په افغانستان کې د ملي امنیت موضوع ډیره اړینه ده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 2302
ميرزاعلم حميدي - هالنډ
دخبریدو نیټه : 2005-03-06

مېرزا علم حميدي - هالنډغورچاڼ او ژباړه  : مېرزاعلم حميدي - هالنډ

امنيت 

په افغانستان کې همیشه د ملي امنیت موضوع ډیره اړینه وه او ده . له ویلو پرته هم دا خبره ښکاره ده چې په هر هیواد کې له ډاډمن او بشپړ امنیت پرته هیڅ ډول ملي چارې او پرمختګونه په وړ او ګټور ډول نه شي تر سره کیدای دا ځکه ویلی شو چې  دډاډمن ملي امنیت موضوع په ملي دموکراتیک او عادلانه سیاسي نظام پورې تړلې ده چې دواړه اړینې موضوعګانې له یوې بلې سره هر اړخیزې او اړینې اړیکي لري .

 

 ځکه ډاډمن ملي امنیت هغه مهال په یوه هیوادکې ټېنګیدای شي چې د هیواد هر وګړی په پوهیدلي توګه خپلو ملي ګټو ته ارزښت ورکړي او ټول یوه بل ته د خپلوملي ګټودخوندي ساتلو لپاره د مرستې لاسونه سره ورکړي . یوه بله موضوع چې په ملي امنیت پورې اړه لري هغه ټولنیز عدالت دی . هر کله چې په یوه هیواد کې له سیاسي نظره ټولنیز، اقتصادي او فرهنګي توپیر، نا برابري او بې عدالتي موجوده وي ورو، ورو خوابدۍ رامنځ ته کیږي او دغه خواشینۍ د ملي امنیت په وړاندې خنډ او ګډوډۍ رامنځ ته کوي . همدارنګه که یو هیواد د باندني سیاست په لارو چارو کې تېر وځي او دغه تېروتنې ګاونډي هیوادونه او یا باندني ځواکونه د خپل هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنې ته ولمسوي؛ د هیواد کورنی امنیت له ستونزو سره مخامخ کیږي . همدارنګه اقتصادي لوږه او فرهنګي غریبي هم د امنیت په مخ کې یو بل خنډ دی .

 

له دې کبله د ډاډمن ملي امنیت موضوع څو اړخیزه، ستونزمنه او پیچلي ده چې په سیاسي هوښیارۍ او د هر هیواد د لارښودې مشرتابه ډلې په ژور اند، په سیاسي او ټولنیزه پوهه او د هیواد په پوځي او امنیتي ځواک پورې اړه لري .

 

ددې ټولویادونوپه پام کې نیولوسره کولای شوچې دافغانستان غرنۍ او جغرافیه یې ستونزې هم پرې ور زیاتې کړو . په ټول افغانستان کې سرتر سره امنیت ټېنګول چې په دغه غرني هیواد کې د امنیت ګډوډونکو لپاره پټن ځایونه زښت ډیر دي د زور او امنیتي ځواک له لارې ډیر ستونزمن کار دی . که چیرې کومه مخالفه ډله وغواړي چې په دغه غرني هیواد کې امنیت ګډوډ کړي په تېره خو که د باندنیو له تکیې او ملاتړ څخه هم برخمن وي؛ کولای شي چې امنیتي ستونزې رامنځ ته کړي. دبیلګې په توګه : پلونه والوزي، دتیلفون تارونه پرې کړي، ښوونځي او روغتیایې مرکزونه وسوزوي، ښووونکي او زده کوونکي. د پروژو انجنیران او کارکوونکی و ډاروي او ویې وژني اونور ډول، ډول ړنګوونکي کارونه تر سره کړي .

 

لکه څنګه چې افغانستان د خپل تاریخ په اوږدو کې د دغه ډول ورانوونکو کړو وړو شاهد و چې د ګران هیواد افغانستان د تاریخي وروسته پاتې والي لامل دا هم شمېرلی شو .

لکه څنګه چې وویل شول په افغانستان کې د ملي ډاډمن امنیت ټېنګول ډیره ستره ملي ستونزه ده چې د افغانستان او افغانانو په وړاندې یې سخت سنګر نیولی دی .

د افغانستان خلک بایددخپلوملي ګټو لپاره ټول هغه لاملونه چې بې امنیتي زیږوي دخپلوګډوملي هلو،ځلوپرمټ له منځه یوسي اوداسې لارې چارې وکاروي چې بیا پرمختګ او پراختیا ونه کړای شي  .

 

موږ په پرتلیزه توګه په پنځوسمو او شپیتمو میلادي لسیزو کې د امنیت له نعمت څخه برخمن ووچې له دې امله موځنې پرمختګونه هم په برخه شول خو له بده مرغه ونه توانیدوچې هغه شتمني اوخوندور نعمت وساتو او پراختیا ورکړوچې زموږ د ناپوهۍ،دکورنیو اوباندنیو ناوړه لاملونوله کبله هغه ښکلی اوخوښ پړاود خوب لیدپه څېرله منځه لاړ اودافغانستان خلک بیادبې امنیتۍپه غمجنو منګولو او دلمسونو د اور په لمبو کې راګیر شول چې لا تر اوسه لاس او پښې پکې وهي   .

 

 ملي پوهاوی او پیوستون، ټولنیز عدالت، اقتصادي او فرهنګي پرمختیا او پراختیا، د بشري حقونو او د دموکراتیکو ازادیو ټېنګښت چې د ملي ګټو پر بنسټ ولاړ وي، کولای شي چې په افغانستان کې د پایښت لرونکي ملي روغې جوړې او د ملي سولې بنسټ ټېنګ کړي .