غړو ټولیز شمیر ۸۰ تنو ته رسیده وویشل شوي.هر هغه خوار ماشوم او هرې هغي پښتني
بي وزلي مور په خپل وار سره ښاغلي عبدالناصر ته د دعا لاس پورته کړ او هغه ته یې د لوي خدای له دربار څخه د آرامه، له خوښیو ډک او بختور ژوند غوښتنه وکړه. بی بی زره چې د هلمند د سنګین ولسوالۍ اوسیدونکي ده، او ځوان زوی یې د ایتلافي ځواکونو په ړنده بم بارۍ کې شهید شوی، یوه له هغو کسانو ده چې ورته د عبدالناصر مرسته ورکړل شوي ده.
هغې عبدالناصر ته دعا وکړه  او د بینوا ویب پاڼي همکار ته یې وویل چې هیڅ کله به هم د عبدالناصر  مرسته هیره نه کړي.

===============================

په دغه پنډغالي کې چی ټول ټال 770 کورنۍ د خپل ژوندانه تر ټولو سختي شپې صبا کوي او د کابل د ساړه ژمي د یخنۍ له لاسه یې هره ورځ ژوند د مرگ له گواښ سره مخامخ دی ٠بینواویب پاڼه هڅه کوي چې په بهر  کې د بااحساسه افغانانو دمرستو  دغه روانه لړۍ نوره هم روانه وساتي تر څو د ژمي په ځپونکي موسم کې د دوي لپاره د ژوندانه لومړنۍ اسانتیاوي برابري کړي او د هغوې ژوند له قطعي مرگ څخه وژغوري .
بینوا ویب پاڼه د دغو کډوالو په استازي توب له ټولو بهر میشتو افغانانو څخه چې تراوسه یې مرستي کړي او یا یې کوي د زړه له کومي مننه کوي او د دې نه هیردونکي احساس ستاینه یې کوي او پر ټولو افغانانو یو ځل بیا ږغ کوي چې په خپلو سیمو کې د دغوکډوالو لپاره هر راز مادي او معنوي مرستې را ټولي کړي او تر دغو اړمنو کسانو پوري له ه� �ی لاري چې وي را ورسوي .
بهر میشته افغانان کولای شې چې خپلي نغدي مرستي په لاندنۍ پته را ولیږي .

که چیري تاسي خپلي مرستي رالیږل غواړی او یا په دې هکله معلومات مو په کار وي زموږ سره پر دې پته  اړیکي ټنګولای � �ی :

 AFG Phone # +93  700  043967
AFG Phone # +93  707   414549
AFG Phone # +93  786   909000

دبهرڅخه د مرستو رالیږولو لپاره لاندي پته وکاروي

Bank Name : Afghan United Bank
address :       AUB Building Zarghona Maidan, Shahrenaw, Kabul Afghanistan
Acc No:        200401
Acc Name :   Khalid Hadi
Swift  :          AFGUAFKA