محرم الحرام اودکربلا شهيدان (۱۰) برخه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22942
علامه محمد معين الدين ابوالفضل
دخبریدو نیټه : 2009-01-10

 

د حضرت امام حسين (رضي الله تعا ی عنه) د شهادت بيان :
محترمو مسلمانانو ! د کربلا دشهيدانو  ، خصوصًا د حضرت امام حسين ( رضي الله عنهم ) د شهادت بيان چي په هر مسلمان کښي زړه ټوټه ټوټه کوي او هر عاقل انسان مدهوش ګرځوي  او په عقل حيرانونکي حي انتياکي يې اچوي  ، په مفصل ډول و ډير زيات وخت ته ضرورت لري ، او انشاءالله که له ما سره  الهي توفيق په وروسته کښي ملګيري وکړه نو ددې حالاتو او واقعاتو بيان به له « من » څخه تر « الی » ، ټکي په ټکي وکړم ، او دا نګه به د يزيديانو بې شرمه اقدامات او د يزيديانو ټول متمردين به نام په نام سره ددوۍ له خبآئثو بيان کړم  .

خو په دې سلسله کښي چي اوس موږ راروانه کړېده د الأهم فالأهم ذکر او بيان په مختصر ډول درته کوم  .
م حترمو ! د حضرت امام حسين ( رضي الله عنه) او دده د خاندان او دده د ملګرو چي کله له يزيد سره مقابله شروع سوه او جنګ پيل سو نو په جريان کښ د جنګ اخير حال ودغي اندازې ته راورسيدئ چي  د حضرت علي «اصغر» په شمول ۷۲ نفره  د حضرت امام حسين (رض) له خاندان او ملګرو څخه په شهادت ورسيدل  ، او يوازي حضرت امام حسين ،  امام زين ا عابدين  او دده مبارک د أهل بيت ښځي پاته سولې  .

حضرت امام حسين په دغه حالت کښي له خپله مبارکه زړه څخه ( چي له سوز او درده څخه ډک ؤ) يوه  « آه » تر خوله راوايستله او ددې توان په ده مبارک کښي ختم سو چي له ژړا څخه خپل ځان په قابو کښي راولي ، لکه چي يوه شاعر ددغه  حالت انعکاس په دغو بيتو کښي کړئ دئ  :

اې دريغــــا ! ديدهء انصاف ګر بينـــا بودي          سبط پيغمبر (ص) چرا در کربلا تنها بودي
بـــر غــــريبيي حســــــين درد او بــګريستي           حضرت ختم النبيين ګر دران صحرا بودي
کئ توانستي کشيدن تيغ در رويش کسي           ګر علي مرتضی  با ذوالفقــــار آن  جا بودي
فاطمه از حسرت و اندوه آن لـــب تشــنګان          جامه بر تن چاک کردي ګر دران غوغا بودي
ګر حسن بودي دران صحراي پر کَرب و بلا          از غم و سوزي برادر واله و شــــــيدا بودي  .

راويانو ذکر کړيدي چي حضرت امام زين العابدين چي کله د خپل کور مېنه له جنګياليو څخه خالي وليدله  او يوازي له خپل ځان او له حضرت امام حسين څخه يې بل څوک په نظر کي ورنغئ ، نو سره له دې چي دَی مبارک ډير بيمار هم ؤ له خيمې څخه دباندي راووتئ  او له ناجوړۍ څخه يې ټول مبارک بدن ريږديدئ او د يزيديانو « مردودينو» پر طرف د جنګ و ميدان ته روان سو ، دده مبارک پلار حضرت امام حسين چي ک ه پر ده باندي سترګي ولګيدلې چي د جنګ و ميدان ته روان دئ  ، نو په ډير تلوار د شا له خوا پسي ورغلئ  او ږغ يې پر وکړ چي ا ې بچيه ! بيرته راوګرځه ؛ ځکه چي دا يو ته راپاته يې او ستا په سبب به ځما نسل باقي پاته کيږي او ته به د أهل بيت د ټولو امامانو پلار يې او تا زه د خپل ځان وصي ګرځوم او دغه ښځي ټولي به ستا په سايه کښي ساتلي کيږي ، او هغه مخفي علمونه چي تنها او يوازي د أهل بيتو الله (جل جلاله) نصيب کړيدي هغه به هم وتاته په ميراث پاتيږ ي  .

وروسته  يې حضرت امام زين العابدين بيرته و خيمې ته راوستئ او په تقوی او په طلب د رضا د الله تعالی سره يې وده ته وصيت وکړ ، او وروسته يې و خپلي مبارکي بي بي « شاربانو» ته وفرمايل چي زما د جنګ اسلحه اکړه ؛ ځکه چي د ټولو ملګريو نوبت تير سو او په شهادت ورسيدل او اوس د يزيديانو مقابله تنها و ماته راپاته سوه ، يو شاعر په دې ارتباط داسي فرمايلي دي :

اينک آمد نوبت من الوداع          الوداع اې عترتِ من ! الوداع   
دمبدم خواهيد چون ابر بهار          ګريه کرد از حسرتِ من الوداع
زود دلهايي شما خواهد شدن          سوز ناک از فرقت ِ من الوداع
 و وسته حضرت امام حسين خپله مصري مبارکه چوپانه  واغوستله او د سرورِ کائنات حضرت محمد ( صلوات الله تعالی عليه ) مبارکه لنګوټه يې پر سر کړه ، او د حضرت سيدالشهدآء حمزه (رضي الله عنه) سِپر او د حضرت علي ( کرم الله وجهه) ذوالفقار يې ورسره واخستئ ، او پر خپل آس باندي ( چي ذوالجنان ورته ويل کيدئ ) سپور سو او د جنګ د ميدان صد يې وکړ  .

کله چي دَی مبارک روان سو ، نو د أهلِ بيت ټولي ښځي د شا له خوا پسي رواني سوې او د چغو او بغارو په حالت کښي يې وده مبارک ته وويل چي اې حسينه ! موږ و چاته پريږدې او و چاته مو سپارې   ؟
حضرت امام حسين ورته وفرمايل چي بيرته وګرځۍ ! تاسي پر الله ( جل مجده) باندي سپارم او الله ( عز وجل) ځما او ستاسي په ټولو م هماتو کښي وکيل او کارساز دئ  ، و کفی بالله وکيلًا .

کله چي امام حسين د جنګ و ميدان ته ورورسيدئ نو و يزيديانو « مردودانو» تې اول وار په خطاب کښي يو څو عربي شعرونه وويل ، چي په فارسي ژبه کښي يې يوه شاعر په فا سي شعرو سره په دې ډول ترجمه کړېده  :

جد مَن خيرالوری فاضل ترينِ انبيآء است          آفتاب ، اوج عزت شمع جمعِ اصفيآء است
منقبتهايي پدر ګر برشمارم دور نيست              در درجِ لافــــــتا و بـــــــدر برجِ هــــــل اتی است
مادرم خيرالنسآء پرزند خاصِ مصطفی         بر کمالِ او کلامِ : بضعة مـــــــني ګــــ واه است
وز برادر ګر بپرسي هست شاهداین حسن        آن که سبط مصطفی و نور چشمِ مرتضی است
     هست عمم جعفر طيار که اندر باغ خلد        دائمن پرواز او تا آشيـــــــانِ کــــبريا است
حمزه سَرخيلي شهيدان باشدم عم پدر        اين چنين اصل و نسب در جمله عالم که را است ؟
ای ستمګاران سنګين دل که اخلاق شما         بې وفائي و  نفاق و حيله و جو   و جفا است 
جمله پرزدان و خويشان و عزيزان مرا          قتل کرديد اين چه آئين است و اين طغيان که را است ؟
وين زمان بهر هلاک مَن کمر بر بسته ايد         کشتن من در کدامين مذهب و ملت روا است  ؟
  تشنه لب رفتند ياران من از پی روم                    در قيـــــامت حـــــضرت حق حاکم ما و شما است .

حاصل دادي  چي دمخه  ترشروع دجنګ او په جريان کښي دجنګ په مختلفو وارو   حضرت امام حسين  ويزيديانوته له فصاحت او بلاغت څخه ډکي  دوعظ او نصيحت ويناوي وکړې ،مګرخوددوۍ بدبختانو، ماده فرستانو اودين فروشانو په زړو کښي یې هيڅ اثرونکړ    .

« نورالائمة »  له امام جاروالله څخه روايت کړئ دئ  چي کله حضرت امام حسين قصد دجنګ او د حملې پر يزيديانو مردودانو باندي وکړ ناڅاپه يو قسم ګرد او غبار پيدا سو چي په نتيجه کښي يې داسي حالت رامنځته سو چي يوه سړي بل سړئ نسوائ ليدلائ ، له دغه حالت سره پيوسته يو هيبتناک شخص ښکاره سو چي پر يوه مَرکَب باندي ناست ؤ او په دغو الفاظو سره يې پر حضرت حسين باندي سلام ووايه :

السلام عليکَ و علی جدکَ و علی ابيک و علی أمِّکَ  !
امام حسين ورته وفرمايل چي ته څوک يې ؟

ده ورته وويل چي اې د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) بچيه ! زه د پيرانانو سردار يم ، اجازه راکړه چي خپل فوج پر دغو مردودانو باندي په  حمله  کولو سره امر کړم   ، بيت  :
دوستان را شاد ګردانم بتوفيق خدائ         وين سِتمګاران سرکښ را در اندازم ز پائ

دغه رئيس د پيرانانو « زعفر » نوميدئ ، حضرت حسين اجازه ورنکړه او ورته وې ويل :

جزاک اللهُ خيرًا يا زعفر ! 
لنډه دا چي په يواځي سر امام حسين ډير کرته له يزيديانو سره وجنګيدئ او بيا به يو ځل و خپل أهل بيت ته ورغلئ ، اخير  يوه ظالم دَی م بارک پر تندي مبارک باندي په غشي ووشتئ ، ده مبارک غشی له تندي څخه راکش کړ او وينه بې پر سر او مخ باندي موښله او داسي بې ويل چي و حضرت محمد رسول الله (صلی الله عليه وسلم) ته به په دغه حال کښي ورځم .
دده مبارک  مخ د يزيديانوپه نيزو ، غشو او تيغ ۷۲ ځايه زخمي   سو  ، بيت :
سهل ُ کاري نيست خون آلِ أحمد(ص) يختن        خاک غم بر فرق پرزند محمد( ص) بيختن

   اخير امام حسين د ډيرو زخمو او د بدن د سختي کمزورۍ په وجه پر ځمکه باندي وغورځيدئ ، ټوله مځکه په لړزه کښي راغله او د اسمانو له طرفه څخه چغي او بغاري راپورته سولې ، په دغه حال کښي دوه نامردان چي تيغ او برچه يې په لاس کښي وه او هر يوه ددې کوښښ کاوه چي د حضرت امام حسين (رضي الله عنه) سر مبارک پري کړي چي ددې په بدل کښي بيا د « عبيد الله بن زياد» او د يزيد « عليه اللعنة » له طرفه شاباسی ، بخششي او انعام وګټي .
په دغو دوو نفرو کي يو « سنان بن أنس » او بل « شمر بن ذي ا جوشن » نوميدئ ، خو په دوۍ کښي شمر «ملعون» تر سنان مخکي سو او د امام حسين پر سينه باندي کښينستئ ، حضرت حسين (رض) سترګي مبارکي روڼي کړې او وشمر « ملعون » ته يې وکتل او ورته وې ويل چي ته څوک يې ؟

ده ورته وويل چي زه شمر بن ذي الجوشن  يم !
امام حسين ورته وفرمايل چي ته خپل مخ راته لوڅ کړه !  شمر چي مخ ورته لوڅ کړ غاښونه يې د خنزير په ډول له خولې څخه راوتلي وه ، امام حسين ورته وفرمايل چي دا يوه نښانه خو صحيح سوه ، بيا يې ورته وويل چي ته دي سينه هم راته لوڅه کړه ! شمر چي سينه لوڅه کړه نو پر سينه باندي يې د برص او پيس يو قسم داغ ؤ ، امام حسين وفرمايل چي دا نښانه هم صحيح سوه  ، نن شپه ما رسول الله (صلی الله عليه وسلم) په خوب وليدئ  او راته وې ويل چي صبا به   د ماپښين د لمانځه پر ټيم ته له ماسره يو ځائ کيږې ، او قتلونکئ ستا به داسي څوک وي چي ته ورته وګورې غاښونه بې د خنزير وي او پر سينه باندي بې د پيس داغ وي .

بيا يې و شمر «ملعون» ته وويل چي شمره دغه کومه ورځ ده ؟ هغه ورته وويل چي د جمعې او عاشورآء ورځ ده .
 بيا يې ورته وويل چي دا کوم ساعت دئ ؟ شمر ورته وويل چي دا د جمعې د لمانځه د خطبې وخت دئ ، نو امام حسين ورته وفرمايل چي په دغه ساعت کښي خطيبان د مت د نيکه ځما سربيره پر ممبرو باندي خطبې وايي او ځما د نيکه صفتونه کوي او ته له ما سره دا معامله کوې ، اې شمره ! حضرت رسول الله (صلی الله عليه وسلم) خپل مبارک مخ ځما پر سينه او ځيګر باندي ايښئ دئ او ته اوس پر هغه ځائ باندي ځما د قتل لپاره ناست يې او رسول الله زه په دغه حلق مچ کړئ يم او ته اوس غواړې چي ځما هغه حلق راپرې کړې ، او په دغه حال کي زه اوس د حضرت زکريا (ع) روح و خپل راسته طرف ته او د حضرت يحيی (ع) روح و خپل چپه طرف ته وينم ، اې شمره ! دوني قدر ماپريږده چي پر لمانځه باندي کښينم بيا چي څه دي زړه غواړي هغه وکړه .

بيا شمر (ملعون ) و څخه ليري سو او حضرت امام حسين په لمانځه شروع وکړه ، کله چي امام حسين پر سجده باندي سو نو شمر ( ملعون )  دده مبارک سر ورپرې کړ  .
په دې وخت کښي په هوا کښي پرشته ګانو او د کربلا په ټولو طرفو کښي جنيانو چغاري او بغاري شروع کړې ، مځکه د الهي غضب په وجه په حرکت کښي راغله ، د هوا په مرغانو کښي چغي ګډي سوې ، ماهيانو له د يابو څخه ځانونه راوايستل او پر مځکه باندي تپيدل ، په دريابو کښي غټي څاپو ګاني او موجونه پيدا سول ، له غرو څخه د غم او درد اوازونه اوريدل کيدل ، چي يوه شاعر دغه ټول په دې ډول تعبير کړيدي  :

اندرين غم نه هم ين ارض و سما بــګريستند       که أهل عالم  از  ثريا  تا ثری بګريستند
آفتاب و ماه و عرش و کرسي و لوح و قلم        درغم شاه شهــــــيد کــــربلا بګريستند 
در هوايـــي ن لب مــــــــحروم از آب فــــــرات        ماه اندر آب و مرغان در هوا بګريستند
او لياء ګشتند بهر مرتـــضی زاري کنان         انبـــــياء بر اتفاق مصـطفی بګريستند
در قصور جنت الفردوس حـــوران سـر بسر         از برايي خاطر خيرالنـــــسآء بګريستند  .

يو سړئ له هغو مردودانو څخه چي د حضرت امام حسين سر يې و شام ته وړئ ( چي ټول پنځوس نفره وه ) قصه کوي چي موږ به په دې سفر کښي د امام حسين سر په منځ کښي کښيښووئ او او بيا به دغو ملګرو ځما شراب چښل ، زه به يو څه ګوښه کښينستم او پټ به مي پر دغه خپل شقاوت او بدبختي باندي ژړل  ، يوه شپه دغه ځما ملعون او مردود ملګري د شرابو له چښلو څخه وروسته بيده سول او زه نسوم بيده ، ناڅاپه مي اواز او ژړا واوريدله او هيڅ سړئ مي نه ليدئ چي اسمان ته مي وکتل يوه دروازه د اسمان خلاصه سوه او يوه نوراني خيمه راکښته سوه ، د امام حسين دسر پر برابر په هوا کښي ود يدله او درې نفره راکښته سول او د امام حسين د سر زيارت يې وکړ  ، يو سړئ چئ شنه کالي يې اغوستي وو او سپينه نګوټه يې پر سر وه ځما وسر ته ولاړ ؤ ، ما له هغه څخه پوښتنه وکړه چي دا څوک دي ؟

ده راته وويل چي دايو جب ئيل او بل ميکائيل او دريم اسرافيل ( عليهم السلام) دئ  .
بيا جبريل (ع) و دغي خيمې ته ورغلئ او وې ويل چي : يا صفي الله ! راکښته سه  !
نو حضرت آدم ، حرت شيث او حضرت ادريس (عليهم السلام) راکښته سول او د امام حسين دسر زيارت يې وکړ  ، بيا جبريل (ع) و خيمې ته ورغلئ او وې ويل چي : يا نجي الله ! راکښته سه !

نو حضرت نوح او سام بن نوح راکښته سول او د حضرت حسين د سر مبارک زيارت يې وکړ  ، بيا جبرئيل وويل چي : يا خليل الله ! راکښته سه !
نو حضرت ابراهيم ، اسماعيل او اسحق  (عليهم السلام ) راکښته سول ، بيا يې وويل چي : يا کليم الله ! اکښته سه !
نو حضرت موسی او هارون (عليهم السلام ) راکښته سول  ، بيا يې وويل چي ياروحَ الله ! راکښته سه
نو حضرت عيسی او شمعون (عليهم السلام ) راکښته سول   ، بيا يې وويل چي يا حبيب الله ! راکښته سه  !

نو حضرت رسول أکرم محمد مصطفی (صلی الله عليه وسلم) سره له صحابه کرامو  ، علي ، حسن ، حمزه او جعفر طيار ( ضي الله عنهم ) راکښته سول او د حضرت امام حسين د سر مبارک زيارت يې وکړ   .
په دې اړه نور بيا ...