پانګوالي نظامونه او سيكولريزم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23134
عبدالمالک همت
دخبریدو نیټه : 2009-01-19


     تاريخونه وايي چي رسول(ص) د هغه م هال د روم د ټولواکمنۍ د يوې سيمي ( بصرىٰ )  يوه عېسوي والي ته اسلام ته د بلني لپاره د حارث بن عُمَير اَزدي (رض)په لاس ليک واستاوه، خو د روم د قيصر يوه بل عېسوي والي شرحبيل بن عمرو غساني، حارث ونيو او په ډېره بده وضع يې شهيد کړ. لکه چي موږ پوهيږو د سفير يا استازي نيول يا وژل ډېر بد جرم دى چي د جګړې د اعلان سره برابر يا تر دې ا بتر باله سي. له دې امله رسول(ص)  د حارث د قصاص اخيستلو په موخه د دغو کفارو سيمي ته اسلامي پوځ ولېږه چي له دغه مهاله د عېسويانو او مسلمانانو تر منځ د جګړې دروازه پرانيستل سوه.

      د غه مهال د روم ټولواکمن هرقل اعظم د نړۍ د عېسويانو کالخوايي کول او حکومت يې د عربو تر پولو غځېدلى وو.
      په دې توګه د عېسويانو د ستري ټولواکمنۍ د کافرو او ظالمو قصر نشينانو پر ورنو لړزه پرېوته او دې جګړو دونه وسعت وم وند چي پاى د هرقل تر واک لاندي ټوله پراخه ارشو، اسپانيه، سيسلي، روم سمندرګى، د دغه سمندر ټاپوګان، کوچنۍ سيا، ختيزه اروپا، روسيه او نور ځايونه تر اتلسمي عېسوي پېړۍ پوري د اسلام په رڼا روښاني سول. په دغو فتح سوو ځايونو کي تر پنځلسمي عېسوي پېړۍ پوري کوم ځانګړى بدلون ونه ليدل سو. البته څه پولي په موقتي توګه لاندي باندي کېدلې، خو په مجموعي توګه په نخشه کي کوم مستقل بدلون رانه غى. په پنځلسمه عېسوي پېړۍ کي چي عېسويانو اسپانيه بې ته د کفر په تيارو تياره کړه، د هغې پر ځاى څو برابره لويه ارشو په ختيځه اروپا کي د اسلام په نور روښانه سوه. 

      په دې توګه لوېديزه ټولنه تر لږ وزيات زرو کالو پوري د اسلامي نړى په محاصره کي وه. په دې بهير کي لوېديزه ټولنه نه يوازي په سياسي لحاظ، بلکي په اقتصادي، اجتماعي او مذهبي لحاظ هم د اس ام تر فشار لاندي وه.     
      طبيعي ده چي په دغسي حالاتو کي پر غالب او مغلوب دواړو باندي يو د بل اغېزې لويږي. خو دا هم منلې ده چي پر مغلوبو ولسونو باندي د غالب قوم اغېزې نسبتاً ډېري وي. په دې توګه مسلمانانو ډېرڅه له مغلوبو ولسونو څخه خپل کړل، خو متقابلاً په مغلوبو ولسونو کي ډېر تحرکات او تح ولات رامنځ ته سول. د اسلام د مقدس دين ډېرو او په هره برخه کي روښانو او معقولو او منلو حقايقو او د انسان د زادۍ، ښېګڼي او ديني او دنيوي غورو ارزښتونو په عېسوي نړۍ کي درې ډوله عمده تحولات رامنځ ته کړه:١. عېسوي مذهبي لو د خپل تحريف سوي دين نيمګړتياوي درک کړې او د هغو د سمون او اصلاح لپاره يې ډول ډول اقدامات وکړل. ٢. ډېر عېسويان او د نورو اديانو پيروان، چي واکمنان، مذهبي اشخاص، ولسونه او افراد پکښي راځي د اسلام د حقانيت او د تحريف سوي او منسوخ سوي عېسويت او نورو دينونو د عدم حقانيت په درکولو سره د اسلام په مقدس دين مشرف سول، اسلام هره خوا خپور سو او د ډېرو ولسونو له پښو او ذهنونو څخه يې د اسارت او د بنده د بنده ګۍ د پېړيو پېړيو زنځيرونه او زولنې ليري کړې. ٣. خو مادي پالو، شهوت پالو او قدرت پالو واکمنو او شتمنو کوم چي حق او حقيقت هيڅ ارزښت نه ورته لري ، بلکي خپلي ګټي تر هر څه ورته محترمي دي چي څنګه درک کړه چي نور عېسويت په بشپړه توګه د دوى ګټي نه سي خوندي کولاى او د اسلام د رشتياني دين په وړاندي د هغو د ګټو د ساتني جوګه نه دى، او د دې دين سره د مقابلې لپا ه د نوو لارو چارو لټول ورته لازم دي. نو يې د دې وضعي په ليدو او په پرله پسې څېړنه او ارزونه سره داسي شرايط امنځ ته کړه چي نوري لاري چاري رامنځ ته کړي او د خپل استکباري او ښکېلاکي واک د برقرارولو لپاره يې د وسايلو په توګه په کار واچوي.
      له دغه مهاله د باطلو؛ عېسويت، يهوديت او نورو مفکورو ډول ډول ډلي ان په اسلام کي ځيني باطل پالي ډلي رامنځ ته سوې او پرله پسې وده او پرورښت ورته ورکړه سو. دا داسي ډلي دي چي په ماهيت کي د ټولو موخه يوه ده او هغه د دوى د بېلابېلو مادي او تنظيمي ګټو خوندي کول او اساساً د نړيوال استکبار او استعمار په خدمت کولو او حمايه کولو سره د هغه حاکم  ساتل او د دغه استکبار د ګټو خوندي کول او د هغه په وړاندي د مزاحمو ځواکونو ځپل دي.
      د مودو په تېرېدو او د تجربو په لاسته راوړو سره استکباري او استعماري قوتونو د خپلو ګټو او پلويانو د ساتلو او حمايې په موخه نور ډول ډول نظامي، جاسوسي، تبليغاتي، د پرګنو د تحميق او غولوني او ډېر نور قسم قسم سازمانونه هم را منځ ته کړه ان په لطايف الحيل او د ډول ډول د سيسو په لاره اچولو او پلي کولو سره په دې وتوانېدل چي په اسلامي هيوادونو کي د مسلمانو پرګنو د غلي کولواو بيده ساتلو او په هغو کي د سر پورته کوونکو د سر ټکولو لپاره خپل ګوډاګي حکومتونه حاکم کړي.

پانګوالي نظام ونه :
      دغه نظامونه د امريکا ، اروپا او نورو وچو د او سمهالو مادي پالو ، طاغوتي ، استکبا ي او ښکېلاکي نړۍ خورو حاکمه ځواکونو لخوا د دوى د ګټو د ساتلو او لازياتېدو او د دوى د مليارډرکېدو او د نړۍ د بې وزلو پرګنو په هغو کي د اسلامي امت د مادي او معنوي شتمنيو د لوټولو او د دوى د ښکېلاکي ولکو د ټينګېدو او د جګړو د په لاره اچولو او د ملتونو د ځپلو لپاره د تر ټولو ستري وسيلې په توګه د مادي او کفري سياسي فلسفې پر بنسټ تشکيل او ټينګ  سوي دي. دغه نظامونه د اسلامي عالمانو په اتفاق د اسلام د مبارک دين سره په تضاد کي دي، بلکي د اسلام د نفوذ د مخنيوي، د هغه سره دښمنۍ پاللو او د اسلام او اسلامي امت د له منځه وړلو په موخه رامنځ ته سوي او وده ورکړه سوې ده. له دغو پانګه پالو نظامونو څخه نړيوالو ته ډېري نه جبيره کېدونکي بدمرغۍ او ستري بې وزلۍ په برخه سوي دي او همدا اوس هم د دغو نظامونو سردمدارانو پر مسلمانانو او د نړۍ پر نورو بې وزلو ولسونو باندي دغه ډول يا تر دې لا زياتي بدمرغۍ تپلي او رواني ساتلي دي. لنډه دا چي دغه نظام په نړۍ کي د ټولو ناخوالو او مصايبو زڼۍ او مورينه باله سي.
      له تاريخي پلوه دغه نظام د روم له امپراتورۍ څخه ريښه اخيستې ده او د روم پر لرغونې فلسفه اتکا لري. په دې توګه دغه نظامونه خلک د دين او اخلاقي قوانينو سره مقابلې ته بولي او په م ستقيمه او غير مستقيمه توګه د اسرايلو د غاصب رژيم ملانړ کوي.

د سيكولريزم خطر :
      سيكولريزم يو  خطرناك جريان دى  چي د امريكا او لوېديځ پانګوال، مادي پال استکبار او نړۍ  خور استعمار يې د پوځ او ډالرو په زور پر مخ بيايي او ګټه  ځيني او چتوي.

      سيكولريزم او د بې دينۍ د دغه مسلك  پلي كوونكو او د  هغو شعوري او بې شعوره لاسپوڅو اسلامي نړۍ د ستر ګواښ سره مخامخ كړې ده. د دغه وم مذهب اثرات او اغېزي اوس د اسلامي نړۍ په كابو هر كور ، هرښار او هره سيمه، تعليمي، تحصيلي او فرهنګي موسسو ، علمي او مدني اډانو، فكري او اخلاقي ساحو، ادبي او ژبنيو مسايلو، قوانينو او دولتي ادارو، پوځ، پوليسو او م حاكمو،  جنسي مسايلو، طبي اُرشو، اقتصادي او سوداګريزو چارو،  خوښيو، مېلو،  جشنونو، ودونو، مېلم ستياوو لنډه دا  چي د ژوندانه او ټولني په ټولو اړخونو كي په څرګنده او له ورايه ښكاري.
      دغه مذهب د پايلو په اعتبار دونه  خطرناك  دى  چي اوس موږ ته پر هغه باندي له سره غور او څېړنه كول، د هغه له ناوړو عواقبو او تاوانونو څخه خبرېدل او د خپل ټول ځواك په را غونډولو سره د دغه شوم بهير په وړاندي د ېدل زښته زياته اړينه  چاره ګڼل كيږي. موږ به لومړى د سيكولرزم مفهوم او تعريف بيان كړو او بيا به د هغه د م وخو او مقاصدو په اړه څه يادوني ولرو.

د سيكولرزم تعريف :        
      د سيكولريزم ( Secularism ) تعريف يې په انسايكلوپېډيا بريټانيكا كي داسي كړى دى: Indifference to or rejection or exclusion of religion and religious considerations. يعني : سيكولريزم د دين يا ديني تفكر څخه آزادۍ يا د دين د نه منلو  يا د مذهب او مذهبي اندونو له قيده وتلو ته وايي.

      په نيو تهرډ ورلډ ډكشينري كي يې د سيكولريزم د تعريفولو په ترځ كي څرګنده كړې ده چي: د ژوند يا د ژوند د ځانګړو چارو په اړه هغه چلند چي بنسټ يې پر دې خبره ولاړ وي چي په دين يا ديني چارو كي بايد حكومت څه دخل ونه لري. يا د حكومت نظام بايد له ديني چارو څخه قصداً ليري وساتل سي، چي موخه ځني د حكومت خالص لا ديني سياست دى. له آره ( په اصل كي ) دا د اخلاقو يو ټولنيز نظام دى چي بنسټ يې پر دې نقطۀ نظر ولاړ دى چي اوسنى ژوند او ټولنيز يو والى پر داسي كړنه او اخلاقي ارزښتونو ولاړ وي چي دين څه دخل پكښي ونه ل ي.
      په عربي كي سيكولريزم ته ”العلمانية“  وايي او د ”الموسوعة الميسرة في الاديان و ا مذاهب المعاصرة“ په (۳۶۷) مخ كي وايي چي: د سيكولريزم صحيح ژباړه ده : بې ديني يا له دينه پرته دنيوي چارو ته پاملرنه، په دې توګه د سيكولريزم معنا بېله دين څخه د ژوند تر سره كولو ته دعوت او بلنه ده او په سياست كي بې دينه  حكومت ته ويل كيږي.

      په دې توګه د سيكولريزم معنا په پښتو بې ديني ده.   
      حقيقت دادى چي د”انسايكلوپېډيا بريټانيكا “  د مقالې د ليكوال په وينا:  ”سيكولريزم د يوه داسي ټولنيز تحريك نوم دى چي اصل مقصد يې د آخرت له چارو څخه يوازي د دنيا خوا ته د خلكو پام اړول وو. ځكه چي په اروپا كي په منځنيو پېړيو كي خلكو له دنيوي چارو څخه ګوښه توب ته زيات ميلان درلود، له دنيا څخه ګوښه اوسېدل او د خداى او آخرت په فكر كي وه. د دې تمايل په وړاندي د انساني ولولو او تمايلاتو د په كار اچولو لپاره سيكولريزم رامنځته سو. دغه غورځنګ د رنسانس ( بيا رغښت يا نشاة ثانيه ) په پېر كي پر مخ ولاړ او خلكو د انساني او هڅوبيزو ( فرهنګي ) بوختياوو سره او د دنياوي ښكلاوو او خوندونو د تر لاسه كولو سره زياته مينه څرګندول پيل كړل. په دې توګه د سيكولريزم له لوري دغه پرمختيا د نوي تاريخ په ټولو برخو كي د مسيحيت او دين سره د يوه متضاد تحريك په توګه وړاندي تګ وكړ“ . پردې بنسټ  سيكولريزم د ژوندانه په هر ډګر كي په بنسټيزه توګه د مذهب د بشپړ نفي كولو او مخالفت نوم دى.

د سيكولريزم رامنځته كېده او د هغه د رامنځته كولووتلي څېرې :
      د دې خبرو څېړنه اوږده بحث ته اړتيا لري، خو موږ دلته مطلب په لنډ ډول څرګندوو. د ”الم وسوعة الميسرة في الاديان و المذاهب المعاصرة “ په (۳۶۷) مخ كي ليكي : دغه دعوت په اروپا كي رامنځته سو او دپانګوالي ښكېلاك، د عېسوي تبليغ د تحريك او كمونيزم په مرسته د نړۍ په ګوټ ګوټ كي خپور سو. د ۱۷۸۹ع. كال د ف انسې تر ستر اوښتون ( انقلاب ) د مخه او وروسته ډېرو چارو او مسايلو د دې مسلك په ډېر پراخ خپرېدو كي او د هغه د ارو او افكارو په ډېرو غځېدو او غوړېدو كي اغېز درلود.

      لاندي چاري او شخصيتونه د دې تح يك په رامنځته كېدو كي زيات اغېزمن واقع سوي دي:
1.  له دين څخه د بدي ګټـي اوچتولو له امله د مسيحيت د م هبي مشرانو او عالمانو په طواغيتو ، حرفه يي سياستوالو او مستبدينو  اوښتل.
2.  د پوهي پر ضد د كليسا  درېدل، د اندونو او افكارو د څرګندولو په وړاندي د هغې خنډ كېدل او د كليسا لخوا د عقايدو د تفتيش او پلټني لپا ه دمحكمو جوړول او په ”هرطقه“ باندي د عالمانو تورنول. ( هرطقه د نصاراوو په نزد په دين كي بدعت او د دين څخه مخالف نوي رامنځته سوي  دود  او هغه ته منسوبولو ته وايي ). د كليسا او هغې ته د منسوبو كسانو او محكمو لخوا د تاريخ په بېلو بېلو پړاوونو كي د اند، پوهي او پرمختيا ډېر سرلاري په ډول ډول كړاوونو وكړول سول.
3.  ( دع ل او طبيعت ) د مبد أ څرګندېدل: د سيكولريزم پلويان د عقل آزادۍ ته بلنه وركوي او د لوى څښتن صفات  طبيعت ګڼ ي.
4.  د فرانسې اوښتون ( انقلاب ) : د كليسا او نوي غورځنګ د يو له بله جګړو په پايله كي په ۱۷۸۹ع.كال د فرانسې اوښتون وزېږېد. دا په نړۍ كي لومړى بې دينه حكومت وو چي د خلكو په نامه يې واك وچلاوه.
5.  د روڼ اندۍ پېر چي د فرانسې د اوښتون د بنسټونو د ايښوولو لامل سو. په دې پېر كي ژان ژاك روسو په ۱۷۷۸ع.كال د ” ټولنيز تړون“ په نامه كتاب وليكى كوم چي د فرانسې د اوښتون انجيل ګڼل كيږي. مونتسكيو د ”روح القوانين“ په نامه كتاب وليكى. يهودي سپينوزا چي د سيكولريزم استازى ګڼل كيږي، د لاهوت او سياست په هكله رساله وليكل.( لاهوت الوهة او خدايى ته وايي. د لاهوت علم هغه پوهه ده چي د خدايى او خداى پېژندني د اړوندو عقايدو په هكله بحث كوي ). ولټر د ”طبيعي انون“په نامه كتاب وليكى.كانت د ”دين د عقل په حدودوكي“ په نامه كتاب وليكى. وليم ګوډ وين ”د سياسي عدالت“ په نامه كتاب وليكى. په دغه كتاب كي هغه په زغرده سيكولريرزم ته بلنه وركوي.
6.     ميرابو چي د ف انسې د اوښتون تيوريسن، لارښود او فېلسوف ګڼل كيږي.
7.  اړودوړ كوونكو ډلو د باستيل نامتو زندان فتح كړ، په زرګونو بنديان يې خوشي كړل او د ډوډۍ شعار يې وركاوه. خو بيا يې دا شعار د آزادۍ، مساوات او ورورګلوۍ په شعار واوښت. دغه شعار ماسوني شعار دى. ( ماسوني يو پټ يهودي ترهګر تنظيم دى چي موخه يې پر نړۍ باندي د يهودو ولكه ټينګول ده او الحاد، د نارواوو مباح والي او فساد ته بلنه وركوي). دغه راز دغو اړودوړ كوونكو د ارتجاع د راپ زولو شعار هم وركاوه. له ارتجاع څخه مقصد دين وو. د دې شعار تر شا هم د يهودو لاس پټ وو.
8.  د تدريجي تطور او تكامل نظريه :په ۱۸۵۹ع.كال د چارلز رابرټ ډاروين ( ۱۸۰۹ ـ ۱۸۸۲) د دغي مشهوري نظريي په هكله د ”اصل الانواع په نامه كتاب خپور سو. وايي چي ډاروين د دغه كتاب پر ليكلو پنځلس كاله تېركړل. دغي باطلي فرضيې د عقيدو د ورانۍ او د الحاد د خپرېدو موجبات رامنځته كړه او يهودو ډېره ګټه ځيني واخيستل. خو اوس دغه نظريه د پوهانو لخوا ناسمه جوته سوې ده.
9.  د نيچه او د هغه د فلسفې رامنځته كېدل : د فريد ريك ولهلم نيچه ( ۱۸۴۴ ـ ۱۹۰۰)په ګومان العياذ بالله خداى له منځه تللى دى او ځاى يې بايد ستر انسان (سوپر مين) ونيسي.
10.          يهودي فرويډ : زيګمونډ فرويډ د جنسي اړيكو په هكله نظريې وركړې او  انسان يې جنسي څاروى با ه.
11.          يهودي كارل ماركس : ماركس د ”پانګي“ په نامه كتاب په ليكلو سره د تا يخي ماټرياليزم بنسټ كښېښود. دى د كمونيزم لومړني بنسټ ايښوونكى وو او دين يې د ولسونو ترياك باله.
12.                        سارتر  او كولن ولسن وجوديت او الحاد ته بلنه وركول.

په عربي او اسلامي نړۍ كي د سيكولريزم خپرېدل :

     موږ دلته هر اړخيز بحث نه سو كولاى صرف يو څو بېلګې وړاندي كوو:
5   مصر : خديو اسماعيل په ۱۸۸۳ع.كال فرانسوي وانين په خپل هيواد كي پلي كړل. د مصر دغه واكمن د لوېديځ سره ډېره مينه درلوده او هيله من وو چي مصر د اروپا يوه برخه سي.
5   هندوستان : په هند كي تر ۱۷۹۱ع.كال پوري اسلامي شريعت نافذ وو. وروسته د انګرېزانو په تدبير د شريعت لغو كېدل پيل سول او د نولسمي عېسوي پېړۍ په اواسطو كي په بشپړه توګه لغو سو.
5   الجزاير : په ۱۸۳۰ع.كال فرانسې دغه هيواد ونيو او اسلامي شريعت پكښي لغو سو.
5   تونس : په ۱۹۰۶ع.كال په دغه هيواد كي فرانسوى قانون نافذ سو.
5   المغرب : په۱۹۱۳ع.كال په دغه هيواد كي فرانسوى قانون نافذ سو.
5   ت كيه : سره د دې چي دغه هيواد د اسلامي نړۍ دارالخلافه او مركز وو، كله چي د عثماني خلافت نظام ړنګ سو او مصطفىٰ كمال اتاترك پر واكمن سو د سيكولريزم جامې ور واغوستل سوې. 
5   عراق او سوريه : كله چي په دغو هيوادونو كي عثماني خلافت را وپرزول سو او انګرېزانو او فرانسويانو پښې پكښي ټينګي كړې اسلامي شريعت پكښي لغو سو.
5   د افريقا ډېر هيوادونه : په دغو هيوادونو كي د ښكېلاك تر كډي كولو وروسته عېسوي حكومتونه واك ته ورسېدل.
5   په آسيا كي د زياترو هيوادونو دولتونه سيكولر دي.


سيكولريزم  د پانګوالۍ او ښكې اك په چوپړ كي :         
      لارډ كرومر چي د مصر واى سراى ( نايب الس طنه ) وو، په ۱۹۰۸ع.كال يې د خپلي پاليسۍ د بيانولو په ترځ كي وويل : ”انګلستان د خپلو ټولو مستعمرو خپلواكۍ و كولو ته چمتو دى، خو چي د پوهانو او سياست والو يو داسي توكم رامنځته سي چي انګرېزي ښووني يې په مغزوكي ځاى نيولى وي، د انګرېزي كلتور نمونه وي او د حكومت د ترلاسه كولو لپاره چمتو وي. خو انګرېز حكومت په هيڅ ګون د يوې شېبې لپاره هم آزاد اسلامي حكومت نه سي زغملاى“.
      خو اوس د افغان توكمي امريكايي زلمي خليل زاد يهودۍ مېرمني چريل بنارډ (Cheryl Benard) چي په كاليفورنيا كي د Rand Corporation په نامه د يوې څېړنيزي موسسې د ملي امنيت د  څانګي څېړونكې ده، د دغې ادارې له آدرسه د ”متمدن دموكراتيك اسلام: ملګري،سرچينې او جنګي تدابير“ (Civil Democratic Islam : Partners, Resources, end Strategies)  تر سرليك لاندي يو څېړنيز سياسي رپوټ ډوله كتاب خپور كړى دى. د دې رپوټ ځيني برخي په لاندي ډول را اخلو:
      ” په قرآن كي د يهودو او عېسويانو په  هكله له مخالفته ډك او غوسه پاروونكي احكام موجود دي. خو د دې تر څنګ د هغه په  ځينو برخو كي د هغو په هكله نرم احكام هم سته. په تا يخ كي اسلامي ټولنه د دغو قومونو سره د جګړې په حال كي پاته سوې ده.
      موږ بايد تر ټولو دمخه نوي  خوښوونكي مشران را منځته كړو، د مشرانو لپاره رول ماډل جوړولو ته اړتيا ده.
      په دوهم پړاو كي بايد موږ په اسلامي نړۍ كي د مدني ټولني د ودي په هكله د اقداماتو لپاره هلي ځلي وكړو. د دې مقصد پاره بايد سيمه ييز نادولتي تنظيمونه ( انجوګاني) او نوري مدني ټولني را منځته كړو.  ځكه  چي په بحراني ح الاتو كي له دغسي تنظيمونو او ټولنو څخه دموكرات مشران را منځته كېداى سي. موږ ته ښايي چي امريكايي،  جرمني او لوېديز اسلام ته وده وركړو. د دې موخي او هدف لپاره افهام او تفهيم ته اړتيا ليدل كيږي. موږ بايد بنسټ پال تخ يب كړو او په دې توګه يې مخه په كلكه ونيسو. د دې چاري لپاره موږ بايد عرب ژورناليستان وهڅوو  څو هغوى د بنسټ پالو د فسادونو اوشخصي ژوندانه او عادتونو په  هكله راپورونه برابر كړي او هغوى بربنډ او رسوا كړي. د دغو بنسټ پالو ويني تويوونكي څېري بايد بر بنډي سي. موږ بايد د يوه منځلاري او ښكلي اسلام په هكله تبليغ وكړو او په دې  هكله بايد  هر هيواد، سيمه او ډله  چي د دې مقصد لپاره مرستي ته چمتو وي وهڅوو.
      د ښوونځيو په تعليمي نصاب كي بايد د دموكراتيك اسلام پيغام په څرګنده شامل كړو. بنسټ پالي په اسلامي هيوادونو كي د زده كړي پر موسسو باندي د خپلي ولكې د ټينګولو لپاره زياتي هلي ځلي كوي. موږ ته ښايي په دغو ځايونو كي ريښې وغځوو او ښووني او روزني او نوو ځوانانو ته بايد زياته پاملرنه وكړو. موږ بايد د بنسټ پالو تضادونه را سربېره كړو او نوي خوښي عناصر را پورته كړو. موږ بايد د ډېرو پياوړو سيكولر عناصرو بشپړ ملاتړ وكړو او بنسټ پالي بايد د يوه دښمن په توګه معرفي كړو.
      موږ بايد د دې خبري ملاتړ وكړو چي په اسلام كي مذهب او سياست اړيكي نه سره لري او دا يو له بله بېل دي او د دې خبري په منلو سره په ايمان كي څه خلل نه پېښيږي“.ماخذ WWW.rand.org
      ( د يادوني وړ ده چي خليل زاد له دغي ښځي څخه دوه زامن لري چي يو يې الكزاندر(Alexander)  او بل يې مكسيميليان (Maximilian) نوميږي ).
      اوس نو آيا له دغو اقتباسونو څ خه  دا خبره نه څرګنديږي چي د نوي خوښوني، منځلارۍاو نوي موډ او فېشن تر ښكلو سرليكونو لاندي د فكري، علمي او عملي كاركوونكو ښاغلو، ټولنو، تنظيمونو او خپرونو
د كار او كړو وړو فكري سر چينې او اغراض او مقاصد  څه دي؟ او دا ټولي منډي ترړي د پانګوالي ښکېلاک د ټينګښت او د سكولريزم د پرمختيا او د  هغه د دودېدو او خپرېدو او پر اسلامي اُرشوګانو باندي د امريكا او نورو لوېديزيانو د تل تر تله ولكې ټينګولو لپاره نه دي ؟
      موږ د نوي توب، پر مختګ اومنځلارۍ  هيڅ مخالف نه يو. دا هم اسلام منلي او غواړي يې او هم يې موږ پلويان او د زړه له كومي غوښتونكي يو، خو له دغو او داسي نورو ښكلو مقولو او عنوانونو څخه بده استفاده او د اسلام او وطن پر ضد او د پردو په ګټه دكانونه پر را ايستل ډېر ټيټ او كرغېړن كار دى. 

لذت، ماديت او عياشي د سيكولريزم ستر مظاهر دي :
      حقيقت دادى چي نفس پالنه د سيكولريزم ډېر مهم مظهر دى. ب كي له سيكولريزم څخه د هر غذا تر لاسه كوونكي ذهن ژوند د دې پر شاوخوا چورلي. دا ټكى د سيكولريزم بنسټ هم دى. په دې معنا چي لوى څښتن پرېږده، ماديات هر څه وبوله. له بده مرغه دغه ماديات دي چي د نفس پالني لامل ګرځېدلي دي. د اوسني نوي پېر د عيش اسباب د دغي نفس پالني لوازم دي. د نوي پېر تهذيب چي هماغه د بې دينۍ او سيكولر تهذيب دى د خوندونو او مادياتو پر شاوخوا راګرځي. پر دې بنسټ ښځه په دې بازار كي تر ټولو ارزانه توكى دى او د عيش سامان ګواكي د ژوند اصلي موخه او مقصد دى العياذ بالله. اوسنى برلاسى كلتور چي له مسلمانانو څخه څه غواړي هغه دا خبره ده چي په لومړي پړاو كي د دوى په عقايدو غرض نه كوي، بلكي په عملي ډګر كي يې په اخلاقي مسايلو كي د  ځانو ملګري او همفكره كوي. دا ځكه چي دوى پوهيږي چي بيا دوهم پړاو څه ستونزمن نه دى. خبره داده چي په اسلام كي د درز اچولو لپاره تر دې آسانه لار نسته. د سندرو د توپان، د ډول ډول ټلوېزيونونو، كېبلي شبكو، لڅو فلمونو او سريا ونو، فحش خپرونو، لوېديز ډوله مېلو، محفلونو او غونډو له لاري د نوو ځوانانو په لوېديزه طريقه روزنه او داسي نوري لاري چاري ټولي د دغه حكمت عملي ښكارندي دي. اسلامي امت په دې برخه كي په بشپړ بحراني كيفيت او د پرله پسې جګړې په حال كي دى.  خو افسوس چي دغه جګړه په يو طرفه توګه روانه ده او دې پلو ته دفاع كوونكى نه تر سترګو كيږي. موږ دلته خپلو هغو وروڼو ته چي په غير شعوري توګه مازي د امريكايي او لوېديزو او د هغو په پيسو چلېدونكو رسنيو او د هغو د ټيټو او سپين سترګومزدورانو د تبليغاتو تر اغېزي لاندي راغلي دي او د كفري او صليبي يرغل تر اغېزي اندي يې خپل اخلاقي ارزښتونه پرې ايښي دي، وايو چي د امريکا او لوېديځ د نړۍ خور او ويني بهوونکي امپرياليزم او سيكولريزم منل او د پردو چوپړ او پيروي ستاسي او ستاسي د هيواد، ستاسي د اصالت او ستاسي د وياړلو دودونو او تاريخ وركېده، ستاسي خوارېده او د پردو مرييتوب دى وما علينا الا البلاغ.