غورچاڼ او ژباړه : مېرزاعلم حميدي - هالنډ
سياسي نظام
د افغانستان خلک د ژوند په اوږدو کې په ځانګړي توګه د خپلواکۍ د بیا ګټلو (١٩١٩) م په را وروسته موده کې بریالي نه شول چې خپل سیاسي نظام اوږد پایښته کړي، که چیرې موږ توانیدلي وای چې دغه او دغه ته ورته نظامونه مو لومړی ټینګ کړي او ساتلي وای او بیا مو په ورو ګامونو د ټولنې د هوښیارۍ او زغم پر بنسټ د ړنګولو او له منځه وړلو پر ځای وړ رغاونې او سمونې پکې راوستلي وای او خپل ملي ژوند مو د ملي ګټو پر بنسټ د دغه نظام په چوکاټ کې برابر کړی وای ؛ باور دی چې تر اوسه به مو ډیرې ملي او نړیوالې ستونزې اوارې کړي وای، د پرمختیا، ښه ژوند، ولسواکۍ او ټولنیز عدالت په لوري به مخ په وړاندې روان وای .
خو له بده مرغه دا ډیره د اریانۍ خبره ده چې د خپلواکۍ له بیا ګټلو وروسته په دومره لنډه موده کې تر اوسه په افغانستان کې څو ځلې اساسي قانون،ملي بیرغ او ملي سرود بدل شوی دی . خو د صناعتي پرمختیا او پراختیا له کبله نه یوازې د یادونې وړ بدلون نه دی راغلی بلکې د خپل منځي جنګونو له کبله او په ځانګړي توګه په (۹۰) مه لسیزه کې زموږ ګران هیواد افغانستان په ډیر غمجن ډول په کنډواله بدل شو .
د افغانستان خلکو باید له خپلواکۍ ګټلو وروسته بیرغ چې د ازادۍ بیلګه او سمبول و ساتلی وای او همیشه یې د درناوي سر ورته ټیټولی خو د هغه مهال په اساسي قانون کې یې د وخت له غوښتنو او د ټولنې له هوښیارۍ سره سم په ورو او زغم سره رغاونې او سمونونه راوستلي وای .
په نورو هیوادونوکې حکومتونه ځي او راځي او رژیمونه بد لیږي خو په اساسي قانون، ملي بیرغ او د دولت په عمومي اډانه کې بدلون نه راځي . که چیرې ځنو بدلونونو ته په رښتینې توګه اړتیا پیدا شي ؛ کیدای شي چې له سوله ییز ې اوقانونې لارې تر سره شي .
هر هغه ملت چې ونه توانیږي د خپل ملي ژوندانه د خوندي کولو او پرمختیا لپاره ملي او سیاسي دولت جوړ کړي ؛ د هغه هیواد خلک نه یوازې همیشه د ګډوډۍ او اله ګولو په منګولو کې لاس او پښې وهي او یوه یې نه دوه کیږي بلکې د مدني پرمختیا او پراختیا. د ټولنیز عدالت او ترقۍ په لاره کې لکه څنګه چې ښایي ټېنګ ګامونه نه شي اوچتولی .
دا چې ولې د افغانستان خلکو ونه شوای کړای چې یو سیاسي دموکراتیک او پایښت لرونکی دولتي نظام جوړ او ټېنګ کړي . دا چې ولې یې جوړشوي دولتي نظامونه ؛ نه یوازې ونه ساتل او د هغو د سمون او پراختیا په لاره کې یې هڅې ونه کړې بلکې هغه یې په خپلو لاسونو دړې وړې کړل . دا خبره ډول، ډول کورني او باندني لاملونه لري . هیله ده د نورو موضوعاتو د شننو په لړ کې به ددغو لاملونو په موندلو او شننو هم بریالي شو .
دغه ستر وطنپال هدف یانې د یوه ملي دموکراتیک دولتي نظام جوړول اوس هم د افغانستان د ملي وطنپالو خلکو غوښتنه او ارمان دی، د داسې ملي نظام دجوړولو غو ښتنه تر اوسه هم د ژبو په سر او ورته ډیره زیاته اړتیا ده چې باید د افغانستان خلک دغه کار په عمل کې پلی او ټول ملي وطنپال ځواکونه یې د ټېنګښت او ساتلو په لاره کې ملاتړ وکړي تر څو له دې لارې په افغانستان کې په ډاډمنه توګه ملي یووالی او سرتر سره امنیت ټېنګ او پایښت پیدا کړي .
- ښه حکومتونه او نظامونه د خلکو په زړونو باندې فرمان چلوونکي دي . « ناپلیون »
- زه دا نه وایم چې د ولسواکۍ په نظام کې نیمګړتیاوې نه شته خو ښېګڼه یې دا ده چې دغه نظام خپلې نیمګړتیاوې د ولسواکۍ له مخې سموي ؛ پداسې حال کې چې دیکتاتوري نظام خپلې نیمګړ تیاوې په خپله نه شي اوارولی . « ادم سمیت »