کابل کې یوه پښتنه ماشومه له خرڅلاو څخه وژغورﺉ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 23192

دخبریدو نیټه : 2016-01-20

 د کندهار ولایت له  ژیړۍ ولسوالۍ څخه  د کابل د قمبر څلور لاري ته را کډه شوي یوه پښتنه کورنۍ وایې چې د تنګدستۍ، فقر او لوږې له امله دې ته اړ شوي چې خپله یوه ښپږ کلنه خور د پیسو په بدل کې وپلوري.دغه کورنۍ پینځه غړي لري چې مور او پلار یې د بهرنیو ځواکونو  په بمبارۍ کې د ژیړۍ په ولسوالۍ کې ووژل شوي او دوي پینځه تنه له دې برید څخه روغ وتلي او اوس د سیمي له یو شمیر نورو کورنیو سره یو ځای کابل ته را کډه شوي دي. د دغې کورنۍ مشره غړي ( صبره) نومیږي چې د پلار یو کوچنی زوی او دری خویندي ور پاتي دي او هیڅ څوک نه لري چې ددوي د کور خرځ او خوراک برابر کړي. د صبرې پر وینا چې د دوي یوه شپږ کلنه خور له څلورو ورځو را پدې خوا سخته ناروغه ده او په دې سربیره چې دوي یې د درملني لپاره پیسې نه لري دوي حاضر دي چې د هغې د ژوندي پاتي کیدو لپاره هغه د څو افغانیو په بدل کې یوې داسي کورنۍ ته ورکړي چې هم هغه په دې ساړه ژمي کې له مرګ څخه وژغوري او هم په دې پیسو د دې د کوچینو خویندو وروڼو ډوډۍ برابره کړي. صبرې په کابل کې د بینوا ویب پاڼي همګار ته وویل چې کله له کندهار څخه را تله نو تش لاس او یوازي د تن  په جامو کې تر کابله راغلي او  اوس حیرانه ده  چې څه وکړي.  د بینوا ویب پاڼه هڅه کوي چې ستاسو په مټ دغه افغانه کورنۍ وژغوري. که تاسو غواړۍ چې له دې کورنۍ سره مرستې وکړي نو په لاندې ټلیفون شمیره او ایمل اړیکه ونیسي.

ایمل: Khalid_hadi@hotmail.com

د ټلیفون شمیره: ۰۷۰۰۰۴۳۹۶۷  کابل- افغانستان